شعرونه: د ۱۴۰۰ کال د حمل میاشتې څخه د اسد تر ۲۰ نېټې پورې شعرونه

د ۱۴۰۰ کال د حمل میاشتې څخه د اسد تر ۲۰ نېټې پورې شعرونه

وخانده
غواړم ټول باور وکړي
چې خندا بې کلامه موسیقي نه ده
۱۴۰۰.۵.۲۰
««««««««««««««
پر ونو د لگیدلو اورونو
په سیوری کې
پر ځمکه راټول مړاوي وزري مارغان
له دانو د چا د ډکو لمنو خوب ویني
۱۴۰۰.۵.۱۸
««««««««««««««
زما هیلې
ژېړې پاڼې دي
بې رخي پرېږده
د مني باد ده
۱۴۰۰.۵.۱۸
««««««««««««««
مینه له لوږې په مړه ګډه
د ژوند په کوڅه کې قدم وهل دي
۱۴۰۰.۵.۱۷
««««««««««««««
له لرې چې درگورم
دره له لرې ښکلې ښکاريږي
۱۴۰۰.۵.۱۵
««««««««««««««
مینې تا څه کړي دي
څه ووایم
په آیینه کې یو سړی و
ما و نه پېژانده
۱۴۰۰.۵.۱۳
««««««««««««««
لمر او سپوږمۍ
چېرته د کوم غره شاته
وعده ایښې وه
شپې چې نه غوښتل
څوک یې و ویني
د تیارو جامه په غاړه کړه
۱۴۰۰.۵.۸
««««««««««««««
د سترگو ډنډ مې
د دیدن
له کبانو خالي دی
۱۴۰۰.۵.۸
««««««««««««««
خپلې چيغې مې
راټولې کړلې
دا والۍ
د کوڅې غوږونو ته
نه راتلې
۱۳۹۷.۵.۷
««««««««««««««
د ماشومتوب مينې د زړه تر ګوتو ونیولم
ستا په اختر کې جامې نه وې
بیا مې په دې اختر کې هم
نوې جامې و نه کړې
۱۴۰۰.۵.۶
««««««««««««««
هغه
د ژوند پر لاره
له هر چا سره روان وي
خو تل يې د هغه چا له غېږې
د خیال لاسونه تاو کړي وي
چې هیڅکله
پڔ لاره یو ځای
ورسره لیدل شوۑ نه ده
لکه زړه يۑ
لکه ته
۱۴۰۰.۵.۳
««««««««««««««
ژوند د بگۍ اس دی
لښته به ورکوې
چې وزغلي
۱۴۰۰.۵.۳
««««««««««««««
په ځان پسې خپه شوی یم
نه پوهېږم له کومې کړکۍ
د ښار په کومه کوڅه کې
کړیکه یې شم
له تا سره
چې تللې یې
په هر ځای کې مې ځان هېر کړی دی
۱۴۰۰.۵.۳
««««««««««««««
شاړې دې نه شي
دا کوڅې به شاهدانې وې
چې زه دې لېونی
او ته
د ښکلا ملکه وې
۱۴۰۰.۵.۳
««««««««««««««
چې ته راسره یې
اوږده لاره به ولې خوشاله نه وي
چې په دمه دمه راسره ځي
۱۴۰۰.۵.۲
««««««««««««««
کاش زه اسمان
او ته سپوږمۍ وې
شپې به دې
په تیارو کې را روڼولې.
۱۴۰۰.۵.۲
««««««««««««««
پر زړونو پوهېدل
د کبانو د اوښکو
لیدل دي
۱۴۰۰.۵.۱
««««««««««««««
لا مې دا خپله ستړیا
قدرې هم ایستې نه وه
چې
له یو شغه سره
باد
د پاڼو څنګ نه تېر شو
تودوخې
لپې لپې سرې خولې راباندې
وشیندلې
ما د مزل په مينه
خپله لکړه پر لار وټکوله
لا مې د سترګو تنده
ماته نه وه چې پر ګودر
وخت تور سیلاب راواوښت
د نظر مې خالي لپې
پر سر ورو ورو واړولې
لا مې وروسته
له مودو نه
د منزل ور
پسې نه و
ټکولی
چې نااشنا سپیو کوڅه کې
کړم په مخه
ما چې سترګې کړې
راخلاصې
نااشنا غوندې
یو ډاګ کې
خور و وور وم
نه د باد
نه د تودوخې کوم درک و
نه لکړه مې وه پاتې
نه هم چېرته وه لار وتې
نه مې تنده
نه ګودر و
خدا زده چېرته خور وور وم
منزل چېرته رانه پاتې
۱۴۰۰.۴.۲۵
««««««««««««««
باغ د حواسو
ورک دی
عطر او ښکلا
ستا جامې
اغوستې دي
۱۳۹۷.۴.۱۹
««««««««««««««
ژبه په کې نښلي
خوند نه لري
رښتیا
په دې شعر کې
کلمات په هغه ځای کې
نه دي راغلي
چې باید راغلي وای
او سُر یې خپل کړی وای
خدازده زه چېرته وم
چې دا کرښې مې لیکلې
نه غواړم
پوهه شې
سخته مې په تا لورېږي
۱۴۰۰.۴.۲۰
««««««««««««««
چې ته راسره خوا کې مې يې ناسته
په دې هيله اکثر پټوم سترګې
۱۴۰۰.۴.۲۰
««««««««««««««
کله کله ټول زما خبره کوي
کله کله وایم
دا زه څومره ډېر یم
۱۴۰۰.۴.۱۷
««««««««««««««
خیر دی
زه دې له مرګه ډارېږم
خو ته راسره د وصال سندره وبولې
۱۴۰۰.۴.۱۵
««««««««««««««
هرې خوا ته
څانګې
څانګې
ځوانۍ پرتې دي
کاش پخوا وختونه وای
او ټولو دا فکر کاوه
چې خلک زړېږي
او مري
۱۴۰۰.۴.۱۴
««««««««««««««
ښه ده چې لمر نه يې
زړه به مې غوښتل
خو ما به در کتلای نه شوای
۱۴۰۰.۴.۱۳
««««««««««««««
پرېږدی
هغه درمند دې یم
چې اور يې اخیستی وي
د هغې نينې خوښې دي
۱۴۰۰.۴.۱۳
««««««««««««««
ژوند را زده کړل
بیوزلي ځکه باید وي
چې يو څوک زموږ مرګ
د خپل ژوند لپاره واخلي
 ۱۴۰۰.۴.۱۲
««««««««««««««
سترګې مې ډنډې ښې دي
د دې چينې په یو سر کې
د چا د یاد مرغی
اوبه څښي
۱۴۰۰.۴.۱۲
««««««««««««««
هر څه کې
يو څه کم دي
اسمان کې
ستوري
ځمکه کې
مینه
زړه کې
ګرمي
او زما په شونډو کې
خندا
ته چېرته يې؟
۱۴۰۰.۴.۱۲
««««««««««««««
د کور ډېوالونه مو تور
او غولي يې سره دي
د کلي رنګماله مو
جګړه ده
۱۴۰۰.۴.۹
««««««««««««««
ونه راته ووایه
غواړم
ځاله دې و اوسم
۱۴۰۰.۴.۹
««««««««««««««
ګوتې به سره نه ماتوو
لږه خوښي باید زېرمه کړو
لاره اوږده ده
۱۴۰۰.۴.۹
««««««««««««««
د کار مېز او زړه مې سره ورته دي
مېز مې ګډوډ دی
زما همداسې خوښېږي
نه غواړم
راټول يې کړم
وېرېږم
کوم څه بې ځایه نه شي
زړه مې ستا د یادونو او دردونو
د مینې د اوړي لمر ته
ساه اخلي
خپل نه راټولوم
د مېز ګډوډي
زما د زړه ګډوډي
او زړه راته تا سترګو ته دروي
۱۴۰۰.۴.۹

««««««««««««««
د ویالې ذهن
له هغو خوبونو
چې هر وخت يې ته ملکه يې
ډک شوی
اوس د رود پر غاړه
ستا د خوبونو د تعبیر په مينه
د وچکالۍ په دې خوبه شپو کې
غواړم
د ژوند پر هینداره
د مینې سیند انځور کړم
۱۴۰۰.۴.۹

««««««««««««««
رټلی دې دی
خو لا هم چې
د غرور لاس نه پرېږدي
په زړه کې مې ته يې
۱۴۰۰.۴.۸
««««««««««««««
...ځان هم راته مه وایه
کله کله څوک
له ځانه هم وځي
۱۴۰۰.۴.۸
««««««««««««««
زه چېرته لاړ شم
هرځای
تا له ځان سره بیولی دی
۱۴۰۰.۴.۸
««««««««««««««
زما د زړه بیوزلی ور
داسې چا نه دی ټکولی
چې ووايي
ډک لاس راغلی
۱۴۰۰.۴.۷
««««««««««««««
یو څوک له ډېرې مودې
د رود په غاړه
د ډبرې سر نه
رود ته راغلې نرۍ لاره څاري
رود خوښ دی
چې نه وچېږي
یو څوک له ډېرې مودې
د رود پر غاړه
زړه تشوي
ډبره هم چې
د هغه درد نور هیڅ زغملی نه شي
غواړي اوبه اوبه شي
او رود خوښ دی...
۱۴۰۰.۴.۶
««««««««««««««
څه دې وویل
بیا ووایه
و نه پوهېدم
کله چې ته خبرې کوې
عارفانه تجاهل نه خوند اخلم
۱۴۰۰.۴.۵
««««««««««««««
لمر هغه سهار پخیري ده
چې یوازې ستا له سترګو راخېژي
۱۴۰۰.۴.۵
««««««««««««««
کله چې فکر کوم
ډوب شویو ته به د سیند په اوبو کې
څه نه وو ښکاره شوي
په ځان وېرېږم
زه
هغې هیندارې ته ولاړ یم
چې څوک په کې نه ښکاري
۱۴۰۰.۴.۵
««««««««««««««
وخته!
زړه دې
کومو ګورو ورېځو نیولی
چې له پېړۍ پېړۍ
را ورېدو
لا هم
زما د زړه غوندې
ګورې ګورې کېږي
او باد پر ژبه يې
نه سندره کېږي
۱۴۰۰.۴.۴
««««««««««««««
هره ورځ
کور ته پر لاره
د مالګې له کان سره دمه کېږم
د زخمونو خیال باید
تازه وساتم
۱۴۰۰.۴.۴
««««««««««««««
وږی یم
خو نه سهار دی
نه غرمه ده
او نه هم شپه ده
نه پوهېږم
ستاسو په کوڅه کې وخت ورک دی
او که زه له وخت نه
ورک یم
ته څه فکر کوې؟
زړه درته څه وايي؟
۱۴۰۰.۴.۴
««««««««««««««
خزان وهلې پاڼه یم
باده مه را الوځه!
خزان وهلې پاڼه
په يو نری پوکی هم
له څانګو په هوا کېږي
۱۴۰۰.۴.۴
««««««««««««««
دومره غېږه غېږه کېدل
بې څه نه دي
ښايي
د عشق ساړه کېدل
۱۴۰۰.۴.۴
««««««««««««««
غواړم رنګ دې خپل کړم
لپه رانه ډکه کړه
اوبه یم
۱۴۰۰.۴.۴
««««««««««««««
د تیارې لاسونه
تر ډېوې لاندې
د رڼا ګرېوانه ته غلي وي
۱۴۰۰.۴.۳
««««««««««««««
خپله کښلې تابلو يې
بیا بیا مچو کړه
او ټينګه يې په غېږه کې ونیوله
لکه چې چا پوښتلی وي
ويې ویل: د مور ځواني مې
شونډې يې ترخې شوې
غریو ونیو: هغه ځواني چې د څېرې د ژورو ګونځو تر شا يې پټه شوې ده
۱۴۰۰.۴.۳
««««««««««««««
د هوا په مرغانو پسې يې
غشي اخیستي دي
غواړي اسمان پر ځمکه
ولوېږي
۱۴۰۰.۴.۱
««««««««««««««
خوار ښه یم
د هغې زړه راباندې سوځي
۱۴۰۰.۳.۳۱
««««««««««««««
باد هره شپه
د ژوند د شاړو کوڅو
د دروازو پر ځنځيرونو تېرېږي
باد غواړي چې
د یوازېتوب وېره یې
په زړه کې ساه وا نه خلي.
۱۴۰۰.۳.۳۱
««««««««««««««
حالات به خوار وي
خو زه
پر خپل جېب ډاډه یم
تشوالی په کې شته
۱۴۰۰.۳.۳۱
««««««««««««««
د ژوند پر وروستي برید
هغه ولاړ بوډا ته ورته یم
چې خواخوږي يې ډېر دي
خو په خپله
خپل لاس نه نیسي
۱۴۰۰.۳.۳۱
««««««««««««««
هینداره نه ګرځوم
وېرېږم چې مینه
چا ته په کې درد ښکاره شي
۱۴۰۰.۳.۲۹
««««««««««««««
خپل سیوری مې د ذهن پر دېوال کښلی دی
کله چې غواړم خپله خودي احساس کړم
د ذهن پر دېوال د خپل سيوري انځور ته درېږم
۱۴۰۰.۳.۲۸
««««««««««««««
خوندوره شېبه ده
هم ستا د خولې خبره کوم
هم خپله
نه او انکار په کې نه شته
له ځان سره غږېدل خوښېږي مې
داسې چې غږومه دې
ډېره مینه ناکه ایسې
۱۴۰۰.۳.۲۷
««««««««««««««
ژوند
ژوند هغه کتاب دی
چې چا لوستی نه دی
ژوند هغه مینه ده
چې چا کړې نه ده
ژوند په خپله هینداره کې هغه انځور دی
چې غږېدای نه شي
۱۴۰۰.۳.۲۶
«««««««««««««

««««««««««««««
د زړه په تشېدو خوښ وم
خو انځور دې په کې
جال جال کېده
سترګې مې ډکې وې
۱۴۰۰.۳.۲۴
««««««««««««««
پر وچولي مې راغلې ګونځې
د زړښت نښې نه
هغه کرښې دي
چې یادونو دې
د زړه پر دېوال مې کښلې دي
۱۴۰۰.۳.۲۴
««««««««««««««
په غږ کې مې
له تندې د فریاد ډکه پیاله ماته شوه
توري او لفظونه چې پر ژبه راښويې شي
په پام ګام اوچتوي
ماتې ټوټې
تېرې ځل وهي
زه تصویر ته فکر وړی یم:
د غږ تندې نیولی ستونی
د یو غږ په لټه کې فریاد
هغه فریاد چې له تندې ډکه پیاله ده.
۱۴۰۰.۳.۲۴
««««««««««««««
نظر مې لګېږي
چې ونه وایم
ښکلې یې
تورې عینکې مې اچولې دي
۱۴۰۰.۳.۲۳
««««««««««««««
هوا کې دې هر چېرته که لاړې درپسې به یم
خو وایه له دې وېرې که لرې لاړم ورک نه شم
۱۴۰۰.۳.۲۳
««««««««««««««
کاش
کوڅې نه وای آبادې شوې
له خاطرو خپل ځایونه ورک شوي
۱۴۰۰.۳.۲۱
««««««««««««««
هغوی چې غواړي
له ځانه تېښته وکړي
فکر کوي
چې هیڅکله به هیندارې ته و نه ګوري
۱۴۰۰.۳.۲۰
««««««««««««««

««««««««««««««
خپړې مو لګولې
او د یو بل ګرېوانونه مو شلول
کاش واړه پاتې کېدو
۱۴۰۰.۳.۲۰


««««««««««««««
واټنونو ته اندېښمن نه یم
ته له ما هم
راته نږدې یې
۱۴۰۰.۳.۲۰
««««««««««««««
که ژړا
د مینې جنون دی
زه
له ماشومتوبه
لېونی یم
۱۴۰۰.۳.۱۷
««««««««««««««
نا غوښتې
چې زړه له شوره ډک غواړم
شاړې کوڅې دې نه وې خوښې
۱۴۰۰.۳.۱۳
««««««««««««««
پرې ډارېږم
نه یې پرانیزم
ویلي دې وو
زړه دې ما یووړ
سترګې به دې نورو پسې وځي
۱۴۰۰.۳.۱۳
««««««««««««««
زه او ته کبان یو
په اوبو پایو
د وچې نور مخلوق دي
۱۴۰۰.۳.۱۳
««««««««««««««
غزل
نه دې چېړمه چې پرهره له جانانه سره
جوړ مې دي فکر او خیالونه له تاوانه سره
د یاد کښتونه دې چې جل جانانه و نه وهي
هره شپه ناست یم تر سهاره له بارانه سره
د لېونتوب د کوڅې سر ته رسېدلی نه یم
یو څو تڼۍ کیسې مې پاتې دي ګرېوانه سره
عشقه هوا دې چې و نه لګېږي څه به کوم
د بې وزرې مرغی څه دي له اسمانه سره
چې بدر هم نه وي یو داسې ځای راګوره راته
ډېره موده کېږي تنګ شوی یم له ځانه سره
۱۴۰۰.۳.۱۲
«««««««««««««««««««««««
ځانګړې اوسه
کټ مټ لکه مالګه
چې نه وي
خواړه بې مزې وي
۱۴۰۰.۳.۱۰
««««««««««««««
چې د غږ آزانګه یې
مرګ کوي
خندا دې ژوند رابخښي
۱۴۰۰.۳.۷
««««««««««««««
د خندا پاڼې دې
خدای
پر شونډو وچې مه کړه
چې درد پرې پښې ږدي
او په کړس ماتېږي
۱۴۰۰.۳.۳
««««««««««««««
آزادي که زندان هم وي
غواړم
یوازنی محکوم یې
زه و اوسم
کم ځایونه دي
چې د چا زړه په کې نه تنګیږي
۱۴۰۰.۳.۲
««««««««««««««
د زړه د درد څړیکو ته مې پاتې کېږي
پرېږده چې د خندا شمال دې
د عشق د ګلونو په مړاوو خوبولو څانګو کې
د پاڼو شور را ویښ کړي
غواړم
ژوند د حواسو په دایره کې ایسار وي
مړ وجود
پر خپلو اوږو بار وي
١٤٠٠.٣.٢
««««««««««««««
اندېښنه راولوېده
ابا راغږ ونه کړي:
بچی راځه چې نور ماښام دی
کلونه وروسته
نن
يوه شېبه
زه مې د خپل ماشومتوب
په کوڅه ورګډ وم
١٤٠٠.٢.٣١
««««««««««««««
خوږې خبرې دې ټولې سره بخۍ کوم
غواړم زموږ په زمانه کې
مینه کول دود وگرځي
۱۴۰۰.۲.۲۸
««««««««««««««
هغه چې لرم
ډېر څه لرم
بیوزلی نه یم
۱۴۰۰.۲.۲۶
««««««««««««««
که راغی
اختر ته به ووایم
مبارکي دې چا ته ورکړم
هغه خو نشته
۱۴۰۰.۲.۲۱
««««««««««««««
زه
له خپل ځان نه وېرېږم
زه هره ورځ د اور او لوگیو
او د وینو د ویالې له څنگه تېرېږم
ما له هغه نسل سره د ژوند پر ځمکه گام ایښی دی
چې اور لگول یې زده دي
او په سترگو کې یې وینې غوټه شوې دي
زه خپل هر یو قدم
د دغه نسل د پښو پر خاپو ږدم
فکر کوم دا زه وم چې
کور ته مې اور ورته کړ
او د خپلو هیلو پر مرۍ مې چاړه راښکله
زه
له خپل ځان نه وېرېږم
۱۴۰۰.۲.۱۶
««««««««««««««
ته نرگس پاتې شه
زه باران ښه يم
چې وورېږم
۱۴۰۰.۲.۱۴
««««««««««««««
اوبه لمدې دي
خو
کله کله
په سترگو کې مې وچېږي
۱۴۰۰.۲.۱۴
««««««««««««««
خوند ځنې اخلم
د ژوند سندره مې بولې
وخانده
ښه ډېر وخانده
۱۴۰۰.۲.۱۱
««««««««««««««
باور لرم
هیڅوک به ونپوهېږي
چۑ ما خپل زړه وینې کړی
څوک غواړي چې
نور یې هغومره وپېژني
چې دی خپل ځان پېژني
۱۴۰۰.۲.۶
««««««««««««««
کله چې د تگ لاس نیسې
پښه مې د نهیلیو په تيږه لگېږي
تگ دې سندره سندره تا پر لاره زنگوي
او زه پر ماته پښه مې
ستا د بیا راتلو د هیلو د پټې په خیال کې ډوبېږم
ښايي د مینې
یوه پېژندنه
ستا تگ
او زما ماتېدل وي
۱۴۰۰.۲.۴
««««««««««««««
د زړه زنځیر ته لاس نه ور وړم
د دې ور مخه تنهایي ته خلاصیږي
۱۴۰۰.۲.۵
««««««««««««««
د غم
دنګه ونه ده
د زړه کوڅه کې
له لرې ښکاري
۱۴۰۰.۲.۳
««««««««««««««
عشقه سودا مې ده
غم څه کوې
لاس مه ورکوه
یوې مورکۍ لاسونه لپه کړي
چې زوی یې خدای له غم نه وساتي
۱۴۰۰.۲.۲
««««««««««««««
په چا پسې زړه تنگېدل
یوه پلمه ده
زړه مې چې خپله غوسه سړه کړي
زه ور په یادېږم
۱۴۰۰.۲.۱
««««««««««««««
ژوند د یوازیتوب پر وروستۍ پولې ولاړ دی
او زه د  خپل زړه پر اوږو بار یم
څوک شته چې ووایي
په یوازیتوب پسې به
تر کومه ځایه سړی ځغلي؟
۱۴۰۰.۱.۳۰
««««««««««««««
زه او ته
له اوبو د ډکې ویالې پر ژۍ ولاړ یو
نه، نه! دلته نه ته يې او نه زه يم
مينه ده چې تندې پسې اخستې
ښايي تنده
زما او ستا او د مینې هرکلي ته راوتلې وي
اوبه هم، داسې اوبه اوبه راګوري
لکه چې غواړي
خپله هينداره کې
زموږ په ګډ تصویر کې ډوبې شي.
نه، نه!
زه، ته، مینه او اوبه هغه څه يو
چې له تندې څخه چورلي
موږ د تندې اړتیا یو
د داسې یوې تندې چې نه غواړي ماته شي.
۱۴۰۰.۱.۲۸
««««««««««««««
ژوند مې د ترخو خاطرو نیمګړې کتابچه ده
که نه وم
او کله که دې هسې هم په یاد شوم
د شونډو په کونج کې له خندا سره یې بشپړه کړه
که فکر دې وکړ چې ځانته کمه راغلې
ووایه
په دې خندا خو هیڅ نه ارزېده.
۱۴۰۰.۱.۲۸
««««««««««««««
قلم مې د چیغو له ورېځو
ډکوم
د خاموشۍ تنده مې
سر ته خېژي
غواړم یوه پياله فریاد وکښم
۱۴۰۰.۱.۲۷
««««««««««««««

