ليکوال: صديق الله بدر

لنډه کيسه

سودا

 

هغه د غرفې مخې ته ودرېد، د خپلې خوښې  مجله يې د نورو مجلو له منځه راپورته کړه. د مجلې په وروستيو پاڼو کې يې خپله پاڼه واړوله. دم شېبه کې خولې پرې راماتې شوې، يو سوړ اسوېلی يې وکېښ، مجله يې په زوره د نورو مجلو پر سر ګوزار کړه، ورو يې وويل: دروغ ده!

هغه همداسې پريشانه زما له غرفې نه لرې شو. پريشانۍ پسې واخيستم، وې مې هسې نه چې بيا رانه شي.

   د ده سودا مې نيكمرغه بلله. د هرې اوونۍ لومړۍ سودا ده كوله. د شنبې په سهار، چې به مې څنګه غرفه پرانيستله، دى به راپيدا شو  او د پرتو مجلو په منځ کې به يې خپله مجله پیدا کړه، د خپلې خوښې پاڼه به يې راواړوله، ژر ژر به يې ولوستله، لکه چې ليکل شوې کرښې خوند وركوي، موسک به شو. د كرتۍ له جيبه به يې پيسې را وايستلې او مجله به يې د بايسكل په كنجوغه كې كېښوده.

ما ته په تېرو پنځو شپږو کلونو کې دا معلومه شوې وه، چې هغه کومه پاڼه او کومې کرښې لولي. مجله مې راواخيسته، د اوونۍ د فال پاڼه مې راواړوله، ومې لوسته: ((د مرغومي مياشت: له چا سره، چې مينه لرې، په دې وروستيو کې ستا په نسبت بې علاقې شوې ده.))

۱۳۸۹/۵/۲