شعرونه:د ۱۴۰۰ کال د وږي له ۶ د مرغومې تر ۲۷ پورې شعرونه
د ۱۴۰۰ کال د وږي له ۶ د کال تر پایه شعرونه
ما ته ډېره خوږه یې
غواړم وپوهېږم
رښتیا همدومره راسره مینه لرې
۱۴۰۰.۱۲.۲۴
««««««««««««««
نپوهېږم
ښايي لویه تېروتنه مې همدا وه
چې ټول عمر مې
له هغو خلکو سره وخندل
چې سترگې یې
زما د زړه پر ماتېدو
لمدې نه شوې
۱۴۰۰.۱۲.۲۴
««««««««««««««
وخانده!
گلونه چې و نه سپړېږي
په پسرلي د چا باور نه راځي
۱۴۰۰.۱۲.۲۲
««««««««««««««
زه، نېکمرغه یم
مینه د هر چا په برخه
نه رسېږي
۱۴۰۰.۱۲.۲۱
««««««««««««««
ته چې پر ما باور ولرې
او زه
درسره مینه وکړم
څه وایې:
نېکمرغه
به نه یوو؟
««««««««««««««
هغه ده ستړې چې زه ډېر غږېږم
او زه ډارېږم چې ژر لاړه نه شي
۱۴۰۰.۱۲.۱۶
««««««««««««««
ته شعر یېهره ورځ ښکلې کېږي۱۴۰۰.۱۲.۱۳
««««««««««««««
د زمان پر ولیو
د تندې تابوت یم
ورو مې لېږدوي
ویرېږي چې
د سیند هدیرې ته
تر رسېدو مخکې
مات نه شم
۱۴۰۰.۱۲.۲
««««««««««««««
ډاډه اوسه
ته چې نه اوسې
څوک به په کې نه وي
ځکه
ته چې نه اوسې
زړه به مې هم نه وي
۱۴۰۰.۱۱.۲۹
««««««««««««««
له تا سره په اوسېدو کې چې
ځمکه ځای نه ورکوي
پرون شپه ټوله شپه
ستا د یادونو
کوربه و
کله چې یادونو دې مخ واړاوه
او له ځانه سره یوازې پاتې شو
د ځان لپاره
یو سوړ او شړ زندان و
له مودو نه داسې
زړه مې پر ځان سوځېږي
۱۴۰۰.۱۱.۲۷
««««««««««««««
ژوند ښکلی دی
خو دا ښکلا
ستا ښکلا ته نه رسېږي
ځکه خو زه
له تا سره مینه لرم
۱۴۰۰.۱۱.۲۷
««««««««««««««
د ژوند ښکلی کول
یوه پلمه غواړي
له خدای نه شکرگذاره یم
او له تا خوشاله یم
خدای ته را هست کړې
او تا پر خپلو شونډو
خندا شنه کړه
۱۴۰۰.۱۱.۲۶
««««««««««««««
خپله نېکمرغي مې
چې برخې برخې کړه
ما ته څه پاتې نه شول
غم
د کتار په سر او اخر کې ولاړ و
اوس چې غواړم
خپله زړه تنگي و وېشم
څوک نشته
ټوله به
بېرته
په خپله اخلم
۱۴۰۰.۱۱.۲۶
««««««««««««««
نن شپه د یو بل د لیدو په انتظار کې تېروو
سبا ته به ډېر ناوخته وي
سبا ته خدای پوهېږي
که مخامخ شوو سره
او
یو بل وپېژنو
زه
کوټه
یوازیتوب
او تیاره
دغه چوپتیا او شپه
نن شپه
همدې وېره کې یو
لېونۍ تگ دې
دا موږ ټول سره
یو ځای کړي وو
سبا ته
درته
سترگې په لار یم
۱۴۰۰.۱۱.۲۵
««««««««««««««
تېره شپه مې
د خپل ژوند
هغه ترټولو
خواږه خوبونه ولیدل
د نظر وږې رمې مې
ستا د خوبونو په ورشو ورگډې وې
۱۴۰۰.۱۱.۲۵
««««««««««««««
په نورو څه وکړم
چې ورسره تشې دنیا ته
ناست یم
ته دې اوسې
له تا سره
دنیا ډکه ښکاري
۱۴۰۰.۱۱.۲۲
««««««««««««««
غواړم داسې څه و اوسې
چې بل څه ته مې لاس بند نه شي
غواړم باران شې
او زه چترۍ و نه لرم
۱۴۰۰.۱۱.۱۹
««««««««««««««
لاسونه
ټولو پاچا ته لاسونه خوځول
خو د پاچا
یو سړی هیڅ خوښ نه شو
هغه سړي
د پاچا لپاره
په جنگ کې
خپل لاسونه له لاسه ورکړي و.
۱۴۰۰.۱۱.۱۷
««««««««««««««
بیګاه خوب سره مې ناست وم
ټوله شپه مو سره ته رایادولې
ټوله شپه ته وې
نه زه وم
نه خوب
۱۴۰۰.۱۱.۱۳
««««««««««««««
د ژوند انځورونه
ژوند په هغه شېبه کې خوندور وي
چې د شونډو په باغچه کې دې مچکه زرغونېږم
کله چې په یوې هیلې بدلېږي
له یوازېتوب سره د خلوت ترانه بولم
کله چې په جنون اوړي
د باد په لاس کې لکه جاړو
د مینې کوڅې
له گرد او غباره پاکوم
کله چې لکه یو غږ اوچتېږي
د مینې ستونی گرځم
چې بې مینې غوږونه کاڼه کړم
کله چې خپله ژوند وي
د خپلو سترگو د خوب غېږه کې یې د مرگ له ویرې پټوم
۱۴۰۰.۱۱.۷
««««««««««««««
ښځې باران دي
خو ته په کې هغه څوک یې
چې له سترگو مۑ
مینه ووري
۱۴۰۰.۱۱.۵
««««««««««««««
غزل
راته دا وایي چې ورځه خو چې مگر ولاړ یم
زړه نازړه توب مــې دی لیدلی د دلبر ولاړ یم
د خپل وجود په دېواله باندې تکیه نه یـــمه
ډېره موده کېږي له خپل ځان نه بهر ولاړ یم
هغـــــــې ویل د دیدن گل په مازیگر ټوکېږي
پر گـــــــودر هر مازیگر ځکه لکه لمر ولاړ یم
چې له وطـن او له ولس سره مې کا دښمني
هره شېبه به یــې په وړاندې په ډگر ولاړ یم
بدره پر هغـو خلکو دومره مې باور نه راځي
لاس په ټټر چــې وايي زه درته اکثر ولاړ یم
۱۴۰۰.۱۱.۴
««««««««««««««
غواړم داسې ځای ته لاړ شم
چې هلته یوازې ټوله ته اوسې
چې سترگې واړوم
تا ووینم
چې زړه کې مې وگرځېږې
مخامخ راته ولاړه اوسې
چې غږ وکڔم
وا مې ورې
غواړم داسې ځای ته لاړ شم
چې پته دې له هیچا و نه پوښتم
او ته په خپله و وایې
هن دلته یم
غواړم د مینې جنت ته لاړ شم
د مینې جنت
ښایي
همداسې یو ځای ته و وایي
۱۴۰۰.۱۰.۳۰
««««««««««««««
ماشوم چې وم
روغ رمټ و
ته مې چې ولیدې
درد ونیو
اوس چې له تا سره دی
نپوهېږم
پر زړه مې څه شوي دي
۱۴۰۰.۱۰.۳۰
««««««««««««««
