لنډه کیسه: زلزله
لنډه کیسه: د کوڼړ د زلزلې یو تاثر
زلزله
شپې د کونړ پر ورانو شویو کلیو وزرې غوړولې وې. سپوږمۍ ساړه کتل، لکه هغه قاضي چې د اعدامیانو پر دوسیو بېرحمه لاسلیک کوي. غرونه چوپ وو، خو د خاورو له منځه د ماتو زړونو غږ پورته کېده. زلزله تېره شوې وه. څو کلي د نقشې له مخه داسې ورک وو لکه هېڅ چې نه وو.
خلک د اور شاوخوا ولاړ وو، لمبې یې د تودوخې لپاره نه، بلکې د هغو نومونو د لیکلو لپاره وې چې اوس د نړېدلو دېوالونو او د خاورو ډېریولاندې خښ وو.
ناڅاپه یو ماشوم د خټو له ډنډ نه راووت. د یوې ماتې کړکۍ د ښيښې ټوټه يې را واخیسته. غوښټل يې خپل کور په کې وویني، نه د دې اوسنۍ ورانې بڼې په شان، بلکې داسې لکه پرون شپه: مور ډوډۍ پخوي، پلار له ګاونډیانو سره بنډار کوي. ماشوم غوښتل ور ودانګي، خو ښیښه بې در و دروازه وه، بنده وه.
د خاورو د ډېریو له منځ نه یو سیوری را پورته شو، د یوې دروازې په څېر چې ناڅاپه پرانیستل شي. خلک ورته ودرېدل، خو هېچا جرئت نه کاوه نږدې ورشي. یوازې یو سړي – یو سپين ږېري ترې وپوښتل: ((څوک یې؟))
سیوري ځواب ورکړ: (( زه... هغه کلی یم چې ستاسو له سترګو ورک شوی یم. زه هغه ولس یم چې اوس یوازې په اور کې د لمبو په بڼه ژوندی پاتی یم. که سبا ژوند ته ستنېږئ، زه به یوازې ستاسو د خوبونو په کوڅو کې ګرځم.))
له باد نه لاره ورکه وه، هیڅ یوه دريڅه نه وه چې ترې واوړي او د خوبولو څڼو عطر په کوټه کې خپره شي.
سیوری بېرته د خاورو په منځ کې ورک شو.
د سیوري په تګ سره خلک غلي وو، خلک پوهېدل چې ځینې غږونه هېڅکله د ځواب تمه نه لري.
۱۴۰۴.۶.۱۰