لنډه کیسه/ صديق الله بدر

عکسونه



د خپل کوژدن نوي عکسونه يې چې نن په پوهنتون کې خپلې ندرور ورکړي وو، څنګ په څنګ د مېز پر سر کېښودل. ډېره شېبه ورته ځير وه، د زړه له یو ډول خوږ سره د دغو عکسونو کتل خوند ورکاوه. کوژدن يې په ټولو عکسونو کې یوازې و. موسکۍ شوه: (( ما خو ویل که نه، چې بې له ما هر چېرته لاړ شي، یوازې به وي.))
عکسونه يې راټول کړل. له خپل دستکول نه يې زېړ رنګه خط داره پاڼه او قلم راوکښل. خو نپوهېده چې لیک له کوم ځای نه راپیل کړي. نور کله به یې یو دم پاڼه ډکه کړې وه.
تر څه سوچ وروسته يې پر شونډو نرۍ شوخه موسکا تېره شوه: (( دا ځل پاڼه نه ډکوم، یوازې یوه جمله ورته لیکم. خپله همدا همیشنۍ جمله: بې له ما به هر چېرته یوازې يې.))
څه سودا ورولوېده، قلم يې د پاڼې په سر کېښود او عکسونه يې بېرته د مېز پر سر څنګ په څنګ کېښودل. ښه په ځير يې ورته وکتل، په ټولو عکسونو کې يې د هغه په څېره کې مهینه مالګینه خندا ولیده. غوسه ورغله: ((دا چا ته داسې مسک موسک شوی دی؟))
له ځایه راولاړه شوه. المارۍ يې پرانېسته. د تېرو کلونو عکسونه يې د مېز پر سر کتار کړل. د هر کال په عکسونو کې د هغه د کتو همدا انداز و.
نویو عکسونو ته ځيره شوه. سترګو کې يې اوښکې ډنډ شوې: ((آه! څومره ساده یمه، ده خو هغه چا ته داسې کتلي چې عکسونه يې ورته اخیستي دي.))
۱۳۹۷.۴.۲۲