لنډه کیسه/ صديق الله بدر
بدله
د کیک د غوڅولو په وخت د واده سالون ته د اتڼچي نجونو په راننوتو سره د زوم رنګ واوښت. هغه د هرې شېبې په تېرېدو سره بیا بیا وره ته کتل او یو نیم ځل به يې په ځير ځير اتڼچي نجونې له نظره تېرولې.
هغه لا هم هاخوا دېخوا ته کتل چې لاس يې په زوره کېکاږل شو. خينې يې چې د هغه د مور عینکې په سترګو کړې وې او د کېک غوڅولو چاړه يې ورته لاس کې ايښوده، په مسخرو وویل: سلیمه زویه! څه ته اخوا دیخوا ګورې، کومه بله خو به دې زړه نه وي وړی. نيسه ناوې دې منتظره ده، کېک غوڅ کړئ!
سلیم موسک شو: نه، نه! لکه چې لېونۍ شوې يې هوسۍ، دا څه وايې، دا خبره دې له کومه کړه. ته خو پوهېږې چې سپوږمۍ مې لومړنۍ، یوازينۍ او اخیرنۍ مينه ده.
له زوم او ناوې راتاو مېرمنو په کړس وخندل. کېک غوڅ شو، چکچکې شوې او نجونو شور جوړ کړ. سلیم په هماغه اوتر حالت کې غوښتل کاشوغه راواخلي او ناوې ته کېک ورکړي چې هوسۍ پرې غږ وکړ: اوښيه! که غواړي زما په کامره کې دې عکس ښه راشي نو خور ته مې ښه په مینه یوه غټه کاچوغه کېک ورکړه.
سلیم غوښتل چې د خپلې خينې د خبرې ځواب ورکړي چې ستېژ ته مخامخ د ولاړو نجونو شا ته یوه نجلۍ کېناسته. سلیم سر ورهسک کړ چې وګوري هغه خو به نه وي. هوسۍ نجونو ته مخ واړاوه. هرې يوې ته يې په ځير ځير وکتل، بېرته يې زوم ته مخ واړاوه: خوار شې، دې پېغلو کې خو زه د خپلې خور سارې نه وینم، چې ستا نه زړه یوسي.
سلیم خپلې ناوې ته سترګې واړولې او تر شونډو لاندې له ځانه سره لګيا شو: هسې نه هغه لېونۍ د واده مراسم راته ګډوډ کړي.
ناوې لکه چې خبرې يې اورېدلې وي، غوږ ته يې سر ور وړاندې کړ: څه دې وویل؟
- خور دې ښييم، غواړي د واده په ورځ دې درباندې بنه ولوروي.
له دې خبرې سره يې د مېز پر سر له قاب څخه یوه ترټولو ښه ګلداره کاچوغه واخيسته او ناوې ته يې یو ټوټه کېک په خوله کې ورکړ. د لاسونو پړکا شوه. هوسۍ چې لا هم د عکسونو په اخیستلو بوخته وه، په لوړ غږ وویل: کېک دې ورکړ، خو لکه څنګه چې ما غوښته دومره مینه په کې نه وه.
د نجونو له شور او چکچکو سره د موزیک غږ اوچت وشو. زوم څو شېبې د ګډا او سندرو په جوش کې ورک و خو دننه په سالون کې د هرې نجلۍ له یو عادي حرکت سره به يې په ځير ځير هغې خوا ته کتل. شېبه په شېبه په چرتونو کې لاهو کېده او تر شونډو لاندې بونګېده.
سندرغاړې غږ وکړ: نجونو، تاسو لږ دمه وکړئ، لږ زوم او ناوې ته وار ورکړئ.
چکچکې او شپېلاکونه شول. د زوم اوږه کېکاږل شوه: زما چرتي اوښيه! لکه چې وادې نه ورېدل، ستاسو وار دی، میدان ته شئ.
سلیم خپل پلار او مور ته وکتل. هغوی چې د سر په اشارې اجازه ورکړه، ناوې يې تر لاس ونیوه او دواړه له ستېژ نه د ګډا ميدان ته شول. د ګډا په وخت کې يې بیا هم شاوخوا ناستو نجونو ته وکتل. خينه يې څنګ ته راغله، پیسې يې پرې وشيندلې او په کراره يې په غوږ کې ورته ویل: بې خونده لګیا يې، بس دی، لاړ شئ، خپلو ځایونو کې کېنئ.
