کیسه



سترس



لس دولس شپې مخکې مې ورته د اختر د پروګرام خبره کړې وه خو هغه ویلي وو چې زه درته وایم چېرته او د څو ورځو لپاره، له ښاره وتی له ملګرو سره یو شین خو ډاډه ځای ته لاړ شو.
هغه په دفتري کارونو کې ډېر بوخت وي. ډېر ځله زړه نه کوم چې زنګ ور ووهم، وېرېږم خپه نه شي چې په رسمي وخت او یا په کور کې د ستړیا پر وخت ځوروم يې.
تر اختر درې ورځې مخکې یې خپله زنګ را وواهه، غږ يې سم نه و: (((حساسیت راته پیدا شوی، ډاکتر ویلي چې کور کې و اوسم نو له ښاره دباندې نه شو تلای.))
ما هم ونه غوښتل په عذاب یې کړم. خدای پاماني مې ورسره کوله چې ویې ویل: ((ملګرو ته ووایه چې د اختر دویمه یا درېیمه ورځ به زموږ کور کې یو. تر اختر یوه ورځ مخکې خبر درکوم چې په کومه ورځ سره کېنو.))
ماښام مهال يې زنګ راغی. ويې ویل: (( وبښه! فکر مې نه و شوی، اوس مسکال ته متوجه شوم. خو ګوره تشویش مه کوه، زه ژر د مېلمستیا د ورځې پخاطر درته زنګ وهم، نور ملګري به هم منتظر وي.))
مبایل بند شو. خو ژر بل زنګ يې راغی: ((اوه، وبښه! هغه ورځ دې چې د مېلمستیا له پروګرامه خبرولم، ډېر زنګونه دې راغلي وو، فکر مې کاوه چې له هغه وروسته دې بیا زنګ وهلی.))
هغه وټوخېده او په ټوخي ټوخي کې يې خدای پاماني وکړه.
د اختر تر لومړۍ ورځې يې زنګ رانغی. ما هم جرئت نه کاوه چې زنګ ور ووهم.
د اختر د اولې ورځې تر مازیګره د هرې شېبې په تېرېدو سره مې زړه لا نور نارامه شو. مبایل مې له جېبه راوکېښ چې ورته زنګ و هم خو بېرته پښېمانه شوم: (( اخر هغه ته خو زما خوی معلوم دی، چې که د ډوډۍ خبره وي چا ته زنګ نه وهم.))
مبایل مې بېرته جېب کې اېښوده چې بل سوچ پسې واخیستم. د هغه ناروغۍ ته د اندېښنې سوچ. د هغه شمېره مې را واخیسته خو د زنګ وهلو جرﺉت راکې نه و: (( که زنګ ور ووهم او هغه لا هم ناجوړ وي او یو دم د مېلمستیا خبره وکړي، زه به ځمکې ته ننوځم. نه، نه! پرېږده چې خپله زنګ را ووهي. خو که جوړ نه وي بیا زموږ ملګرتیا څه معنی لري چې ورسره نه اوسو.))
ما همدا سره کرل او رېبل چې یوه ملګري زنګ را وواهه: (( دا ځل دې زړونه راکې شنه کړل. پخوا دې پروګرام ژر جوړاوه. حال راکړه چې څه وکړو. هسې نه له نور ځایونو هم پاتې شي.
د اختر په پنځمه ورځ یې زنګ راغی: (( وبښه، جوړ نه وم، پوهېږم چې د ټولو ملګرو پروګرامونه مې ورخراب کړي.))
تر یو دوه ټوخي وروسته یې وویل: (( نن دا څو شېبې مخکې لږ راساز شوم. لومړی زنګ مې هم دا دی تا ته و واهه.))
ما ورته وویل: (( زه بښنه غواړم چې ستا پوښتنه مې نه...))
هغه مې خبرو کې را ولوېد: (( نه، نه! ته ملامت نه یې، خو ناروغي دا رانه هېره کړې وه، چې ته څومره په سترس اخته یې.)).