لا به
شتون او نشتون دې
یو راز پاتې وي
لا
له هغه دیوال نه
چې زه باید واوړم
ونه مې ټیټه ده
۱۴۰۰.۱.۱۴
««««««««««««««
که په چړو مې وژنې و مې وژنه نه مې وژنې
خپلو فکرونو کې مې مه وژنه رښتبا به ومرم
۱۴۰۰.۱.۲۲
««««««««««««««
د ذهن په باغ کې مې
ګل ګل را وغوړېږه
غواړم چې
د ژوند په دې وچ او سپېره ډاک کې
یو رنګین او له عطرو ډک تصور خو ولرم
۱۴۰۰.۱.۱۶
««««««««««««««
د سړې هوا
زړه کنگل ته شوی
غواړي زما په زړه کې
کېږدۍ ووهي
۱۴۰۰.۱.۱۴
««««««««««««««
غم به یې همدا غم وي
چې غم به د هغې کوي
زړه چې د درد اور واخلي
لمبې لمبې ښېرې کوي
۱۴۰۰.۱.۱۴
««««««««««««««
غمونو څه وکړل
نه پوهیږم خندا مې څنګه
د ماشومتوب تاخچه کې
رانه هېره شوه؟
۹۴.۱.۱۳
««««««««««««««
غواړم نېکمرغي مې
د زړه ور
دومره سخت وټکوي
چې و ‌ډار شم
۱۴۰۰.۱.۱۲
««««««««««««««
غواړم ذهن مې
د خاطرو هغو کوڅو ته راسره لاړ شي
چې خلک فکر وکړي خاندم
۱۴۰۰.۱.۱۲
««««««««««««««
یادونه دې د مینۑ وړ دي
نه مۑ پاذابوي
دا ورۑ پوهیږي چې
څنگه د زړه په څړځایونو کې وڅري
۱۴۰۰.۱.۱۱
««««««««««««««
ژوند مې هغه کوچنۍ باغچه او کوټه ده
چې بهار او دوبی یې ته
خزان او ژمی یې یوازیتوب دی
خپله خوښه دې وکړه
که غوښتل دې پاتې شه
چې باغچه د څانگو د پاڼو د شنې نڅا په ننداره کې له ځانه ورکه شي
او د زړه وړه بربنډه کوټه مې
ستا د شتون د گرمۍ روجايي پر سر راکش کړي
که غوښتل دې
بې له کومې وسوسې
باغچه به پاڼې پاڼې پر ځان راتویه شي
او کوټه به سڔه وژاړي
۱۴۰۰.۱.۹
««««««««««««««
نه پوهېږم کمه یا ډېره ده
خو مینه درسره لرم
که پوهېدم کمه مې خوښېږې
مینه به مې نوره درسره زیاتوله
او که ډېره وای
تا به نا اشنا نه راکتل
مینه درسره لرم
خو نه پوهېږم په کومه اندازه
ډېره یا کمه؟
ښه ده چې نه پوهېږم
کمه او ډېره د مینې معیار نه شي کېدای
ځکه د مینې معیار
                 یوازې مینه ده
۱۴۰۰.۱.۷
««««««««««««««
هسـې نه کچه شي عشق په سترګو کې
غواړي زړه مې ډېر خو چا ته نه ګورم
۱۴۰۰.۱.۵
««««««««««««««
چې و دې مومم له ځانه ورکېږم
ډېر مې مه ننگوه
وېرېږم
ورکېدل مې عادت  وگرځي
نه غواړم
په شتون کې دې
ځان په لټون پسې دې وننگوم
او تا
په تا کې هېره کړم
۱۴۰۰.۱.۳
««««««««««««««
شپه راسره ناسته ده
ارږمۍ کوي
خوب چېرته ویده پاتې شوی
۱۴۰۰.۱.۲
««««««««««««
لکه شګـــــې پســـــــې اخـــــلي
په دښــــته کــــــې چـــــــې باد
داسې خوري خواږه خواږه مې
دا زړگی ستـــا هــــر یــــــو یاد
۱۴۰۰.۱.۲
««««««««««««««
مینې!
زړه مه شې
په تا ځوان یم
۱۴۰۰.۱.۱
««««««««««
د شاعرۍ نه
نن ستا ورځ وه
مبارک دې شه
مننه چې شاعر دې کړم
۱۴۰۰.۱.۱

ادامه نوشته

شعرونه: ۱۳۹۹ کال ټوله شاعري

د ۱۳۹۹ کال ټوله شاعري

 


۱۳۹۹
مه وایه چې را به پسرلي کې شم
ته چې راځې تا سره بهار راځـــي
۱۳۹۹.۱۲.۳۰
««««««««««««««««
غواړي په اسانه منځ نه لاړ شمه
غواړي ما له خپلې حافظې پاک کړي
۱۳۹۹.۱۲.۳۰
««««««««««««««««
یوازیتوب کې
لنډه لار هم غمېږي
راځه
خندا ته لاس ورکړو
۱۳۹۹.۱۲.۲۹
««««««««««««««««
ژوند د خپل پایښت لپاره
ښایي زما غوندې
دومره ښکلې پلمه ونه مومي
زه هر سهار
د چا په سترگو کې راویښېږم
۱۳۹۹.۱۲.۲۷
««««««««««««««««
زړه!
پام کوه
مینه دومره
د غوسې نه ده
خلک اوبو ته گوري
پایڅې بډ وهي
۱۳۹۹.۱۲.۲۵
««««««««««««««««
هغې چې ټول ژوند ناکراره غوښتم
که شي خبره چې آرام یمه تر خاورو لاندې
څه به کوي؟
۱۳۹۹.۱۲.۲۴
««««««««««««««««
ټولې لارې مې اجاره کړې دي
ویلي دې وو:
                راځم.
۱۳۹۸.۱۲.۲۶
««««««««««««««««
زړه
له مینې
اوبدل شوی دی
په بازار کې یې
پېرېدونکې
ځکه ښکلې دي
۱۳۹۹.۱۲.۲۴
«««««««««««««««
اوښکې دې  
کنگل مه شه
ږلۍ
غوټۍ رژوي
۱۳۹۶.۱۲.۲۴
«««««««««««««««
هغې چې ټول ژوند ناکراره غوښتم
که شي خبره چې آرام یمه تر خاورو لاندې
څه به کوي؟
۱۳۹۹.۱۲.۲۴
««««««««««««««
راځه!
خوږ یې کړو
تریخ چای
په گډه وڅښو
۱۳۹۹.۱۲.۲۲
««««««««««««««
د لمر او رڼايي خندا دې
منت نه را پرېږدي
ژوند هغه شېبه په مینه څرک را وهي
چۑ سترگې را و غړوې
او پر مخ د پریشانو وېښتو له شا
را وګورې
۱۳۹۹.۱۲.۲۲
««««««««««««««««
کاش
لږ دې
د وخت خوی درلودلای
وخت راته په هغه ځای کې
شېبه نیمه تم شوی و
چې ته مې لیدلې وې
۱۳۹۹.۱۲.۲۲
««««««««««««««
ژوند ريښکې ريښکې ګرېوان
را په غاړه دی
د چا د خندا وېره نه لرم
که چا را وخندل
گمان به وکړم چې خوشاله دي
خلک چې خوشاله وي
خاندي
۱۳۹۹.۱۲.۲۲
««««««««««««««««
ژوند

کاڼي په لاس کې
غضب په سترگو کې
ایستلې کنده په لوی ډاک کې
د هغه کلي بخت دی
چې د ژوند تمه لري
په کاڼو کې د هغې کړکۍ د ښیښو د ماتولو شوق راویښ شوی دی
چې دننه په کوټه کې یو سیوری یې له مخه تېر شوی
هغه سترگې چې په خپله مرغۍ کېدلې
او له کړکۍ سره نږدې الوتلې
وینو نیولې دي
کنده د چا په انتظار کې
چې شېبه پس یې
غضبناکې سترگې له کلي تر ډاکه پورې
سخیدلې رابدرگه کوي
ستړې ښکاري
او د کلي برم غوښتونکي
چې د ژوند خبره کوي
نور کاڼي راټولوي
او سیوری په شنه برقه کې
کندې ته ور سپاري
سیوری په کنده کې چې مرگ ته غېږ پرانستې ناسته
تر شونډو لاندې وایي:
د برم غوښتونکو
ژوند لږ آرام ته پرېږدئ!
ژوند لږ آرام ته پرېږدئ!
۱۳۹۹.۱۲.۱۷
««««««««««««««««
ته غږېږه
غواړم خبرۑ کول زده کړم
۱۳۹۹.۱۲.۱۵
««««««««««««««««
نن پوه شوم
څومره ډېر له ځانه فاصله لرم
او پاڼې پاڼې یم
د تلفون په کرښه یې
راته یې وویل
سبا هغه ورځ ده
چې خورلڼې راته ویلي وو
په ما مئین یې
د هغۑ په لاس
دېرش کاله مخکې راکړی گلاب دې
نن هم په ایښي کتاب کې
هماغه خوشبویي لري
۱۳۹۹.۱۲.۱۵
««««««««««««««««
د لاسونو
هره تڼاکه مې
هغه غریو ده
چې نه ماتېږي
۱۳۹۹.۱۲.۱۵
««««««««««««««««
هغوی هغه چا ته
په مینه ورکولو خوښ دي
چې غوښتل مې مینه ورکړل شي
کاش هغوی تل همداسې
زما د ځورولو فکر وکړي
او هغه چا ته مینه ورکړي
چې زما خوښېږي
او مینه ورکول ور سره ښایي
۱۳۹۹.۱۲.۱۲
««««««««««««««««
د خپل وجود په دېواله باندې تکیه نه یــــــــــــمه
زه هغه څوک یم چې له خپل ځان نه بهر ولاړ یم
۱۳۹۹.۱۱.۷
««««««««««««««««
زه هره ورځ یو څه لیکم
خوه شعر نه وي
یو بل څه وي
شعر تا ته ورته دی
ته هره ورځ نه راځې
حتی
په خوب کې هم
۱۳۹۹.۱۱.۲
««««««««««««««««
زه هره ورځ یو څه لیکم
خوه شعر نه وي
یو بل څه وي
شعر تا ته ورته دی
ته هره ورځ نه راځې
حتی
په خوب کې هم
۱۳۹۹.۱۱.۲
««««««««««««««««
راځه ماشومان شوو
چې سبا ته
د یو بل زړه ماتول
را په یاد نه وي
۱۳۹۹.۱۰.۳۰
««««««««««««««««
غزل
تیارو مینـــــې ته نیولی غېږ کۑ ډار دی
یاره مخ لـږ را ښکاره کړه د خدای پار دی
ستړې ځغاستـه ملامته بــه پرې څه کړم
آس د هیلو زمــــا ډېر په وجود خوار دی
چې له کــــار روزگاره لاس یې رالنډ کړی
بیا زما له هـغــــــــــه کار سره څه کار دی
د ژړا لاس مــــــــۑ نیولی چې هر دم وي
خو د سترگو مـــې له اوښکو سره تار دی
چې یې ســــــــــــر تر داره بیا بیا رسولی
بدر لا هــــــــــــــم د هغې نېشې خمار دی
۱۳۹۹.۱۰.۲۹
««««««««««««««««
ښايي د ژوند
یو تعریف دا هم وي
څوک دې چې خپل سپر گڼي
زړه پر تا یخ کړي
۱۳۹۹.۱۰.۲۹
««««««««««««««««
ور داسې ټکېږي
لکه چې چا خندا راوړې وي
خو زه په کوڅه کې
خورې چوپتیا ته
فکر وړی یم
۱۳۹۹.۱۰.۲۹
««««««««««««««««
د سترګو چې مې خير غواړم
بیګاه يې په خوب کې
له استسقا پوښتلم
۱۳۹۹.۱۰.۲۰
««««««««««««««««
زاړه تصویرونه رالېږي
غواړي شک را واچوي
چې سترګې مې کمزورې شوې
۱۳۹۹.۱۰.۲۹
««««««««««««««««
ته ...
داسې کتاب يې
چې لوستلای دې شم
خو درک کولای دې نه شم
۱۳۹۹.۱۰.۲۹
««««««««««««««««
کاش ژوند
په خالونو ډک
د کوچۍ مخ وای
هر موسم به پسرلی و
۱۳۹۹.۱۰.۲۸
««««««««««««««««
پرون لاړې
سبا هم شته
راځې به
۱۳۹۹.۱۰.۲۷
««««««««««««««««
هره ورځ چې شفق ته
سرې سترگې درېږم
هره شپه پر شونډو دې
خندا انځوروم
۱۳۹۹.۱۰.۲۶
««««««««««««««««
تراوسه مې دوه ځلې
د مینې مزه څکلې
رښتیا وایم
هر ځايي نه یم
ته چې
د ژوند په سترگو کې مې ځلېږې
ښایي په زرم ځل هم ووایم
چې زړه مې خولې ته راغلی
او دې خوند ترخه کړی دی
۱۳۹۹.۱۰.۲۵
««««««««««««««««
نظر چې مې تا
پر جبین ښکل نه کړي
څنګه به کرار مومي
ماشومان په آسانه
له ضده لاس نه اخلي
۱۳۹۹.۱۰.۲۴
««««««««««««««««
چې تللې
اوښکې مې هم درسره بوځه
نه غواړم
د یادونو او خاطرو وبال دې
را په غاړه وي
گلونو ته څوک ترخې اوبه نه ورکوي
۱۳۹۹.۱۰.۱۸
««««««««««««««««
سیندونه په اوبو بختور دي
چې هیلۍ په کې غوپې وهي
له وچو سیندونو
کله هم
هیلۍ نه دي الوتې
۱۳۹۹.۱۰.۱۶
««««««««««««««««
گاونډي
ژوره څاه کیندلې
خو د ثواب لپاره
له جومات نه اوبه راوړي
۱۳۹۹.۱۰.۱۷
««««««««««««««««
چې و نه خاندې
څنگه به وپوهېږم
چې راغلې یې
د نارنجو غوټۍ چې وسپړیږي
عطر یې خورېږي
۱۳۹۹.۱۰.۱۶
««««««««««««««««
د خاطرو
پر پسرلني څنگل یې
سر کېښود
باڹه یې لامده شول
۱۳۹۹.۱۰.۱۷
««««««««««««««««
په تیاره کې
خپل وجود ته راستون شوي
وپوښتل
څراغ ولگوم؟
۱۳۹۹.۱۰.۱۶
««««««««««««««««
مینې به
نیزه وړیو ته
لاسونه لپه کړي وي
وڔي مې
وړي مې
یو دریاب یمه اخیستی
۱۳۹۹.۱۰.۱۶
««««««««««««««««
تا چې
په چغو چغو
په خپل نامه بلم
سکون رابخښي
کاش ټول دا د سکون احساس لرلای
کاش د ټولو ښکلو نوم
سوله وای
۱۳۹۹.۱۰.۱۳
««««««««««««««««
ستا له تلو وروسته
هغه کنډر کلا ته پاتې کېږم
چې کلی پرې بد ښکاريږي
۱۳۹۹.۱۰.۱۲
««««««««««««««««
دا کال هم
په خپله مخه لاړ
خو هغه څه مې چې غوښتل
ومې نه شول لیکلای
ښایي نورو درې سوه پنځه شپېته ورځو کې
یوه شېبه
ستا له سترګو راته وخاندي
۱۳۹۹.۱۰.۱۰
««««««««««««««««
زما ماشوم خیال
په آ للو للو للو
د گلونو په غېږه کې
د خوب یو ستڔی ارمان دی
‎پرېږده د غږ باغ کې دې
‎ورک و اوسم
۱۳۹۹.۱۰.۳
««««««««««««««««
شپه له خپلې ټولې چوپتیا سره
د یوازیتوب په رگ رگ کې بهیږي
څوک نشته
چې پر شونډو لگېدلی مهر مات کړي
او چیغه وکړي چې
سږ هم د یلدا شپه
د تیارو پر درشل پښه ایښې ده
او سترگې
لا هم د انتظار پر لاره ړندې اوړي
۱۳۹۹.۹.۳۰
««««««««««««««««
سیوري ته
رڹا معنی بخښلې
که غاڕه دې
نه وای راکڕې
چا به
مینه نه پېژندله
۱۳۹۹.۱۰.۳
««««««««««««««««
د یلدا شپه کې خوب ته راشه
دا نورې شپـــــې ژر سبا کېږي
۱۳۹۹.۱۰.۱
««««««««««««««««
پلار مې
ډېر بډای و
د زڔه په کرونده کې یې
د مینې زړي کرل
۱۳۹۹.۹.۲۸
««««««««««««««««
لمر دې غواړم
چې څوک درته
مخامخ و نه کتلای شي
۱۳۹۹.۹.۲۶
««««««««««««««««
لاړه
ښايي لا هم
د زړه په هینداره کې مې
د هغې مینه
داسې نه وي انځور کړې
چې خواخوږې يې
خپله کړم
۱۳۹۹.۹.۲۶
««««««««««««««««
په باغ کې
هم مرغی او هم ښکاري
دواړه
د سپېده دم په تمه دي
۱۳۹۹.۹.۲۵
««««««««««««««««
مینه اوبه ده
زه او ته کبان یو
مینه چې نه وای
زه او ته خدای زده چې به وو
په کومه ویاله کې چې اوبه نه وی
کبان هم په کۑ نه وي
۱۳۹۹.۹.۲۰
««««««««««««««««
د هغې نوم سوله ده
چې رایادېږي
د امن احساس کوم
۱۳۹۹.۹.۱۴
««««««««««««««««
حسن دې چې رنګ د سخاوت راوړي
تـلـې مـې پولـۍ شـه پـه واټـونـو کـې
۱۳۹۶.۹.۱۵
««««««««««««««««
د اغزو په سترگه را گوري
خو هغه دې تل
همداسې گل و اوسي
په دې نه خپه کېږم
ځکه یوه رابطه به مو بیا هم په منځ کې وي
گلونه اغزي لري
او د اغزیو بوټي گل کوي
۱۳۹۹.۹.۱۵
««««««««««««««««
ژوند په خپلو خولو کې ډوب دی
هر څوک خپل نغری ننګوي
خو زما د زړه یخ کېږي
زه د چا مینې
د سړې کوټې تنهایي ته
کېنولی یم
۱۳۹۴.۹.۱۴
««««««««««««««««
هغه
سوله نومېږي
چې رایادېږدي
د امن احساس کوم
۱۳۹۹.۹.۱۴
««««««««««««««««
جانانــه تلـــــو ســــــره دې تلــــی دی زما نظــر هم
نظر مې څنگه ځای ته را به شي چې را نه شې ته
۱۳۹۹.۹.۱۲
««««««««««««««««
ښځې د وره تر شا
د انتظار د اندېښنو لمن غوړولې
د سړي حواس
بهر چېرته د چا د سترگو په جام کې ډوب دي
او شپه
چې د سپېده چاود منگولې ور و نه رسېږي
په منډه خپله لمن ورنغاړي
۱۳۹۹.۹.۱۰
««««««««««««««««
منفي خبر
منفي خبرونه ډېر لوستوال لري
په ټولو ورځپاڼو کې
زما د زړه له قوله لیکل شوي:
بېرته نه راګرځې
۱۳۹۳.۹.۹
««««««««««««««««
لوښو ته پتري ورکوم
کله چې پتري شویو لوښو ته گورم
پر خپل زړه مې خوا بدېږي
۹۹.۹.۹
««««««««««««««««
د زړه له تله خوښ یم
چې ته مې د گلونو په یوې گېډۍ خوشاله کړې یې
خو اوس د باغ هغو گلبوټو ته
چې د خپلو پرې شویو څانگو په ویر اخته دي
سترگې نه لرم
۹۹.۹.۹
««««««««««««««««
ستـا یــــــوازې زه یمـــه په سترګو کې
یمـــه، هم دې نـه یمـــــه په سترګو کې
تا ته چې حیرانه دې ښکلا کړمـــــــــه
کاشکې دې رانجـه یمـه په سترګو کې
ودې پوښتــــه چېــرته یم او څنګه يم
اوس دې یاره ښــه يمـه په سترګو کې
اوس مې ایله ځــان ته تمـه کېـږي څه
اوس خو د چـا زړه يمه په سترګو کې
ته يــې په ژړا چـې ماتــــوې ورخــــه
زه هغـــه اوبه یمـــــــــه په سترګو کې
عشق یمه خمار یمه که بــــــــــدر یـم
وایه چـــې دې څه یمه په سترگو کې
۱۳۹۹.۹.۳
««««««««««««««««
پرېږده چې خپل ستړی زړه
د مینې د نیزار په سیوري کې دمه کړم
پریږده چې هر یو رگ یې
خندا دې هسې راته وغږوي
لکه چۑ د خپل غږ پر تار د سٔر لار خپلوي
۱۳۹۹.۸.۳۰
««««««««««««««««
نن راته يادېږې ځان اوزګار کړه لږ
نن به یو څـه ډېـــره راسـره يې ته
ته وگڹې تللې یې او زه ګڼـــــــــــم
وې له ځانه هېـــــره راسره یې ته
۱۳۹۹.۸.۲۸
««««««««««««««««
درسره چې مینه کوم
غوره کړې مې يې
د خلکو چې څه خوښېږي
هغه غواړي
۱۳۹۹.۸.۲۸
««««««««««««««««
هغې خبرې ته چې خندا يې رالورولې
او يوه شېبه يې ژوند ته هڅولې یم
موسک چې نه شم
څه وکړم؟
۱۳۹۹.۸.۲۸
««««««««««««««««
وخانده
ښه ډېر وخانده
نه غواړم خپه ومرم
۱۳۹۹.۸.۲۸
««««««««««««««««
کوڅه خوبولې ده
د کوڅې سترګې د پلمې د ګوتو په څوکو روانې دي
ته وا غواړي
یوازې ستا
د قدمونو په غږ خلاصې شي
فکر کوم کوڅه هسې ځان غلطوي
کوڅه دا نه غواړي
ستا وروستۍ
خداپاماني رایاده کړي
د کوڅې سترګې پوهېږي
ته به په هغه ورځ راځې
چې قدمونه دې
د خپل پردیتوب
احساس ته په ژړا وي
۱۳۹۹.۸.۲۶
««««««««««««««««
وعده دې ورته کمه راتله
پر دېواله مې
کښلې کرښې وړنګولې
۱۳۹۹.۸.۲۶
««««««««««««««««
پر دېوال د کړکۍ په اندازه
د سپوږمۍ رڹایي نښتې
تیاره خپل څادر نغاړي
او وره ته ګوري
خو څوک نه رالټېږي
چې ور پرانیزي
۱۳۹۹.۸.۲۴
««««««««««««««««
غزل
کلی درخــــو ستا د مینـــــې رنگ غواړي
بیا د ادم خــــــــــان د رباب ترنگ غواړي
نن چـــې د سنــــــــدرو مــوډ کې نه یمه
نن هغـه د خپـــل حســـــــن قلنګ غواړي
زړه کــې دې یــــادونـــه تخنـــونه راتـــه
لېچو کې بنڴړي خو یو نیم شرنگ غواړي
مینــه بــې لـه تـــورې مینـې نـه کېــــږي
هـــــره پاچايــي د ځــانه ننگ غــــــواړي
زړه د جانان سپین کتاب د سولــــــې دی
سترگې چې کړي برندې وایې جنگ غواړي
مات چې پرې خمار د لېونتوب کړي خپل
بــدر نه شـــــــراب غواړي نه بنگ غواړي
۱۳۹۹.۸.۲۴\
««««««««««««««««
ته باغ یې
ته ټوله عطر یې
ښايي د مینې د خالق
همداسې مست بې خوده خوښ وم
۱۳۹۹.۸.۲۲
««««««««««««««««
اوس مو کلي شړ دي اوس خو لو د غنم نه کېږي
اوس د جنگ بلا رالگېدلې په سرونو ده
۱۳۹۹.۸.۱۷
««««««««««««««««
څوک د جانان حتی د نرمې غوسې تاب نه لري
خو خلک وايي چې بې زوره زنده ګی نه کېږي
۱۳۹۹.۸.۱۵
««««««««««««««««
ویل دې
غوټۍ یو
راځه
و به غوړېږو
طبیعت
پر غوړېدلې ټنډه
ښه ښکاري
۱۳۹۹.۸.۱۲
««««««««««««««««
ستا چـې د چوپتیا پر سینــې وېښه مـې غوغا کړمه
هره شپه دا غـــواړم له خـوبـونـو دې را غلا کړمه
څه يې کــــوې څنګه چې جوړېږم د زړه درد سره
دا کیسه اوږده ده څه ځــه دا بـــه درتـه بیــا کـړمه
۱۳۹۹.۸.۱۲
««««««««««««««««
تنهایي پرې نه شم لورولی
شپه مې خوب ته
ستا د سترگو په کیسو رڼه کړه
۱۳۹۹.۸.۸
««««««««««««««««
مینه
هغه مې هم خوښېږي
دومره چې
تر تا هم
ورسره ډېره مینه لرم
مه وېرېږه!
ته هم
ورسره مینه لرې
او د هغه لپاره دې
ژوند کول زغملي دي
ای!
درسره مینه لرم
پر تا میئنېدلو
پر خپل ځان میئن کړی یم
۱۳۹۴.۸.۷
««««««««««««««««
هیلې مې
د هغې ماشومې په څېر دي
چې په خپل کور کې
د لگیدلي اور د لوگي له وېرې
چې ساه ور بنده نه کړي
د پردي د کور لار خپلوي
خو په دې نپوهېږي
چې د پېچومو په تیارو کې
راوتلې شیشکې به
تیندک ورکوي
او د هغې به
کله سر
په تیږو لگي
کله ملا
په تیږو لگي
او د پردي کور ته
له رسېدو نه مخکې
له لاسو پښو پاتېږي
اووه کلنۍ کې به
خاپوړې کوي
۱۳۹۹.۸.۷
««««««««««««««««
بنگړيو ته دې ووایه
له خندا سره دې سیالي نه کوي
شرنگېدلې موسیقي بېله وي
۱۳۹۹.۸.۷
««««««««««««««««
خیالونه دې وچ ویلني دي
مروړمه يې ځکه
چې خلک خوشبویه شاعري خوښوي
۱۳۹۹.۸.۵
««««««««««««««««
خوا مې د زړه خالي ګلدان شنه کړې
نن دې پر شوڼدو څـو مچکـــــې کرم
۹۹.۸.۵
««««««««««««««««
کاش چې تبه
توبه وای
ماتېده خو به
۹۴.۸.۱