کاش چې موږ عکسونه وو
موسکاوې خو به مو
پر شونډو وې
۱۴۰۰.۱۰.۲۹
««««««««««««««
څومره ښه ده
چې ته راته ووایې
راځه خپه شه
چې پخلا دې کړم
۱۴۰۰.۱۰.۲۹
««««««««««««««
غوسه سیلاو ده
چې راشي
هر څه په مخه کوي
نور یو بل ته
نه په غوسه کېږو
۱۴۰۰.۱۰.۲۹
««««««««««««««
راتگ یې
د پاتې کېدو خوشبویي نه لري
پسرلی دی ځي او راځي
۱۴۰۰.۱۰.۲۹
««««««««««««««
ژوند تل هغسې نه دی
چې څوک یې په سترگو ویني
دا چې احساس کړو
هیلې د ژوند پر سر پاشل شوي رنگونه دي
له زړه باید ور وکتل شي
۱۴۰۰.۱۰.۲۸
««««««««««««««
ورېځ شه
که اور مې واخیست
ډاډه به یم
چې باران به هم شې
۱۴۰۰.۱۰.۲۸
««««««««««««««
که د ژوند په هر ځای کې
در نه هېرېده
را ویې گرځوه
ستا خندا سکون راکوي
۱۴۰۰.۱۰.۲۸
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»غزلرڼا رڼا ډېــــــــوه ډېــــــــوه جنۍ دهزما خوښېــــــــږي چې هغه جنۍ دهڅه دې ویـــــــــل زړگیه اوس ووایهڅومره خوږه څــومره ترخه جنۍ دهزما پر مینه چــــــــــې ده پوهه ډېرهپخپله نه ده ورســـــــــــــــره جنۍ دهباران باران چې پر خپل ځان ورېږيهغه په اور اور کـــــــې لمبه جنۍ دهبدره د کلي مــــــــو د نجونو منځ کېیوازې دغـــــــــــــــــه آوازه جنۍ ده۱۴۰۰.۱۰.۲۷««««««««««««««ته مې د مورد دعاگانو برکت یېویل به یېد دنیا پر حسینه دېپېښه وشه۱۴۰۰.۱۰.۲۷««««««««««««««که تیږې نه وېغرونه به نه ووکه اوبه نه وېسیندونه به نه ووکه ته نه وېښکلا به هم نه وهاو زه به همچا نه پېژندم۱۴۰۰.۱۰.۲۷««««««««««««««کومه لار چېد انتظار په نامه یادېږيځکه بې انتها اوږده دهچې ته په کې نه ښکارې۱۴۰۰.۱۰.۲۷««««««««««««««موږ په خپلو خاطرو کۑتل یو ماشوم پټ ساتلی ويچې په لویوالي کې مو له غم سرهپټپټانی زده وي۱۴۰۰.۱۰.۲۶««««««««««««««باران عجیبه جلکۍ دهچې په غوسه ويخلک په سیلاو کې لاهو کېږيکله چې خاندېپر خپل ځان ورېږي۱۴۰۰.۱۰.۲۶««««««««««««««درنه تېږه يېپرېږدهچې ښکل دې کړمه۱۴۰۰.۱۰.۲۵««««««««««««««یو بیتچې زړه او لاس مېپه یو غشي گنډل شوي سرهخو ما پر غشوپه لگیدلي زړگي لاس ایښی و۱۴۰۰.۱۰.۲۳««««««««««««««لکه چې د واورې دره کېڅوک واړويتنهایي نه مې غېږ تاوه کړې۱۴۰۰.۱۰.۲۳««««««««««««««یوه پوښتنه لرمته د دې غږ کوم ټکی يې:مینه درسره لرم۱۴۰۰.۱۰.۲۲««««««««««««««چوپتیایو غږ دیخو هغه اروا غواړيچې پرې وپوهیږيستا مینه راکې هغه اروا دهچې په دې غږ پوهېږي۱۴۰۰.۱۰.۲۲««««««««««««««د مینې او خوښې څيزونهداسې ځای کې باید څوک هېر کړيچې د نه موندلو وېره يې ورسره نه ويما په همداسې یو ځای کې ورکه کړې یېپه خپل زړه کې د نه موندلو وېره دې نه لرم۱۴۰۰.۱۰.۲۲««««««««««««««د ډکو سترگوغم نشتهدا پیالههیڅکله نه تشېږي۱۴۰۰.۱۰.۲۱««««««««««««««په اخبار کې ترافیکي پېښه وهپه راډیو کې د چاودنې خبر وټلوېزیون مې و نه لگاوهمړو ته مېکتلینهشول۱۴۰۰.۱۰.۲۱««««««««««««««په هر کور کېاو له هر چا سره ويتنهایيڅومره هرځايي ده۱۴۰۰.۱۰.۲۱««««««««««««««چې تا رایادويهر څه به لرې وغورځومخو زړهلرې غورځولای نه شم۱۴۰۰.۱۰.۲۰««««««««««««««کاشکاش کیدلی شوایله ځینو ډېر لرې تللي وایکاش کیدلی شوایخپل ښار مود نویو زېږیدلیو ماشومانو د زړونو په څېرمصئون او خوندي کړی وایکاش هیڅ یوې ویرېپر چا سیوری نه وای کړیاولویان مو له سترو قامتونو سرهد یوه تنکي ماشوم په څېرد بد خوبپه لیدلوچیغېنه وای کړېکاش هره ورځزموږ د کلیو په ویالو کېلپې لپېخندا بهیدهکاش....۱۴۰۰.۱۰.۱۹««««««««««««««هغه فکر کويچې د هغې په څېربله صورتي هم شتهښايي ځکهپه مینه کې تلد اندېښنې یو ځای کېولاړه وي۱۴۰۰.۱۰.۱۹««««««««««««««سترگېبهاندېویالې ديخوکله کلهدردتر گوتو نیولیڅاڅکيڅاڅکياوريدرستد هغه مئین په څۑر چې له چیغو ډک ستونیسلگۍسلگۍکېږي۱۴۰۰.۱۰.۱۹««««««««««««««ښځه یو کتاب دهټول غواړيویېلوليخود آزموینې په ورځټولگیخپل تشوالي ته ناست وي۱۴۰۰.۱۰.۱۹««««««««««««««درې بیتونهویل یې اوس په آیینه کې مې جانانه خپل ځان نه وینمهویل یې اوس په آیینه کــې پر ښکلا مې ستا خبرې گورمویل یــــې اوس نوې سندرې بس یوازی ساز او سرود ديچېرته ورځم د روح مــــــی تل ته زړې زړې سندرې گورمپه دې قفس غوندې دنیا کې په رښتیا د سړي زړه تنگېږيغواړم چــــــــــې والوځم هوا وکـړم شاوخوا وزرې گورم۱۴۰۰.۱۰.۱۹««««««««««««««ه خوب کېد کلي د هغې لویې ویالې په غاړهراويښېږمچې چا ترڅنگه یېهغه دنگ چنار تهچې اوس نشتهنه پرېښودمویاله روانه دهویاله مۑ خوب اوريخو یې د خوبتعبیر نه زده۱۴۰۰.۱۰.۱۸««««««««««««««چې تللېاوښکې مې هم درسره بوځهنه غواړمد یادونو او خاطرو وبال دېرا په غاړه ويگلونو ته څوک ترخې اوبه نه ورکوي۱۳۹۹.۱۰.۱۸««««««««««««««هره ورځ دېد مینې ورځ ويډېر چې ورسره نابلده ديو به یې پېژني۱۴۰۰.۱۰.۱۷««««««««««««««ډېرې اړیکې ديچې خپل نومونه لرياو خوږې هم ديمثلا یوه د مینې اړیکه دهاو یوې ته د دوستۍ اړیکه وایيخو زه غواړم د هغې بې نومه اړیکې لار خپله کړمچې راته آرام راکړيیوه د مینې او دوستۍ تر اړیکې بر چې تل پاتې ويخو کله هم چې پر داسې اړیکې فکر کوماحساس کوم چې خوب وینم۱۴۰۰.۱۰۱۷««««««««««««««کلمات زما او ستا ترمنځخبرې ديچې زه په کې تل ورک یمهخلک يېشعر بولي۱۴۰۰.۱۰.۱۷««««««««««««««وخاندهچې وپوهېږمراغلې یېد نارنجو غوټۍ چې وسپړیږيعطر یې خورېږي۱۴۰۰.۱۰.۱۶««««««««««««««سترگې پټوماو پښې مې تړمنه غواړمڅوک دې زما په سترگو کې وگورياو یا زما د پلونو په څارلولټه دې وکړيته مېله خپلې ټولې آزادۍ سرههمداسېبندۍ خوښه يې۱۴۰۰.۱۰.۱۶««««««««««««««موسیقيستا له غږه اخیستل شوېته چې خاموشې اوسېشور به را کېڅنگه پیدا شي۱۴۰۰.۱..۱۶««««««««««««««نه دې موممنپوهېږمته د خپلې خنداپه کومه حصه کې يې۱۴۰۰.۱۰.۱۶««««««««««««««د کړکۍ په خوا کېراټوله تنهایيله ونو د پاڼو د توییدودعا کويغواړيد ښاخونو له منځهله سپوږمۍ سرهخواله وکړي۱۴۰۰.۱۰.۱۵««««««««««««««خلک نهلمر په دوو ګوتو نه پټېږي۱۴۰۰.۱۰.۱۵««««««««««««««درد هغه کمیس دیچې سړی يې هر وختد نورو په خوښهاغوندي۱۴۰۰.۱۰.۱۵««««««««««««««څوک ملامت وگڼم؟ته يې غله يېاو زه یې ځوروونکی یمته بې له دې چې پوهه شېرانه دې غلا کړاو ما په لوی لاسد بې پروایۍ منگولو ته وسپارهنپوهېږمد مینې محکمه بهڅه حکم کوي؟زما جرم ډېر دروند دیهم یوازینی شاهد یماو هم د خپل زړهپه غلې باندېچې مجرمه و نه پېژندل شيسترگې پټوماو هم خپل ځان بې تا لیدلای نه شم۱۴۰۰.۱۰.۱۴««««««««««««««ځينې څيزونهارزانه ښکاريخو ګران ويلکه مينهچې د زړه په بیهراکړل شوېډالۍ ده۱۴۰۰.۱۰.۱۳««««««««««««««زه چې څه یمد دې لپاره دیچې ته يې باید ولرېځکهمينه چې ده جنون هم غواړيته چې څه يېد دې لپاره دیچې زه ډاډه اوسمځکهمينه باید کله کلهد خپل شتون احساس هم وکړيزه او ته دواړهد مينې د ژوندي پاتې کېدو لپاره یواو مينه چې دهزما او ستا د ژوند لپارهیوه پلمه ده۱۴۰۰.۱۰.۱۳««««««««««««««نن شپهغریو د خوب په ستوني کې ماتېږيسترگې مې له ماښامهد شپې پر اوږدې کوڅېښخې ديگرانې!که راغلېلږ څه ډېرهپښه نیولې شهزما د سترگو په زړه کېوړې هیلې بایدستا د خوبد ماشومتوبونوپه زانگو کېوزانگي۱۴۰۰.۱۰.۱۲««««««««««««««غزلښپو کې چې د خپل زړه له نښــتــې اغـزی نه واييمات جام کې به هم څوک ســاقي ته له می نه واييزړه يې د غریب چـــــــــې وي هر څه په نصیب تړيخوږ که ستا مئین هم شــــــي ګورې به وی نه واييخير دی که په مينه کـــــــــــــــــــې لږ ادب نه ووتمدېر دي اشنای ډېر چــــــــې مئين ته ســړی نه واييزه خو لېونی ومه څه مې وو هوښيـــــــــــــــار سرهتا ویل چــــــــــې وې سکونډه هیچا ته شی نه واييبدر بې غرضــــــــــــــــــــــــه دی بدر پسې نه ګرځيڅه دې ویل څوک وژنــــــــې؟ چا ته يې دی نه وايي۱۴۰۰.۱۰.۱۲««««««««««««««زه چې له چا لرې یمڅېره مې سمه نه ورښکاريد ولیو په خوځېدو به مېڅه پوهېږيچې زهخاندم او که ژاړم۱۴۰۰.۱۰.۱۲««««««««««««««زړه زما ورته په تنگ دیڅومره نور وخت ورته گورېنور دې پور له سپوږمۍ واخلهدنیا هیڅ د اتبار نه دههسې نهنن و سبا کېپر ښکلا دېیاره سترگې کاندي پټې۱۴۰۰.۱۰.۱۱««««««««««««««شپه د زلفو دې خوره کړهکټ د خوب مې کړه راجوړیاره! اورې زما غږ؟لاس له غاړې نه راتاو کړهامن تخت کې د غېږ راکړه۱۴۰۰.۱۰.۱۱««««««««««««««غوسې دې د نورو مخ کېپر مخ خولې راوستېخو زه چې نه یم خپهبارانسړی لمدوي۱۴۰۰.۱۰.۱۰««««««««««««««پر لاره ښکته نه گورموېرېږمله تا اخیستې مچکه مېله شونډوولوېږي۱۴۰۰.۱۰.۱۰««««««««««««««غـــــــــــــرض پرې و نه لرئســـــــــــــاده باده ښکاريږيکار په هیـــــــــــــچا نه لريهغه غــــــــــــریب سړی دیمخامخ ځــــــواب د چا یېزړگي ته نــــــــــه ور لوېږيوروسته خـوري خپل زړگیبدر عجیـــــــــــب سړی دی۱۴۰۰.۱۰.۱۰««««««««««««««گودر انارو تهچې را و به لوېږيلپې نیسياو پېغلههر ځلپر خپله سینه سالو راکاږي۱۴۰۰.۱۰.۸««««««««««««««زړه، مینه او محبت دې تول راکړهستړی یمپرېږده چې له سترگو دېځمکې ته وگورمښاييستا له سترگو ښکلې راښکاره شي۱۴۰۰.۱۰.۵««««««««««««««ته چې مرغۍ و اوسېزه به ولې ونه پاتې نه شمته به خپله مینه کوېله یوه ښاخ نه به بل ته الوځيزه به خپله مینه کومهر سهار بهد غږ د بنگړو په شور دې راويښېږم۱۴۰۰.۱۰.