کیسه ګۍ


د مرګ او ژوند ترمنځ


جلکۍ ولاړه وه، وینو د اوښکو په څېر پر اننګو يې لارې کړې وې او په سترګو کې يې د اوښکو پرځای چوپتیا په چیغو وه. شاته يې اسمان د تورو لوګیو په منځ کې اور اخیستی و او کورونه لکه سوځيدلې پاڼې پر ځمکې راتوېيدل.
هیچا نه پوښتله چې ولې دلته ده؟ ته وا له همدې ویرانو را زېږېدلې وي، د ایرې نړۍ هغه شاهده چې تل به پاتې کېږي.
باد د کنډوالو له منځه راتېر او ورو يې په غوږ کې زمزمه کړه: « ته وروستۍ کیسه يې... هغه کیسه چې هیڅوک يې نه لیکي خو هرڅوک يې باید ولولي.»
جلکۍ ورو سر وګرځاوه، نه د اسمان په لور، نه د ځمکې په لور، بلکې هغه ځای ته چې د مرګ او ژوند ترمنځ پروت و، هغه ځای چې هیڅ یوه کلمه په کې معنی نه درلوده.

۱۴۰۴.۶.۲۶