نامتو څېرې: بادريته سياسي او فرهنګي شخصيت عبدالرحمن پژواک

نامتو څېرې
ليکوال: صديق الله بدر

با درايته سياسي او فرهنګي شخصیت
عبدالرحمن پژواك

ارواښاد عبدالرحمن پژواك د قاضي عبدالله خان زوى؛ په ۱۲۹۵ هجري لمريز كال په غزني كې زوكړى او اصلا د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ د باغوانى د كلي اوسيدونكى و.
پژواك خپلې لومړنۍ زده كړې په خپل كلي كې پيل كړې او تر دويم ټولګي وروسته په ۱۳۰۲ لمريز كې د خوګياڼيو په لومړني ښوونځي كې شامل شو او تر څلورم ټولګي پورې يې هلته لوست وكړ، تر هغه وروسته له خپل پلار سره كابل ته راغى، لومړى د اندرابي ښوونځي او بيا د حبيبيې ليسې ته لاړ.

ادامه نوشته

نامتو څېرې: مولوي صالح محمد هوتك

نامتو څېرې

ليکوال: صديق الله بدر

مولوي صالح محمد هوتك

صالح محمد هوتك د فيض محمد خان زوى؛ په ۱۳۰۷ هـ ق كال د كندهار ښار په يوه علمي كورنۍ كې زېږېدلى او لومړنۍ زده كړې يې په خپل كورني چاپيريال كې ترسره كړې او له كوچنيتوبه د خپل مورنۍ نيكه عبدالروف خان خاكي؛ تر روزنې لاندې و.

ويل كيږي، چې صالح محمد پنځه لس كلن و، چې كابل ته راغى او دلته هم د خپل نيكه او ماماګانو تر روزنې لاندې و، په همدې وخت كې د حبيبيې په نوې جوړه شوې مدرسه كې شامل شو. دا، چې نوموړي كورنۍ زده كړې لا دمخه بشپړې كړې وې، حبيبيه مكتب يې ډير كلونه ونه لوست او په نوموړي مكتب كې د پښتو، چې نوى په تدريسي نصاب كې شامله شوې وه؛ د ښوونكي په توګه وټاكل شو.

مولوي صالح محمد په دغه مكتب كې د پښتو لومړنى ښوونكى و او شپږ كاله په حبيبيه كې ښوونكى پاتې شو.

ادامه نوشته

نامتو څېرې: محمدقاسم خان

نامتو څېرې

ليکوال: صديق الله بدر

سیدمحمدقاسم خان

 

سيد محمد قاسم د سيد غلام محمد زوى او د سيد ملا محمد لمسى؛ په ۱۲۶۷ لمريز كال د لغمان په چارباغ كې زوكړى او لومړنۍ زده كړې يې په خپل كاله كې، چې يوه پوهه او علم پروره كورنۍ وه، ترسره كړې دي. د ده نيكه سيد ملا محمد هغه وخت په لغمان كې يو لوى ښوونځى درلود، چې د هېواد له هر ګوټ څخه زده كوونكي د زده كړې لپاره ورته راتلل.

ادامه نوشته

نامتو څېرې: عبدالهادي داوي پريښان

ليکوال: صديق الله بدر

عبدالهادي داوى ((پريشان))

 

عبدالهادى داوى فرزند طبيب عبدالاحد خان؛ درسال ۱۲۷۴ هـ ش در باغ عليمردان كابل چشم به جهان ګشود.

تحصيلات ابتدايى را تا درجه رشديه در مكتب حبيبيه به پايان رسانده و به درخواست علامه محمود طرزي به حيث محرر سراج الاخبار افغانيه مقرر ګرديد و با انتشار اشعار و مقالات بيدار كننده خويش در سراج الاخبار افغانيه در تنوير افكار عامه سهم فعال وارزنده داشت.

ادامه نوشته

نامتو څېرې: هنرمند مبتکر استاد برشنا

نامتو څېرې

ليکوال: صديق الله بدر

هنرمند مبتکر

استاد عبدالغفور برشنا

استاد عبدالغفور برشنا در سال ۱۲۸۲ هـ ش در شهر كابل ديده به جهان ګشود و تحصيلات ابتدايى اش را در مكتب حبيبيه به اتمام رساند. در كنار تحصيل در مكتب حبيبيه، نظر به شوق و علاقه، فراوانى كه به رسامى و نقاشى داشت، به آن هنر رو آورد و به شاګردى استاد غلام محمد ميمنګى نشست و اين هنر را اموخت.

