لنډه کیسه:

درزا

را ننوتم خو دروازه مې نه وه تړلې. رښتیا ووایم زه هېڅکله هم داسې نه کوم.

نپوهېږم نن شپه ولې زړه مې داسې درزېده لکه د ساعت ستنې چې سرچپه تاوېږي.

درزا داسې وه، لکه څوک چې را روان وي.

داسې یو څوک چې هیڅ پېژندګلوي مې ورسره نه وه، خو انګېرله مې، چې پېژنم يې. درزا د یو داسې تسلسل په څېر و چې له زړه نه پیلېده او آن د دېوالونو له رګونو تېرېده.

چا ونه ټکوله خو دروازه ورو ورو داسې پرانېستل شوه لکه څوک چې بې اجازې را ننوځي.

درزا د نااشنا پښو په ښکالو بدله شوه. سترګې مې د دروازې پر طرف وګنډلې خو هغه مې سهي"صحیح" نه کړه.

د کور فضا بدله شوه. د گامونو غږ یې دروند و خو نه لیدل کېده.

درزا زوروره شوه. خو دا ځل دا درزا زما نه وه. دا د هغه چا د زړه درزا وه چې را ننوتی و. د هغه زړه زما په وجود کې درزیده، لکه زما وجود چې د هغه وي.

هڅه مې وکړه چې وپوښتم: «څوک یې؟»

خو ژبه مې ونښته. پوه شوم چې ژبه مې یوازې د خبرو لپاره نه، بلکې د خاموشۍ دروازه هم ده. هڅه مې وکړه څه ووایم، خو کلمات د ژبې تر شا ولاړ وو، لکه د هغه سنګر عسکر، چې نه و. فکر مې وکړ، څوک چې دلته دی، شاید تل همدلته و، خو زه نه پوهېدم. شاید زه هغه اوسم، یا هغه زه، یا دواړه د یوه نالیدلي احساس انعکاس، چې د دروازې تر شا، پخپلو سترګو کې اوښکې وچولې.

اوس هم هره شپه، د زړه یوه درزا اورم خو نه پوهېږم د چا ده. زما، که زما په څېر د بل چا؟

۱۴۰۴.۲.۲۱