۴««««««««««««««زه په یو ښار کې گرځمد چا سترګې ځرزې ديد چا څڼې گاړگوټۍ ديڅوک پر زنه خال ږديد چا د شونډو ښۍ خوا کې تور خال دیڅوک صراحي غاړه گرځيد چا د خندا په وخت کې د شونډو دواړو خواوو کې قوس راجوړ ويڅوک پر ملا ماتېږيټول ښار ته يېزه په ټول ښار مئین یم۱۴۰۰.۱۰.۳««««««««««««««چې تلهله څنگه مېموسکۍ تېره شوهپوهېدلهچې هلته یوازېزه خپه وم۱۴۰۰.۱۰.۲««««««««««««««غواړم خپله دې کړمخو په سينه کې مېستا یو څه شتهاوس غواړه مينه يې وبولهکه غواړې ملکیت يې وبولهته زما يې۱۴۰۰.۱۰.۲««««««««««««««ته باران يېآرامه او خوږهچې ورېږيپه ښکلي ماحول بدلېږېپه شړک مه ورېږهد ژمي سر دیساړه به مې وشي۱۴۰۰.۱۰.۲««««««««««««««واوره ستا د یادونوپه یخ موسم کېمالگه دهچې د زړه د ځمکېد پرهرونو دوا هغسې دهلکه پټۍچې په جنگ کېد ټپي سرتیريزخمونه رغوي۱۴۰۰.۱۰.۱««««««««««««««چې پاتې کــــــــــــړو له ځان او له جهانه انتظارلري خو به څـــــــه تمــــــــــه هم له ځانه انتظارداو کړې مـــــــــې چـــې ټوله زندهگي یاره پر تاټول عــــــــمر مـــــې دې کاږي له گرېوانه انتظارتېرېږي هومره سخت ورته چې خپله وي حیرانآه خدازده چــــــې دا څه غواړي له چا نه انتظارد لارې بدرگه کـــــــــــــــــــې بدره شوو به آیینېچــــــــې ووینـــــمه خپل ځان ته حیرانه انتظارزما سترگو نه بدره که یـــې څوک پوښتنه وکړيباران چـــــــــې شـــــــــي ورېږي پریمانه انتظار۱۴۰۰.۹.۲۷««««««««««««««دم د پیالـــې کـــم دی ډېرزور د یـــار د غــم دی ډېریا خو مې قســمت ښه دییا تاثیـــــــــر د دم ډې ډېرنه خاندې چې هــــر چا تهزړه مې په دې جم دی ډېرشرم چې ترې قـســم کويکړی یـــــــې قسم دی ډېرتا وې چې پاچـــا دې شيدغه سړی ســــــم دی ډېربدر ته ها وکـــــــــــــــــوهروږد په نه منــــم دی ډېر۱۴۰۰.۹.۲۶««««««««««««««د هجر د زغملو دېډېرې لارې ديخو دا درد خوږ دیځکه زماهغه لومړۍ نېکمرغيستا لیدلورسره غوټه ده۱۴۰۰.۹.۲۶ ««««««««««««««باران یوازې پاتې شویزما د کورکړکۍ ټکوي۱۴۰۰.۹.۲۵««««««««««««««سترگې دې چې ويد زړه باغ به مې هیڅکلهبې گلابو نه شيتور او سپین گلابپه کې غوړېږي۱۴۰۰.۹.۲۵««««««««««««««په زیري کې یوازی بس یوه سترګکه غواړمبڼو دې یاره زړه مې ښه ســــم په نښه کړی۱۴۰۰.۹.۲۳««««««««««««««کاشټول عمر ژمی واینه به دې ویلگرمي مې کېږي۱۴۰۰.۹.۲۳««««««««««««««چا وویل"ډېره" مهربانه دهکاشهغه "ډېره"ته اوسې۱۴۰۰.۹.۲۳««««««««««««««که چا رانه وپوښتلپه کوم کور کې اوسېږي - چې امن ده-پر خپل زړه به لاس ږدم۱۴۰۰.۹.۲۲««««««««««««««ستړیاوو مېراسره سخته نیولېهغه کرارچې هيڅ يې نه احساسومزمااو زما د ستړیا ترمنځهغه واټن گرځیدلیچې هیڅ نشتهژونده!لاس راکړهچې برخه مو یوه ده۱۴۰۰.۹.۱۸««««««««««««««ومې پوښتلهپوهېږېولې مې تا ته د لیک په پای کېچې ټکی يې غوښتهکامه ايښې دهنور څه ونه لیکېحوصله نشته۱۴۰۰.۹.۱۷««««««««««««««چې همدا اوس وورېږيپه باران يې باور نه راتهخپه مې نه شوی لیدایومې خندلاو تر هغه پورېومې خندلچې له سترګو مې اوښکو لارې وکړېرا ويې کتل:د باران اوبه خو ترخې نه وي۱۴۰۰.۹.۱۷««««««««««««««ومې لیدېپر تا مې سترګېنه دي پټې کړېد لارې لوړو ژوروپه غضب کړی ومدا زما ګناه نه دههغوی باید تر ګرېوانه ونيسېچې راته ویلې يې ديد غضب پر وختباید سترګې پټې کړو۱۴۰۰.۹.۱۶««««««««««««««ښوونکې (صفر) راکړخو زړه مې (سل) ځلې ودرزېدښوونکې پوښتی ومزړه څه کوي؟ځواب مې ورکړ:تا غواړي۱۴۰۰.۹.۱۶««««««««««««««پته يېهیچا ته نه لګيږيپر غم انګېزې چوپتیایوازېله جلا وطنۍ راستنه شوې مرغۍ پوهېږي۱۴۰۰.۹.۱۰««««««««««««««زړه مې کله کله سکونډمښوونکی یمڅه وکړمیو لارهد زده کوونکورټل وي۱۴۰۰.۹.۹««««««««««««««اوښکېد انځر گلونه ديباڼه هر وختگل نه کوي۱۴۰۰.۹.۹««««««««««««««جوړه کرونده دهغواړم پر شونډو دېمچکې وکرم۱۴۰۰.۹.۹«««««««««««««««««چیغې وېخو چا نه اورېدېنپوهېږمپه کوم جرمچا زموږ د ځنګلهلاسونه پرېکول۱۴۰۰.۹.۹«««««««««««»»»»»»»»»»»»»»»غزلڅوک چـــــــــــــــې له سترگو د دلبره لوېږيله شـــــــــــــــــــوره لوېږي او له شره لوېږيبـــــــــــــــــې وزنه څيز د اوبو سر ته راځيســــــــــــــړی چې سپک شي له نظره لوېږيچې یــــــــې دستمال د عشق خولې وانخليغــــــــریب مـــــــــــئين خود له کمره لوېږييو څوک دی هیــڅوک یې اوس غږ نه اوريیــــــــــــو څـــــــوک وېرېږي له هنره لوېږيواوره چــــــــــې نه وي او باران چې نه ويد مینـــــــې ځمکــــــــــــــه به له کره لوېږيخــــــــــدای خبــــــر څه ټکه په چا لوېدلېکاڼې کوڅــــــــــــــــــــۑ ته له گودره لوېږيبـــــــــــــــــــدر را ونیســــــئ همده به ویلدا لېـــــــــــــــــــــــونۍ د بام له سره لویږي««««««««««««««»»»»»»»»»»»»ورېځ یوه پېغله وهبدنصیبۍ او رواجونو چېپه خپلو اورنیو منگولو کې ومروړلهلکه کنگل څاڅکې څاڅکېویلې شولهله دې څاڅکو راجوړه لورکۍ یېخلکوباران ونومولهنه تورهنه سپینهرڼه جلکۍ۱۴۰۰.