کیسه ګۍ:

هلته چې ته نه وې

لږ نور هم مخکې لاړم. سړک بند و. ګاډی مې ورو غاړې ته کړ. د باران څاڅکي له شیشې ورو، ورو ښوېېدل.

د ګاډي دروازه مې پرانیسته، سړه هوا، لکه د ګنګل شوي زړه یخ لاسونه، پر مخ راتېره شوه.

ښکته شوم. بره مې وکتل؛ اسمان، د تور ورېځو تر شا، لکه ژوبل ښار، پر خپل ځان غوړیدلی و.

د باران، خاورې او زړه ماتو خاطرو ګډ بوی، هوا ته وزرونه ورکړي وو.

سترګو مې اوښکې راوخوټولې؛ تاوده څاڅکي د یخ باد پر زړه لکه غشي ورېدل.

تش لاس، ډک زړه او ړنګ سر، د یوازېتوب پر ژۍ، د یوې بندې لارې پر سر ولاړ وم.

د غږ او څرک تمه ختلې وه؛ یوازې د باد مات زګیروی خپل ځان وېراوه.

را وګرځېدم؛ بېرته هماغه ځای ته، هلته چې ته هېڅکله نه وې.

د کرتۍ په جیب کې موبایل، د یو خاموش پیغام د کاليزې د مبارکۍ نغمه غږوله.

نغمه د باد پر ژبه وچه شوه. په رپېدلو ګوتو مې موبایل راوکیښ،

هغه پیغام مې پرانیست چې زر ځله مې لیکلی او پاک کړی و:

"که راسره وې، په بندو لارو به ولې اوښتم."

د لېږد بټن مې کېکاږه.

۱۴۰۴.۲.۸