««««««««««««««««
مــه وېـرېږه زړه چــــــا ته څه نه وایم
تا غــونــــئدې یــــم خپله گناه نه وایم
مرگ راپسې سترگو کې یې گرځي تل
چــــا ته زنده گي چا ته چې زړه وایم
۱۳۹۹.۸.۱
««««««««««««««««
د مور دعا
د مينې غم پسې په تنګ يمه ډېر
خو مې د مور دعا نه ځار شم
په کې ډېر زور دی
هره شېبه
همدا چې لپه کړي لاسونه
وايي:
((خدايه!
زوی کی مې
له هر یو غم وساتې.))
1393,7,29/30
««««««««««««««««
غزل
چې ګـــډ په ويــر او په ماتم خلک دي
ګرم مـــې د خپل کلي او چم خلک دي
ورســـــــــــــــــره ډډه چې زما لګېږي
لېــونـي نــورو کـې لــږ سـم خلک دي
ډېـر دي چـې نـوم د مینـــې ډېــر اخلي
هغـــــــــه چې مینه کوي کـم خلک دي
زما تر څنګ ولاړ چـــــــې مــا وژني
زما د ویاړ زمـــــــــا د بـرم خلک دي
مینه له خلکـــو څخـــه غوښته چې چا
وايي په میـنه کــــې یې ګرم خلک دي
د ډېـــــــــرو ښکلو بدره ډېـر خوښېږم
د خوارو هـــم یو نیم د زغـم خلک دي
١٣٩٧.١٢.٢
««««««««««««««««
خلک پـه سلو نجـونـو زړه وتړي
ما پـر یـوې سل ځلې زړه بایللی
لیوني وڅیره گرېوان ویې ویل
میئن چې څه بایللي زړه بایللی
۱۳۹۹.۷.۲۵
««««««««««««««««
باڼه باڼه یــو ځــلې خــوب تــه راشه
غواړم پر خپل زړگي ستا ياد وکښمه
د خاموشـۍ تنـده مـې سـر ته خېژي
غـواړم یـــوه پيـالـه فـــریـاد وکـښمـه
۹۹.۷.۲۷
««««««««««««««««
انځورګر
‎د توت له هغه ښاخه
‎چې ټوله ورځ
‎د باد شپېلۍ ته څڼې څڼې غورځي
‎یوه مرغۍ خپله مښوکه کې
‎یوه دانه د توت نېولې
‎الوتلو کې ده
«««
‎یوه مرغۍ
‎لغړ وجود د توت د ونې
‎چې ليدلای نه شي
‎خپلو بچیو سره
‎په یوه ښاخ ناسته ده
‎او له دې وېرې نه چې
‎خوب را درنې د ونې سترګې نه کړي
‎د پاڼو شور ته ورته
‎يوه سندره بولي
««««
‎هلته د توت
‎د ونې ښاخ نه
‎لکه د پړي په څېر
‎ یو نری تور شی
تاو راتاو ښکارېږي
‎او په سینه کښېږي
‎لاندې يو څوک لینده په لاس
‎تر وچو شونډو لاندې
‎وايي داسې:
‎دا مرغۍ وبه ولم
‎سپورې ډوډۍ نه والله
‎زړګی مې خوی ختلی.
«««
‎او زه
راغلی چې وم
چې خپله تنده پر طبیعت ماته کړم
نه اوس رنګونو
نه مویک
او نه د پاڼې مخ ته
کتلای شم
۹۶.۸.۴
««««««««««««««««
لاړم
زوړ شوم
خو ته کولای شې
زړه مې
تېر باسې
۹۵.۷.۲۶
««««««««««««««««
دام کې مې د مينې که زړه بند نه وای
درد سره رشته به مې د خـوند نه وای
١٣٩٧.١١.١
««««««««««««««««
نوم دې شات دي
کله کله يې
چې په چيغو اخلم
خلک په کوڅه کې خوله راترخوي
۱۳۹۹.۷.۲۴
««««««««««««««««
ته نه یې
په ترخو یې ور اړولی یم
راشه!
سترګې مې
په بل چا نه خوږېږي
١٣٩٩.٧.٢٣
««««««««««««««««
زه خو خپه یم
تا هم لیکلې چې خپه يې
یوازې زموږ کټ دی
چې درد يې نه دی رامعلوم
۱۳۹۹.۷.۲
««««««««««««««««
مخ پټوي رانه کوڅه کې خو چې وایم خیر دی
مخ ته چــې دا نیسي پلو هغه کې هم ښکلا وي
۱۳۹۹.۷.۲۱
««««««««««««««««
هره ورځ پر ګلونو ګرځم
ویلې دې وو
که نه ومه
په هغو څيزونو کې مې ولټوه
چې زما خوښېدل
۱۳۹۷.۷.۱۶
««««««««««««««««
د زړه تنګۍ له هجوم نه مې تېښته
تر همدې ځایه وي
ټول حواس مې لکه د کوڅې په منځ کې
هېر کړي وي
١٣٩٩.٧.١٦
««««««««««««««««
مه وايه چې څوک مې نشته
او یوازې یم
ته يې
چې دا نور هر څه شته
حتی بې کسي
او یوازیتوب
په دې غره و اوسه
چې بې کسي او یوازېتوب
ستا پوروړي دي
دواړو ستا په شتون کې شناخت خپل کړی
که ته نه وې
یوازېتوب او بې کسي به چا څه پېژندل
حتی په خپله بې کسي او یوازېتوب
۱۳۹۹.۷.۱۵
««««««««««««««««
ژر مې و نه پېژانده
ته چې تلې
بدر دومره ستڔی نه و
۱۳۹۹.۷.۱۴
««««««««««««««««
بسنه کوي
چې یوازې زه درسره مینه لرم
که ته هم دا رشته وپالې
وېرېږم
ځان راڅخه ورک شي
۱۳۹۹.۷.۱۴
««««««««««««««««
(( مکالمه))
ته تللې يې
پټه تللې يې
کاش خبر کړی دې وای
غوښتل مې د تګ پر وخت دې
د اوبو په ځای
د شرابو خمونه درپسې وشيندم
پوهېږې ولې؟
نه، ته نه پوهېږې
زه يې درته وایم
تر هغه چې ته بېرته راځې
دا ټول به زه وڅښم
او ته به
د یو مست هدیره
چې هیڅ نه به وي
ولټوې.
څه!؟
(( ته به په پردیسۍ کې
ټولې میکدې رانذرانه کړې
او د شرابو یو څاڅکی به هم پرینږدې
ټول به پر تږې ځمکې وڅښې
چې نړۍ مسته شي
او ژوند وکړي
او ما په خپل ژوند کې
ژوندی وساتی))۱
۱۳۹۹.۷.۱۴
««««««««««««««««
((هویت))
مینه يو احساس دی
هویت يې
ته يې
که ته نه وې
دې احساس به
هیڅکله
هویت نه مونده
۱۳۹۹.۷.۱۴
««««««««««««««««
خوب مې
د شوګير په کرونده کې کرلی
سږ به د مينې فصل
سرې سترګې وي
۱۳۹۳.۷.۱۲
««««««««««««««««
چې هم مې زړه او هم هغـه غوره کړم
خـود بـه لـه ځـانـه فـاصـــله غوره کړم
۱۳۹۹.۷.۱۱
««««««««««««««««
چیغه مې پوښتې؟
د خاموشيو په جامه کې مې نغښتې
خپله یې هم نه اورم
۱۳۹۹.۷.۱۱
««««««««««««««««
لا مې چې ستا د سترگو الفبې
پوره نه ده زده کڔې
تا به ټوله څنگه ولولم
چې د گور په غاړه ولاړ یم
ستا لوستل
څو ژوندونونه غواړي
۱۳۹۹.۷.۱۱
««««««««««««««««
کلـــه کلـــه ځـــــــــــان نه رابېلېږه لږ
کلـــــه کلـــــــــــــــه ژر ژر رایادېږه لږ
ډک زړه پاتېدل عشقه ښه نه وي ډېر
اوښکه چـې د سترګو شوې ورېږه لږ
۱۳۹۹.۷.۱۰
««««««««««««««««
ټپ یې زغمل د قاتل زړه خپلول
لکه کېنوي خزان کې څوک نیالگي
۱۳۹۹.۷.۸
««««««««««««««««
و دې ویل
چې زده دې شي
کتاب ته مه ګوره
ويې لوله
خو زه دا څنګه ومنم
ما خو مینه
تا ته په کتلو
زده کړې
۱۳۹۹.۷.۸
««««««««««««««««
بیت
مینه قرار که ورکوي قرار له زړونو هــم وړي
اوبه شېلو کې دي هغه په سمندر کې چې دي
۱۳۹۹.۷.۹
««««««««««««««««
مالگه ده
چې نه وي
د ژوند مزه مې نه وي
««««««««««««««««
هغوی چې خوند د انتها په سترگه ډېر گوري
هغوی پوهېږي نه چې کوم ځای کې د ژوند ولاړ دي
««««««««««««««««
د یو خوندور فارسي شعر ژباړه، چې څرې به وي؟
پښتو شوی
قتل ته مې ستا سترګــې همدستې سره کېناستې
پورته شوه فتنه چــــې دا بدمستې سره کېناستې
هــره یـــوه وروځه دې وژل کوي، بسنه کړي
څه کړم، کمان دارې چې پيوستې سره کېناستې
۱۳۹۹.۷.۶
فارسي شعر
داد چشمان تو در کشتن من دست به هم
فتنه برخاست چو بنشست دو بدمست به هم
هر یک ابروی تو کافیست پی کشتن من
چه کنم با دو کمان دار که پیوست به هم
***
««««««««««««««««
باغ ډېره مېوه نه ده کړې
سږ باغوان ته د بنجخو سودا
په پسرلي کې ور لوېدلې
۱۳۹۹.۷.۶
««««««««««««««««
ګناه مې همدا ده
له خپل قاتل نه
مینه غواړم
۱۳۹۹.۷.۵
««««««««««««««««
"خیال"
ته د هوا مرغۍ یې
خو ما نیولې يې
تر هوا لږ د بره وګوره
۱۳۹۹.۷.۵
««««««««««««««««
زما پر کور چې یې دی اور بل کړی
راته همدا د جنګ خبره کوي
ما وېروي ورسره غاړه یوسم
۱۳۹۹.۷.۶
««««««««««««««««
مینه
چې مینه مو زیاته شي
زه مې د خپل زڔه
د اور سیوري ته
نه دمه کېږم
ته دې هم
د غرور پر هغه ښویه
کنګله لار
پل مه ږده
خلک هر کال د هغو ګلونو څانګې
چې غواڔي
لا نور په موج کې راشي
غوڅوي
۱۳۹۹.۷.۵
««««««««««««««««
اننګي دې مڼې دي
صبر کوم
چې پخې شي
۱۳۹۹.۷.۴
««««««««««««««««
د بخښنې هیله
تصویر ته دې ولاړ یم
د کتو حالت دې
زڔه ته مې درد راکوې
هغه شېبه به څومره
په یو بل کې
د ورکېدا هیلې ته
کمه راغلې یې
و مې بحښه
چې هغه شېبه مې
داسې
لکه اوس
حس کړې نه وې
۱۳۹۹.۷.۳
««««««««««««««««
ماتومه یې
هینداره مې ڀه خیال کې
تا نه را ښیي
۱۳۹۹.۷.۳
««««««««««««««««
باران ښه دی چې و ووري
خو نه مې خوښېږي
چې تا لمده کړي
۱۳۹۹.۷.۱
««««««««««««««««
غزل
عشقه نه وم ځنګېدلــــی ستــــــا پـه ټال کې
چې ژوند ونغښتم د خپــــــلو سانـدو تال کې
کله کله چـــــــــــــې یم غلــــــــی نه غږېږم
کله کله غږوي مــــــې یو څـوک خــیال کې
د نظر مې د مارغه نظر خـــــــــــو تېـز دی
غواړم ونښلي دا ستـا د حســــــــن جـال کې
د بنګړیو غوندې لېچو کې مــې مات کــړي
راته وخاندي چې نه ومـــــــــه په حــال کې
بدره شعــــر لیکلای نه شــــــم څــه به وایم
چې د خال یاري څوک څنګه پالي خیال کې
۱۳۹۹.۷.۱
««««««««««««««««
غزل
زمـــــــا باور په هغه چا راځي
چې هره ورځ وايي، سبا راځي
کانـه دې تلـو کــې د موسېدو ده
چې غـواړم وژاړم خنــدا راځي
ما ته ده لمره ما ته سپوږمۍ ده
هغه چـې راشــي خو رڼـا راځي
چې ته خپه يې زه به خپـــــه یم
چې زه خپه يم؟ دا سودا راځي
د بدر زړه هغه غریب ډاک دی
چې نه سایه نـه پرې هوا راځي
۱۳۹۹.۶.۳۱
««««««««««««««««
داسې پوښتنې کوې
چې نه غواړم ځواب يې در کړم
خو ځواب مې درکړی وي
۱۳۹۹.۶.۳۰
««««««««««««««««
غزل
عقبا دې خیـر که اور ورینــــــه لــــرم
خــــو تا دې عشــقه ګلــــــــورینه لرم
وږې لېـــوه د وخـت راګــوري داســې
زړه کې با کومــــــه څاڅکې وینه لرم
ځان ته مجنون او هم فرهاد ښکارمه
زه مــې لیــلا او هــم شیـــــرینه لــرم
یــوه لــه مینــې یــوه له اوره جــوړه
هم نـازنینــــه هــــــــم نیازبینــه لــرم
ویل یــې څومره چـې پر ما میین یې
درســـــره بدره هومـــــره مینـه لـــرم
١٣٩٩.٦.٢٧
««««««««««««««««
ګپ
کله کله ويې سکونډم په نه خبره هسې چې
غواړمه یارانو سره ګپ ته لاره جوړه کړم
۱۳۹۹.۶.۲۷
««««««««««««««««
څه یې په وس نه کېږي لاس چې د ژړا نیسي
عشقه ډېر یې مه چېړه خوار په زړه ځورېږي ډېر
تېره کـــې خانــــي د زړه ښـــه جـــوړه د بدر وه
اوس چې غریب ګورمه زړه مې پرې خوږیږي ډېر
١٣٩٩.٦.٢٦