۹.۸««««««««««««««د مئین مینه روزي دهد وږي ډوډۍخو ته زما تنده یېچې نه ماتېږيمئین یوه ورځ مینې ته رسېږيد وږيگېډه مړيږيدا هغه خلک ديچې هر څه هېرولی شيمئین د مینې ځوراو وږی لوږهدوی ژوندي پاتې کېدای شيخو تنده به ماد مرگ پر پوله ودرويڅومره آسانه ده لوږهڅومره ده سخته تندهڅومره آسانه دی ژوندڅومره دی سخت بۑ ژونده مرگ۱۴۰۰.۹.۸««««««««««««««یوازې په سنگر کې نهپه هر ځای کې مې وژنيزه دښمن تهپه هر ځای او هر لباس کېسرتیری ښکارم۱۴۰۰.۹.۴««««««««««««««سرتیری چې ومپه سنګر کې يېله وچې ډوډۍ سرهعکس رانه واخیستهغه غوره فوتو ژونالست شوخو زما ډوډۍلمده نه شوه۱۴۰۰.۹.۴««««««««««««««ټول ګلونه ستا عطر لريباغ یې ښایيد دې لپاره جوړ کړچې چیرته ځېد زړه فضانشتون دېوزغملی شي۱۴۰۰.۹.۳««««««««««««««هرزه بوټو کېاصلي بوټي وده نه کويمینې تهد زړه کوټه مېله غمونو او دردونو پاکوم۱۴۰۰.۹.۳««««««««««««««پښو ته مېد چوپتیا پڼې تنگې ديژونده!داسې لار را وښیهچې یبلې پښېڅوک راپورې و نه خاندي۱۴۰۰.۹.۲««««««««««««««ژوندهغه بې وزلی سپین ږیری دی
چې په یخه هوا کې یې
لاسونه په تخرگونو کې نیولي وي
خو ما سره
ستا د لاسونو یاد پاتې دی
ژمی به هم راسره تود وی
۱۴۰۰.۹.۱««««««««««««««لکه خوږه موسکا چې
ستا پر شونډو تېرېږي
ژوند خوږيږي
د ترخو جام
څوک په مینه په سر نه اړوي
.۱۴۰۰.۸.۳۰««««««««««««««شپه مې خوښه ده
سړی باید لږ آرام هم وي
۱۴۰۰.۸.۳۰««««««««««««««د خولې نهد زړه خبره وکړهد لمر لپارهخلک دروازې نهکړکۍ ډېرې جوړوي.۱۴۰۰.۸.۳۰««««««««««««««ته ښکلې يېپه کوم ځای کی چې اوسېهغه زموږ د کليتر ټولو ښکلې سیمه ده۱۴۰۰.۸.۲۸««««««««««««««په لپو لپو دانه ور اچوملسګونه مرغۍ به پرې راټولېږيخو زما پر یوې مرغۍ نظر خوږېږيبد نه یمپر نورو ثواب به ګټم۱۴۰۰.۸.۲۷««««««««««««««غوسه مه کوهزړه مې ماشوم دیخواږه يې ډېر خوښېږي۱۴۰۰.۸.۲۷««««««««««««««چې بیا بیا ښکلوم دېخوښېږي مې چېسترګې ډېرې پټې او خلاصې کړې۱۴۰۰.۸.۲۷««««««««««««««مه وېرېږهشعرونه مې په تا ښکلي ديکه ډېرې ښکلې يې لوليزړه مې له تا سره دی۱۴۰۰.۸.۲۷««««««««««««««لا له څپو او له خروشهد ډوبېدوپه څه خبر نه یمهدلته تازهرا رسېدلی یم اشنایوازې سیند پېژنمد مینې کار دیډېره ده سختهچې څوک دېداو واييزړه چې وغوښته چې غلا شيته يېهلتهوې لېدلې۱۴۰۰.۸.۲۶««««««««««««««پوهېدمکه پوهه شې درسره مینه لرمما بخښېځکه ته هغه څوک یېچې ځان ته ورته یېخو په دې نپوهېږمچې څومره ځورولی دې یم۱۴۰۰.۸.۲۵««««««««««««««عشقه وایه تا به څنگه پټ ساتمنه دې یادوم چــــــې یادومه دي۱۴۰۰.۸.۲۵««««««««««««««شاعران وپوښتئهغوی مئینان ديهر څه په مینه رانغاړيکه د مرګ خبره هم کويدرد يې کم ويشاعران وايي:کب چې په اوبو کې نه وياوبو ته به څه پاتې شي۱۴۰۰.۸.۲۵««««««««««««««چې له کوما نه را ووځملږ له خپلو گرمو نفسونو سرهکرار کرار په غوږونو کې مېسندره شه۱۴۰۰.۸.۲۵««««««««««««««د سینګار هر څه دېوکارويگوندې چې ټولېتا غوندې ښکلې شيخوله خپلو وړو سترگو سره بهڅه کوي۱۴۰۰.۸.۲۴««««««««««««««اهاړ کې هره شپهزړه مې دا غواړيچې ويده د بام پر سر ويد درد د ماشو يې سودا نه وي هيڅخو په دېره کې يې دا وېره وي چېچېرې د غم لېوه را پېښه نه کړي۱۴۰۰.۸.۲۳««««««««««««««ژوند دې بلاووهيپر زړه مې لاس تېر کړهاو دا احساس را کړهچې ژوندی یم۱۴۰۰.۸.۲۳««««««««««««««چې ډېر لېونی شمخپل لېونتوبونه دې سيوا کړهځکه د یوې ښکلې د لېونتوبونوزغمل کولای شيسړی ډېر لېونی کړي۱۴۰۰.۸.۲۳««««««««««««««جنګ که څومره بد هم دی جنګ د سترګو خوښ مې دیدې جنګ کې په سترګو کــــــــــــې ټوله سوله سوله وي۱۴۰۰.۸.۲۳««««««««««««««غزلوا مې نه خـلي هسې نه د خپل زړگوټي آه چیرېما خو توبه کړې ده کـــه پرې مې ږدي گناه چیرېهره ورځ والله که مو توان وي چې یو یو دې مروموږه وژل کېږو چې سبا چیــــــــــرې بیگاه چیرېڅومره راکې وژنــې ته په څومره دې یخېږي زړهراشه مـــــــــــــوږ پخپله درسره ځو قتلگاه چېرېو وژلو نن یې په کابل، پرون کنـــــــــــــدز کې یېنشته ترې مزار و ننگرهار کـــــــــې مو پناه چیرېلاس مو دی تړلی چـــــا ته څه نه شو ویلای هیڅښه گنې معلومه ده چــــــې چا ورکړه فتوا چیرېبدر خو ژوندی گرځم خو مړو کې حساب مې کړئوگورئ په دې ژبه پرې به مــــــې ږدي ساه چیرې۱۴۰۰.۸.۲۲««««««««««««««خپه يېچې په وېش کېچا څه غوښتل خپل یې کړلاو ته د ښځې په توگهپه غروب به څه کوېځوانیمرگې!غروب خو ښکلا دهتا سره خو ښکلا ښه ښکاري.