لنډه کيسه

ليکوال: صديق الله بدر

 

ويبلاګ

 

له يوې اوونۍ ورپسې وم، هره ورځ مې ترې پوښتل، چې زما نوی شعر دې لوستی او که نه. خو چې وبه يې ويل نه! چرت به مې ډېر خراب شو، خو وروسته به مې خپل زړه په دې دلاسا کاوه، چې ډېره بوخته ده، له سهاره تر مازيګره د دفتر له کاره نه اوزګارېږي، کله خپله يو څه ليکي او کله د نورو ليکنې سموي.

دفتر مو خورا لوی دی، مېزونه په کې داسې اېښودل شوي، چې زموږ يو بل ته شا وي. کله کله په غلا غلا ورګورم، هغه په کار بوخته وي، د هغې دغه بوختيا ما ته يو تسل شي. ډېر ځله ځير شوی يم، چې زما له کتو سره هغه هم غلچکۍ راګوري او ګواكى  راته وايي، چې درباندې پوهېږم.

نن همدا چې ورغلم، ورته مې وويل: (( نن به خامخا زما ويبلاګ ګورې، نوي شعرونه او کيسې مې ليکلې دي.))

هغه موسکه شوه: (( نن يې خامخا لولم. کارونه مې کم دي.))

زه خپل کمپيوټر  ته کېناستم. خپل ويبلاګ مې پرانست او پرته له دې، چې څه په کې ولولم ورته کتل مې. يو نيم نظر به مې شاته وکتل، چې ګوندې هغې به زما ويبلاګ پرانستی وي، خو هغه لا په څه ليكلو لګيا وه . دې کې د دفتر د داخلي تلفون د زنګ غږ اوچت شو. تلفون د هغې د مېز پر سر اېښودل شوی، غوږۍ يې جګه کړه: ((  هو، شته، صحيح ده، زه ورته وايم.))

غوږۍ يې، چې کېښوده، راته ويې ويل: (( د بورډ ميټنګ نيم ساعت وروسته دى.))  

د ميټينګ لپاره د تياري په غم كې شوم. نيم ساعت پس، چې پاڅېدم هغې ته مې پام شو، چې ويبلاګ يې پرانيستى دى.

مازيګر، چې له ميټنګ نه راغلم، ټول کارکوونکي کورونو ته تللي وو. خپل کمپيوټر ته کېناستم، ويبلاګ مې پرانست. د خپلو ټولو نويو ليکل شويو مطلبونو تر لاندې مې د نظرونو د ليکلو بکسونه پرانستل، پر زړه مې بې حسي راخوره شوه، سره له دې، چې لوی ايرکنډيشن  چالان و، خولې راباندې راغلې. ساه مې بنده بنده شوه، راولاړ شوم، د باندې ووتم، څو دقيقې د دفتر په حويلۍ کې ښکته پورته وګرځېدم. عجيبې خبرې مې زړه ته راتلې: (( اوس مې پروا نه لري،  څوکۍ يې لوړه شوه، پر ما يې هيڅ نظر نه سوزي، پخوا به هره ورځ پخپله زما ويبلاګ ته راتله او پر زوړ مطلبونو به يې  بيا بيا يو څه ليکل.))

خو ژر پر خپلې دې خبرې پښيمانه شوم: ((ترپخوا خو يې اوس کارونه زيات شوي، پخوا خو يې د دوه درې پاڼو د ليکلو مسووليت درلود، اوس خو بايد ټوله مجله وګوري او ايډيت يې کړي، اخر دا خو زيات کار دی، ستړې کېږي.))

دفتر ته ننوتم، کمپيوټر مې بند کړ. خپل بيګ مې راواخيست. له دفتر نه ووتم، موټر ته د ختلو په وخت کې، څه راپه ياد شول، بېرته راوګرځېدم. په بېړه مې کمپيوټر روښانه کړ. د خپل ويبلاګ مديريت پاڼه مې خلاصه او راسا د خصوصي نظرونو برخې ته ورغلم. لومړی نظر د هغې و: (( كيسې دې خوږې شوې، خو د دفتر خبرې دې ډېرې كړې دي، هسې نه، چې كومه بې ګناه همكاره دې بله ورځ په كيسو كې غورځولې وي.  خدای دې پرده وكړه!))

۱۳۸۹/۴/۴