زه، باران او هغه

باران نه و… زه وم.

د باران په هر څاڅکي کې پټ. داسې پټ، داسې حل شوی، لکه چې په هر څاڅکي کې مې ځان شیندلی وي.

څاڅکی-څاڅکی پرې لګېدم: پر تندي، پر زلفو، پر غاړه، پر یاد. لکه یو بنديوان خیال چې تل‌ د آزادۍ هڅه کوي.

هغې سر وښوراوه:" ته یې؟ نه، نه... پوهېدمه چې ته یې."

باد پخپلو ګوتو د هغې زلفې تاوولې. زلفې يې یاغي شوې. باد زما نوم په غوږ کې ورزمزمه کړ. موسکه شوه، داسې چې زړه یې جګړه غواړي، نه پناه.

ما وخندل: "ته هماغه یې... چې تل له ما سره په نه جوړېدو کې وفاداره پاتې شوې."

شونډې يې وښورېدې: "او ته هم، هماغه باراني خیال، چې هر ځل له هسکه وزرې کوي، خو ژر بېرته الوځي."

ما لاس ور اوږد کړ: "نن نه الوځم. که ته… لاس راکړې."

هغې غلې را وکتل او سترګې يې پټې کړې. آرام بخښونکي غږ يې د باران په شور کې زما غوږونه ونازول: "هو…"

هماغلته ودرېدم. هغه هم و نه خوځېده. باران په شړکنده ورېده او موږ دواړه تر باران لاندې‌، د یو بل په سترګو کې د تل لپاره سره تم پاتې شوو.

۱۴۰۴.۲.۲۷