ژباړه: چینوا څه ډول لیکل کول؟

ژباړه/ صديق الله بدر

 

چینوا څه ډول لیکل کول؟


چینوا اچیبي چې د افریقايي ادبیاتو پلار ګڼل کېږي، په ۱۹۳۰ کال په نیجریه کې زېږېدلی او په ۲۰۱۳ کال يې په امریکا کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې دي. هغه د لنډو کیسو او ناولونو يو غوره لیکوال و. د هغه په اثارو کې د څو شعري ټولګو او د ماشومانو لپاره د یو شمېر کیسو یادونه هم شوې ده.
اچیبي ګڼې ادبي جایزې اخیستې چې هغه يې په ۲۰۰۷ کال کې د بوکر د ادبي جایزې ترلاسه کول وو.   
هر څه رانړېږي، هغه هوساینه چې نوره نشته، د ساوانا مېږتون او د ولس سړی د اچیبي ناولونه او د مړیو لاره، په جګړه کې نجونې، د نذري چرګې هګۍ، رایې ورکوونکي او واده يوه خصوصي غوښتنه ده، د هغه د لنډو کیسو ټولګې دي.
اچيبي له پاریس ریویو مجلې سره په یوه مرکه کې د خپلې لیکوالۍ طریقه داسې بیان کړې ده:

ادامه نوشته

ژباړه: دانیل سټيل څه ډول لیکل کوي؟

ژباړه/ صدیق الله بدر


دانیل سټيل څه ډول لیکل کوي؟


امریکایی لیکواله او د رومانتیکو کیسو ملکه؛ دانیل سټيل، چې بشپړ نوم يې دانیل فرناندو ډومينيك شويلین سټيل دی؛ د ۱۹۴۷ کال د اګست په ۱۴ په نیویارک کې زېږېدلې ده.
دانیل سټيل کابو نوي ناولونه لیکلي چې له ۵۸۰ ملیونه نسخو څخه زیات خرڅ شوي او په دې بریالۍ شوې چې د ګینس د ریکارډونو په کتاب کې ریکارډ ټینګ کړي.
نوموړې په ۲۰۰۲ کال کې د فرانسې – شوالیه ادبیاتو ملي او ارزښتمن نښان ترلاسه کړ.
که څه هم سټيل په امریکا کې دنیا ته راغلې، خو د عمر ډېره برخه يې په فرانسه کې اړولې. دانیل سټيل په فرانسه او سویس کې زده کړې کړې او بیا امریکا ته ستنه شوې. په امریکا کې يې هم د نیویارک په پوهنتون او د موډ په يوه ښوونځي کې زده کړې وکړې.
د دانیل سټيل د اووم اثر تر چاپه پورې هم، څوک د یوې سترې لیکوالې ظهور ته متوجه نه شو. خو په ۱۹۸۴ کې د امریکا یو پوهنتون نوموړې د هغو لسو ښځو لیکوالو په کتار کې راوستله چې نړۍ يې تر خپل اغېز لاندې راوستې. نیویارک ټایمز هم د هغې څلور کتابونه د لسو ډېرو خرڅېدونکو کتابونو په ډله کې یاد کړل.
د دانیل سټيل په اثارو کې، ګڼه کورنۍ او په کې هغه کسان چې له یو بل نه جلا برخلیک لري، له اصلي ځانګړنو شمېرل کېږي. د نوموړې ناولونه معمولا د معمولي اشخاصو او معمولي ژوند بیانوونکي دي او شخصیتونه يې ډېر ځله د امریکايي فرهنګ د مطلوبې ساده اندېشۍ او خوشبینۍ څخه برخمن دي.   
په هینداره کې انځور، له مينې څخه بره، د ارادې ځواک، مینه او جواهر، وعده، وروستۍ مينه، ګوتمۍ، الوتنه او نور د دانیل سټيل له غوره اثارو څخه دي.
لاندې چې څه لولئ د یوې مرکې برخه ده او په هغه کې دانیل سټيل د خپلې لیکوالۍ طریقه راته بیانوي:

ادامه نوشته

ژباړه: خولیو کورتاسار څه ډول لیکل کول؟

ژباړه/ صديق الله بدر

خولیو کورتاسار څه ډول لیکل کول؟

 


د زېږېدو په مهال پر ارجنتایني ناول لیکونکي او کیسه لیکوال خولیو کورتاسار(۱۹۱۴- ۱۹۸۴)؛ ژولز فلورنسیو کورتاسار نوم کېښودل شو. نوموړي د لاتینې امریکا پوره د یوه کهول لیکوال(له مکسیکو نه تر ارجنتاینه پورې) تر اغېز لاندې راوستل. کورتاسار د خپل غوره او پېژندل شويو اثارو یوه ډېره برخه په فرانسوي ژبه ليکلې دي.
هغه د لاتینې امریکا یو له پرکاره، ژمنو او نړیوالو لیکوالو څخه و. ادبي کره کتونکي کورتاسار د تېرې پېړۍ د شپږمې لسیزې یو له مشهورو او برجسته لیکوالو یادوي. هغه کلونه چې د لاتینې امریکا د ادبیاتو د اوج او ارتقا لسیزه ګڼل کېږي. هغه لسیزه چې پر کورتاسار سربېره ګابرېل ګارسیا مارکز، ماریو بارګاس یوسا، کارلوس فونتس، اونتې، ګیرما کابررا اینفانته، الخو کارپینته، جوان رالفو، ادولفو بیوي کاسارس، اداواردز، دونوسو او یو شمېر نور په کې د نړیوال ادبیات د تاریخ تل پاتې نومونه او ادبي څېرې دي. هغه څېرې چې د ادییاتو د ودې او په دې سیمه کې د کتاب چاپولو د صنعت او ورسره د ادبي منتقدینو او د ټولې نړۍ په کچه د ځوانو او هڅاندو ځوانانو د پام اوښتلو سبب شوي دي.   
حضور، کینگز، د لوبو وروستۍ شېبې، پټې وسلې، د لي لي لوبه، له اوره ډک، لوی کړای شوی انځور او نورې کيسې، په ۸۰ نړیو کې یو ورځنی سفر، کيت مدل، د مورلي کوټه، اته کوټيزه جسم، څوک له هغه ځایه تېرېږي، ځمکه، د لوکاس په نوم یو څوک، ګلندا سره ډېره مينه لرم، ساتېري، رابنسون او یو شمېر نور د کورتاسار چاپ شوي اثار دي.

ادامه نوشته