««««««««««««««««
غزل
نوې پلمــــــــــــــــــــــــې راجـوړوي جانانه
دا خلک ما پـه تنګـــــــــــــــــــــــوي جانانه
زه چې دا غواړم ايــــــــــرې څنګه ښکارم
اور دې پر ما رابلــــــــــــــــــــــــوي جانانه
پر هغـــــــــــه سر خو سر د دار اوچت دی
تر داره سر چـــــــــــــــــــې رسوي جانانه
داسې خبــــــــــــــــــــــره به پـه مينه کوم
غماز چې ځـــــــــــــان پرې ځوروي جانانه
داسې هوښیارو کـې مـې زړه غواړي ژوند
چې لېــــــــــــــــــــونی مـــې یادوي جانانه
بدر ساده دی دام کــــــــــــــــــې کښینوزي
دوی په زړه سپیـــــــــن زړه توروي جانانه
۱۳۹۹.۶.۲۴
««««««««««««««««
فاصلې
لرې والی نه شم زغملای
خو په دې هم نه يم خپه
چې سره لرې يو
ځکه تا ته خپل زړه
او ما ته خپل زړه معلوم دی
چې زړونه مو سره پالي
فاصلې معنی نه لري
۱۳۹۹.۶.۲۴
««««««««««««««««
غزل
زه هم پوهېږم جانان هم پوهېږي
یوازې زړه مې دی چې نه پوهېږي
عشقه چې و دې کړم خبره که نه
کاته یې وايي په هر څه پوهېږي
پر لاره پل ږدي د خندا پر پلونو
هغه جنۍ مې اوس په زړه پوهېږي
چې کوي مینه وایي څه به و شي
په دې خبره که څوک و پوهېږي
ځان ته غم مه جوړوه بدره اشنا
دا لېوني، دا لوی واړه، پوهېږي
١٣٩٩.٦.٢٣
««««««««««««««««
کله چې څه نه لیکم
په خپله ناراضه اوسم
کله چې څه و لیکم
نو ستا ټنډه راته غوټه وي
و وایه څه ولیکم
چې ته راضي یې
خیر دی
زه ناراضه ښه بم
١٣٩٩.٦.٢٢
««««««««««««««««
هر مازیګر هوا د مینې راځي
ګودر زموږ کلا ته ډېر نږدې دی
ته او خدای دې چې يې نه پېژنې؟
بدر خو وې چې تا ته ډېر نږدې دی
١٣٩٩.٦.٢٢
««««««««««««««««
دېوالونه مه را ښايه
غرني
پر مورګو هم ور اوړي
١٣٩٩.٦.٢١
««««««««««««««««
برید معلوم دی
د مینې هوا
تر هغه ځایه ده
ْ١٣٩٩.٦.٢١
««««««««««««««««
غزل
راته ووايي چې ځـــــــــه خو چې روان شم
اوښکې اوښکې یې په سترګو کې باران شم
لېونتوبه ستا همــــــــــــــــــــدا یوه کیسه ده
په کوڅه کې چـې ریښې ریښې ګریوان شم
په اسانه دې زړګــــــــــی چــــــــې رانه وړی
راته ووایــه چــــــــــې څنګه په تا ګران شم
چې خیالـــــــــونه دې لامده لامده لامده وي
د مچکو به پــــــــــــر شــونډو دې باران شم
عشقه ټول حیرت حیرت یې دا منـــــم خو
یو څه نور هـم حیـراني شه چې حیران شم
بدره نن خپلــې خبــــــــــــــــرې داسې نغاړم
چې هغه مې شـي جانان او زه یې ځان شم
١٣٩٩.٦.٢١
««««««««««««««««
لار د زړونو خدای مه کړه چې شاړه شي
عشق پر دغه لاره تلوســـــــــــــه کې ځي
بیا یې درته نه در اورومــــــــــــــــــه چې
خوند د کیســـــې وايي بیا کیسه کې ځي
مینه زیاتوو خـــــــــــــــــــــو مینه نه کوو
هسې رانـــــــه وخت په تله راتله کې ځي
مینه یو دریاب دی ډوبېـــــــــــــــــــده لري
راشي ځينــــــــې غرق يې تماشه کې ځي
ځينـې خلک خپله غــــواړي غرق دې شي
ځينـــــــې دي له ويــــرې په جاله کې ځي
یو ســــــــــــــــــړی به ډېر کلونه درد ګالي
یو سړی به ګـورې چې سجــــــده کې ځي
بدر د ســــــــــــلا بــــــــلا ســــــــړی نه دی
تګ ته يې چې زړه وي توره شپه کې ځي
۱۳۹۹.۱۱.۲۰
««««««««««««««««
د ژوند په تیارو کې مې
له هر یو ګامه سره
د شپې د پای سندره بلله
لکه پر خپل سیوري مې
چې پښه ایښې وي
سیوری مې هره ورځ پر لاره
اوس په سینه څښېږي
۱۳۹۹.۶.۲۰
««««««««««««««««
غزل
ما ته کړه راټيټې د دنیا سترګې
وخانده چې ښکلې دې شي لا سترګې
ډک له کیفه جام د چا د سترګو و
ځان کې کړلې غرقې یې زما سترګې
ډېرې په ښایست کې به کافرې وي
نه دي مسلمانې د ګناه سترګې
ټوله دنیا ما نه پټه ګرځي خو
زه چې ترې ډارېږمه دي ستا سترګې
بدره خدای که زه میین پیدا کړمه
ښکلې پر هغه یې کړې روا سترګې
١٣٩٩.٦.١٩
««««««««««««««««
که دېوالونو درزونه نه لرلای
ته به مې نه شوې خپلولای
مور دې قسم کړی و
***
ورشه ورته ووایه:
ادکۍ خپله ېور
په کوډو مه رانیسه
د دېواله په درز کې
تعویذ بل چا ایښی
١٣٩٩.٦.١٨
««««««««««««««««
د خندا د غږ ازانګه
مینه وژل نه کوي
یو څوک ورته ومري
لکه خندا دې چې ژوند بخښي
خو د غږ ازانګه یې مرګ کوي
١٣٩٩.٦.١٨
««««««««««««««««
چې کرم هره شېبه په کې مچکې
ستا د شونډو د خندا فصل وي ښکلی
۱۳۹۹.۱۱.۱۶
««««««««««««««««
همدا شيبه ترې راغلم
خو لکه چې مې هیڅ لیدلې نه وي
کاش هغه انځور وای او هره شېبه مې لیده
١٣٩٩.٦.١٦
««««««««««««««««
هغه ورځ یادوم
هغه ورځ چې د یو بل خبرې مو وانه ورېدې
پوهېږم ته هم وېرېدلې وې
ځکه هغه زموږ د ژوند یوه وېروونکې ورځ وه
دومره وېروونکې
جې زموږ د نن یوازیتوب هغومره وېروونکی نه دی
۱۳۹۹.۶.۱۶
««««««««««««««««
نه غواړم بدرنګه ښکاره شې
هدېرې ته چې راځې
په سترګو کې دې
د خندا ګلونه راوړه
١٣٩٧.٦.١٥
««««««««««««««««
د خاطرو
په مړو ایرو کې مې
لږ ولټوه
ځنکدن مې
ستا د غوسې د اور
په سیوري کې و
... ښایي ورک نه اوسم
۱۳۹۹.۶.۱۳
««««««««««««««««
زه به دا درد چېرته وړم
چې تا غوندې
څوک په ما مئینه نه وي
۱۳۹۷.۶.۱۴
««««««««««««««««
ویې ويل:
چې ((مينې)) ته ((جمله)) جوړه کړه
ورته مې وویلې
چې جمله نه جوړوم
زه خپلې مينې سره ژوند جوړوم
۱۳۹۷.۶.۱۳
««««««««««««««««
بدر یې بللم چې پر ښکلو یې ګران کړی وم
زړه هره شېبه راته د درد په نامه غږ کوي
۱۳۹۹.۱۱.۱۶
««««««««««««««««
در ګورم
چې و مې وژنې
ځکه ته مې
خپله قاتله غوره کړې يې
۱۳۹۹.۶.۱۲
««««««««««««««««
بیا
رانغلې
درته غوسه یم
جنګ درسره نه کوم
خو جنګ درسره خوند کوي
۱۳۹۹.۶.۱۱
««««««««««««««««
مرگ
ژوند ته مې لیک پرېښود:
تر همدې ځایه بلد وم
وړاندې نه ځم.
١٣٩٩.٦.١٠
««««««««««««««««
ګرځنده مړي

خوبونه مې هغه ګرځنده مړي دي
چې د شپې له ګورستانه سر را وباسي
چا ته یې نه شم ویلای
بېګاه مې خوب ولیده
چې شنې بهاندې ویالې ته
خپل خوبونه وایم
و وېرېدم
ویاله کې ساه وچه شوه
زه اوس حیران یم
چې د دې ګرځنده مړیو کیسه چا ته وکړم
زه اوس په خپله
له خوبونو
او چا ته د خپلو خوبونو له کیسې وېرېږم
زه به د خپلو خوبونو
د ښه تعبیر د هیلو هدیره کې سر ږدم
زما خوبونه ګرځنده مړي دي
١٣٩٩.٦.٩
««««««««««««««««
مینې
تا له تا نه
او زه یې له خپله ځانه لرې کړي یم
مینه
د یوازیتوب شعر دی
یوازیتوب باید
ته او زه له خپل ځان سره ولولو
١٣٩٩.٦.٩
««««««««««««««««
بیا رانغله
وایي
څوک چې د چا
نه خوښېږي
نه یې ځوروي
۱۳۹۹.۶.۱۰
««««««««««««««««
کور مې غریبۍ نه د سیند غاړه کې جوړ دی
پرخه چې هـــــم وینم وېره د سیلاب راځي                
١٣٩٩.٦.٧
««««««««««««««««
غزل
دا لوښی که مات شو د پینې نه دی
زړه د مینې ځای دی د کینې نه دی
هر یو درد او غم ته چې سپر به و
پاتې هغه زور مې د سینې نه دی
یو که په کې ښکلی بل بدرنګ ښکارې
دې کې خو قصور د آیینې نه دی
نه مني چې شته دي مټکور زړونه
زړه د هغه شوی لا نینې نه دی
بدره چې هېر شوی مې کوم بام کې زړه
ښه دی ضرورت یې د زینې نه دی
١٣٩٩.٦.٦
««««««««««««««««
چې تل بې خوده دې یم
همدا مې برخه ده له عشقه ګرانې
 کله چې ځې هم نه یم
کله چې بېرته ته راځې هم نه یم
١٣٩٩.٦.٣
««««««««««««««««
څوک د سر دښمن خو هم دومره پسې نه اخلي
څومره یاره تا چـــــــــې په ما پسې اخیستې ده
ستا له ګریوانه به هــــــم سر بې خودي وباسي
داسې لېونــــــــــــــــۍ بدره تا پسې اخیستې ده
۱۳۹۹.۶.۳
««««««««««««««««
نظر کې مه راخوږه کېږه ډېره
هسې نه بیا دې د نظره نه کړم
۱۳۹۹.۶.۶
««««««««««««««««
چې وایم
د خبرو دې مه مې پوښته
کله چې راسره غږېږې
یوازې د شونډو ښکلا دې
ځان را اوروي
۱۳۹۹.۶.۵
««««««««««««««««
که مینه سیند نه وای
څوک به په ځان کې
نه لاهو کېده
۱۳۹۹.۶.۵
««««««««««««««««
د نظر څادر ته دې
څنډ ورکړه
په ګردجنه هینداره کې
څېره سمه نه ښکاري
۱۳۹۹.۶.۵
««««««««««««««««
خندا دې سره زر ده
ارزښتمن شیان کم وي
بیوزلی یم
خیر دی
راته ډېر وخانده
۱۳۹۹.۶.۳
««««««««««««««««
که خپه هم يې
راسره و اوسه
نه غواړم
مینې ته کمزوري ښکاره شو
۱۳۹۹.۵.۲۷
««««««««««««««««
په یاد مې دي
د غوسې جامې دې اغوستې وې
باید وېرېدلی وم
خو  ونه ډار شوم
ځکه چې زړه مې
په هغه شېبه کې
همدغسې
ښکلې غوښتې
۱۳۹۹.۵.۲۷
««««««««««««««««
خپل شعرونه چې ډېر لولم
کلمې خد و خال راته ښکاري
وېرېږم کومه یو مې یې
پر خپل ځای نه وي راوړې
او ستا انځور نیمګړی ښکاره نه شي
۱۳۹۹.۵.۲۶
««««««««««««««««
له هر څه چې غواړم وتښتم
راسره مخامخ کېږي
کاش هغه هر څه ته وې
۱۳۹۹.۵.۲۶
««««««««««««««««
فاصلې بدې دي
خو کله چې ته نه يې
لا راته ګرانېږې
۱۳۹۹.۵.۲۶
««««««««««««««««
ژوند درته نه وايم
ژوند تیریږي
نه تمېږي
۱۳۹۹.۵.۲۶
««««««««««««««««
باد، کاڼي او شاړه
باد د کاڼو رغړولو نه خوند اخلي
باد نن د کاڼو په په پښو
زموږ کوڅې نه تېر شو
هغې کوڅې نه
چې له کلو راهیسې
په خپله شاړه کې
ساه اخلي
باد نن د کاڼو په پښو زموږ کوڅې ته راغی
او د کوڅې د ذهن آیینه ماته شوه
اوس په دې شاړه کې
د ستنې سر قدرې هم
د پښې اېښودلو ځای نشته
هره ټوټه د ماتې شوې آیینې
د خاطرو او د یادو په نامه
د مخلوقاتو یو انځور دی
په دې کوڅه کې
په دغه شاړه کې اوس
د ستنې سر قدرې هم
د پښې اېښودلو ځای نشته
١٣٩٩.٥.٢٤
««««««««««««««««
زړه مې الوتل غواړي
خو د سینې د قفس
ماتول يې
نه زده
کاش چې ته مې زړه وای.

١٣٩٩.٥.٢٤
««««««««««««««««
ټپ مې د شپیلۍ غږ و په کلي کې
غره ته راغلم جوړه مې جونګړه کړه
مخامخ په لار کې ورته ودرېدم
وېره مې د مینې مخ ته خړه کړه
زړه راته دا ووایه وې تنګ په ما؟
هر وخت به دې جوړه یوه شخړه کړه
۱۳۹۹.۵.۱۹
««««««««««««««««
که حسن ایینې ته رانجه ورکړي نه وای
په راز کې به د چا د حسن راز پاتې نه و
۱۳۹۹.۵.۱۷
««««««««««««««««
تر هغې پورې چې ته راشې
سترګې نه خلاصوم
ډارېږم
خلک وايي
دنیا ډېره ښکلې ده
د سړي زړه تښنوي
۱۳۹۹.۵.۱۳
««««««««««««««««
لاره له هغې خوشبو ډکه ده
چې زما بې خودۍ ته لاس ورکوي
ما و نه لیده
خو پوهېږم چې نن
 پر دې لاره هغه تېره شوې
١٣٩٩.٥.١٢
««««««««««««««««
طبیعت ته د راتلو په هرکلي کې دې
ونې په پښو ودرېدې
...لا هم نه یې راغلې
١٣٩٩.٥.١٢
««««««««««««««««
زه چې راځم ځان سره جل هم راولم کوڅې ته
خـــــو په کوڅه کې مې اوبه اوبه لیدلې وې ته
١٣٩٩.٥.٦
««««««««««««««««
بیګاه مې خپل خوب
په خوب کې لیدلی
کوم خوب چې ما لیدلی
بې خوبه کړی مې دی
سترګې مې پټې کړلې
پوره یوه دنیا مې منډه وکړه
زما او ستا دنیا کې
چې بس یوازې
یوه هواره دښته ده
خوب مې ډېر ستړی دی
ما مې خپل خوب بې خوبه کړی دی
اوس مې د هغو شپو ماتم نیولی
چې هیڅ د خوب اثر به
په خوب کې ونه وینم
زما دا ستړی خوب به
ډېرې شپې ويده پاتې وي
۱۳۹۹.۵.۶
««««««««««««««««
د ستړيا پر پښو درد و
سم له ما سره
لږ ناوخته راورسېده
۱۳۹۹.۵.۶
««««««««««««««««
د اوښکو لیک
سپینې پاڼې غم راجوړ کړ
چا وې
چې د اوښکو په رنګ دې ورته لیک ولیکم
وايي بله اندېښنه راسره نشته
وایي لویه سودا زړه کې مې
اوس ستا بیسوادي ده
««««««««««««««««
مات غږ
زموږ د کلي د سیند غږ
وچ دی
زموږ د باغ د هغو وچو پاڼو
د ماتېدلو د کړس له غږه ځنې
هم وچ دی
لکه چې یو عمر تندې وهلې وي
ډېره موده کېږي چې دلته له دغه غږ نه
هیلیو لار بدله کړې
دلته تالو او نه وزر لمدېږي
زموږ د کلي د سیند غږ
وچ دی
زموږ د کلي د سیند غږ دومره وچ دی
چې نه به د باران
او نه به هم
د سیلاب اوبه په کې راتمې شي
په دې وېرېږمه اوس
چې نور
داسې لامده غږونه
له تندې وچ
او په کړس مات نه شي
١٣٩٩.٥.٥
««««««««««««««««
د ښکاري خوب
د ونو په ښاخونو کې ګرځي
او د پنحرې خوله
د مرغۍ الوتلو ته خلاصه پاتې
۱۳۹۹.۵.۳
««««««««««««««««
سراب د لمر په لاس
کښل شوی دورنمایه انځور دی
تنده
چې تل غواړي
له نږدې ور وګوري
جل وهلې
١٣٩٩.٥.٣
««««««««««««««««
مینه چې راشنه د ژوند پر شاړه ده
نن راته جانان راکـــــــــړې غاړه ده
۱۳۹۹.۵.۱
««««««««««««««««
د ژوند د ترخو په بدله کې
چې درسره غاړې وځم
د مرګ پر ګرېوانه
يوه تڼۍ هم نه پرېږدم
۱۳۹۹.۵.۲
««««««««««««««««
دا ډېرو ښکلو ته چې زړه خوري بدر
دا خــــو دا ټولې ښکلې تا غوندې دي
۱۳۹۹.۵.۱
««««««««««««««««
خوبونه، ويښتیا او لټون
خوبونه مې هره شپه
تا تر ګوتو نیسي
او تر هغه ځايه
چې زړه مې غواړي
درسره وړي مې
مه مې پوښته
په خپله يې وايم
وخت د نري شمال
یوه څپه وي
خو ويښتیا مې
هره ورځ
ستا د لټون په کوڅو کې
ورکه وي
هغه کوڅې چې
په خپله له ځانه ورکې دي
کېدای شي ووايې چې
تا چېرته ولټوم؟
دا وخت
د دوزخ یوه شېبه وی
نوره رالنډه يې کړه
ایرې به پاتې یم
که پو يې کړې
بیا به نه یمه هیڅ
لا خو ستا په لټون کې ورک یم
ځان به‎ څنګه لټوم؟
۹۹.۵.۱
««««««««««««««««
د مينې د دېواله
راښوييدلي سیوري ته مې
د لارې
په ملا راماته ستړیا دمه کړې
چا ويل
کیسې يې له ځانه سره دې وړي
۱۳۹۸.۴.۳۰
««««««««««««««««
بې تا مې
هیندارې پرون هېر کړی
نن مې يې پر مخ راخور ګردجن څادر ځکه وڅانډه
چې ته راسره یې
فکر کوم
سبا ته باید
ځانته په هینداره کې په تمه اوسم
1399.4.23
««««««««««««««««
غواړم
خو لاس دې نه شم نیولی
ډېر ځورېږم
چې څوک وايي
انسان هغه مئین دی
چې مینه نه شي کولای
۱۳۹۹.۴.۳۰
««««««««««««««««
مینه او ګناه

