لنډه کیسه:

بې‌سکونه چوپتیا

باران د کړکۍ ښیښه وټکوله. ډېوه د کړکۍ ترڅنګ ولاړه وه. چای‌یې په لاس کې یخ شوی و، خو کاته‌یې لا هم ګرم وو.

د وره غنګا شوه، مور یې غلې کوټې ته راننوته:"لا هم هېڅ نه وایې؟ لورې، لږ وغږېږه، خبرې وکړه.

ډېوې له یوې ترخې موسکا سره ورو وویل: "مورې... یو وخت به چوپتیا سکون راکاوه، خو اوس؟ اوس راته یوه سزا ښکاري.

مور لږ ور وړاندې شوه:"چوپتیا خو پخوا هېڅکله دومره درنه نه وه..."

ډېوې یوه ژوره ساه واخیسته:"هو... خو اوس داسې احساسوم، لکه هغه خبرې چې ما باید کړې وای، و نه کړې... اوس وخت تېر دی، ډېر ناوخته شوی."

مور یې پر اوږه‌ لاس کېښود: "د رښتیا ویلو لپاره هېڅکله ناوخته نه وي. که څه هم درد لري، خو دا له هغې چوپتیا غوره ده، چې د وجود دننه انسان خوري."

ډېوې له کړکۍ سترګې را واړولې، شنې سترګې‌یې د مور پر سترګو ښخې کړې. ژبه‌ یې یو دم وچه شوه، خو ورو یې وویل: "ښايي وخت را رسېدلی وي... نن شپه ورسره خبرې کوم، که څه هم غږ مې یاري و نه کړي."

د مور تندی وغوړېد او په نرمه موسکا یې وویل: "همدا یو غږ، همدا یو جرأت، د یو لوی بدلون پیل دی."

۱۴۰۴.۴.۱۷