لنډه کیسه/ صديق الله بدر

 

ټيکری


ټيکری يې پر سر راسم کړ او موسکه شوه: ومې ویل که نه، بس دی! مه مې ځوروه! بیا به دې پر لاره یوازې پرېږدم.
خپل ساعت ته يې وکتل، لږه چټکه شوه. ټيکری يې بیا لږ را ښوی شو، خپلو لاسونو ته يې یوه کراره جټکه ورکړه: اوهو، هیڅ په خبره نه يې، خلکو ته مې شرموې؟
قدمونه يې ورو کړل: خير، دومره نه ناوخته کېږي، لږ به له دې شنې فضا خوند اخلو.
پر خپل مخ د راخورو ويښتانو ټالۍ خوند ورکړ، ورو ورو يې پر لاس راکش کړ: ضدي، پوهه شوم. همداسې يې خواره پرېږدم.
له دې خبرې سره يې پر شونډو موسکا خوره شوه، خو ژر يې تندی ګونځې ګونځې شو. قدمونه يې لږ ګړندي کړل: له مديرې سره ګوزاره نه کېږي. غیرحاضرول يې خیر، چې کوم لرې ښوونځي ته مې ونه لېږي. یو سوړ اسویلی يې وکېښ خو ژر راکابو شوه: ګوره! چې لږه چابکه لاړه شم ښه ده. لږ دا شور او مستي دې پرېږده.
خپله غاړه کې يې ټيکري ته نرمه غوټه ورکړه او په تګ تګ کې يې وويل: چې ژوند وي، دا لاره خو زما او ستا ده.
د ښوونځي له وره سره نږدې، ټيکری يې غاړې ته راولوېد، په غوسه شوه: خیر! ښه دې وکړل چې زما خبره دې ونه منله، یو دوه قدمه وروسته به زه هم درسره ګورم.
په بېړه ښوونځي ته ننوته. د مدیرې شعبه کې څوک نه وو. په بېړه يې ور په ځان پسې پورې کړ: چې غواړې د خپلې خوښې شمال اوسې نو بهر اوسه.

۱۳۹۶.۱۰.۱۷