کله چې ناوې او زوم بېرته ستېژ ته ختل، نجونو يې مخه ونیوله: نه، نه کېږي، نه مو پرېږدو. تاسو خو هيڅ ګډا ونه کړه.
د ناوې خور ورته وویل: زومګي ته څه مه واياست. پرېږدی يې. سپوږمۍ پوهېږي او تاسو.
سلیم او خینه يې د ستېژ بر کونج ته چې څو په کې نه ښکارېدل، لاړل. سلیم پر څوکۍ تر کېناستو مخکې بیا شاوخوا ته وکتل. خينې يې ترې وپوښتل: اندېښمنه دې کړم. څه خبره ده، ولې یو دم داسې شوې؟
سلیم له ځانه سره لګيا شو: دا ښه موقع ده، که هغه راغلې وي، باید پیدا يې کړم. که نه هرڅه به ګډوډ کړي.
ژر راپاڅېد، ښه شېبه يې ټول سالون له نظره تېر کړ. رنګ يې یو څه وغوړېد. ډاډه پر څوکۍ کیناست. هوسۍ په غوسه ورته وویل: کېنه! دا څه له ځانه سره لګیا يې، لېونی شوی یې که څه؟
سلیم په کټ کټ وخندل: نه، لېونۍ نه، لېونی شوی نه يم. دا یو سپرایز و! غوښتل مې تا او خور دې حیرانه کړم.
- کېنه، لېونیه! بېخ دې ووځه په دې سپرايز.
هغې دا خبره وکړه او له خپله ځایه راولټېده. سلیم وویل: کېنه هوسۍ کېنه! راته ګرانه يې، درواغ درته نه شم ویلی. که هغه راغلې وای، رښتیا هرڅه به ګډوډ وو.
- څه دې وویل، څوک که راغلې وای؟ اوس ښه شوه، نه چې په پټه دې بل واده کړی؟
- نه، د څه شي واده، زه هغه یادوم، هغه خپله پخوانۍ همکاره. هغه ډېره آزاده او بیخي بې پروا نجلۍ وه.
- چې آزاده وه، وه به، په تا يې څه؟ چې تا نه وي بللې، څه بد کوي چې واده ته راځي.
- نه، هغه بل ډول بلا ده، بلنې پسې نه ګرځي.
- سر مې مه خوږوه، صفا خبر کوه، هغه څه غواړي؟
- اوس يې پرېږده، زه د خپلې سپوږمۍ څنګ ته ځم، کور ته چې لاړو په هرڅه به پوهه شې.
د شپې درې نیمې بجې کور ته په رسېدو، سلیم د خپلې کوټې له المارۍ نه د یو کتاب له منځه یو لیک راواخیست. له خپلې کوټې ووت او هغه لیک يې هوسۍ ته چې یوازې په دالېز کې ده ته منتظره وه، ورکړ.
هوسۍ همالته د دوی د کوټې د وره شاته لیک پرانست: خیر چې زما هغه د مينې ډالۍ دې رد کړه. په هغه کړه دې خپه نه ومه او نه به یمه. په یاد به دې وي چې تر هغې وروسته ما هم په دفتر او هم په موټر کې درسره ټوکې کولې، ګوندې چې هيڅ نه دي شوي. ما ته په زړه ساده او صفا ښکاره شوې خو په دې نپوهېدمه چې دومره خام يې. څه ضرر مې در رسولی و، ولې دې داسې وکړل، ولې دې هغې مشرې همکارې سره بشې شا زما غیبت کړی دی، ولې دې ورته ويلي چې هغسې هلک نه يې او زه دې باید شا پرېږدم. ګوره! تېر په هېر. نن و سبا کې مې واده دی، هر چا ته مه ورځه او مه مې سپکوه، په تا يې څه چې ښه یم او که بده. په تا يې څه چې له چا او چا سره ګرځم. نوم دې راته بد کړی، همداسې خو دې نه پرېږدم. بدله درنه اخلم. ښه پوهېږم کوژدنه لرې. قسم چې واده ته دې درځم او هرڅه درباندې ګډوډوم.
۱۳۹۷.۱.۱۴