لنډه کيسه: مجبورى
لنډه کيسه/ صدیق الله بدر
مجبوري

نجونې خوشاله وې چې سبا خپلو کورونو ته ځي، خو ثريا غریو نېولې وه.
په دغه شپه د اصلاح او روزنې مركز د تنكيو ځوانانو او ماشومانو په شور او زوږ كې ډوب و. هر يوې بلې ته مباركي وركوله. نيمه شپه چې دا د کوټې له وره سره نږدې ناسته وه، يوه پېغلوټې چې له دوو مياشتو راهيسې دلته ورسره بلده شوې وه، څنګ ته يې راغله:" لېونۍ! ولې ژاړې، ته بايد خوشاله اوسې، سبا خپلو كورونو ته ځو."
د هغې له دې خبرې سره ثريا يو سوړ اسويلی وکېښ:" كوم كور؟"
- ولې څه درپېښه شوه؟ تر مازيګره خو خوشاله وې؟"
- هو، خوشاله وم، خو..."
- خو څه؟
- د مركز مشر راته وويل چې سلیم مې له قبلولو انكار وكړ، زه يې بدكاره وګڼلم."
ثريا سر په دېوال تکیه کړ:" اخر ولې يې داسې وكړ؟ هغه خو تېره مياشت همدلته راسره ژمنه وكړه چې ما به په نكاح كړي. هغه خو په خداى قسم ياد كړى و."
د ثريا ستونى وچ وچ شو، زيبا په منډه ورته اوبه راوړې. خو هغه په سوچ كې لاهو او له ځانه سره لګيا وه:" زه ملامته يم، هغه هيڅ قصور نه لري، ما ولې پرې باور وكړ، ولې ورسره د هغه کوټې ته لاړمه. نه، نه! زه ملامته نه يم، دا هغه و چې له څو ورځو يې ټينګه نيولې وم چې خبره راته کوي. کاش هغه اوبه مې نه وای څښلې، دا ورځ به راباندې ولې راتله..."
زیبا د خپل څادر په پېڅکه د هغې پر مخ راماتې خولې پاکې کړې او لکه چې څه څه وریاد شوي وي، ويې پوښتل: " سبايي خو دې مور او پلار هم راغلي وو؟"
- پلار مې ورته ويلي كه ثريا مو پرېښوده، مړه يې وګڼئ. نور خير، خو زه په دې خپه یمه چې... "
ثريا بیا ستړي ستړي اسويلي وکښل او مړه مړه لګیا شوه: " اخر همدې مور اوپلار په يو او بل شي پسې ګاونډيانو کره لېږلمه، كه يې نه لېږلم داسې به نه وو شوي. زه څه وكړم، هيڅ هم نه شم کولای."
هغې خپل لاسونه سره ومروړل، ډېره شېبه غلې وه، يو دم يې سترګې رډې رډې راووتې، مخامخ يې زیبا ته وکتل: " نه، نه! يوه لاره شته. "
دې خبرې سره يې سترګې درنې شوې او نوره هم په دیوال تکیه شوه. سهار ناوخته د خپلو همزولو د خوشالیو په شور كې را ويښه شوه. شا وخوا ته يې وكتل، همزولې يې له خپلو ميندو سره غاړې وتلې او يوې په بلې پسې په ډېرې خوشالۍ له مركز څخه خپلو کورونو ته خوځېدې. زېبا له خپلې مور سره د دې په څنګ کې ناسته وه. همدا چې يې پر هغې سترګې ولګېدې، ورغاړې وته. دواړو بیا ښه شېبه سره وژړل او په ژړا ژړا يې خدای پاماني سره وکړه.
يوه اوونۍ وروسته مازيګر مهال ثریا د مرکز له مشر نه په ډېرو زاریو اجازه واخسته چې څو شيبې له مرکزه دباندې وګرځي. له مرکز نه په وتو عمومي سړک ته سيخه شوه. د موټرونو له ګړندي تګه رپندۍ شوه:" نه، نه! همدا يوه لاره ده او بس."
غوښتل يې د يوه موټر مخې ته ځان ګوزار کړي چې چا پرې غږ وكړ، شا ته يې وكتل، زېبا وه، ور منډه يې كړه. دواړه سره غاړې وتلې. زيبا ورته وويل:" ښه، درباندې پوهه وم، چې دلته به يې، هغه شپه دې په خوب کې ویل چې ځان به د موټرو مخ ته خطا کوې."
- نور به نو څه کوم؟
- نور به ژوند کوې، سليم واده ته تیار دی. مور او پلار دې په مركز کې تا ته انتظار دي. راځه چې ورشو."
- سليم هم راغلی؟
- نه! هغه نه دی راغلی، موږ بايد هغه ته ورشو.
- ولې هغه ته ورشو؟
- هغه ورځ چې له دې ځايه ووت، له كور سره نږدې موټر وواهه، اوس په شفاخانه كې دى.
- څه، دا څه وايې، ډېر خو به نه يې خوږ شوی؟
- نه یمه خبره، ما نه دی لیدلی.
د مرکز مشر چې د خوښۍ نښې يې په مخ کې ښکارېدې او له دوی لږ څه وړاندې ولاړ و، زیبا ته وويل: " ما فکر نه کاوه چې دا لېونۍ به رښتيا هم ځان ووژني، که نه چېرته مې پرېښودله، چې له مرکزه ووځي."
درې واړه د مرکز په لوري وخوځېدل، مرکز ته چې ورسېدل، د ثریا مور هغه ټينګه په غېږ کې ونيوله: "لورې ما وبښه، بله چاره مو نه درلوده."
زیبا هغوی سره جلا کړل او د ثریا مور ته يې وويل: "ترورې ځئ چې ځو، ناوخته دی، سلیم به لارې څاري."
ثریا په موټر کې غلې ناسته وه، زیبا ورته وويل:" اوس ولې غمجنه يې، اوس خو هر څه سم شول. سلیم پلار ته اقرار کړی چې دی پخپله ګناهګار دی."
سلیم پر چپرکټ پروت و، د ثريا په ليدو نیم خيزه غوندې شو، يوه پښه يې غوڅه شوې وه.