لنډې کيسې: څو کیسه ګۍ
وروستی پیغام
۱۵۰۴ کال دی، ځمکه شاړه پرېښودل شوې. انسانان مریخ ته کډه شوي خو یوه زړه سپوږمکۍ لا هم د ځمکې پر مدار ګرځي.
سپوږمکۍ هره اوونۍ، فضا ته یو پیغام لېږه. پیغام مو ور ولېږه: «آیا څوک شته هلته ؟»
د شپې، کوم ځواب رانغی. لمر څرک مو پېغام ترلاسه کړ: «موږ دلته یو. تاسې چېرې لاړئ؟»
سپوږمکۍ غلې شوه. بټرۍ یې ختمې وې.
خو هغوی لا منتظر دي.
۱۴۰۴.۱.۱۲
څوکۍ
هر سهار راته او تر ډېره به په نرمه پسته څوکۍ کېناست. لکه چې چا ته منتظر وي، شاوخوا ته به يې کتل. نه چا ورسره خبرې کولې او نه څوک راته.
ورځې ووتې، پته يې نه لګېده خو څوکۍ توده ده، لکه چې څوک تازه ترې پاڅېدلی وي.
یوه ورځ بیا راښکاره شو، تندی یې ګونځو یووړ. څوکۍ نه وه.
هغه هم بیا چا و نه لید.
۱۴۰۴.۱.۲۰
د ساعت شاته وخت
ځان سره راوړي ترموزونه يې د وره مخې ته کېښودل. شعبې ته په راننوتو، د چپ لاس دېوال ته داسې وکتل چې ګوندې څه ګډوډ وي. پوهه شوه چې ورته ځير یم. دیوال ته يې ګوته ونیوه: "بټرۍ وغواړئ."
ما ځواب ورکړ: "ګړۍ خرابه ده، بټرۍ ژر وهي."
زما خبرې لکه هوا کې وخوړې، هېڅ يې و نه ویل، د مېز له سره يې ترموز واخیست او په تګ تګ کې يې معناداره غوندې شاته وکتل: "لکه چې په تاسې هيڅکله نه ناوخته کېږي، هره ورځ ناوخته کور لاره خپلوې."
په حیرانۍ مې وپوښتل: "څه؟"
ملازمه ځای په ځای ودرېده، مخ یې راواړاوه او په سړه سینه یې وویل، " نه درښکاري، منډه اخلم، هرڅه ګډوډ په ځای کوم، دروازه تړم خو له عمومي وره په وتو پوهیږم چې دیوالي ساعت دې دا غم راکتلی. هره پنځلس دقیقې تر رخصتۍ هلته درېږمه."
خندا راغله، خو هغې ټنډه تروه کړه، یو څه یې غوښتل ووايي، خو لومړۍ يې ساعت ته يې وکتل: "ستا د موټر ملګري ستا له ناوخته وتلو شکایتونه کوي. وايي، تاسې ناوخته تلو کې ريکارډ جوړوئ."
۱۴۰۴.۱.۱۰
د اور په سیوري کې
هغې بل نوم واخیست، خپل نوم رانه هېر شو.
سترګې يې ژورې تللې وې، ځان راته په کې غبار ښکاره شو.
د یوه ورک سیوري په اوږدو کې، سلګيو په پسې اخیستې وه.
سیوري خوله رالګوله.
ويې ویل: «پخپل درد دې د زړه اوږې مه رادرنوه.»
- بوج ده؟
د بوج ټکي لکه چې زما د زړه د درد هیندارې ته درولې وي، موسکۍ شوله خو ژر يې د خپلو هیلو د سوي سیوري پر سینه پلو راښکه...
ښايي نه پوهېږي چې زه هره شپه د درد څادر پر ځان راکاږم او هره ورځ د زړه پر شاړه د سیوري په نوم د کرکې زړي کرم.
ناروغ یم.
۱۴۰۴.۱.۲۸
د خندا په ډولۍ کې جنازه
تلفون ته یې چا ځواب ورنه کړ، لکه چې ټول په روغتون کې له خپلو موبایلونو ورک شوي وي.
هلک ور پرانست. سوړ باد کوټې ته را ننوت او شونډې يې وخوځېدې:
«خورینه! واده دې مبارک، وبښه چې جنازه مې ستا د ډولۍ ململ کې ونغاړله.»
شاوخوا هېڅوک خبر نه شول چې یو سفر وروستي تمځای څنګه واړاوه.
هلک ور پورې کړ. سترګو یې د ورېدو لړې تر ګوتو ونیولې، سر یې پر تنې را ولوېد، هېښ شو: " ما خو سپینې جامې اچولې وې."
اوښکو يې شونډې نرۍ نرۍ کړې:" توړۍ! سفر دې له نوره ډک."
د واده له دسترخوان نه راتاو، نه پوهېدل وژاړي که وخاندي؟
۱۴۰۴.۱.۲۸
د باد ناوې
شپه د بامېان د غرونو تر شا غځېدلې وه.
شفق له لرې، د سرو لمبو په څېر، موسکي موسکي خندل.
انځورګر د یوې زړې کلا پر چت ناست و. له څو میاشتو راهیسې، د یوې نالیدلې نجلۍ انځور يې په ذهن کې ګرځېده خو نه یې پېژندله او نه يې هم نوم زده و.
باد هر ماښام یوه ټوټه شنه وریځ له ځانه سره راوړله او په یو کونج کې به یې کېښودله.
انځورګر هغه را اخیستله او بویوله: "د اوبو غږ نه، د هغې ساه ده."
یوه شپه وریځې هیڅ راتاوې نه شوې. هغه ځان په اندېښنو کې ونغښت.
له غرونو یوه سپینه ښځه راښويه شوه چې باد يې پخپلو لاسونو کې نڅاوه.
هو، یوه سپينه، له وریځو جوړه ښځه، له سترګو پټه خو زړه ته نږدې.
ښځه په شونډو کې موسکۍ شوه: «خیالونو تر تا راوستمه چې و دې رنګوم. راغلمه ځکه چې بوی دې، ما ته راوستی وې.»
سپیده دم کلا پخپلو کړیکو کې ورکه وه. نه انځورګر و، نه ښاپېرۍ، نه تصویر.
یوازې یوه شنه ټوټه وریځ کرار کرار د چت دپاسه ويلې کېدله چې د مینې بوی یې کاوه.
۱۴۰۴.۱.۲