۱۴۰۰.۸.۲۲««««««««««««««راځه!سترگې سره وجنگووپه کوم جنگ کېچې چا د وژنو راپور نه دی ورکړیهمدا جنگ دی۱۴۰۰.۸.۲۱««««««««««««««تا ته چې گورمتورې عینکې مې باید ويلمر ته کتل سترگې وړينه غواړممخکې له دېچې تا وگورمسترگې مېله لاسه ورکړم۱۴۰۰.۸.۲۱««««««««««««««زره مې په ډاگ وخوړته خوداسې نه وې۱۴۰۰.۸.۲۰««««««««««««««ته باغ یېته ټوله عطر یېښايي د مینې د خالقهمداسې مستاو بې خوده خوښ وم۱۳۹۹.۸.۲۲««««««««««««««پوهیږم چې هغه نه غږېږيگونگه دهخو دا مینه هم راسره ويچې هسې نهذاتيد نه غږېدوقسم یې کړی وي۱۴۰۰.۸.۲۰««««««««««««««تړلې دروازې تهله مینې درېږمکه نه هغه خوتړلې ده۱۴۰۰.۸.۲۰««««««««««««««شپه هسې غلې نه دهکله چې مینه غږیږيټول یې خولې ته گوريشپهسپوږمۍ غږوي۱۴۰۰.۸.۱۹««««««««««««««دا یوازې ستا کور دینورې خپلهپه زړه کې مېمېلمنې مېلمنې کېږي۱۴۰۰.۸.۱۹««««««««««««««د نورو زړونو ته چې گورمنپوهېږمولې زړه کې مې گرځيچېډېرو ته په کې ځای نشته۱۴۰۰.۸.۱۹««««««««««««««سترګې دې هغه مرغۍ ديچې کله یو دم پټېږيخدای زدهپه دې دنیا کې څه ديچې حتی د تل لپارهنور نه غواړيو يې ويني۱۴۰۰.۸.۱۹««««««««««««««ښه ده چې ته مې شته يېچې په کې ډاډ ګورمخلکپه خپلو سترګو کې ډار ګرځوي۱۴۰۰.۸.۱۹««««««««««««««کله چې ته زما پر شونډو ګوته ږدېژوند راته ډېر خوږ شيچې ته يې غواړي۱۴۰۰.۸.۱۹««««««««««««««کله چې ته دنیا مې شېهیڅکله به دې همله لاسه نه ورکومبډای خلک همچې کلهدنیا ورته د ثروت په مفهوم ويله لاسه يې نه ورکوي۱۴۰۰.۸.۱۹««««««««««««««باغوان ساده مه ګڼئپه پسرلي او وړي کېونو ته ځکه ډېرې اوبه ورکويچې په مني کېد ژمي په اوږدخو خوار سمندر کېد سفر لپارهډېرې طلایي بېړۍ ولري۱۴۰۰.۸.۱۹««««««««««««««د ژوند د ټولو هغو کتابونوچې لوستلي مې ديامتحان ورکومخو ستا امتحاننه شم ورکولایځکه ته هغه کتاب یېچې پای ته رسول دېلا څهچېپوهېدل درباندې سخت ديپه کوم کتابچې څوک و نه پوهیږېپای ته به یې څنگه ورسېږيامتحان ورکول خو یېلا پر خپل ځایپرېږده۱۴۰۰.۸.۱۸««««««««««««««ځنې بخښنېځای نه نیسيکه نه وېمرگ خواربه په خپل راتگڅومرهعفوه رانه غواړي۱۴۰۰.۸.۱۸««««««««««««««غواړمپه داسې ځایونو کې ورک شمچې نشته ديکاش ته چې وایپته خو به دې راکړې وه۱۴۰۰.۸.۱۸««««««««««««««درد هغه وخت زور راښکاره کويچې ویلو ته خبره ولرمخو هغه خبره د ستوني او خولې ترمنځپاتې شيکاشدرد مېهیڅکلهداسې په خپلو لاسونو کې د مروړلو په زورو نه ازمایيدرد به را رسيبیا د داسې یوې دعاهیله۱۴۰۰.۸.۱۸««««««««««««««ورته ګورئزړه مېپه هغه ځای کېپاتې دینه يې وینئ؟پوهېږمستاسو او زما د سترګوتوپيرپه همدې کې دی۱۴۰۰.۸.۱۸««««««««««««««باور لرمچا نه دي لیدلينه شنې وېنه تورېنه ځرځېد هغې سترګود مینې رنګ درلود۱۴۰۰.۸.۱۸««««««««««««««که کومه ورځچا وپوښتلم:چا مینه درسره کړېنپوهېږموژاړمکهوخاندم؟۱۴۰۰.۱۸««««««««««««««څوک واييچې ښکلې ورځېراتلونکې نه ديته مګرسبا ته نه راتلې۱۴۰۰.۸.۱۸««««««««««««««کاش پاڼه وماو بادستا د لیدو لپارهله ځانه سره بیولم۱۴۰۰.۸.۱۸««««««««««««««سپوږمۍ چې په شپه کې ګرځيغواړي تا په خوب کې ګېر کړيپه حسن کې دې ډوبه شياو و گوريچې رښتیا همتا غوندې ده۹۴.۸.۱۸««««««««««««««له تا سرهد مینې لپارهله مینېمینه غواړم۱۴۰۰.۸.۱۶««««««««««««««ټولې تا ته ورته نه ديځکه خوپر ټولو ښکلو مېمینه نه راځيکاشټولو ځورولمخو تا ...دا درد څنگه تجربه کړم۱۴۰۰.۸.۱۷««««««««««««««غزلزړه مې و منـي چــــــې غواړې پاتې کېږېکله کله ښپـــــــــــــه نیـــــــــــولې روانېږېدا چـــــــــې غواړمــــه شمال شمال الوځمعطر عـطـــــــر مـــــــې له څنگه ته تېرېږېچې مې زړه کې در جوړ کړی درته ځای دیپه بې مینــــــې ځای کې چا وې په تنگېږېد نفـــــــــــرت دی انتهـــــــــا او که د مینېچــــــې په مـــــــا باندې خپه نه خوشالېږېبدر دومـــــــره لېونـــــــــــی هم یاره نه دیچې په کاڼو يــــــــې څوک ولي نه ځورېږې۱۴۰۰.۸.۱۶««««««««««««««دعا وکړه چې ورک شوویو د بل غېږه کې۱۴۰۰.۸.۱۶««««««««««««««چې زړهدرمل غوندېراکړېزه دې بیمار اوسم۱۴۰۰.۸.۱۶««««««««««««««که لا هم اندېښنه لرې"شته" مې و اوسههیڅوک نه غواړيچې "شته"له لاسه ورکړي۱۴۰۰.۸.۱۵««««««««««««««په ما باندې دلبــــــــرهراگېره راته گـــــــــورهچې ښه اوبه اوبه شـمښه ډېره راته گــــــورهچې څنگه پکې ښکارېپه وېره راته گـــــــورهنه هغه تا څـــــــه ویلله هېره راته گـــــــورهتا نه وې خالونه مــــېراشمېره راته گــــــورهمات یمه کــودی کودیکوشېره راته گــــــوره۱۴۰۰.۸.۱۴««««««««««««««که سبا رانغلېچې راځېتر هغه به "سبا" وي۱۴۰۰.۸.