لنډې کيسې: د موسکا د سترګو ورک
کیسه ګۍ:
د موسکا د سترګو ورک
موسکا یې داسې وه، لکه د ورېځو له چاکونو راتېر شوی لوند نری شمال چې پر وچ باغ تېرېږي.
زه هیڅ و نه پوهېدم چې څنګه يې زه جذب کړم. خو جذب شوم.
موسکا يې اشنا برېښېده، لکه له پخوا مې چې لیدلې وي. د ماشومتوب د یوې افسانې نیمګړې رڼه ټوټه، ناڅاپه وپړکېده.
ور نږدې شوم، خو چوپتیا مې پر خوله لاس ايښی و. یوازې کتل مې ورته.
سترګې یې تورې نه وې، خو ژورې وې لکه هغه روڼ سمندر چې هره شپه په کې ډوبېږم. یوه شېبه داسې راغله چې هرڅه، خبرې، فکرونه، خوبونه، آن خپل نوم راڅخه هېر شول.
چې ساه راسازه شوه، ورو مې پوښتل:«ته هغه یې، چې هره شپه یې وینم؟»
موسکۍ شوه. خو پرته له دې چې ژبه پر ټکو لمده کړي، خپله موسکا یې راواخیسته او زما پر زړه یې کېښوده.
موسکا یې خوله کړم، او داسې اوبه اوبه محوه شوم چې ته وا هیڅ نه وم.
هیڅوک نه پوهېږي، حتی زه هم، چې چیرته لاړم. یوازې یو غږ، د يوې موسکا غږ، د یوه ناشنا درد سیوري ته د زړه غوږونه را نازوي.
هلته لرې، ولاړه؛ خپل ځان ته اشاره کوي او وايي: «یوازې زه پوهېږمه چې د هغې سترګو ژورو کې ورک دی، هغه سترګې چې هیڅ اوښکې نه پېژني.»
یوه شپه مې خپل سیوری د دېوال پر سر ولید، خو زه نه وم. هغه وه، د هغې موسکا.
هغه موسکا، چې اوس غواړي وغږېږي.
ویې ویل: «ته ورک يې خو زما په موسکا کې.»
۱۴۰۴.۲.۹