دا منم چې
ګستاخي مې د نظر وه
چې يې لا په تا مئين کړم
د نظر له ګستاخۍ مې ته خپه يې
زه خوشاله يې له مېنې
سخته نه ده چې نور هیڅ درته نه ګورم؟
ما خو داسې ګناه نه ده کړې ياره
چې توبه دې ترېنه وکړم
چې بخښنې ته اړتیا شي
انسان هغه وخت له هغو ګناهو بخښنه غواړي
چې بس ټول خوند يې وي تللی
او وي پيټي يې اوږې ور درنې کړې
۱۳۹۹.۴.۳۰
««««««««««««««««
دېوال نړیدلی
یادونو او خاطرو به دې
څومره درد کړی وي
١٣٩٩.٤.٢٩
««««««««««««««««
خاندم
چې درد مې
ژړا را و نه سکونډي
١٣٩٩.٤.٢٧
««««««««««««««««
خلک به مبارکي درکوي
خو ته به خپه یې
کله کله خوشحالي یو پټ درد هم لري
١٣٩٩.٤.٢٧
««««««««««««««««
چا ته دې نه ورښییم
خو یوه ورځ به خلک تا یادوي:
کلي ته مخامخ د غره لمن کې
هر مازیګر یو شپونکي
چا ته شپېلۍ کې ژړل
۱۳۹۶.۴.۲۵
««««««««««««««««
غزل
له رنګه هیڅ بدرنګه نه وي خو بدرنګ شي سړي
له ځانه تنګ جهان نه تنګ جانان نه تنګ شي سړی
چې مینه غواړي خو دا لار ګړنګ ګړنګ ورښکاري
چې څوک وېرېږي له ګړنګه ځانته ګړنګ شي سړی
مستي پخپله ورته وایي به چې څه کیسه ده
کله پخپله چې شراب پخپله بنګ شي سړی
بدره دغه کوڅه زما دومره خوښېږي اشنا
چې زړه مې غواړي چې ټول عمر  یې ملنګ شي سړی
۱۳۹۹.۴.۲۴
««««««««««««««««
مرګ
یادېږي دې؟
هغه اوله ورځ چې ومې لیدې
ساه مې بنده شوه
خو وجود مې ګرم و
ژوند ډاډه راکتل
مه ځه
ډېر وېرېږم!  
ساه نه شمه اخیستلی
شېبه په شېبه
د پښو بټې ګوتې مې بې دمه کېږي
۱۳۹۹.۴.۲۳
««««««««««««««««
و دې ویل کاش بدر له وخت سره راغلی وای
وخت ســــــره راتلمه خو وخت په مخه رانغی
۱۳۹۹.۴.۲۳
««««««««««««««««
شته یو څوک چې ډېر په تنګوي بدر
مرګ کې به یــې ژاړي همهغه ډېره
۱۳۹۹.۴.۲۲
««««««««««««««««
زړه يې غواړي هرځــای يو ګوښه کيني
خلک وايـــــــــــــي بدر پردي توب کوي
۱۳۹۹.۴.۲۲
««««««««««««««««
بدر ته خبـــــــرې ډېرې نه ورځي
یار په دې خپه چې ډېر غږېږي نه
۱۳۹۹.۴.۲۲
««««««««««««««««
کړس يې د خندا زما پر مينې جنکیو سره داسې و
څوک لکه چــــې ښه له زړه په مړه پسې غږېږي.
۱۳۹۹،۴.۲۲
««««««««««««««««
د الوتلو
مینې په سر اخیستی یم   
چيرته والوزم؟
تا ویل
د سینې په قفس کې دې
تل
يو خالي ځای وي
۱۳۹۹.۴.۲۲
««««««««««««««««
ته خو را وګوره
چې د نظر په خوږو دې پوه شم
انار به له ونې را شکوې
په خپله نه رالوېږي
۱۳۹۹.۴.۲۲
««««««««««««««««
د یاد وریو ته دې چې
د خیر دعا کوم
له زړه مې
د وېرې لېوه راچاپير دي
۱۳۹۹.۴.۲۱
««««««««««««««««
باور
ویل یې
پر مینې مو د چا د خبرو زغم نه لرم
خپه نه شې
کوڅې ته نه دروځم
خو ور به نیمکښو وي
هغه نشته
خو کلونه کېږي چې ور
هغسې نیمکښو دی
١٣٩٩.٤.١٩
««««««««««««««««
زړه مې هغې ته ورکړ
ويې وېرولم
چې ورک يې نه کړم
۱۳۹۹.۴.۱۸
««««««««««««««««
ته پوهېږې
ته چې راغلې
په دې پوه شوم
چې ژوند مې نه دی کړی
۱۳۹۹.۴.۱۷
««««««««««««««««
غزل
ګـــــــــــرم، انتظار دې رانیولی به یم
چې ته راځـــــي له ساه ختلی به یم
زه د خپل زړه غـوندې عاجز یمه ډېر
مــــــه وايه ځه، هسې نه تللی به يم
له تا نه لــــــــــرې یم، خو لرې نه یم
باور دې نه کېـــــــــږي، راغلی به یم
د خپل نظر کوڅـــــــې ته واړوه سر
که يـــې شــــــــــــــړلمه شړلی به يم
ژونده هم خوږ يې او هم ډېر ښکلی يې
وېرېږم چېــــــــــرته دې وژلی به یم
بدره چـــــې یم چېرته، خو نه یمه چې
له هوښه چا پســــــــــــــې وتلی به یم
۱۳۹۹.۴.۱۶
««««««««««««««««
هينداره
له ځان سره چې نه اوسم
تا لټوم
ته چې نه يې
ځان به چېرته پسې ګورم
زما هيندارې!
ولې دې هينداره غوښتم؟
۱۳۹۹.۴.۱۵
««««««««««««««««
بدر څوک و چې چا وپېژاند که نه هم
خوار راغلی، خالي لاس و، په زړه ډک لاړ
١٣٩٩.٤.١٢
««««««««««««««««
په شوګیر ګرمه کوڅه
خپلې
       لیکې
              لیکې
                سرې  سترګې موښي
بیګاه ګرد په کې
د باد له پښو سره را لټېده
١٣٩٨.٤.١٠
««««««««««««««««
اوس پر دې لار د قدمونو غږ چې نه شین کېږي
اوس پر دې لار هره غرمه اغزي له تندې سوځي
١٣٩٩.٤.٨
««««««««««««««««
نپوهېږم
د خیال په کوم اقلیم کې دې نظربند کړی یم
چې غواړم ټول عمر په کې
په خپلو حواسو پسې ورک یم.
١٣٩٩.٤.٦
««««««««««««««««
په ښار کې وګرځېدم کار پسې ډېر
چې راغلم کور ته مور وې سودا نشته
د یاد کوترې پر زړه نه کېني اوس
سینه مې قید ده په کې هوا نشته
١٣٩٩.٤.٥
««««««««««««««««
راز
و مې ویل:
غواړم چې داسې یو څه ولیکم
داسې یو څه
چې هم پېچلی وي
هم ښکلی وي ډېر
داسې یو چې
ته پرې پوهه نه شې
راته موسکۍ شوله او ویې ویل:
نو بیا یې ولې لیکې؟
و مې ویل:
ځکه یې لیکمه چې
ته هره ورځ پرې
راسره خبرې وکړې.
ویل یې څه چې وي پېچلې
د خبرو نه وي
زه یې هیڅ و نه لولمه.
ویل مې ځکه خو يې ښکلی لیکم
دومره چې تا خپله کړي
پر پېچلتیا یې راسره ټول عمر خبرې وکړې
ویل یې:
دا څه وایې؟
ویل مې:
راز لیکمه
شېبه په سوچ کې لاړه
لکه چې څه یې وي یاد شوي
ویې موسل:
درسره مینه لرم.
١٣٩٩.٣.٢٠
««««««««««««««««
زما دې غاړه بنده او په تا یې ګنهکاره
یو چا راته په لیک کې داسې شین کفر لیکلی
په خیال که دې زه پوه وم پر خپل سپین وېښته د ږيرې
ټول عمر به ځواني ته مې خپل ژوند و درولی
١٣٩٩.٢.٢٨
««««««««««««««««
اختر دی هیلې مې زړه را تخنوي لارو ته
چې کله تلې وې دې راځم خو اوس راشه کنه
١٣٩٩.٢.٢٧
««««««««««««««««
دومره دې وږی یم
چې
نه غواړم موړ شم
١٣٩٩.٢.٢٧
««««««««««««««««
هایکو
غوټۍ به ګل شي؟
باغ کې د مڼې ونې
ږلۍ پوښتله
۱۳۹۹.۲.۲۴
««««««««««««««««
خوب سره دې په جنګ یم
ویل دې نه راځم
رښتیا راښکاره شو
١٣٩٩.٢.٢٢
««««««««««««««««
زه لا ولاړ یم
خو لار رانه تللې
چې راګرځي
نپوهېږم چېرته به راته ولاړه وي
١٣٩٩.٢.٢٢
««««««««««««««««
څوک مې هيڅ نه پوښتي هر چا نه هېر یم
جانان نه هېر یمه له ځانه هېر یم
د مینې فصل ته مې سودا ده ډېره
د خپلو سترګو مې له بارانه هېر یم
۱۳۹۹.۲.۱۴
««««««««««««««««
ګراني ده دومره پکې ډېره چې زندګي پکې ځي
که پوهېدم په دې بازار کې سودا مې نه کوله
که پوهېدلم چې د لويانو هم دنیا وړه ده
په ماشومتوب کې د غټېدو دعا مې نه کوله
١٣٩٩.٢.١٢
««««««««««««««««
وکړلو جرئت چې مې لاس د نظر رایې کښي
حسن دې ګلونه په لمن کې دي راوړي
غواړي عزرایله چې ستا احسان هم ومنم
هیلو مې رنګونه زنکدن کې دي راوړي
۱۳۹۹.۲.۱۲
««««««««««««««««
درد او غم بدرنګه شاعري کړله
خانده چې راووري د ښکلا غزل
بدر ته غزل ستا په خندا راځي
هر غزل یې ستا ده د خندا غزل
۱۳۹۹.۲.۱۰
««««««««««««««««
خوبونه مې خوځنده مړي دي
تل د شپې د هدیرې له ګرېوانه سر راهسکوي
زه د خپلې ویده ویښتیا اتڼ ته ناست یم
۱۳۹۹.۲.۹
««««««««««««««««
نه شم غږیدلی
له چا سره وغږېږم
هغه نشته
چې دا روژه
په ګډه ماته کړو
١٣٩٩.٢.٤
««««««««««««««««
د توت زړه ونه
د باران له ترانو ډکه ده
باد د هیلو د مرعغیو ځاله کې
کور جوړ کړی
١٣٩٩.١.٢٥
««««««««««««««««
د مینې کور مې نه شوې
کلونه کېږي
چې په ځان کې ژوند کوم
١٣٩٩.١.٢٥
««««««««««««««««
غزل
کله غواړي ژوند د تجمل سړی
کله نیسي لاس د تغافل سړی
عمر یې خطر کې دی دې ورځو کې
هغه یو چې ته یې غواړې ګل سړی
مرګه وایه تا به څنګه وزغمي
ژوند چې په یو پار کړي تحمل سړی
څه وايې ساقي چې ولې مست نه یم
وخت خو دې لږ ولري د مل سړی
نښې دې چې یادې کړې زما دې خو
ما ته آیینه کې ښکاري بل سړی
چا ته د پردی په سترګه نه ګوري
هر څوک ځکه بدر ګڼي خپل سړی
١٣٩٩.١.٢٣
««««««««««««««««
غزل
داسې یو مخ چې شاړ ښکاري کوڅه په کوڅه زړونه
قیامت رالګېدلی چې رامات کړي قامتونه
د ورځو شپو چوپتیا رالګولی ګرځبندیز دی
څوک نشته چې شور بډ وهي ښارونو کې لاسونه
له هر چا نه د خپل ځان غم د جانان غم دی هېر کړی
خزان دی راګډ شوی خولې به څه سپړي ګلونه
خالي خالي راګوري هره لاره هر نظر کې
لا وېره ده خوره چې چاپه اچوي مرګونه
بدر لاس دی په دعا کاش چې خوب وای کاش چې خوب وای
رازه چاود دي د زغم نه دي مرګوني دا وېرونه
١٣٩٩.١.١٨
««««««««««««««««
کوټه چې و نه مري
کړکۍ خلاصه پرېږدم
کوټې ستا نفسونو کې ساه اخیسته
١٣٩٩.١.١٨
««««««««««««««««
خــــــــواږه خواږه تراخه درواغ وايي
هغــــــــــــــــه زما په زړه درواغ وايي
رښتیــــــــا هغومره خوږه شوې نه ده
څــــــومره چې دا خواږه درواغ وايي
وخته انځور دې خوښ نه شولو خپل؟
پـــــــــــــــر لاره سم کاږه درواغ وايي
حیــــــــــــــران یم ومنم د چا د خبره
وایـــــــي چې اوس واړه درواغ وايي
بـــــــــــــــدر چې وساتي زړه د یو چا
یــــــــو څه رښتیا یو څه درواغ وايي
١٣٩٩.١.١٦
««««««««««««««««
غزل
درته چې پاتې شم حیران پر سترګو
جانانه ته مې شې تاوان پر سترګو
غږ مې په چیغو کړ دېوال د مینې
جوړ کړی کور مې دی فغان پر سترګو
تصویر د ویر او درد چې نغښتی په کې
ګران مې دی ډېر افغانستان پر سترګو
نن مې پر سترګو مینه ډېره راځي
خدازده چې څه کړي جانان پر سترګو
د چا پر سترګو یې نظر پرېوتی
بدر خپل ځان ته دی ډېر ګران پر سترګو
١٣٩٩.١.١٥
««««««««««««««««
په لرې والي کې
د یو بل خوبونو ته راځو
چې راسره یې
سترګې مې نه پټوم
بیګاه ناوخته په یوې کړیکې
چې راویښه مې کړې
خوب مې ولید
چې ته مې څنګ کې نه یې
خوبونه څومره ښه دي خوبونه څومره بد دي
١٣٩٩.١.١٣
««««««««««««««««
ویلي دې وو
که ووایم له تا سره مینه لرم
د خلکو له سترګو لوېږې
کلونه کېږي
له ځانه سره مې هم نه دي ویلي
چې ته مې خوښېږې
١٣٩٩.١.١٠
««««««««««««««««
ویلي دې وو
که ووایم له تا سره مینه لرم
د خلکو له سترګو لوېږې
کلونه کېږي
له ځانه سره مې هم نه دي ویلي
چې ته مې خوښېږې
١٣٩٩.١.١٠
««««««««««««««««
ویلي دې وو
په درواغ مې خندا راځي
غوسه شوې
کاش نپوهېدم
چې درواغ وایې
١٣٩٩.١.١٠
««««««««««««««««
داسې راته ګوري
لکه چې دې خلکو
هیڅ مینه نه وي کړې
١٣٩٩.١.١١
««««««««««««««««
د سترګو په جنګ کې
چې په اعصابو کابو یم
د هغې سترګې بادامي دي
١٣٩٩.١.١٠
««««««««««««««««
بد نه دی
ته چې نه یې راسره وي
خو نه پوهېږم
یوازېتوب تا راته ګرانوي
او که ستا په سترګو مې ترې بد نه راځي
١٣٩٩.١.١٠
««««««««««««««««
د پنجو پر سر په کوټه کې ګرځي
چې د یوازیتوب د ویښېدو وبال یې
د غاړې نه شي
١٣٩٩.١.١٠
««««««««««««««««
خوښ وم
خو نپوهېدم
چې نیمه نړۍ مې غوښته
١٣٩٩.١.١٠
««««««««««««««««
وېره
کله چې زه له شپې سره کېنم
دواړه د تیارې له وېرې
ګوټ ګوټ چوپتیا په سر اړوو
شپه د تیارې پر زنګون سر ږدي
زه د تیارو د وېرې غېږه کې
ستا راڼه راڼه خوبونه وینم
زه نه د شپې
نه د تیارې
او نه د تنهایۍ د چوپتیا له وېرې
وېره لرم
زه د تیارو د وېرې غېږه کې
ستا راڼه راڼه خوبونه وینم
١٣٩٩.١.٧
««««««««««««««««
مه مې وېروه ګوره
زړه زما نری دی ډېر

پرېږده مې جانانه چې
وخت یې راشي مړ شمه

ما مرګي ته غټه خو
ستا په سترګو کړې ده

څه دې په تا ونه شي
زه به ورته خړ شمه
١٣٩٩.١.٧
««««««««««««««««
زړه مې چې لار درکړله عشقه وې اشنا ورته
چا ته دروازه څوک بې پوښتنې پرانیزي نه
١٣٩٨.١.٥
««««««««««««««««
د پسرلي همدا یو انځور دی
د غونچې موسکه خوله
چې ستا عطر لري
۱۳۹۹.۱.۴
««««««««««««««««
خنداګانې دې
د خپل څادر پیڅکه کې
مه نغاړه
مرغۍ چې الوزي ښکلې ښکاري
۱۳۹۹.۱.۲

ادامه نوشته

شعرونه: د ۱۳۹۸ کال ټوله شاعري

د ۱۳۹۸ کال ټوله شاعري


۱۳۹۸
مایوسي
بدره هغې سره به ښه او بد زه څه شاربمه
هغې قسم کړی چې ښه زما په بده واخلي
١٣٩٨.١٢.٢٧
««««««««««««««««
له ځانه هېــــــــــر چې په ژړا روان دی
بدر له چا په دې کوڅـــــه کې ورک دی
د چا په خیال کـــــــې ستړی وړی سړی
د خپل ارمان په نیمه شپه کې ورک دی
١٣٩٨.١٢.٢٧
««««««««««««««««
د سړي زړه
له سړي ډېر څه غواړي
خو ته مې وبخښه چې
ډېر څه غوښتلای نه شم
یوازې ستا خوښې ته ګورم
۱۳۹۸.۱۲.۲۷
««««««««««««««««
پسرلی را روان دی
خو زه په خپل ځان کې ډوب یم
نپوهېږم پسرلی به د کوڅې په هینداره کې
ځانته څنګه ښکاري
۱۳۹۸.۱۲.۲۶
««««««««««««««««
پسرلی لا په لاره دی
خو زړه مې غواړي چې په کوڅه کې
د یو چا د قدمونو د ګلونو عطر راټول کړي
١٣٩٨.١٢.٢٢
««««««««««««««««
مرګ نه غواړم
خلک به وایي
په زړه کې یې
شته مینه هم مړه شوه
١٣٩٨.١٢.٢٢
««««««««««««««««
غزل
درواغ چې مخ ته د رښتیا راولي
ګوره چې زور به یې پر چا راولي
وعده دې کړې وه د مرګ د ورځې
ساه رانه وځي چې دې تا راولي
چې ځانته ناست یمه او ژاړم مدام
داسې څوک نشته چې خندا راولي
د واکمڼۍ نشه کې ډوب دا سړی
په دې ګناه کې ولې ما راولي
عشق که راځي همدا یوه مې لار ده
بدره پر ما که څه بلا راولي
١٣٩٨.١٢.١٩
««««««««««««««««
ښايي بیا رانه شم
ما ژمنه نه ده کړې
تا قسم راکړی
١٣٩٨.١٢.١٩
««««««««««««««««
د خیال سیوري ته دې ووایه
چې را شي
لاره اوږده ده
ستړیا به مې ورته دمه کړم
١٣٩٨.١٢.١٨
««««««««««««««««
خیر دی نن شپه هم راشه
چې لږه ډېره دې وګورم
خوب ته مې ویلي دي
چې ځان په خوب واچوي
١٣٩٨.١٢.١٨
««««««««««««««««
فکر نه کوم چې دا ژوند مې حق وي
نیمه خوا روان یم
١٣٩٨.١٢.١٩
««««««««««««««««
مینه
د وچکالۍ جامه پر غاړه ځمکه ده
لکه ما چې د خپل سیوري څرمنه اچولې
١٣٩٨.١٢.١٨
««««««««««««««««
منم چې نابللی یم
خو ډاډه یم
نیکه مې وايي
مېلمه خپله روزي
په خپله ځان سره راوړي
١٣٩٨.١٢.١٩
««««««««««««««««
خیال هغه ښکاري دی
چې کور ته
تش لاس
ګرځيدل یې خوښ دي
١٣٩٨.١٢.١٩
««««««««««««««««
کاته دې
په هغو زهرو لړلي دي
چې مینه نومېږي
پوهېږم
په دې زهرو به
يوه ورځ ستا په غېږ کې
««««««««««««««««
"د مينې ژوند"
د شپې فکرونه مې دې وړي
د ورځې چې ته به راځې
خوب نه راځي
نپوهېږم
چې ژوند څنګه معنی کړم
د مينې هوا زه په سر اخیستی يم
او که ما د مينې هوا په سر اخیستې؟
۱۳۹۸.۱۲.۱۷
««««««««««««««««
شپې د يوازېتوب په غم کې
د تیارې جامې په غاړه
پر شونډو د چوپتيا ګوته ايښې
1398,12,16
««««««««««««««««
که د ژمی يخه شپه
"زما" يوه ستره اندېښنه ده
تبر
د ځنګله د ونو په رګونو کې
روانه وېره ده
۱۳۹۸.۱۲.۱۶
««««««««««««««««
شېبه وړاندې داسې نه وم
هينداره
خلک د سترګو په وړاندې يې غلا کوي
1398,12,16
««««««««««««««««
دومره لیکم دې
چې زما په سترګو کې دې ولولي
دنیا په مینه کې
بې سواده ښکلې نه وي
««««««««««««««««
د ژوند د لویۍ په لوبه کې
چې کوم ځای آرام راکوي
د ماشومتوب کوټه ده
۱۳۹۸.۱۲.۱۴
««««««««««««««««
خبره وکړه د خپـــل زړه اشنا خو
زړه دردوي هـــــم رغوي خبرې
چې ښکلولو ته دې غواړم شونډې
سترګې دې هسې هـم کوي خبرې
««««««««««««««««
غزل
چې پسرلي وي ځان ته حیران پسرلي کې
د ښایستـــــــــــــونو وي باران پسرلي کې
ګل تـــــــه يــــــــــې پاڼې پاڼې زه رژېږم
په ما راغلــــی دی خـــــــزان پسرلي کې
د خوشبویـــــۍ انځور زمــــا په خیال کې
وعده راکــــــــــړې ده جـانان پسرلي کې
ارمان د خلکــــو پـــــه پسرلــي کې وځي
ما ته راولویـــــــــــږي ارمان پسرلي کې
شیــــــخه تاوان منـــــــــــــم د میو خو زه
غواړم چــــــې وکــړمه تاوان پسرلي کې
ځوانـــــــي مې للمه شـــــوله تېره دې کې
بدره چــــــــې اوري به باران پسرلي کې
١٣٩٨.١٢.١٣
««««««««««««««««
داسې ګډوډ کړی دې يم عشقه چې مې مه پوښته
دا وسه را پاتـــې نه چې ځان څنګه راټول کړمه
««««««
غم شونډې راوېړې کړې
یو دم تنهايي له هغه لرې نه
زما د زړه د کوټې غولي ته نم وکاږي
کله چې د چا د مينې لاس په لاس کې نیسمه
۱۳۹۸.۱۲.۱۲
««««««««««
لپه لپه زما زړه چې ورته کېـــږي
ستا له شونډو نه خندا یاره څڅېږي
ځينې ځينې دا خوبونه عجیبــه وي
چې يې وينمه راځي نه راستنېـږي
۱۳۹۸.۱۲.۱۲
««««««««««««««««
زه چې اوس هر چېرته ځم
ځان راته نورو ته اشنا ښکاريږي
نپوهېږم چې ګونګۍ شپې څه ویلي
ما هر څه شپې ته ویلي
ښایي شپه چې هر چېرته ځي
همدا چې ډډه لګوي
ځان سره زما خبرې کوي
١٣٩٨.١٢.٧
««««««««««««««««
ځانته ځکه یم
چې له ځانه ورک يم
۱۳۹۸.۱۲.۷
««««««««««««««««
خطا دې ایستم
غوسه چې نه راځي
بوخت يې ساتلی یم
۱۳۹۸.۱۲.۶
««««««««««««««««
زه دې پاچا یم
ته ملکه يې
نه غواړې پاچايي جوړه کړو؟
۱۳۹۸.۱۲.۴
««««««««««««««««
راته ښکلې ښکارې
فکر کوم
په رښتيا درسره مینه لرم
۱۳۹۸.۱۲.۵
««««««««««««««««
غږ دې نن بل وړ و
همداسې راسره غږېږه
چې بل وړ شم
۱۳۹۸.۱۲.۶
««««««««««««««««
شړلی دې وم ژونده چې پرې زه
راځم خــو هغه لار ده رانه هيره
««««««««««««««««
آزادي
یوه مرغۍ له کړکۍ نه
دننه کوټې ته ګوري
بله یوه
کړکۍ ته نږدې ښاخ نه
د الوتلو سوچ په هوا کړې
ښايي
له آزادۍ نه
د کړکۍ او ښاخ ترمنځ
په همدې لنډه فاصله کې
کوم څه هېر شوي اوسي
۱۳۹۷.۹.۱۰
««««««««««««««««
غوښتل مې سره ګلان درته راوړم
د وینو رنګ په کې ښکاره شو
وبخښه چې تش لاس درته ولاړ یم
١٣٩٨.١١.٢٣
# د میینانو ورځ
««««««««««««««««
کله چې پخپل سیوري بدلېږم
ترې جګ ښکارېږم
خو تا چې وګورم
پر دېوال نه شم اوښتی
١٣٩٨.١١.٢٣
««««««««««««««««
لاره چې بېرته را وګرځېده
ځان نا اشنا ورښکاره شو
پلونه ړانده وو
باد
لپې ليې خاورې ور شیندلې وې
لاره تر لرې
د چا د قدمونو سندریز غږ سره تللې وه
١٣٩٨.١١.٢٣
««««««««««««««««
جهان خو که زه غواړمه جهان خو زما ته یې
خدای دې نه کوي چې زه دې له جهانه شمه ورک
ته چې هر پلو ته ځې یاره زه به دې یم سیوری
خو ته دومره لرې مه ځه چې له ځانه شمه ورک
دعا کومه بدره چې دې ورک شمه جانان کې
خو ویرېږمه له دې چې له جانانه شمه ورک
١٣٩٨.١١.٢١
««««««««««««««««
اوس چې بوډاتوب ته اندېښنه کې یم
زه خپــــــلې ځوانۍ له کاره ایستی یم
ما ته چې د کار خبـــــــــــــــره نه کوي
هغې لېـــــــــــــونۍ له کاره ایستی یم
««««««««««««««««
د نشتون درد
چې راسره یې
یوه داسې شېبه وي
چې فکر کوم
هیڅکله به هم
بیا نه راځي
شتون دې
تل
یوه خاطره وي
چې حضور یې
په زړه کې احساسوم
تر څو به
هره شېبه
د انتظار
د یوې نوې
سوځوونکې شيبې
د لارې
پر سر ولاړ یم
ته پوهېږې؟
نشتون دې
هره شېبه
څومره
درد کوي؟!
١٣٩٨.١١.١٨
««««««««««««««««
لرې نه درګورم چې په نه زړه زه
ګل ته چې څوک لاس وروړي رژېږي خو
١٣٩٨.١١.١٦
««««««««««««««««
غزل
نه دې شـــــــــــــــــــــم ویلی د کاږه نظر
یم دې عادت کـــــــــــــــړی په ساده نظر
ستــرګې چې په اوښکو هره ورځ مينځم
غـــــــــواړم چې درګــــــورم په تازه نظر
وخت ګـــــــرځوي سترګو کې تراخه راته
ته لکه راګـــــــورې په خـــــــــــواږه نظر
ته راپسې ګــــــــــــــــــــرځوې چاړه باڼه
زه درپســـــــــــــــــــــې ګرځوم اوبه نظر
هغې جنـــــــــــــــۍ ډېر وږی ساتلی دی
بدر چې ورګــــــــــــــــــوري په ماړه نظر
١٣٩٨.١١.١٦
««««««««««««««««
انتظار خوندور دی
خو هغې بدرنګې موسکا ته پاتې کېږي
چې د چا پر ستونې د چړې د تېرولو پر وخت
د قاتل پر شونډو خورېږي.
١٣٩٨.١١.١٥
««««««««««««««««
خواږه خواږه شي تراخه تراخه یاران
زما خوښېږي زما ساده یاران
بدره ګونګی ګونګی چې کېږم هروخت
خبره نیسي هسې په زړه یاران
««««««««««««««««
ښځه هغه شعر ده
چې هیڅکله به یې ونه شم لیکلی
ښځه
تر احساس، انځور او موسیقۍ پورته ځانګړنه ده
١٣٩٨.١١.١٣
««««««««««««««««
زړه ته مې غوږ یم
نه درزېږي
لکه چې نه راځې
١٣٩٨.١١.١٣
««««««««««««««««
د خاطرو په کڅوړه کې مې
دومره وږي ساتلي
چې ستا د مینې
هېرجنو مرغیو ته یې وشیندم
١٣٩٨.١١.١٢
««««««««««««««««
هره شپه
د شپو پر بام مې
سپوږمۍ رابرېږې
خو همدا چې د زړه طور
را واخلم
والوزې
١٣٩٨.١١.١٢
««««««««««««««««
غواړم
خوبونو ته دې تللې لار
ژر لنډه کړم
خو د سترګو شپې دې
ډېرې اوږدې دي
١٣٩٨.١١.١٢
««««««««««««««««
هر مازیګر
چې باد ته په تمه یم
ستا د زلفو
هغه وږم چې زه یې غواړم
په ځان کې نغښتې
١٣٩٨.١١.١١
««««««««««««««««
پرېږده یې چې راپسې خبرې کوي
خلک عادت دي
چې په چا پسې ونه غږېږي
زړه یې چوي
زه خو دا نه غواړم چې ودې مري څوک
١٣٩٨.١١.١١
««««««««««««««««
ای چې ته په شعرونو کې مې د انتظار انځور ګرځېدلې یې
زه داسې کوم لفظونه راواخلم
چې د هر یوه توري له فریاد سره یې
د زړه بړاس مې د معنی رنګ خپل کړي
١٣٩٨.١١.١٠
««««««««««««««««
غزل
چــــــــې دې تر دره پورې ځم راځم
تا وم پوښتـــــلی چې بیا به هم راځم؟
کــــاږه واږه چې ښکته پورته ګورې
ځــــــــانته په خپل نظر کې سم راځم
ډېـــــــــــــره به نه رایادومه دې، خو
جـانانه خپل ځــــــان ته ډېر کم راځم
څــــــــومره چې لارې بدلومه که هم
چې راځم بیا هم په دې چم راځم
نورې دا ټولې دي په ما راماتې
خـــو زه پر هغـــــې جنۍ ګرم راځم
بـــــــــــدره د مینې چې سندرې بولم
په ســــــر او تال په زیر او بم راځم
١٣٩٨.١١.٨
««««««««««««««««
که اوس رانغلې
درد به هم
رانه مخ اړوي
١٣٩٨.١١.٨
««««««««««««««««
زه هغه شپېلۍ یم
چې د خپل غږ په سوز کې ورکه ده
او ته
هغه ترانه یې
چې د دې سوز پر ژبه شنه ده
١٣٩٨.١١.٨
««««««««««««««««
نه مې غوښتل
شپې ته مې زړه وسپړم
ویده شوم
١٣٩٨.١١.٨
««««««««««««««««
یوازې نه یم
د نه راتلو وېره دې
زړه کې مې ساه اخلي
١٣٩٨.١١.٧
««««««««««««««««
زه
انتظار یم
ځکه
ته
تل تللې یې
او
زه
تل پاتې شوی یم
١٣٩٨.١١.٥
««««««««««««««««
ودې ویل اوس دې خوب ته نه راځم
نپوهېږم چا به زه وژلی یم
««««««««««««««««
په تا میین یم
خو دا درته نه شم ویلای
چې مینه درسره لرم
څکه دا په هر څای کې
د هر چا او
د هر کس او ناکس
د خولې خبره ګرڅېدلې
دا په هر څای او ناڅای کې
پر دېوالونو لیکل شوې جمله ده
١٣٩٨.١١.١
««««««««««««««««
زه دا منم چې انسان ډېر قوي دی
غرونه له غرونو وهي
خو زړه يې دا هم غواړي
چې د یو چا منګول کې ومروړل شي
۱۳۹۷.۱۱.۱
««««««««««««««««
چې راووتم له ځانه غږ دې وشو
زلزله کې سړی وځي له کوټې نه
١٣٩٨.١٠.٢٨
««««««««««««««««
ښايي مړ اوسم
په ځان کې مې چې ته وژلې
نپوهېدم ځانوژنه کوم
١٣٩٨.١٠.٢٧
««««««««««««««««
دم قدم د لارې یاره ته یې څنګه
زه یم ستړی انتظاره ته یې څنګه
حلقې حلقې مې
راغلم وپوښتمه داره ته یې څنګه
««««««««««««««««
تر مرګه غواړم
درسره مینه مې وي
تر ژونده ووایه
چې خوښېږمه دې
١٣٩٨.١٠.٢٦
««««««««««««««««
ګونګی ښه یم
نه غواړم چې ووایم
مات کړی دې یم
١٣٩٨.١٠.٢٦
««««««««««««««««
انځور مې دې خوښېږي
نه وایي چې ډېر مه راګوره
١٣٩٨.١٠.٤
««««««««««««««««
ساړه
زما لاسونو ته
ستا د ګرمو لاسونو
پېغور دي
١٣٩٨.١٠.٢٣
««««««««««««««««
چې ونه وېرېږي
شپه مې
په ویښتیا تېر ایستله
سهار مې سترګو ته
خوب برند ولاړ و
١٣٩٨.١٠٢٢
««««««««««««««««
چې ته راځې، وي مې اخیستې جنازه بې خودي
له تا نه مخکې په کوڅه کې وي روان عطر دې
۱۳۹۸.۱۰.۲۰
««««««««««««««««
په ويښه کې د غږ لاس مې نه در رسېږي
خبرو ته په خوبونو کې دې ځای راکــــړه
۱۳۹۸.۱۰.۲۰
««««««««««««««««
خندا له تا سره رنګ اخلي
غوټۍ چې ونه غوړېږي
نه ګل کېږي
١٣٩٨.١٠.١٨
««««««««««««««««
غواړم ډېر څه ولیکم
خو تراوسه مې پیل کړي نه دي
څنګه به یې پیل کړم؟
لیکلو ته خو ژوند کول
چې ما
یوازې زده کړي دي
په کار دي
١٣٩٨.١٠.١٥

