ژباړه: کنزابورو اوئه څه ډول لیکل کوي؟

ژباړه/ صديق الله بدر

کنزا بورو اوئه څه ډول لیکل کوي؟

 

کنزابورو اوئه، د ۱۹۳۵ کال د جنورۍ په ۳۱ په جاپان کې زېږېدلی دی. هغه لس کلن و چې د هيروشیما پېښه رامنځته شوه.

اوئه د توکیو په پوهنتون کې فرانسوي ادبیات ولوستل او په دې دوره کې د لوېديځ ادبیاتو پرې اغېز وکړ. 

د پنځوسمې میلادي لسیزې په وروستیو کې د هغه یو شمېر کتابونه چاپ شول، چې د کلیوالي ماشومانو ژوند په کې انځور شوی و. د ۱۹۵۸ او ۱۹۶۱ کلونو په اوږدو کې اوئه خپل هغه اثار چاپ کړل چې په استعاري ژبه يې په کې د جاپان اشغالېدل انځور کړي وو.

په ۲۰۰۶ کال کې د کنزابورو اوئه په نوم يوه ادبۍ جایزه ونومول شوه. دا جایزه مالي امکانات نه لري خو د جایزې د ګټونکي اثار په انګلیسي، فرانسوي او الماني ژبو ژباړل کېږي.   

اوئه په ۱۹۹۴ کال کې د نوبل ادبي جایزه ترلاسه کړه. خو د يوه عالي هنرمند په نوم د جاپان د فرهنګستان له خوا اعزاز يې ونه مانه.

شیکو، ګلونه راټول کړه او ماشومان په کارتوس ووله، غنیمت، یوه شخصي موضوع، د هیروشیما یادښتونه، خاموشه چيغه، موږ ته رازده کړه چې له لېونتوبه خلاص شو، هغه ورځ چې هغه به پخپله زما اوښکې پاکوي، د مړیو په وړاندې، ښکار، اسماني هيولا او آرامه ژوند د اوئه چاپ شوي اثار دي.

اوئه هغه ليکوال دی چې په آثارو کې يې تل د هغه د شخصي او کورني ژوند څرک لګولای شوو. نوموړي د نړۍ ډېر ستر ادبي ویاړونه خپل کړي او اثار يې په بیلابیلو ژبو ژباړل شوي دي.

دلته چې څه درسره شریکوو، له اوئه سره د پاریس ریویو د یوې مرکې لنډيز دي چې په کې يې د خپلې لیکوالۍ او د لیکولو طریقې بیان کړي دي.

ادامه نوشته

ژباړه: البر کامو څه ډول لیکل کول؟

ژباړه/ صديق الله بدر

البر کامو څه ډول لیکل کول؟

البر کامو چې يو فرانسوي لیکوال، فیلسوف او خبریال و، په ۱۹۱۳ کال کې د فرانسې تر جغ لاندې الجزایر کې زېږېدلی او په ۱۹۶۰ کې يې له نړۍ سترګې پټې کړې دي.

کامو په ۱۹۵۷ کال د خپلو هغو مهمو ادبی اثارو په خاطر، چې پخپل عصر کې د بشري وجدان پر ستونزو غږېږي، د نوبل ادبي جایزه ترلاسه کوي.

پردی، سقوط، د خپلې خوښې مړینه، لومړی انسان او طاعون د کامو له مشهورو داستانی اثارو څخه شمېرل کېږي. کامو څو نمایشنامې هم لیکلې دي.

د کامو تر مړینې وروسته مېرمن او غبرګونو زامنو يې د هغه د اثارو د خپرولو تکل وکړ او دوه کتابونه يې خپاره هم کړل، په دې کې لومړی کتاب يې د خپلې خوښې مړینه او بل هغه يې لومړی سړی و. 

دلته چې د کامو د لیکوالۍ د طریقو په اړه څه ویل کېږي له les nouvelles litteraires سره د یوې مرکې او د هغه د ځینو لیکونو نچوړ دی. دا مرکه په ۱۹۵۹ کې ژان کلود بریس ویل له کامو سره کړې ده:

ادامه نوشته

ژباړه: فلیپ راث څه ډول لیکل کوي؟

ژباړه/ صديق الله بدر

فلیپ راث څه ډول لیکل کوي؟

فليپ میلتون راث چې د امریکایي ادبیاتو یو له سترو لیکوالو څخه دی، چې په ۱۹۳۳ کال د امریکا په نیوجرسی کې زیږېدلی او په ۲۰۱۸ کال کې يې له نړۍ سترګې پټې کړې دي.