ادامه نوشته

نامتو څېرې: شهيد محمد هاشم ميوندوال

نامتو څېرې

ليکوال: صديق الله بدر ( ۱۳۸۳)

شهيد محمد هاشم ميوندوال

محمد هاشم ميوندوال د ارواښاد ملا عبدالحليم زوى په ۱۲۹۹ لمريز كال د مقر په يوه بې وزلې كورنۍ كې وزېږيد او خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده كړې يې د غازي او حبيبيې په عالي ليسو كې سرته ورسولې. ميوندوال په پښتو، دري او انګريزي ژبو ښه تسلط درلود او كله كله يې په پښتو او دري دواړو ژبو كې شعرونه ليكل او د ليكوالۍ پوره صلاحيت يې درلود.

ادامه نوشته

نامتو څېرې: احمدعلي کهزاد

نامتو څېرې

لیکوال: صديق الله بدر

مورخ نامدار 

احمد على كهزاد

 

استاد احمد على كهزاد فرزند ميرزا محمد على؛ در هشت ثور سال ۱۲۸۷ در يك خانواده علمدوست، در شهر كابل چشم به جهان ګشود.

قبل از دوره ابتدائيه علوم متداوله آنزمان را از استاد سيد احمد فرا ګرفت و دوره ابتدائيه و ليسه اشرا در مكاتب خافيا، اتحاد، جيل السراج و استقلال به پايان رساند.

ادامه نوشته

نامتو څېرې: شهید موسی شفیق

نامتو څېرې

ليکوال: صديق الله بدر

شهيد محمد موسى شفيق

 

محمد موسى شفيق؛ په ۱۳۰۸ لمريز كال په كابل كې زوكړى او پلار يې مولوي محمد ابراهيم كاموي نوميده. دی اصلا د ننګرهار د كامې اوسېدونكی او د هېواد يو لوى سياستپوه، دپلومات، شاعر، ليكوال او قانون پوه و.

موسی شفيق خپلې لومړنۍ زده كړې د كامې او كابل په لومړنيو ښوونځيو كې وكړې او بيا د خپل پلار په خوښه د ننګرهار په نجم المدارس كې زده كړو ته ګونډه ووهله. تر نجم المدارس وروسته د كابل په عربي دارالعلوم كې شامل او له هغه ځايه يې د دولسم ټولګي د فراغت سند تر لاسه او د مولوي درجې ته ورسېد.

ادامه نوشته

لیکنه:عبدالعزيز بابا جان

ليكوال: صديق الله بدر

 

نامتو څېرې(۶)

عبدالعزيز بابا جان

 

عبدالعزيز الكوزى كندهارى مشهور په بابا جان د مرزا عطا محمد خان الكوزي كندهاري زوى، په ۱۲۶۶ لمريز كال په غزني كې زېږېدلى دى. هغه وخت د ده پلار د غزني مستوفي و. د عبدالعزيز كورنۍ يوه ډېره علمي كورنۍ وه او دى له هماغه وړوكتوبه د خپلې دغې علمي كورنۍ په سيوري كې رالوى شو او د وخت مروج او متداول علوم يې زده كړل. 

ادامه نوشته

لیکنه: محمد امين خوږياڼى

ليكوال: صديق الله بدر

محمد امين خوږياڼى

 

د غازي امان الله شاه په وخت كې، چې په هيواد كې د نوې ښوونې او روزنې د ترويج لپاره هڅې پيل شوې، ده د ننګرهار په خوږياڼيو كې د (شجاعت) په نامه د يوه ښوونځي بنسټ كېښود

 

محمد امين خوږياڼى؛ د مولانا محمد اسرائيل زوى، په ۱۲۷۸ لمريز كال د مرغومي په مياشت كې د ننګرهار د خوږياڼيو ولسوالۍ، د كيناباد په كلي كې زېږېدلى دى.

محمد امين خوږياڼى لومړنۍ زده كړې له كوره پيل كړې او بيا يې له نورو جيدو علماوو څخه د وخت مروج علوم زده كړل او د لاهور په نعمانيه او د تاكال په اسلاميه كالج كې يې د عربي علومو امتحان وركړ.

ادامه نوشته

لیکنه: ميمنه گي؛ شخصيت هنرمند و مرد علم و سياست

نويسنده: صديق الله بدر

 

ميمنه گي؛

 

شخصيت هنرمند و مرد علم و سياست

 

ميمنه گي علاوه بر يك شخصيت هنرمند، مردعلم و سياست نيز بود و از جمله اشخاص سرشناس جنبش مشروطيت به حساب مي رفت

 

 

غلام محمد ميمنه گي در سال 1252 هجري شمسي در شهر ميمنه چشم به جهان گشود. پدرش كه عبدالباقي نام داشت و از جمله معروفترين و پر اوازه ترين شخصيت هاي منطقه اش بود؛ به اتهام همكاري با سردار محمد ايوب خان همراه با چند تن ديگر به كابل اعزام و بعد به قتل رسيد و غلام محمد در اوان طفوليت از سايه و مهر پدري محروم گرديد.

