لنډې کيسې: د خلکو حق
د خلکو حق
د پوهنتون له ختیځې دروازې سره، پر سرک له جوړ شوي جمپ سره مې نږدې موټر ورو کړ. رییس صاحب د هرې ورځې په شان یو افففف وکړ. ما ورته کړه: ((دا جمپ رښتیا جګ جوړ شوی، خو چې موټر خراب نه شي، زه هم په کرار پرې اوړم.))
په هینداره کې مې وکتل، په غوسه یې راته کتل. موړ ته چې ورسېدو، خپله ګوته یې هلته نږدې دوو وړو سپندي هلکانو ته ونیوله: ((زه په جمپونو درسره نه یم لګیا، هغو دوو ته مې غوسه راځي. مجبوره یو هره ورځ د دوی څېرې وګورو.))
ما څه ونه ویل، خو هغه په هینداره کې راته ځیر و. ویې ویل: ((ته پرې مه خپه کېږه. رښتيا، دوی نه دي ملامت، میندې او پلرونه یې ملامت دي، د ساتانې یې نه وي، راوړي یې او بیا یې پر سرکونو خوشې کوي.))
د هغه خبره مې زړه ته پرېوته. سر مې د هو په بڼه وخوځاوه. هیندارې ته مې وکتل. خوله یې ویړه شوه. خو ژر یې تندی تریو کړ: ((څه فکر کوې، دوی چې په دې کم عمر کې په داسې چالاکۍ پيسې لاسته راوړي، درس او تعلیم نه هم پاتې دي، سبا به ترې څه جوړېږي؟))
ومې ویل: ((نپوهېږم.))
هغه په غوسه راته وویل: ((غله او ډاکوان. د ترقۍ او ثبات خنډ. فساد به کوي، د خلکو حق به خوري.))
رییس ته زنګ راغی. ویې ویل: ((موټر یوڅنګ ته ودروه.))
موټر مې ودراوه. ښکته شوم، دروازه مې بنده کړه، او نږدې ورسره ودرېدم، د ده خبرو په چرت کې لاهو کړم. هغه دواړه هلکان مې د ذهن په هینداره کې غټ غټ غله راښکاره شول چې لاسونه یې په وینو سره دي. یو یې له يو چا نه موټر وړي او بل یې د یو چا زوی تښتوي...
په مبایل کې د ده له غوسې جګ غږ د چرتونو له نړۍ راوګرځولم: ((ته هیڅ په خبره نه پوهېږې، لنډه يې دا چې له یو لک ډالرو یو سیڼټ یې هم کم وي، کار دې نه کېږي.))
١٣٩٧.٥.١٨