ژباړه: بورخس څه ډول لیکل کول؟
ژباړه/ صديق الله بدر
بورخس څه ډول لیکل کول؟

خورخه لويس بورخس په ۱۸۹۹ کال د ارجنتاین په بونس ايرس کې زېږېدلی او په ځوانۍ کې اروپا ته تللی دی. په انګلستان او سويس کې يې زده کړې او بیا خپل هیواد ته راستون شوی دی. بورخس ارجنتاین ته له راستنیدو سره د یوه نوي شعري مکتب بنسټ کېښود او د یو شمېر مترقي مجلو په چاپ کې يې ډېره هڅه وکړه.
سره له دې چې بورخس په وروستیو کې د سترګو له ناروغۍ په عذاب و، د ملي کتابتون ریاست او د بونس ایرس په پوهنتون کې يې د انګلیسي ژبې تدریس کاوه.
بورخس تر ډېره د یوه شاعر، مقاله لیکونکي او فیلسوف په توګه پېژندل شوی خو د هغه زیات شهرت د لڼدو کيسو د ليکلو له امله دی. هغه ليکوال چې هيڅکله يې ناول ليکلو ته مخه ونه کړه.
تلپاتې تاریخ، آلف، شخصي کتابتون، تور بیرغ، د عقایدو تفتیش، د سیوري ستاینه او یو څو نور د بورخس له مشهورو اثارو څخه شمېرل کېږي.
بورخس په ۱۹۶۱ کې د اروپايي ناشرانو جايزه ترلاسه کړه. سره له دې چې بورخس بیا بیا د نوبل د ادبیاتو جایزې ته کاندید شوی و، دا جایزه يې ترلاسه نه کړه، خو د ارجنتاین د ملي ادبیاتو جایزه يې خپله کړه.
بورخس تر ۱۹۳۰ پورې هغه شپږ کتابونه چاپ کړي وو، چې درې يې شعري ټولګې او درې يې د مقالو ټولګې وې. د ۱۹۳۹ او ۱۹۴۹ کلونو په اوږدو کې يې خپل ټول داستاني اثار ولیکل او چاپ کړل چې بیا د همدغو اثارو له کبله شهرت ته ورسېد.
بورخس په ۱۹۸۶ کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
دلته له یوې امریکايي خپرونې سره د بورخس د مرکې هغه برخې را اخلو چې د خپلې لیکوالۍ طریقې يې په کې بیان کړي دي: