لنډه کیسه/ صديق الله بدر

 

قتل


دوو وسله والو د خټين کور دروازه په لغته ووهله. د دروازې له ماتېدو سره یو چاغ سړی له کروزین موټر نه راښکته شو، نېغ خټين کور ته ننوت او په لوړ غږ يې وویل: ((جمیله! وه جمیله! ته اوس دومره شوې چې...))
جميل په وارخطايۍ له کوټې را ووت. یو وسله وال د هغه په خوا ورمنډه کړه. هغه يې له ګرېوانه ونیو او کلک کلک يې په دېوال وواهه: ((ته اوس دومره شوې چې د قوماندان صاحب خبره په ځمکه غورځوې.))
قوماندان خپل باډیګارد ته وکتل، هغه د جميل ګرېوان خوشې کړ. قوماندان د جمیل مخې ته ودرېد. غاښونه يې وچيچل: ((چې خبره مې ونه منې، والله که رانه د ژوند څکه وکړې.))
جميل چې له ودرېدو پاتې و، ځای په ځای کېناست او بیا د قوماندان پښو ته ولوېد: (( قوماندان صاحب! بې کسه یم، څوک مشر په کور کې نه لرم، دوه واړه بچي او مېرمن به مې څنګه شي؟))
قوماندان هغه ټېله کړ، پر شا لس دولس کلکې لغتې ورکړې او کوټې ته ننوت. د جميل مېرمن او بچیان په چيغو او ژړاوو سر وو. قوماندان پرې وبړچېده: (( غلي شئ!))
بیا يې پر خپل باډيګارد غږ وکړ: ((سرداره! هغه سپی درسره راوله.))
باډيګارد جميل راپورته کړ او کوټې ته يې راننیوست. قوماندان ښځې ته ځير و. جميل نالښت وکړ: ((قو، قوم...قومن...دان... صا...صا....حب...ما مړ کړئ...زه...خپ...خپل بچيان...نه شم...پ..رې...ښو... دل...لای.))
قوماندان د هغه کشری زوی چې د مور شاته پټ شوی و، راکش کړ او له پښو يې راځوړند ونیو. ماشوم چیغې کړې. جميل ورو ځان ته حرکت ورکړ چې کېني، یو باډیګارد خپل قوماندان په اشاره، هغه ديوال ته تکیه کړ. د جميل له سترګو اوښکې روانې وې، څو ساړه اسويلي يې وکښل او کرار کرار لګیا شو: (( قوماندان صاحب! د خدای په پار هغه خوشې .))
قوماندان چې لا هم د جميل کشری زوی له پښو نه په هوا کې ښکته پورته کاوه، غاښونه يې وکړچول: ((دا څه دي، د مور وار يې، نه نه! د دې ښکلې وار لا پاتې دی. ته پرېده چې يو وار دا شیطان ختم کړم، هغې سره هم ګورم.))
پر جميل سر وګرځېد. غاړه يې يوې خواته کږه شوه. سترګې يې چې پرانستې لا هم یو باډیګار پرې د اوبو سطل خالي کاوه. مخامخ يې خپل مېرمن ته پام شو، چې ترهېدلې او شېبه په شېبه ځان په خپل ټيکري نغاړي.
يو اړخ ته تاو شو. په سینه شو او کرار کرار يې تر قوماندانه چې یوه پښه يې د زوړ شلېدلي کټ پر پايې او بله يې پر ځمکه ايښې وه، ځان ورساوه او د هغه پښه يې ښکل کړه: ((قوماندان صاحب...هاهه..هاهه...هر څه چې..هاهه...هاهه...وايې کوم يې. مېرمن او بچیان مې پرېږده.))
قوماندان کړس کړس په خندا شو: ((دغسې! زمریه، ما خو ویل چې دومره بې همته نه يې. وژني خو دې نه، زیات نه ۲۰ کاله قید به تېروې.))
جميل چې ستونی يې غریو نیولی و، ورغبرګه يې کړه: ((منم يې، هرڅه چې وايې منم يې. اوس لاړ شم، چېرته لاړ شم، څه وکم؟))
قوماندان پوزخند وواهه: (( هه، خود به يې منې، په خپله خوښه نه يې، موږ باید په ښار کې د هغه زورور څارنوال له لانجې خلاص شو، پولیسو ته ووایه چې په موټر د هغه زوی زما زوی نه بلکې تا وژلی.))
۱۳۹۷.۶.۵