لنډه کيسه

ليکوال: صديق الله بدر

كوباى چوپان

غلام همدا چې د كمپنيو بازار ته ورسېد، پسونه يې يو ګوښه ځای سره راپنډ کړل، لارويو ته يې مخ ورواړوو  او په پرله پسې لوړ غږ يې وويل:" يو پسه په درې زره، درې زره، يو..."

د پسونو په ليدلو سره دم شېبه کې ګڼ لاروي له پسونو چار چاپېر ودرېدل او يوه لاروي، چې په پسونو په ډېر شوق لاس تېراوه؛ وويل:" درې زره لږې زياتې نه دي؟ كه په دوه دوه زره يې راكوې، دوه درې درځنې اخلم."

-         كه مجبوره نه واى، په لس زره مې هم نه خرڅول، لږ انصاف وکړه"

-         خوښه دې، ما د خپلې وسې خبره وکړه.

غلام شاوخوا ته ځير ځير وکتل او تر لږ سوچ وروسته يې لاروي ته وويل:" په دوه زري يې په دې شرط درکوم، چې څلور پنځه پسونه يوځايي واخلې."

د غلام له دې خبرې سره دوه درې نورو لارويو هم غږ وکړ:" چې دوه زري يې راکړې موږ هم دوه دوه درځنې اخلو."

هغه لا نهه لس پسونه نه وو خرڅ کړي، چې دوو پوليسانو د خلكو له منځه د پسونو په خوا لاره وکړه. يو پوليس لومړی ښکته پورته غلام ته وکتل او بيا يې وويل:" پسونه دې خپل دي؟"

غلام، چې په خوشالۍ د خرڅو شويو پسونو پيسې جیب ته كولې ځواب ورکړ:" هو! خپل مې دي، زما چې نه دي نو د چا دي؟"

بل پوليس په يو څرب پسه لاس کېښود:" دا په څو؟"

غلام، چې نوى ځير شو، پېريدونكى پوليس دى، وويل:" نورو ته دوه زره، ستاسو بيا، چې څومره خوښه وي."

 پوليس په خندا شو:" يو زر درکړم؟"

 غلام خپلې لاړې تېرې کړې او په موسک انداز يې وويل:" له تاسو چا پيسې غوښتي، څومره چې راکوې."

پوليسانو دوه زره افغانۍ هغه ته ورکړې او درې پسونه يې له ځانه سره مخکې کړل. يو پوليس په تګ تګ کې شاته وكتل:" وارخطا کېږه مه، پاتې پیسې دې درته راوړم."

د پوليسانو له تلو سره غلام يو ځل بيا شاوخوا ته وکتل او په لوړ غږ يې وويل:" يو پسه يو نيم زر... يو پسه يو نيم ...يو..."

 د غلام له د خبرې سره پنځه شپږ كسانو له خپلو جيبونو پيسې راوکښلې او هر يوه، دوه دوه درې درې پسونه واخيستل.

غلام هره شېبه د پوليسو لارې ته کتل، خو څوک نه ښکارېدل. يو خريدار، چې نږدې ورسره ولاړ و، ورته وويل: " دا بيا بيا څه شي ته ګورې؟"

هغه يو ځل بيا هغې لارې ته وکتل او ويې ويل: " پوليسو لکه، چې پاتې پيسې وخوړې."

له دې خبرې سره يې پاتې شپږو پسونو ته وکتل او نارې يې کړې: " هلئ واخلئ! پنځه پنځه سوه."

د هغه له دې غږ سره هغه سړي، چې په دوه دوه زره پنځه پسونه اخيستي وو او هغه يې يو موټر ته خېږول پرې غږ وکړ: " هئ په ما دې ولې قيمت خرڅ کړل؟"

-         تا خو هغه ښه يې واخيستل، دا پاتې خو ډنګروکي...

هغه لا خپله خبره نه وه بشپړه کړې، چې يو چا يې له شا نه پر اوږه لاس کېښود:" دا پسونه دې خپل دي؟"

غلام ځواب ورکړ: " زما، چې نه دي نو ستا دي!؟"

خو همدا چې هغه شا ته وکتل او د هغو دوو پوليسانو او د هغوی پر قوماندان يې سترګې ولګېدې رپندی غوندې شو: " هو...ه ...و... ه... و ... ص.. ص..صا...صاحب، دا .... دا مې خپل دي."

-     ته په همدې كوباى پتلون، غاړکۍ، شینکاک بوټان او غوړ کاکل دا كار و بار كوې؟ ما خو تر اوسه كوباى چوپان نه و ليدلى.

-     قس ... قسم خورم، په والله چې خپل مې دي، له مجبوريته يې خرڅوم، مور مې ناروغه ده، دار درمل يې پرې كوم.

-         زما خو باور نه راځي.

-         صاحب! با...با باور وکړئ، درواغ نه وايم، همدا پرون تره مې له کلي راته رالېږلي دي.

د پوليسو قوماندان خلكو ته مخ واړاوه او ويې ويل:" هر چا، چې پسونه اخيستي بيرته دې يې راوگرځوي، زما په ګمان دا د غلا مال دى. موږ په همدې شک په چپه لار راغلو، چې دی ونيسو."

پوليسو، غلام له ځان سره حوزې ته بوته. ماسپين مهال پوليسو له کمپنيو سره نږدې له يوه وچ څاه نه د يو ديارلس کلن شپانه مړی راوويست.