د اوښکو ملګری

باران ورېده. سارا د کړکۍ تر څنګ ناسته وه، سترګې یې لمدې وې.

ورور یې ورو ورنږدې شو: "ولې ژاړې؟ باران خو "څوک نه ژړوي.

سارا ورو وویل: "دا باران نه دی… زما سترګې "ووري.

ورور یې له جېبه دستمال راویست او د هغې اوښکې یې پرې وچې کړې.

— ښه ده، زه به دا وساتم. که بیا غم درته مخه کړه، ورته وایو چې ته ملګری لرې.

سارا موسکۍ شوه. د باران څاڅکي او د هغې وروستۍ اوښکه په دستمال کې ګډ شول.

۱۴۰۴.۵.۲۴