««««««««««««««««
که بدل مې اخیسته
درته ويل مې
هغه مینه راکړه
چې زه يې درسره لرم
خو ډارېږم
هسې نه
زما مینه
ستا تر مينې کمه وي
۱۳۹۸.۱۰.۱۵
««««««««««««««««
کاش چې سترګې دې وم
او ښه ماړه مې
خپلو سترګو ته بیا بیا ورکتل
او ستا له حسن سره
د مينې خوند څخه مې خوند اخیسته
همدا چې پوه شوم چې مرم
هغه وروستی ور به هم وټکوم
هماغه ور چې
د ژوندون د بڼ پر مخ خلاصېږي
زه خو بس غواړمه دا
چې مینه تل همداسې ګل غوړېږي
چې مینه تل زړونو کې ګل ژوند کوي
۱۳۹۸.۱۰.۱۵
««««««««««««««««
اوس هر کال
چې کله واوره ورېږي
زه د کوڅې په بر سر کې درېږم
په دې زه ښه پوهېږم
چې یوه ورځ به
په واوره کې یخ مې وژني
تا همدغسې یوه ورځ کې
په ناڅاپي کاته
زړه ته مې ګرمي وبخښله
١٣٩٨.١٠.١٢
««««««««««««««««
د واورې او زړه مې
برخه یوه ده
واوره لمر
او ته زما زړه اوبه کوې
١٣٩٨.١٠.١٢
««««««««««««««««
پوښتلی دې وم
ښه يمه
ځکه خو اوس
هره ورځ
د خپل خیال ګړۍ ته
ستا د مینې په نوم
کوک ورکوم
۱۳۹۷.۱۰.۱۲
««««««««««««««««
زه ډېر هېرجن یم
زه چې ماشوم وم
رانه په لوبو کې به ځان هېر شو
په ښوونځي کې به تل
رانه قلم یا کتابچه هېرېدل
چې به بازار ته تللم
یا مې پېسې هېرې وې
یا به سودا ورکه وه
چې خبریال شوم
یو ځلې نه
دوه ځلې
تر غونډې وروسته رانه
خپل ریکارډر هېر شو
یو ځلې ومې مونده
بل ځلې پټ کړلو چا
نن مې موټر خراب و
نن په مزه مزه کوڅه په کوڅه
تر خپل کارځایه پورې پلی راغلم
کومه کوڅه وه
خدازده
نپوهېږم
نن په هغه کوڅه کې
راڅخه زړه مې هېر شو
۱۳۹۷.۱۰.۱۰
««««««««««««««««
که لټوې مې
په باراني څاڅکو کې مې ولټوه
چې د پښو پر خاپو نښلم
او د انتظار د لارې تمه ګرځم
په دې ویریږم
چې هسې نه
د لارې ګرد
د پښو د خاپو جغرافیه واړوي
او د لارې د ذهن خاطرې وڅنډي
پوهېږم
چې راګرځي
ځکه خو نه غواړم چې
لاره دې سترګو ته
نااشنا ښکاره شي
ته همهغه یې چې وې
او زه همهغه یم چې وم
نو ښایي دا چې
لاره دې هم اشنا وي
۱۳۹۷.۱۰.۹
««««««««««««««««
درسره مينه لرم
په دې فکر نه کوم
چې تا ته به نه در رسېږم
اوبه چې د سمندرونو لارې ګوري
په بندونو نه ايسارېږي
۱۳۹۷.۱۰.۹
««««««««««««««««
پر نویو لارو سړی زړه نا زړه شي
عشقه وېرېږم زړګی درتنګ نه کړم
««««««««««««««««
هر څه خپله
دومره ښکلي نه وي
خندا در یادوم
چې ستا پر شونډو
ښکلې ښکاري
١٣٩٨.١٠.٤
««««««««««««««««
فکر کوم
پسرلی همدلته نږدې چېرته دی
هره شپه
رنګونه مې د خوب پل څاري
١٣٩٨.١٠.٣
««««««««««««««««
ژوند د تیارو ګرېوان نه سر ایستلی
او د یادونو د نفسونو بړستن دې لنډه اخیستل شوې
ساړه د کوټې د اروا په پښو کې اغزي اغزي ماتیږي
زړه مې د مینې پسرلي کې واوره واوره کېږي
که دې راپېښه
ګرانې ما وبښه چې
ژر به مې ونه پېژنې
زه یخ وهلی جسد یم
١٣٩٨.١٠.١
««««««««««««««««
اور اور راته مه کېږه کله چې راځې مخ ته
زه خو لېونی یمه لږ ډېر بې احتیاطه یم
««««««««««««««««
سږ ژمی
د مینې په لار راغلی
ساړه مې
د زړه د درد
هډوکو ته ننوتي
١٣٩٨.٩.٢٦
««««««««««««««««
د خپلو ولیو درد ژاړم
د یوازیتوب داستان مې
له خپل پراخوالي سره
همدومره لنډ دی
١٣٩٨.٩.٢٥
««««««««««««««««
پر زړه چې چک نه لګوي
زړې افسانې به
د تېر ژوند
د خوب په خړو اوبو کې لاهو کړو
راځه
د عشق نغري
په ژوندیو کیسو
وننګوو
چې نور
دا ستړی ژوند
سم له ماښامه
د خوب څادر
راته پر سترگو
خور نه کړي
راځه!
چې څوک ونه وایي
ميین په ویښه کې
خوبونه ویني
١٣٩٨.٩.٢٤
««««««««««««««««
ورځ ګونګۍ شېبه ده
او شپه
د شور او فریاد
وزر پرانستې مرغۍ ده
د تنهایي له مخ نه رنګ اوښتی
چوپتیا د مینې لار ورکې غرېو ده
د وخت د ګړۍ د ستنو زړه
اخ چې څومره ورو ټکېږي
١٣٩٨.٩.٢٣
««««««««««««««««
زه مې پخپل وجود کې ستړی یمه
ژوند مې تړلي پښې او لاسونه دي
زه چې درز شویو دېوالو ته ژاړم
لاس نه د چا مات زموږه زړونه دي
١٣٩٨.٩.٢٣
««««««««««««««««
د هوا سترګې ړندې کړې شګې
دلته یو زړه ساه اخیستلی نه شي
««««««««««««««««
ستاسو ښار
د چوپتیا پټۍ پر خوله لګولې
بې غږه مات غږونه
په خپلو سویو اسکېرلیو چیغو
د خوب پنجرې ماتوي
په نیمه شپه
له جګو څوکو نه ورالوتی باد
غواړي د ښار چې نرۍ لار لنډه کړي
زه
لکه بوړبوکۍ
د خپل ذهن صحرا
غوټه کوم ورپورې
غواړم د خاموشۍ په جنازه کې
په یو صف کې ودرېږو
««««««««««««««««
ته هغه کتاب یې
چې زه یې د خاموشو ویونو غږ یم
««««««««««««««««
شپې په چوپه خوله
د تیارې د وېرې د ګورو ونو په منځ کې
د یوازېتوب پر لیندۍ
په سترګو کې مې ترور خوبونه په نښه کړي
ویښتیا!
که سبا سهار دې ولیدم
لږ مې وښوروه
ځان ته خوبولی ښه نه ښکارېږم
١٣٩٨.٩.١٧
««««««««««««««««
دا خلک يې نه پېژني دا بدرنګ چې قتل کړي
راشي راته وژني مې په زړه کې نازنین خلک
««««««««««««««««
چوپتیا ښکلې ښکاري
کله چې ټول درواغ وایي
««««««««««««««««
هغه په رنګ مئین و
غوښتل یې د کیمیا په سات کې
ښوونکی ډېر غوسه کړي
ښوونکي د رنګونو په ځای
د کیمیاوي توکونو
ترکیب وپوښته
هغه پر تورې دړې
په سپین تباشیر ولیکل:
د تفریح سات
۱۳۹۸.۹.۱۰

««««««««««««««««
شپه ګونګۍ نه ده
په کوڅه کې
را روانې تیارې
هېښه کړې
١٣٩٨.٩.١٢
««««««««««««««««
ستـــرګې يې راکړلې چې تا ووينم
او زړه يـــې راکړ چې دې وپېژنم
چې راسره يـې ته پوهېږې په دې؟
چې خپلې سترګې او زړه نه پېژنم
۱۳۹۸.۹.۱۱
««««««««««««««««
له دې تورو دې پوښتلم:
" ټوله هستي مې"
ته مې قاب کړې
او د خپل زړه په تاخچه کې ایښې يې
۱۳۹۸.۹.۱۱
««««««««««««««««
باراني شېبه
او
زه او هغه
ژونده!
کاش لږه ډېره دې
ساه اخیسته
۱۳۹۸.۹.۱۱
««««««««««««««««
د لارې ګرد مې په کوڅه کې
د وره تر مخ وڅنډل
هسې نه زړه کې مې د مور تېره شي
چې مساپر زوی یې سپېره راغلی
١٣٩٨.٩.٨
««««««««««««««««
زه ورته اوبه اوبه چې کېــــــږم
کبـۍ کبۍ را اړوې ستــرګــــــې
خپه چې نه یم تراخه چې وایې
خوږې خوږې را لوروې سترگــې
١٣٩٨.٩.٦

١٣٩٨.٩.٦
««««««««««««««««
د نظر ستن ته
د مینې تار اچوم
دتا ته د کتلو نویو جامو ته مې
زړه شوی
١٣٩٨.٩.٦
««««««««««««««««
چې ته په کې راسره
شریکه اوسې
خیر دی که غم هم وي
خوشالي خو مې ته یې
١٣٩٨.٩.٦
««««««««««««««««
دې ګوښه کې د عشق لوږه راته زړه خوري
او هغه ګوښه کې ناست یو څوک حسد خوري
««««««««««««««««
سترګې دې
د واټونو پر دیوالونو انځوروم
ښار تیارو نیولی
رڼوم یې
١٣٩٨.٩.٢
««««««««««««««««
نور څه نه
بس غواړم یو غږ و اوسم
حتی د مني د هغو پاڼو غږ
چې تر قدمونو لاندې کړس ماتېږي
۱۳۹۸.۸.۲۸
««««««««««««««««
همدا شېبه په زړه کې در ګرځم
چې پر شونډو دې د خندا الوچو ته مې
خوله اوبه اوبه کېږي
همدا شېبه په زړه کې در گرځم
چې په سترگو کې دې لوند انځور ته مې ناسته یې
او زه د بې وسۍ پر زنگون
په خپلو گوتو کې
ستا د طلایي وېښتانو
خوبونه وینم
ماته دا خوند راکوي
چې خپل حواس غږوم
۱۳۹۸.۸.۲۳
««««««««««««««««««««