ادامه نوشته

ليكنه: زابلي، په افغانستان كې د بانكدارۍ بنسټګر

ليكوال: صديق الله بدر

زابلي؛

په افغانستان كې د بانكدارۍ بنسټګر

د يو شمېر نورو افغاني سوداګرو په ملتيا يې د ملي بانك او سهامي شركتونو بنسټ كېښود.

عبدالمجيد زابلي د عبدالحكيم خان تره كى زوى، په ۱۲۷۱ لمريز كال په هرات كې زوكړى و. پلار يې په مشهد، تاشكند او بخارا كې په تجارت او سوداګرۍ بوخت و.

زابلي خپلې لومړنۍ زده كړې په هرات كې سر ته ورسولې او په اماني دوره كې په مستوفيت او ګمركاتو كې په دنده وګومارل شو، چې په ګمركاتو كې تر يوې لنډې مودې خدمت وروسته يې ماموريت پرېښود او د لوړو زده كړو لپاره تاشكند ته لاړ او بيا له هغه ځاى نه يې مسكو او المان ته هم سفرونه وكړل.

په مسكو كې د استوګنې په وخت كې ده خپل كور د افغانستان سفارت ته وركړ او د افغانستان سفارت په كې ځاى پرځاى شو.

ادامه نوشته

لیکنه: رِښتينى خدمتګار

ليكوال: صديق الله بدر

رښتينى خدمتګار

 

ډاكتر عبدالوكيل

 

ډاكتر وكيل د رسمي او دولتي چارو په بهير كې خلك په معاصره بڼه باغدارۍ ته هڅول او د وطن د آبادۍ او سرلوړى په موخه يې د خاورې پېژندنې، د څړځايونو د اصلاح او زياتېدو، د قرانطين او نباتاتو د ساتنې، د اوبو لګولو او وړو بندونو او د پروان د اوبو لګولو د پروژو بنسټ كېښود.

 

ډاكتر عبدالوكيل، د ۱۳۰۲ لمريز كال د وري په مياشت كې، په كابل كې په يوه دينداره او علم پروره كورنۍ كې نړۍ ته سترګې پرانستې. خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده كړې يې د استقلال او غازي په عالي لېسو كې او لوړې زده كړې يې په هندوستان، امريكا او لندن كې پاى ته ورسولې.

په ۱۳۲۵ لمريز كې د لايلپور له پوهنتون څخه د ليسانس په ترلاسه كولو وطن ته راستون شو او پوره دوه كاله د كابل په عالي دارلمعلمين كې په تدريسي چارو بوخت شو.
ادامه نوشته

ليكنه: افغان ناشر

ليكوال: صديق الله بدر

 

افغان ناشر

 

شير محمد خان

 

يادونه: د ۱۳۸۲ لمريز كال له پيله ما په كليد مجله كې د (چهره ها) په نامه يوه پاڼه لرله، چې په هغه كې به مې د افغانستان هغه ستر او نوميالي شخصيتونه، چې پخپل ژوند كې يې د افغانستان د آبادۍ لپاره هلې ځلې كړې وې، معرفي كول. زما د دې ليكنو يوه ټولګه د نامتو څېرو په نامه د كليد ګروپ له خوا په ۱۳۸۳ لمريز كې چاپ هم شوه خو دويم ټوك يې تر اوسه له چاپه پاتې دى.

 زما دا ليكنې څه زياتونو ته اړتيا لري، له دې امله هيله كوم د دې لړۍ هره ليكنه، چې لولئ که د ياد شخصيت په اړه  څه معلومات درسره وي نو راسره يې شريك كړئ.

ستاسو د ملتيا په هيله.

 بدر

 

شير محمد خان، چې پلار يې محمد ګل افغان نومېده، په ۱۲۵۶ لمريز كال د غزني په قره باغ ولسوالۍ كې زوكړى او په قوم خروټى پښتون و. نيكونه يې له پخوا زمانې په تجارت بوخت وو او ده هم د نيكونو لاره خپله كړه. خان تر ۱۵ كلنۍ پورې د پلار تر روزنې لاندې و او په ۱۶ كلنۍ كې د خپل پلار په لارښوونه د تجارت لپاره هند ته لاړ او پوره دوه كاله يې هلته تېر كړل. له هند نه په راستنيدو، چې په تجارت كې يې پوره مهارت ترلاسه كړى و، پخپلې شخصي پانګې يې تجارت پيل كړ.

ادامه نوشته