۱۲««««««««««««««مینه لکه نرۍ لښته دهتصور يې خوږخو درد يې ډېر دی۱۴۰۰.۸.۱۲««««««««««««««وخاندهثواب به دې پرې وشيخندا درسره ښکلې ښکاره شي۱۴۰۰.۸.۱۲««««««««««««««تابلو ته ځير ومغوږونه دېزما غوږونو ته وواورېده مېچې درته غږ کوم۱۴۰۰.۸.۱۲««««««««««««««احساس د درد لاس نیولی پر غولي پروت دیشور لکه بې باوره سړیغلی په نیمه تیاره بر کونج کې ناست دیتلوسې کړکۍ کې ناستهاو ناکرارې سترگې وره ته نیولې ديد غم ګوتو خارښت اخیستیلکه چې غواړيپلمې ته ناستهغلې ژړاوسکونډيیوازېتوبپر کټ تکیهاو په ژور فکر کې ډوبپر خپل تعریففکر کويزما د زړه کوټه دې پوښتهتلهمداسېگډه وډهخوښه ويته چې تللې يېهيڅ شی په کېپه خپل حالاو حواسو برابر نه وي.نه غواړې چې راشې؟۱۴۰۰.۸.۱۲««««««««««««««ته د ناز آیینه یېدعا کومچې ماته نه شيماتې شوې آیینېهیڅکله هم نه پیوندېږيپوهېږېپر هرې ټوټې یېد تړلي زړههره ټوټهغوڅېڕي۱۴۰۰.۸.۱۱««««««««««««««غونجه مونجه مې تر څنگ ناسته دهښايي یخني خبره شوېچې زړه کې دېراته اور بل کړی دی۱۴۰۰.۸.۱۰««««««««««««««که د رواجونوسیندونه هم جوړ کړيچې در ورسېږيله خپل غږ نهپُل جوړوم۱۴۰۰.۸.۹««««««««««««««"خو" در کې نشته خو زخه درسره ښکلې ښکاري۱۴۰۰.۸.۹««««««««««««««امام باید ويچې مقتدي ورپسې ودرېږيته که نه وېښکلا به په چا پسې روانه وه۱۴۰۰.۸.۹««««««««««««««ټولې ښځې یو ډول ديپنځه ګوټې يېپنځه څراغونه ديپر حواسو شپې نه راځي۱۴۰۰.۸.۹««««««««««««««نن د هغو اوږدو لارولاس نیسمچي ته مې په کېنه پېژني۱۴۰۰.۸.۹««««««««««««««ژمی پر لاره دیڅوک د ځان تودولو لپارهپه خوب کې همله ځنگله نه کور ته بنجخ راوړيڅوک د واورو پر مخد چا د نامه د ښکلي لیکلو لپارهد مشقي خط تمرین کويزه د خپل خالي تختکښلي انځور تهپه اندیښنه کې یمسږ ژمی به یېډېر ساړه وشي۱۴۰۰.۸.۸««««««««««««««کله چې د چوپتیا سیوري ته درېږېزما خوښېږيهغه مینهچې د چوپتیا په سیوري کېزړونه دمه کويکله کله په کلماتو کې نه وي۱۴۰۰.۸.۷««««««««««««««عادي بنده یمخو مینې غیرعادي ژبه رازده کړه۱۴۰۰.۸.۷««««««««««««««شُکر چې شتهچې شُکر کويشُکر کولو ته یېلرمیوازیتوب داسې هم ښه ويِ۱۴۰۰.۸.۶««««««««««««««خیر راپېښېدونکی دیهغې په خوب کېشونډهپه غاښ چيچله۱۴۰۰.۸.۶««««««««««««««ځینې هغې ته ورته ديخو د هغې ځانگړنې نه لريچې مینه مې پرې راشي۱۴۰۰.۸.۵««««««««««««««سپین رنگ مېد مینې رنگ وتور ورسره بد ښکارېدهخو نپوهېدمچې په تور رنګ بهپر سپینو پاڼود مینې انځور کښم۱۴۰۰.۸.۵ ««««««««««««««د سیند په ميڼه کېمرګ مې راسرهپه کې ډوب کړنارې مې ډېرې وکړېخو ژوند لکه چېله اوبو ډارېده۱۴۰۰.۸.۵««««««««««««««سترګې دې هغه شعرونه ديچې نه ژباړل کېږيچې ژباړي يېشاعران نه دي۱۴۰۰.۸.۵««««««««««««««سترګو ته مې لاس ونیسهپه زړه کې مې پټه شهوګورهچې څومره مې نږدې پیدا کوي۱۴۰۰.۸.۵««««««««««««««پر هغه چا مې همد غم پيرزو نه کېږيچېخوشالي يې ترلاسه نیولېکوڅه بدلويد خوشالی بام دې تل ارت و اوسهکله چې خوشاله يېخاندياو کله چې خاندېله شونډو دې د خندا کوترې الوزي۱۴۰۰.۸.۵««««««««««««««رڼا دې سترګې ورکويخواږه دې خبرېته هغه کور يېچېیوازې ما ته جوړ شوی۱۴۰۰.۸.۵««««««««««««««غزلوخت مينې ته ګـــوري د سنګسار غمما ته يې کتلــــــــــــــی دی د دار غمدا یو غم له غمه و بس پاتـــــــــــــــېواچوي له زړه ســره چـــــــې تار غمسیوري په کې نه گرځي د ژوند چـــېټول عمــــــــــر دې پرانيزي بازار غمزه یمه لوی شـــــــــــــوی انقلاب کېنه لرم د وېــــــــــــــــرې او د ډار غمپرېږده نور، غم دې کوه، خپل بدرهنه لري څوک یار او نـه غمخوار غم۱۴۰۰.۸.۴««««««««««««««ټول موسمونه مې خوښېږيپسرلی ستا عطر لريدوبی ستا د غېږې ګرمي دهپر ولیو دې خواره طلایي وېښتانپه مني کې د خيال پر چنارونو او د زړه پر دېوالونونښتي پېروتي دياو واوره واوره ژمیستا پر تن سپین ململ دیچې په لیدو يېڅاڅکي څاڅکي اوبه کېږم۱۴۰۰.۸.۴««««««««««««««که د نیکمرغۍ وېشزما په واک کې وایپه خپله ټوله نیمه برخه به مېستا غم اخیسته۱۴۰۰.۸.۴««««««««««««««چې لوستل کېږيیو د ژونداو بل د مینې کتاب دید دواړو کتابونو ښکلې او ځانگړې کرښېخلک په نښه کويزه چې د ژوند کتاب لولمد هرې پاڼې وروستې کرښې یېپه سور رنگ په نښه کوماو ته خپلو شوندو ته رنگ ورکوېخو په یو توپیرچې زه د ژوند د کتاب تورې کرښېچې نورو ته جذابې ښکاره شيتر لوستلو وروسته په نښه کوماو ته خپلې شونډې زما د روح د ښکلولو لپارهتر ښکلولو مخکې سرې کوېد ژوند او د مینې د کتابتوپیر مې په همدې خوښېږي۱۴۰۰.۸.۴««««««««««««««زموږ ارمان دیچې ته هغه هینداره و اوسېچې زه په کې خپل ځان و گورماو زههغه هینداره شمچې تا ویني و ځلېږيراځهداسې یو څه شوچې هیندارې یېارمان وکړي۱۴۰۰.