زه دې نه شم ليدای
خو ښکاري چې شپې
ليدلې يې
شپې رنځوره راکتل
ستا خو دا نه لورېږي
چې راته ووايې
څنګه وې؟
پوهېږې
دغه اوس
ښه حس نه لرم
۱۳۹۸.۸.۲۳
««««««««««««««««
پرېږده چې دا خوب مې رښتیا شي
پرېږده چې ومنې درسره مینه لرم
او په ډاډه زړه مخامخ درته ګورم
۱۳۹۸.۸.۲۳
««««««««««««««««
د خندا سترګې
چې بهر په تورو لوګیو کې
انځور شویو چیغو ته پاتې وې
ځان ورته دننه په کوټه کې
د بدمستو پر خوله بد ښکاري
١٣٩٨.٨.٢٢
««««««««««««««««
هغه درد
چې د وجود له خاورو مې
را زرغونېږي
باور لرم چې
هيڅکله هم نه وچېږي
ځکه مینه هر سهار
د اوښکو له سترګو راخيژي
۱۳۹۸.۸.۱۹
««««««««««««««««
چې اشنا ښکاره شم
هیندارې په خپله حافظه کې لټولم
١٣٩٨.٨.١٨
««««««««««««««««
سترګې مې رنګ نه لري
خو
داسې مه رایادېږه
چې سرې دې نه خوښېږي
1398.8.18
««««««««««««««««
چې ځان نه په کې پټ شمه جهان نه په کې پټ شمه
نشته داسې ځای چې له انسان نه په کې پټ شمه؟
١٣٩٨.٨.١٧
««««««««««««««««
ساقـــي دغــــــه خــــو زما ناکام دی
تا کې ښکلا ده لاس کې دې جام دی
نشـــه کـــې دومـــره چېړې يې ولې
بدر پـــه ميـــنه کــې دې بـــدنام دی
۱۳۹۸.۸.۱۵
««««««««««««««««
د ونې سترګې هغو مرغیو ته پاتې دي
چې له غره هم واوښتل
خو ښکاري لا هم غلی غلی کېږي
۱۳۹۸.۸.۱۵
««««««««««««««««
مرغان په خپل شور کې ورک دي
زړه د ونې درزېږي
ښکاري چره ييز ټوپک پر سینه
د ونې ډډ ته خوب وړی دی
۱۳۹۸.۸.۱۵
««««««««««««««««
ساه مې لنــــډه رانیولې ستا خبره
زړه دې نه کېږي دلبره پېښه وکړې
د زړه ور پورې کوم نه پورې کېږي
لکه بیـــــــا چې ناببره پېښه وکړې
۱۳۹۷.۹.۶
««««««««««««««««
غواړم
چې خپلې ستړیاوې
د تاک سیوري ته ویدې کړم
درد هسې هم پر زړه خوله رالګوي
چې د جل په کوڅه کې
د چیغو څادر وغوړوم
١٣٩٨.٨.١٢
««««««««««««««««
ژوند د ستړیا پر پولې ولاړ دی
زه مې د خپل زړه پر اوږو بار یم
ایا څوک شته چې ووایي
یوازیتوب سره به
تر کوم ځایه ځغلم
١٣٩٨.٨.١٠
««««««««««««««««
ته چې وايې
هېره به دې کړم
خو ته پوهېږې
هېرول زړه غواړي
چې زه يې نه لرم
تا وړی دی
۹۵.۹.۲
««««««««««««««««
مينې پسې یبلې پښـې زړه خو کوې منډې ته
دا دې منم ګل دی خو ګل چې دی خار هم لري
۱۳۹۸.۸.۹
««««««««««««««««
غواړم هغو شېبو ته
ور وګرځم
چې ته مې په کې ايساره کړې يې
کله هم چې رایادېږې
کور ته د ښوونځي پر لاره ځم
۱۳۹۸.۸.۸
««««««««««««««««
که مو ولیدله
ورته ووایی
بدر دعا کوله
چې همداسې دې تل
درپسې ورک یم
««««««««««««««««
د سرتورو ونو سترګې
په ویاله کې هغو طلایي بېړیو ته پاتې دي
چې نامعلوم لوري ته شین زړه ور روانې دي
««««««««««««««««
بابا مې راته ښیرا کړې وه:
لېونی شې زویه
نپوهېږم
مینې لکه چې خوږ درد ورکړی و
««««««««««««««««
زړه مې یوه ترټولو
هغه یوازې پاتې شوې کوټه دی
چې ور یې
د درد په مخ خلاص دی
««««««««««««««««
ته چې یې
ماښام د مینې رنګین ټکری وي
خو شپه
په یوازیتوب کې
راخوره
سرتوره وېره وي
««««««««««««««««
خندا دې زما تنده ده
ما دې جل ووهي
خو ته وخانده.
١٣٩٨.٨.٥
««««««««««««««««
د لمر کوڅه کې
پر مځکه
د غځېدلي سیوري
ژبه راوتلې
««««««««««««««««
غواړم د تنهايي پر زړه اور ولګوم
کله چې په خيال کې درسره غږېږم
او وایم:
کوټه سړه ده
۱۳۹۸.۸.۱
««««««««««««««««
ژمی په لاره دی
راځه د مينې نغري ته بنجخ شوو
ساړه مو ونه وهي
۱۳۹۸.۸.۱
««««««««««««««««
له چوپتیا ډک جېبونه
د ژوند بې ساه کوڅه کې
خپلې چیغې پېرم
١٣٩٨.٧.٢٨
««««««««««««««««
مینه کې زه او مجنون
چې سره ډېر لرې یو
مجنون چې کړله
پوهېده په مینه
««««««««««««««««
هر سهار
د راتلو د لمر خیال دې
د زړه کوڅه کې مې خېږي
د انتظار په لمرلويدو کي
یوازې توب راسره لاس په لاس
زما د ژوند د کوټې وره ته مخامخ درېږي
یوازې توب زما د ژوند د کوټې کوڅه کې ښه بلد دی
ګرانې!
که ته زما د ژوند په لمرلوېدو کې راغلې
هغه د انتظار په لمر لوېدو کې
چې رانه کومه تنهايي هېره ده
مه هېروه
١٣٩٨.٧.٢٥
««««««««««««««««
ویل یې
ډېر
خوږ مه شه
زړه را و نه وهې
تریخی پاتې شوم
««««««««««««««««
(تیاره، شپه او زه)
تیاره وېروونکې ده
خو زه نه ډارېږم
زما شپې ته سودا وي
انۍ ويلې
شپه ګونګۍ شوې چې ده
تیارې وېرولې
ډېرې مودې نه غواړم چې
شپه مې خوب ته راشي
چې ترېنه وپوښتمه
چې دا ګونګۍ ولې ده؟
خو داسې خوب راته راغلی نه دی
کرار کرار اوس دا منم
سر له ماښامه
تیاره په زوره له شپې غاړه غواړي
او شپه زما خوب په خپل غېږ کې نيسي
خوب مې پر سترګو رنګین څادر غوړېږي
ما ډېر خوبونه دي ليدلي
خو د شپې خوب مې لا لیدلی نه دی
چې شپه دې ووايي دا
چې په رښتيا هم وېرولې تيارې
او که زما غوندې
څوک د خبرو يې هیڅ نشته
۱۳۹۸.۷.۲۱
««««««««««««««««
هر وخت د کوټې ځنځير را شرنګوي
باد تا غوندې
له ځورولو مې خوند اخلي
۱۳۹۸.۷.۲۱
««««««««««««««««
ساړه دي
وېرېږم
تا پسې سرګردان خوبونه مې
د شپې کوڅه کې
یخ ونه وهي
««««««««««««««««
خوب نه راته
خوبونه مې دې
ټوله شپه په ویښه وغږول
««««««««««««««««
خود را به آن عادت کردیم
دروغ ها
هرګز، اما
شیرین تر از دروغ بافتن های ما نشد
١٣٩٨.٧.١٨
««««««««««««««««
کله چې ژاړم
په ژړا مې خندا راغلې وي
ته راشه
نور مې داسې مجبورۍ ته زړه نه کېږي
١٣٩٨.٧.١٦
««««««««««««««««
په کوڅه کې په مخه راغله
و مې نه پېژندله
د زړه په درزا یې شکمن کړم
١٣٩٨.٧.١٦
««««««««««««««««
تنهایي غوښتل چې ويې ښکنځمه
په کوڅه کې مې سپی تر غوږ ونیوه
١٣٩٨.٧.١٦
««««««««««««««««
ډېر سخت ستړی یم
کومه راحتي
چې غواړم همدا شېبه یې احساس کړم
زما او د ستړیا ترمنځ پوله ګرځېدلې
١٣٩٨.٧.١٦
««««««««««««««««
باد
باد د کوڅې د ذهن
آيينه ماته کړه
اوس
خاطرې
چې د هيندارې
ماتې ټوټې يې
په پښو کې لاړې نه شي
له کوره نه راوځي
باد چې زموږ کوڅې ته راغی
پڼې د کاڼو يې په پښو وې
۱۳۹۸.۷.۱۶
««««««««««««««««
ماشومتوب رایاد شو
خو جوړه کړې
کاغذي
هغه جېټ الوتکه مې
وا نه لوزوله
د بورو، ورارو او کونډو کریغو
وترهولم
۱۳۹۸.۷.۱۵
««««««««««««««««
په جار کوڅه کې چې دې نوم اخلم
ترخه شېبه کې
غواړم چې خوله خوږه کړم
۱۳۹۸.۷۱۵
««««««««««««««««
منم، ته به خپه يې!
خو ته پوهېږې
چې د لټون ترخې شېبې دي
که چېرته ستا نوم مې اخیستی نه وای
خوله به نو څنګه خوږه کړې وای ما
۱۳۹۸.۷.۱۵
««««««««««««««««
چې مې بیا بیا په کې د مينې دعا ستړی نه کړي
راته راوګوره بیا بیا په پرونیو سترګو
««««««««««««««««
ایینې ته چې درېږي ځان ته وایي
په ځوانۍ کې بدر ښکلو ته ډېر ګران و
««««««««««««««««
ستا نه زده
چې ((نه)) و نه وايې
او زه غواړم
زړه ته مې دا ور زده کړم
چې ((هو)) نه زده کېږي
۱۳۹۸.۷.۱۰
««««««««««««««««
نن د شاعرۍ په مــــوډ کې نه یمه
نن هغه د خپل حسن قلنګ غواړي
««««««««««««««««
له ډېرو ښکلو نه مې زړه وړی دی
حیران یم ډېرې ژبې څنګه زده کړم
««««««««««««««««
هغه پوهېږي
چې مینه ورسره لرم
خو باور یې نه راځي
چې راسره مینه لري
١٣٩٨.٧.٥
««««««««««««««««
په سمه نه ځي بس په غرونو سم دي
لېوني شوي لکه ما خوبونه
له خوشالیو دومره مه مې پوښتی
غم هېروي سړي نه دا خوبونه
راسره وېره وي چې هېر مې نه شي
هره شپه وینمه همدا خوبونه
له تا نه بیل له تا سره خوبونه
هغه جدا دي دا جدا خوبونه
ډېره موده کېږي چې نه یې په کې
راته اوښتي په سودا خوبونه
بدره خواږه وو د ځوانۍ خوبونه
اوس نه راځي چې شي رښتیا خوبونه
سبا خو راشي چې سبا ته راځې
لیدلي داسې مې بیګا خوبونه
چې زه په خوب لیدلو روږدی یمه
لیدلي دا راته دي تا خوبونه
١٣٩٨.٧.٣
غزل
لېــــوني شـــوي لکه مـــــــا خوبونه
ګرځـــي کوڅــه په کوڅه بیا خوبونه
اوس مې والله ساه په کې ژر بندېږي
اوس مـې ستـا نـه لـري هوا خوبونه
راسره وېره وي چې هېر مې نه شي
هـــره شپـــه وینمـــه بــــــلا خوبونه
ډېـره موده کېـږي چــې نه یې په کې
راته اوښتـــي پـه ســـــــــودا خوبونه
سبا خـــــو راشـي چې سبا تـه راځې
لیدلي داســــــــــې مـــې بیګا خوبونه
زه چې پرې داسې روږدی شوی یمه
خمـــــار نـه ډک دي د یو چا خوبونه
بدره ارمـــان چـې د ځــــوانۍ راولي
اوس راته نـه وایــــــي رښتیا خوبونه
١٣٩٨.٧.٣
««««««««««««««««
پاچایي
حکومت نه کوم
بوخت زړه او
مینه نه کېږي
١٣٩٨.٧.٢
««««««««««««««««
په هنداره کې
د هغه خوار انځور یم
چې د تندې وهلې ویالې
په غاړه کې ورک دی
او هغه د خپلې ښکلا
په خیال کې ډوبه
د مینې پېغله یې
له ځانه په کور کې هېره شوې
۱۳۹۶.۶.۳۱
««««««««««««««««
زه چې کله کله چوپ یم نه غږېږم
کله کله غږوي مې یو څوک خیال کې
««««««««««««««««
مجنون
که هره پیړۍ راته
خدا زده
مینه به یې چېرته لټوله
١٣٩٨.٦.٢٧
««««««««««««««««
شپه ده
ځم چې خوب ووینم
هغه مې د ورځې
سترګو کې ګل شوې
١٣٩٨.٦.٢٦
««««««««««««««««
چې ډېر خلک مې شاعري خوښه کړي
پر تا لا نور ميینېږم
د هغوی مینې به هم دومره ښکلې وي
١٣٩٨.٦.٢٦
««««««««««««««««
چې ډېر لیکل کوم
غواړم ډېر
له هغې سره پاتې شم
١٣٩٨.٦.٢٦
««««««««««««««««
ما انتظار وکړ
هغه چې تله
ویل یې
صبر کوه
١٣٩٨.٦.٢٦
««««««««««««««««
د مینې سترګو کې
چې ګل پرېوتی
زه
مجنون ته ورته نه شوم
او ته
لیلا پاتې نه شوې
١٣٩٨.٦.٢٦
««««««««««««««««
((لېونتوب))
اوس راته نه یادېږې
اوس لېونی شوی یمه
اوس راسره یې
١٣٩٨.٦.٢٦
««««««««««««««««
ډېره
مه راته موسکۍ کېږه
بار چې د میوو پرې ډېر شي
ښاخ ماتېږي
١٣٩٨.٦.٢٦
««««««««««««««««
غواړم پخپل زړه کې پټ شم
مینه خلک ژر د نظره کوي
١٣٩٨.٦.٢٦
««««««««««««««««
تنهايي غلې ووته
او شپې
د سپوږمۍ چمبې ته لاس کړ
خو زه لا هم درته ولاړ یم
درده چې زړه ته راځې
ور یې لږ ورو ټکوه
١٣٩٨.٦.٢٦
««««««««««««««««
کانه په تلو کــې دې د شونډو د موسیــدو ګوره
اوس چې زه ژاړم ژړا کې هم راته خندا راځي
««««««««««««««««
هر ماښام
ګورم
که "مېلمه سترګه"
راوخېږي
ګوندې راشې
۱۳۹۸.۶.۲۵
««««««««««««««««
ډاډه یم چې هغه وه
بیګاه لکه شړک باران
چا د خيال ور راوټکاوه
۱۳۹۸.۶.۲۵
««««««««««««««««
ويې نه منله
کنه د زړه خبره يې وه
کاش نه مې کوله
۱۳۹۸.۶.۲۵
««««««««««««««««
ډېر یوازې یم
نپوهېږم چېرته یم
دلته مې ساه ډېره تنګېږي
خیر دی
هغه لار راوښیه
چې تا ته در وګرځم
۱۳۹۸.۶.۲۵
««««««««««««««««
ښکلی به وي
خو بې غږه شعر مې
نه خوښېږې
لګیا یم
په کوڅه کې
د قدمونو د غږ
انګازې دې انځوروم
١٣٩٨.٦.٢٤
««««««««««««««««
درست عمر مې چې تا ته ویلي
زړه ته به هم رښتیا ووايم
خو څوک د لیوني
شهادت نه مني
١٣٩٨.٦.٢٢
««««««««««««««««
څومره په پــــــور چې ته لا نــوره ښکلا هم ورکوې
هومـره دا درد رانــه پــــــه درد کې پوروړی به وي
ځه ته يـــې و ګڼــــــــه چــــــې بدر په تا نه دی مئين
دې خوارکي ظلم په خپل ځان باندې کړی به وي
««««««««««««««««
زړه په تور د درزا زه یمه نیولی
خو د وره پر ځنځیر نښې
د باد د ګوتو دي
١٣٩٨.٦.١٦
««««««««««««««««
نن د خوب په ځای
خیال د شپې له ګریوانه
سر را ایستلی
نن شپه مې شاعري
سینې ته را جوخته کړې
١٣٩٨.٦.١٢
««««««««««««««««
ځان لټوم
هغه چې تللې نه ده
راغلې
١٣٩٨.٦.١٢
««««««««««««««««
ډوبه زندګي
هغه مې سترګې لامبوزنې دي
زه له ویالو او له سیندونو څخه لرې ګرځم
وېرېږم ډوب نه شمه
که مې ډوبېږي سترګې
ډوبې دې شي
ځکه د اوښکو مې د رود مخې ته
پوهېږم څنګه
د حواسو
ورته بند واچوم
خو که زه ډوب شم چېرې
داسې څوک نه شته
چې لاس نه و مې نیسي
ډېره موده کېږي
چې نشته هغه
ډېره موده کېږي چې
زه له ویالو او له سیندونو څخه لرې ګرځم
۱۳۹۸.۶.۱۰
««««««««««««««««
د ژوند په لرې
وچه دره کې
زه د خپل غږ د چنار
هغه فریاد یم
چې د چوپتیا لاس يې پر خوله ايښی دی
او خپل تېر
د مینې ورکو آزانګو کې غواړي
۱۳۹۸.۶.۹
««««««««««««««««
له سپیده دمه
ستا لارې ته ګورم
ژوند مې په خوب کې لیدلی
١٣٩٨.٦.٨
««««««««««««««««
کله چې غږېږم
په غوسه کېږې
چې په خبرو کې
شعر ونه وایم
کله چې شعر لیکلو ته مې زړه کېږي
زه ترې
زما او ستا د خبرو خوند اخلم
ته ووايه
شعر ولیکم
او که خبرې وکړو؟
۱۳۹۸.۶.۱۰
««««««««««««««««
د شپې
چې په تیاره کې
پښه ونه ښوییږي
سپوږمۍ په مینې
رڼایي تر ګوتو ونیوه
مخ رانه مه اړوه
زړه مې نن ډېر خراب دی
١٣٩٨.٦.٨
««««««««««««««««
مخ ته پلو مه نیسه
زړه مې نن ډېر خراب دی
شپه چې په تیاره کې
ونه ښوییږي
سپوږمۍ
رڼایي تر  ګوتو ونیوه
١٣٩٨.٦.٨
««««««««««««««««
ځان ته چې نه وریادېږم
زه مې له زړه سره ناست یم
تا راغږوي
١٣٩٨.٦.٤
««««««««««««««««
عشقه منم
له ځانه وبه وځم
خو راته وویه
زه چېرته لاړ شم
چې بېرته بیا
درباندې و نه ګرځم؟
١٣٩٨.٦.٣
««««««««««««««««
نیمګړی خوند
چې خوند ترې واخلې
هر حقیقت ته
د درواغو جامه ور اغوندې
منم
ته نه یې ګرمه
ما پخپله
داسې عادته کړې یې
خو اوس اندېښمن یم
چې مې د مرګ خبره واورې
دې حقیقت ته به
د درواغو جوړه کړې
تنګه جامه
ور اغوستلای نه شې
مینه د خوند د اخیستلو به دې
نیمګړې پاتې شي
١٣٩٨.٦.٣
««««««««««««««««
ځان ته
د مینې حساب ورکوم
خالي میدان کې
ډک زړه ولاړ یم
١٣٩٨.٥.٣١
««««««««««««««««
خندا
ښه نوم دی
خو غواړم
ښکلی نوم شي
پرې يې ږده
چې تل
ستا پر شونډو کيني
۱۳۹۸.۵.۲۹
««««««««««««««««
کله چې د مينې په اړه سوچ کوم
زه او ته
د هغو دوو مئینو
تکرار ښکاره کېږو
چې ښايي يوه پېړۍ
او یا هم
سلګونه پېړۍ وړاندې
نیمه خوا پاتې شوي
ښايي دا د مينې برخلیک وي
چې نیمګړې دې پاتې کېږي
دا سوچ مې ډېر ځوروي
ښايي
سبا
ښايي یوه پېړۍ
او یا هم
سلګونه پېړۍ وروسته
دوه نور
زما او ستا تکرار وي
۱۳۹۸.۵.۲۹
««««««««««««««««
١
مینه نه شم سمبالولای
دا ماشومه
تا هم غواړي
؎؎؎
٢
مینه ماشومه ده
زه یې نه شم سمبالولای
تا هم غواړي
١٣٩٨.٥.٢٤
««««««««««««««««
له سترګو مې
خوبونه دې
زما بې خوبیو
مرور کړي دي
١٣٩٨.٥.٢٣
««««««««««««««««
حواس مې سندریز دي
په دې څادر کې
د هغې
ټوله خندا غوټه شوې
١٣٩٨.٥.٢٣
««««««««««««««««
د جګړې هر انځور
نیمګړی انځوروي
انځورګر
چې له جګړې راستون شو
یو لاس یې نه و
١٣٩٨.٥.٢٣
««««««««««««««««
د ژوند په تیاره او سړو شپو کې
یوه پراخه سینه رڼا
او دوه د چقماق ګاټي غواړم
رڼا ستا د لیدو
او د چقماق ګاټي
ستا حسن ته د خپل زړګي پر ځنګله
د اور ورته کولو لپاره
چې مې د سړو په منګول کې
د حواسو یخ نیولي لاسونه تاوده شي
١٣٩٨.٥.٢٢
««««««««««««««««
خوبونه مې
ستا د عطرو پر زنګون
سر ایښی
ته
هره نیمه شپه
په دې باغچه کې
ګل ټوکېږې
١٣٩٨.٥.٢١
««««««««««««««««
رانه خپه وې
اختر مې غوښته
اخ
دا دی تیرېږي
١٣٩٨.٥.٢١
««««««««««««««««
زه خو چې بس وغواړم دار ته رسومه سر
دار مې دې د سر شي چې دار مې سر ته ورسي
١٣٩٨.٥.٢١
««««««««««««««««
خوبونه
او یادونه يې هم
ژوند غواړي
یوازېتوبه!
ژر
غېږه مه راکوه
١٣٩٨.٥.٢٠
««««««««««««««««
ما شپه
او تنهايي زه ولجه کړی یم
چوپتیا د ګونګیانو زندان دی
««««««««««««««««
غږ دې
د ویالې د غاړې
وچ ویلنی دی
د مینې لاس شه
ویې موښه
زما د زړه د دماغ
ویده کوڅه
په پرله زیاتېدونکو
توندو عطرو راویښېږي
١٣٩٨.٥.١٨
««««««««««««««««
له موږ نه هم چې خپل نومونه هېر دي
د کوڅې غږ باندې چا پښه ايښې ده
««««««««««««««««
خبرې مې په ستوني کې
ورو ورو په غږ بدلېدې
لیدلې مې
چې په چينه کې دې
کرښه په کرښه
یو ټوټه زېړبخون کاغذ مینځه
د کلي د صاحب زاده شکرانه دې
پر ما پور وي
۱۳۹۸.۵.۱۴
««««««««««««««««
سودا د ژوند راسره شته خو مرګی هم کوډې کړي
موږ دې ته ګورو چې څوک مو څنګه په هنر وژني
««««««««««««««««
خندا يې
کړس ووهل
خو چا وانه ورېده
د مینې د لوښي خوبونه
ډېر داسې ماتېږي
۱۳۹۸.۵.۱۳
««««««««««««««««
ژوند
هره شپه
د ستړيا په اوږده کوڅه کې
شلېدلی ګرېوان په مخه راځي
بیګاه ته
د بڼو ستنو کې
د خوب تارونه اچوم
۱۳۹۸.۵.۱۳
««««««««««««««««
«««په کرونده کې
مینه شنه شوې
نن سهار ما هم
د کلي ویاله کې
ستا د خوب مخ ته
اوبه واچولې
١٣٩٨.٥.١٢
«««««««««««««

