د چوپتیا ملکه

په یوه لرې سیمه کې یوه ښځه اوسېده چې هيچا یې خندا نه وه لیدلې. خلکو به ویل، پر شونډو یې جادو شوې، که وخاندي، نړۍ به بله بڼه خپله کړي. خلک په درناوي او یو څه وېرې له څنګه یې تېرېدل. ماشومانو د چوپتیا ملکه بلله.

د هغې په زړه کې یو راز پټ و، یوه خپه شوې موسکا، لکه یو وچ سیند چې په تندې وهلې سینه کې بهېږي. په کومه شپه چې خوب به یې له سترګو تښتېده، رنګ الوتې هېندارې ته به کښېناسته، شونډې به یې لږ راوخوځېدې، خو هغه موسکا هېڅکله بشپړه نه‌شوه؛ هغه موسکا چې نیم د اوښکو څاڅکي او نیم حقیقت پاتې وه.

یوه ورځ یو کوچنی هلک، چې نوی راغلی کډوال و او لا یې د دې کلي له کوڅو او خلکو سره پوره اشنايي نه وه، خو سترګې یې له پوښتنو ډکې وې، ترې وپوښتله: «که وخاندي، څه پېښېږي؟»

ښځې تر لنډ سوچ وروسته وویل:«شاید باران وشي... شاید هېندارې وچوي... شاید خلک خپلې اصلي څېرې وویني او وډار شي.»

هلک، چې لا هم ورته کتل، وویل: «زه نه ډارېږم. که ته وخاندې، شاید نړۍ هم د خندا لاس ښکل کړي.»

شپه راغله، عجیب باران وریده. هر څاڅکی یې یو غږ درلود، ځینې د باد پټ غږونه، ځینې د یوې موسکا نغمه، ځینې لکه د لرغوني ساز ژوندی شوی شور: «وخانده... نړۍ په تمه ده.»

ښځې له کړکۍ بهر وکتل. باران لکه شعرونه چې د پاڼو سپین مخ ښکلوي، پر ځمکې خوله لګوله. ښځه، بې‌اختیاره، وخندل.

ځمکه یو ناڅاپه وخوځېده، له وېري نه، له را ژوندي کېدلو. غرونه هماغسې ولاړ وو، خو نور خوبولي نه ښکارېدل. د ونو پاڼې شمال ته په خندا لاسونه ورکول. مرغانو د پخوا غوندې سندرې نه ویلې، یوازې خبرې یې کولې، کیسې یې کولې.

د کوټې هغه بې‌رنګه هېنداره یې وچاودېده، له درزونو یې یوه زرینه ښاپېرکه راووتله، او د هغې له وزر وهلو سره زرینې وږمې خپرې شوې، یو موزي د کوټې دیوالونو ته وخوت او ښاپېرکه اسمان ته وزرې وکړې.

له هماغې ورځې راهیسې، کله چې به باران ورېده، خلک د هغې ښځې د موسکا غږ اورېده، هغه موسکا چې نوره پټه پاتې نه شوه؛ هغه موسکا چې د صورت نه راپورته شوې او د طبیعت په ژبه بدله شوې وه.

یوازې هغه کوچنی هلک پوهېده چې باران له کوم ځایه راځي، هغه هلک چې یوه ورځ یې ورته ویلي وو: «زه نه ډارېږم. که ته وخاندې، ښایي نړۍ هم وخاندي.»

۱۴۰۴.۲.۳۰