۸.۲««««««««««««««زړه مې درکړیچې د زړه لار ور وښیېخلک ړاندهله واټ نه په تېرېدو کېتر لاسه نیسي۱۴۰۰.۸.۱ ««««««««««««««هوا چې نه ويساه تنگېږيساه مې دې تنگه ويهوا دې نه چلېږيزه غواړمستا عطر دې تر ما را چاپېره وي۱۴۰۰.۸.۱««««««««««««««هره کلمه چې لکه مرغۍ ستا له ژبې الوزيزما د روح پر څانگو کینيڅانگې غوټۍ غوټۍ گلونه سپړيپر ژوند د مینې عطر شینديمینه مستېږياو اتڼ ته لېڅې بډ وهيته خپلې جادو ته موسکۍ شېاو زه همدې شېبې ته مرمستا پر شونډو نرۍ موسکا تهموسکه شهکلمې پرېږده چې ستا له ژبې والوزياو گلونه گلونهد مینې عطر وشیندياو زه تندې وهلی یېد روح په لپو لپې لپې وڅښماو ته پر شونډو نرۍ موسکا ته دېگوته په غاښ يې۱۴۰۰.۸.۱««««««««««««««روان ژمی به یېیخ ونه وهيد زړه د تود ساتلو لپاره مېستا د یادونو لږ بنجخپاسره کړي دي۱۴۰۰.۸.۱««««««««««««««ته ګل و اوسهاوړیمنیاو ژمی بهزه پوی کړمچې پسرلي و اوسي۱۴۰۰.۸.۱««««««««««««««داو کړی مې چې ټوله زنده ګي عشقه له تا نهټــــــول عمر مې دې کاږي له ګرېوانه انتظار ۱۴۰۰.۷.۲۴««««««««««««««شعرونه مېزموږ ترمنځسندریز واټن دیژوندپه چوپتیا کېساه نه شي اخیستلی۱۴۰۰.۷.۱۸««««««««««««««په مینه کېزه او ونهډېر توپير نه لروپه مني کې هغه پاڼې پاڼې کيږياو تر پسرليزما زړه اوبه اوبه وي۱۳۹۷.۷.۱۴««««««««««««««پرېږدهچې ښه ماړه در گورمنه غواړمڅوک مې دېوږسترگی بولي۱۴۰۰.۷.۱۲««««««««««««««دردڅومره يې چې له درده سر پر دېوال وهلی یمغواړم هغومره يې سر له دېوالونو سره وجنګومخو درد دیزړه مې پرې خوږېږيدرد ته درد نه شم ورکولای۱۴۰۰.۷.۱۱««««««««««««««په لومړي ځل لیدوچې د زړه ور مې درته پرانیستغوښتل مې وپوښتم:آیا کولای شېپه دۑ کور کې راسره و اوسې۱۴۰۰.۷.۹««««««««««««««فاصلې زړونه سره نږدې کويخو د پښوورته ساه ختلۑ وي۱۴۰۰.۷.۹««««««««««««««غزلدم قـــــــــدم د لارې یــــــاره! ته یې څنګهزه یم ســـــــــتړی، انتظـــــاره ته یې څنګهموږ خو دنگ سرونه مینه کـــــې دې گرځوراغـــــلم وپوښتمـــــــــه داره ته یې څنګهموږ خو خپل لېــونتوب داسې لېــوني کړوحال دې ووایه هوښیـــــــــاره ته يې څنگهموږ په خپلـــــــــــــــو وینو تنده کړله ماتهراپســـــــــــې چـې وې خماره ته یې څنگههر یو یار مــــــــې له ښو بدو جدا وپوښتیو و نه پوښتـــــم چې خواره ته یې څنگه۱۳۹۸.۱۰.۲۶««««««««««««««د خپلو اوښکو چې پاولۍ ور ټک وهمځمکې ابۍد وچکالۍ لمن اغوستې١٣٩٦.٧.٦««««««««««««««شپه چې څه راټولويد سهار لمن ته وراچوياو سهارد هغه خاموشه لمر فرياد دیچې د ژوند د هديرېله غره راخېژي۱۳۹۹.۷.۷««««««««««««««د ژوند مالګه مې دهچې نه ويژوند بې خونده وي۱۳۹۹.۷.۸««««««««««««««هره شپهد مینې د باران د څاڅکو په رڼا کېخپلو خوبونو تهستا پر شونډو د موسکا نرۍ جامې وراغوندم١٣٩٧.٧.٤««««««««««««««یوازې مې ولې پرېږدېهغه سترگېچې د یوازېتوب د تیاره گوټونوروڼول یې زده ديډېرې دي۱۴۰۰.۷.۴««««««««««««««له ما نه ولې پوښتېچې کله به له مینې کولو لاس اخلم؟هیڅوک نه پوهېږيچې کله مري۱۴۰۰.۷.۳««««««««««««««یوازې مې ولې پرېږدېهغه سترگېچې د یوازېتوب د تیاره گوټونوروڼول یې زده ديډېرې دي۱۴۰۰.۷.۴««««««««««««««فاصلې زړونه سره نږدې کويخو د پښوورته ساه ختلۑ وي۱۴۰۰.۷.۹««««««««««««««په لومړي ځل لیدوچې د زړه ور مې درته پرانیستغوښتل مې وپوښتم:آیا کولای شېپه دۑ کور کې راسره و اوسې۱۴۰۰.۷.۹««««««««««««««د هر چا ځای معلوم ويچا د کوټې بر سر نیولی ويڅوک د وره په خوله کې ناست ويیو نیم هيڅخپل ځای نه پېژني۱۴۰۰.۶.۲۲««««««««««««««ژوند هغه اورګاډی دیچې هیڅکله بهبې سپرلی نه پاتې کېږيیو کس تهکه په یو تم ځای کېد ښه راغلاست گلونه غوړول کیږيپه بل تم ځای کېد مخې ښې په وختد دوو مئینو سترگېد اوښکو ډنډونه گرځوي۱۴۰۰.۶.۱۷««««««««««««««ته چې غواړېله زړه مې وباسهخو...ویشتل شوې ګولۍبیا نه موندل کېږي۱۴۰۰.۶.۱۷»»»»»»»»»»»»»»»چې وېدرسره ډېر ومچې تللې يېکوم څه چې کم احساسومخپله زه یم۱۴۰۰.۶.۱۶»»»»»»»»»»»»»»»ټول به په خپله مخه ځيخو فکر نه کومچې دغه سودا دېکله هم ما یوازې پرېږدي۱۴۰۰.۶.۱۵»»»»»»»»»»»»»»راشه!ټول له مينې ډک ديخو نظر مې په چا نه خوږېږيراشه!ګوندې مینه هم راشي۱۴۰۰.۶.۱۴««««««««««««««کاش په تگ تگ کېخلکو یو ځل شاته کتلته چې ځېیوازې د گړندي قدمونو غږ دېپوهېږيچې یو زڕه څنگهچټک درزېږي۱۴۰۰.۶.۱۰««««««««««««««زړه مې د پاڼو زړه ته ورته دیچې شنه ويپه لاسونو کې مروړل کېږيچۑ وچ شي او را ورژیږيکړستر پښو لاندې ماتیږي۱۴۰۰.۶.۷
+ نوشته شده در ۱۴۰۰/۱۲/۰۱ ساعت 10:19 AM توسط صديق الله بدر
|