تراوسه د فلیپ راث ۲۷ ناولونه او د لنډو کیسو ټولګې چاپ شوې دي. خدای پامان کولمبو، زموږ ولسمشر، غوسه، داغونه، د ټولو په څېر یو څوک، حقارت، د پردې شاته لیکوال او کله چې هغه بده نه وه د راث له هغو غوره کتابونو څخه شمېرل کېږي چې په نورو ژبو هم ژباړل شوي دي.

راث ګڼې مهمې ادبي جایزې اخیستي دي. لکه د کتاب د منتقدانو ملي جایزه، د پن/فاکنر ادبي جایزه، د امریکا د کتاب ملي جایزه، د پولتیزر ادبي جایزه، د فرانتس کافکا ادبي جایزه، د من بوکر ادبي جایزه، د پرنس استوریاس د ادبیاتو جایزه، د پن ناباکوف جایزه... او د سال بلو پن جایزه.

راث په ۱۹۸۴ کې له پاریس ریویو مجلې سره په یوه مرکه کې د خپلې لیکوالۍ او د لیکلو پر رازونو غږېدلی، چې دلته يې یو نچوړ درسره شریکوو:

ادامه نوشته

ژباړه: زیګفرید لنز څه ډول لیکل کول؟

ژباړه/ صديق الله بدر

زیګفرید لنز څه ډول لیکل کول؟

 

زیګفرید لنز چې تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته د المان یو ستر لیکوال ګڼل کېږي، په ۱۹۲۶ میلادي کال زېږېدلی او په ۲۰۱۴ کې يې له نړۍ سترګې پټې کړې دي.

د انشا زده کړه، هغه ناول دی چې زیګفرید لنز ته يې نړیوال شهرت ورپه برخه کړ. د لنز دغه ناول په ۱۹۶۸ کې چاپ شوی دی.

ګوربتان په هوا کې وو، ګواښوونکې لوبه، زولایکن ډېره مینه ناکه وه، جینګداړی ښکاري، د اور کښتۍ، لرې ځای همدلته دی، لوبه او ډوډۍ او د چوپتیا شیبې د لنز نور مشهور آثار دي.

لنز په لسګونه ادبي جایزې ترلاسه کړې دي. په ۱۹۸۸ کې يې د المان د کتابپلورونکو د ټولنې له خوا د سولې جایزه تر لاسه کړه او د توماس مان او ګویتې په ادبي جایزو هم وویاړل شو.

لنز له دوو الماني خبریالانو سره په یوې مرکه کې د خپلې لیکوالۍ او د لیکلو په طریقې غږېدلی، چې دلته يې یوه برخه درسره شریکوو:

ادامه نوشته

ژباړه: پي ډي جېمز څه ډول لیکل کول؟

ژباړه/ صديق الله بدر

پي ډي جیمز څه ډول لیکل کول؟

د پولیسي ناولونو ملکه پي ډي جیمز چې بشپړ نوم يې فلیبس دوروتي جيمز دی، په ۱۹۲۰ میلادي کال په بريټانيا کې زېږېدلې او په ۲۰۱۴ کال کې يې له دې نړۍ سترګې پټې کړې دي.

د پي ډي جیمز لومړی ناول، چې (څېره دې پټه کړه) نومېږي او ۱۹۶۹ کال کې چاپ شوی دی، په خپل ماحول کې د هغې د کم ساري محبوبیت سبب شو، خو (بې ګناه وینه) ناول يې هغې ته نړیوال شهرت ورپه برخه کړ.

پي ډي جیمز پر ګڼو نورو جایزو سربېره په ۱۹۸۷ کې د یوه عمر هنري کار په پار د جنایي لیکونکو ټولنې له خوا د الماس نښه لرونکي شمشیر جایزه او په ۲۰۰۵ کې د ملي هنرونو د انجمن له خوا په ادبیاتو کې د ویاړ مډال ترلاسه کړل.

د بلبلکې ځاله، لومړۍ ګناه، د بشر زامن، د یوې ښځې لپاره نامناسبه دنده، څېره دې پټه کړه، بې ګناه وینه او نور د جیمز هغه هستونې دي چې د ګڼو تلويزيوني او سینمايي آثارو لپاره د اقتباس سرچينې وګرځېدې. 

نوموړې له پاریس ریویو مجلې سره د خپلې لیکوالۍ تجربې شریکې کړې دی، چې ځينې برخې يې دلته را اخلو:

ادامه نوشته