««««««««««««««««
په کوڅه کې
هر کور مې قلنګ منلی
خو زه ستا د غږ په ټوک مړېږم
١٣٩٨.٥.١٢
««««««««««««««««
یوازې ستا
چې پاچايي منمه
زړه مې د سوال لپاره
بل چا ته لاس نه اوږدوي
١٣٩٨.٥.١٢
««««««««««««««««
یادېږي مې
چې مرغۍ مرغۍ به
همزولو ته لګيا وي
ښه هلک دی
خو په غاړه کې لينده ګرځوي
۱۳۹۸.۵.۱۰
««««««««««««««««
زړه مې نه دی ګرم
درد لکه تا
خوږ خوږ کېږي
۱۳۹۸.۵.۱۰
««««««««««««««««
په تا مې نه لورېده
درد مې
په شپیلۍ کې پو کړه
۱۳۹۸.۵.۱۰
««««««««««««««««
زړه مې ډېر ډک دی
تشې خبرې کوم
۱۳۹۸.۵.۱۰
««««««««««««««««
درځم
خو نپوهېږم
خپلې پڼې مې
ولې پټې کړې دي
۱۳۹۸.۵.۱۰
««««««««««««««««
که نه وم
په خيال کې
په غوسه راسره مه غږېږه
۱۳۹۸.۵.۱۰
««««««««««««««««
مينه پر تا سپارم
که نه وم
د یوازیتوب احساس ونه کړې
۱۳۹۸.۵.۱۰
««««««««««««««««
نه نهیلی کېږم
که یو څوک مې
نهیلی نه کړي
۱۳۹۸.۵.۱۰
««««««««««««««««
غزل
مرګ ته راغلی یم چې مرګ نه غواړم
ځــــان راتــه ګـران دی د هغـې لپــاره
زړه مــې ویل چې څوک دې نه پېژني
چیغې مـــــې راوړې ستا کوڅـې لپاره
نن یــې پـه جـــار رالـــره جـــار ووېل
لــه جــاره جــار وځــــم هغــې لپـــاره
د ورځې بوخت یمه په کار کــې د کار
ستــړیا مـــــې راوړمــه د شپــې لپـاره
نیمــــه ګنــــاه کـــه رانــه کېــږي کلــه
نيمــه پلـمـــه غـــــواړم تــوبــې لپـــاره
د نی کوڅه کې مــــې چې څه کول نن
څــه مــې ویــل هغـــــې شپنــې لپـاره
غوسه کې موسکـه شــــوله ويـــې ويل
مـــړه خپـــــه وې د هـمــــدې لپــــاره
بـدر چــــې هـر چا ته دی ګران داسې
غــریب څــــه نه لــري ګیلــې لپـــاره
۱۳۹۷.۵.۱۰
««««««««««««««««
په تا پسې به یې
زما ورکې سترګې لیدلې وي
نن له کړکۍ سره
د هوا سترګه لمده ده
١٣٩٨.٥.٩
««««««««««««««««
ته هم لاړې
زه هم لاړم
هغه ځای نه
ژوند هم
تللی
اوس مې
مینې ته سودا ده
خواره چېرته
کومه لار
راپسې ګوري
١٣٩٨.٥.٨
««««««««««««««««
دا ډېرو ښکلو ته چې زړه خورم بدر
دا ډېرې ښکلې څومره تا غوندې دي
١٣٩٨.٥.٨
««««««««««««««««
چل دی په هنداره کې که ژوند کې دی
څومره چې ځوان راشم په کې زوړ ښکارم
١٣٩٨.٥.٧
««««««««««««««««
پاڼه یې سپینه رالېږلې
سودا مې ده
زړه یې ډک پاتې شوی
١٣٩٨.٥.٦
««««««««««««««««
لاره چې په ګلونو ښکلې شي
زما به ګوتې په اغزیو ژوبلې وي
که تا پېښه راوکړه انتظار به پیکه را وګوري
١٣٩٨.٥.٦
««««««««««««««««
زما یې سترګې
خوبولې خوښې
خو شپه وي
ویښه تللې
١٣٩٨.٥.٤
««««««««««««««««
چا وانه ورېدل
شپې ته
د هغې پخپله ژبه لګیا وم
١٣٩٨.٥.١
««««««««««««««««
انځور دې ما ته ورته دی
چې غواړم درګورم
کتلو نه دې خوند اخلم
١٣٩٨.٥.١
««««««««««««««««
سترګې مې هيڅ نه را درنېږي چې اوس
اوس مـــــې خوبونو تـــه درد لاره کړې
١٣٩٨.٤.٣٠
««««««««««««««««
ډېرې کیسې يې زده دي
نن مې د دېواله
راښوييدلي سیوري ته
د مينې د لارې
په ملا راماته ستړیا دمه کړې
۱۳۹۸.۴.۳۰
««««««««««««««««
اخر د تندې او سراب انځور مې هم وکښه
د خیال ویاله کې یو څوک بهیږي اوبه اوبه
١٣٩٨.٤.٢٩
««««««««««««««««
شپه مې وسکونډله
ډاډه وم
چې څوک مې نه ویني
١٣٩٨.٤.٢٩
««««««««««««««««
چې لارې لارې
د ښکلو لارې ته وي
یو خوب ورک شوی
زما له سترګو څخه
١٣٩٨.٤.٢٩
««««««««««««««««
هره ورځ مړ چې د چا سترګو ته و
بدر اوس شپه په هدیره کې کوي
١٣٩٨.٤.٢٨
««««««««««««««««
ژوند ګران دی
خو زه هغې ته ګران یم
ولې چې نه را درنېږي
خیال مې پر دې لاره
سپک ځان سره اخلي
١٣٩٨.٤.٢٨
««««««««««««««««
مرغی چې په تنګ شي
له یوه ښاخ نه بل ته الوځي
کاش وزرې مې درلودای
١٣٩٨.٤.٢٧
««««««««««««««««
اغزنه لار کې
په پام ځکه قدم اخلم
چې خیال دې راسره دی
يبلې پښې خو ټول عمر ور روان یم
۱۳۹۸.۴.۲۶
««««««««««««««««
زه هغه ملنګ یم چې چيغـې يې ارزانې دي
عشق رالره ګـوري تل داسې د تاوان کوڅې
۱۳۹۸.۴.۲۴
««««««««««««««««
چې راته یاده شې تر خپل څنګ دې نـږدې ووينم
په خپلو سترګو کې مې شپه ګرځوم خوب ګرځوم
هره کوڅه کې زه هغـــــــــــــــــه تقدس نه وینمه
چې ګنهکاره په کې خپل دا لېونتـــــــوب ګرځوم
۱۳۹۸.۴.۲۴
««««««««««««««««
چې ور يې نه پرانيزم
د نيستۍ وږم رالټېږي ترينه
قسمت زړه کوټه ده
تل په کې جوړې د غڼو ځالې دي
۱۳۹۸.۴.۲۴
««««««««««««««««
شاعرانه ورک یم
خیال دې
د ذهن په کوڅو کې
تر لاس نیولی یم
۱۳۹۸.۴.۲۳
««««««««««««««««
زخمي خوبونه
اوس سترګې نه پټوم
اوس خوب لیدلو ته مې زړه نه کېږي
اوس مې خوبونه
هغه چنار ته پاتې کېږي
د چا په شونډو کې چې
د مینې توري شنه شي وبوګنیږي
په ځان کې غرق چې څوک تر څنګه یې بس هسې پښه نیولی هم شي
پر زړه یې هره شېبه
چړې چړې پرېوځي
١٣٩٨.٤.٢٠

««««««««««««««««
د یاد چې وریو ته دې
د خیر دعا کومه
زما له زړه چاپېره
لېوه د وېرې ګرځي
١٣٩٨.٤.٢٠
««««««««««««««««
تیاره مې هره شپه
کټ ښوروي
له خپلې وېرې ترهېدلې تیاره
بلده ده
چې مې د حواسو غېږ کې
څنګه پټه شي
١٣٩٨.٤.١٦
««««««««««««««««
مجرم یم
خو دا چې څوک مې
لکه د نورو
له ګرېوانه نه نیسي
خپل زړه مې وژلی
۱۳۹۸.۴.۱۶
««««««««««««««««
څو کوره ها خوا
غږ مې دې واورېد
نوم دې راته واخیست:
بدره راوګرځه!
شاته مې وکتل
له وره سره ولاړه وې
ودې نه پېژندلم
په کوڅه کې تر ما لږ ډېر مخکې
زما د سیوري غوندې
یو بل ستړی روان و
اوس چې کله هم
ځان ته خپل نوم اخلم
اشنا نه ښکاري
۱۳۹۸.۴.۱۶
««««««««««««««««
شپې مې په خوب کې ليدلې وې
چې ځې
اوس د ورځې ويده کېږم
۳۹۸.۴.۱۶
««««««««««««««««
پر غږ مې خپسه ناسته
چیغې مې خوب وړې دي
څوک مې دې نه رالټوي
زه په ویښه کې ویده یم
١٣٩٨.٤.١٠
««««««««««««««««
په شوګیر ګرمه کوڅه
خپلې
لیکې
لیکې
سرې سترګې موښي
بیګاه ګرد په کې
د باد له پښو سره را لټېده
١٣٩٨.٤.١٠
««««««««««««««««
تیاره کوټې ته راننوتې
یوازیتوب پر ځان د چوپتیا بړستن راکښلې
ته چې نه یې
د تیارې وېره مې
ولي درنوي
1398.4.8
««««««««««««««««
خوښ یم
چې درنــه خپه یم
شکر چې شته یې
ما ته د شتـــــــــون هيله دې
په خپل نشتون کې
د شتون احساس راکوي
۱۳۹۸.۴.۶
««««««««««««««««
غواړم
چيغه شم
خو تا ته يې
بت تراشلی یم
۱۳۹۸.۴.۶
««««««««««««««««
وځنډېدې
زړه را ودرځېد
انتظار وسکونډلم
سترګې مې له وره بهر هېرې کړې
کوټه ړنده راښکاره شوه
۱۳۹۸.۴.۵
««««««««««««««««
دردونه ماشومان دي
چې څه ورنه کړې
کوټه په سر واخلي
یو وخت چې ګورې
هر څه ګډوډ پراته وي
د وره په خوا کې
دېواله ته
هر درد
اوښکې اوښکې سترګې
خوب وړی وي
۱۳۹۷.۵.۱۴
««««««««««««««««
لاس چا ته نه نیسم
چې نیکمرغه مې دې کړي
دا مې هم نه خوښېږي
چې څوک دې
نیکمرغي راځنې واخلي
زه مینه کوم
چې نېکمرغه و اوسم
تا چې نېکمرغي
تل راسره وي.
۱۳۹۸.۴.۳
««««««««««««««««
شعرونه مې
د اوښکو کروندې دي
ته چې تلې
ویلي دي وو
چې کله ژاړې
زړه به مې درد کوي
۱۳۹۸.۴.۳
««««««««««««««««
تنهایي
ذهن مې د وره غنګا بوخت کړی
او سترګې مې
په کوټه کې
ستا د ناستې ځای لټوي
چای سوړ شوی
۱۳۹۸.۴.۲
««««««««««««««««
سپیده دم سترګې پرانیستې دي
خو تنهایي
هغه احساس دی
چې د زړه پر تخت مې
لکه شپه خوره ده
زما خوبونه ویښه کې ویده دي
١٣٩٨.٣.٢٥
««««««««««««««««
یو بیت
وکړلو جرئت چې مې لاس د نظر رايې کښي
حسن دې ګلونه په لــمــــــن کــــې دي راوړي
۱۳۹۸.۳.۳۰
««««««««««««««««
شپه خپه وه
بیګاه خوب وړی وم
١٣٩٨.٣.٢٦
««««««««««««««««
هغه لاړه
هغوی یو بل ته ورسېدل
دا هره یوه
یوه کیسه ده
خو زما هغه کیسې خوښېږي
چې پای نه لري
۱۳۹۸.۳.۲۲
««««««««««««««««
غزل
په تا جانانه! لږ راته وګـــــــــــــــوره
تېر یم له ځانه لږ راته وګـــــــــــوره
ستن ته د عشق د نظر تار اچــــــوم
ريښې ګرېوانه لږ راته وګـــــــــــوره
تر ورېځو وروسته یې وعده کړې ده
زړه تر بارانه لږ راته وګـــــــــــــــوره
حسن کاپر دی او کاپر يـــــې کړه دي
خیر دی ایمانه لږ راته وګــــــــــــوره
عشقه تر تا پورې خو لنــــــډه لار ده
ژوند دی ستومانه لږ راته وګــــــوره
لا خو ځواني ده لا خو هغه به راځي
مرګه ناځوانه لږ راته وګــــــــــــوره
ګرمېږه مه زما خو ورور دی هغـــــه
د جنګ میدانه لږ راته وګـــــــــــوره
بدر یم ستا د زړه خبره کـــــــــــــوم
غضب جانانه لږ راته وګــــــــــــــوره
۱۳۹۸.۳.۲۱
««««««««««««««««
درته مې ګل
راوړی نه و
راته یادېږي
چې خپه وې
نن مې په باغ کې
د یو بل ګل
خیال هیڅ ونه ساته
نن
بدرنګۍ ته مې د باغ
فکر هیڅ و نه رسېد
او ته هم...
رانغللې
١٣٩٨.٣.٢٠
««««««««««««««««
تنده
مینه راته نه راځي
یا خو هیڅ په مینه نه پوهېږو
گلونه مو خوښیږي
خو ګلدانونه تل تندې پسې اخیستې وي
١٣٩٨.٣.٢٠
««««««««««««««««
درځم
خو هغه پلمه لټوم
چې درشم
۱۳۹۸.۳.۱۹
««««««««««««««««
غواړم حیرانه یې کړم
د ژوند د لارې پر سر
مخامخ ورته درېږم
ډاډه یم
تېکمرغي مې نه پېژني
١٣٩٨.٣.١٨
««««««««««««««««
پخپلو سترګو مې باور نه راځي
نن مې ته بیا پــــه بلۍ ونه لېدې
ما د چينې پر شګـــو کې ولیکله
راغلم خو ته مې جلۍ ونه ليدې
««««««««««««««««
غواړم له ځانه سره کېنم
خو ډېر وېرېږم
چې هسې نه
په دې هینداره کې
پردی ښکاره شم
١٣٩٨.٣.١٨
««««««««««««««««
چې مې پخپلو مړو سترګو واوړم
غـواړم دې نوره هـــم وافره ښکلا
خبــــــره نه ده د کمـــزوري ایمان
جنــــــۍ اغوستې ده کافره ښکلا
۱۳۹۸.۳.۱٦
««««««««««««««««
په ژړا کې
چې فکر نه کوم
کمزوري رامخه کړې
مینې
را زده کړې چې
خندا د ژوند د غره څوکه ده
١٣٩٨.٣.١٥
««««««««««««««««
احسان نه در اړوم
زر کاله به نور درنږدې شوی یم
نیمګړو شعرونو ته به مې ښکلا درنه غواړم
زر کاله وروسته
یو شاعر به بیا درباندې مﺉین وي
١٣٩٨.٣.١٣
««««««««««««««««
وخانده!
په خندا کې ښکلې ښکارې
غواړم چې ټول عمر دا ستا په څېره کې
ستا د خندا د باغ د هر یو ګل ښکلا کې ورک یم
نه غواړم خپله حافظه مې له لاسه ورکړم
زما خوښېږي
چې د خیال د وره له شا راباندې غږ وکړې ته:
د خوشالۍ د اوربل خیال مې لکه ډېر در ګران دی؟
باغوانه بس دی ډېر  ګلان دې ټول کړل
١٣٩٨.٣.١٣
««««««««««««««««
په ژبو کې
سخته
ستا د کتو ژبه ده
زه ډېر پرې نپوهېږم
خو راته خوند راکوي
۱۳۹۸.۳.۱۲
««««««««««««««««
کاش...
کاش لکه چې زه دې غواړم
هغسې وې
لکه زما د شعرونو په هره کرښه کې
چې راسره ګرځې
۱۳۹۸.۳.۷
««««««««««««««««
بیګاه یوه بله کیسه درته کوم
ښايي ستړې کوونکې وي
مکالمې نه لري
کرکټر يې يو دی
له خپل چاپېره چورلي
او له ځان سره لګيا وي
د سړي باید خپل خوب ته
د پلمې کیسې هم زده وي
۱۳۹۸.۳.۶
««««««««««««««««
هغه رانغله
سودا پر زړه وسکونډلم
خو زه لا هم ګړۍ ته موسک وم
وخت ترې ورک و
شلم ځل مې بیا
ستنې یې
پاو کم شاته کړې
١٣٩٨.٣.٥
««««««««««««««««
ته چې وايې
منم
ښایي هېره شوې مې یې
خو ستا د یادونو باغ ته
د هغې تللې ویالې پر غاړه
شنه وله
زما ذهن دی
باور دې
د فکر په ورغوی کې
د ذهن د وجود کرښه
سمه کړې نه ده
١٣٩٨.٣.٤
««««««««««««««««
د نیمکښو وره په کڼو غوږونو واوښتم
شعر مې نا اوریدلی
له کوڅې راسره روان کړ
««««««««««««««««
وره نیمکښو کتل
کوڅه تلوسې تر ګوتو نیولې وه
وریځې لا هم په غرونو ګرځېدې
««««««««««««««««
چې دې خپه کړم
خو دې خپه کړم
سر پسې مه ګرځوه
د پرخو څاڅکي
پر مخ د پاڼو
چا وې چې ډېر پاتېږي؟
۱۳۹۸.۳.۲
««««««««««««««««
”هغه راسره ډېره مینه لري“
دا زما هغه شعر دی
چې نه بشپړېږي
١٣٩٨.٣.١
««««««««««««««««
پيڅې مې بډ وهلې
په سیند ورګډ شوم
پورې وتم
ور ومې کتل
له تندې يې ژبه ختلې وه
خندا راغله
خپلو پيڅو ته ځير شوم
پر خوله مې لاس کېښود
زه او سیند
هره ورځ
همداسې
د تندې د خندا په لپو کې ورک يو
زه او سیند
په دې پوهېږو
چې خندا مو د څه وي
چې هره ورځ داسې
پر چا خاندو؟
ځان تېرایستل هم خوند کوي!؟
۱۳۹۸.۲.۳۱
««««««««««««««««
غواړم
د قدمونو غږ دې
داسې انځور کړم
چې څوک ونه پوهېږي
ځې
او که راځې
١٣٩٨.٢.٣١
««««««««««««««««
فکر کوم
ستا په لوري
په سفر کې یم
او هره شېبه
تا ته در نږدې کېږم
کاش تل مې
همداسې خوبونه لیدل
داسې به د مینې نوستالوژي
یوه معنی درلودای
١٣٩٨.٢.٣٠
««««««««««««««««
له غرونو تیږې هر څوک نه راوړي خو
دا لېوني بلې بلا وهلي
زموږ د کلي ځینې خلک دي چې
خپلو درواغو سم په ملا وهلي
١٣٩٨.٢.٢٩
««««««««««««««««
راز
ویې ویل
له مرګه نه ډارېږم
ما
په همدې شېبه کې
واقعي ژوند احساس کړ
هغوی
رښتني ژوند ته
و نه رسیدل
هغوی له مرګ نه چې په وېره کې وو
مینه یې نه وه کړې
١٣٩٨.٢.٢٨
««««««««««««««««
مینه وږې لوږه ده
یو بل ته چې ماړه وګورو
ستا به هم نه یادېږي
١٣٩٨.٢.٢٨
««««««««««««««««
یوازې نه يم
د ژوند په کوڅه کې
ځان سره اوسم
۱۳۹۸.۲.۲۷
««««««««««««««««
ته
د خپل زړه
د جوړو کړیو دیوالونو شاته ناسته یې
زه
د ژوند په شاړو کوڅو کې
چیغې وهم
چې درسره مینه لرم
پوهېږم چيغې مې ما غوندې کمزوري نه دي
او دا یې زده دي
چې پر دیوالونو څنګه واوړي
خو وېره مې له خپلې هغې له شوره ډکې چوپتیا ده
چې د ژوند چاپیریال مې په سیوري کې یې
کنگل نیولی
١٣٩٨.٢.٢٨
««««««««««««««««
هر ور مې يې وټکاوه
زړه په همدې کوڅه کې
ډېر ټوپونه وهل
۱۳۹۸.۲.۲۶
««««««««««««««««
ته وې چې عشق
په زړه راپېښه وکړه
سیند کې اوبه دي
چې کبان دي په کې
چې ته راځې
سود مې د زړه چې څه دی
غم او سودا
مخ په تاوان دي په کې
١٣٩٨.٢.٢٦
««««««««««««««««
ښه اوریدونکی یم
دلته ټول خپل زړونه تشوي
هر څوک غواړي چې ورته غوږ وم
څوک چې دې نه پیژني
شک هم نه کوي
چې تا غږوم
١٣٩٨.٢.٢٥
««««««««««««««««
سترګې چې انځوروم
له اوښکو نه رنګ اخلي
خو لاره کڼه ده
ستا د قدمونو غږ نه اوري
۱۳۹۸.۲.۲۵
««««««««««««««««
چوپتیا مې د تنهايي غېږه کې
پر هیلو خوره بړستن ده
د شپې د تیارو وېره مې
د زړه کوټې ته ننوتې
١٣٩٨.٢.٢٥
««««««««««««««««
غزل
وې او کـــــــــه ته نه راسره وې
درد لکــــــــــه د زړه راسره وې
عشقه که ګونګی وې هم خو وې
چيغـــې ته مې خوله راسره وې
ستا یادونــــه دي چې راته ګران
ورکــــــــــه به يو څه راسره وې
وډار شـوم چې خلکو کې ماښام
بیا مې خیال کــې ته راسره وې
دې خوب ته سودا کې یمه ډېر
راغللــــــــــې تر وره راسره وې
ویې یې بـــــــدره نه درپوهیدم
اور ومـــــه اوبــــــــه راسره وې
««««««««««««««««
د عشـــــق انتخاب زړه و چې راغی زمیني شو
د زړه ګنــــاه چې واخلي د زړه خوښه همدا وه
تقصیـر خو د ښکلا و دا ستا چې شوه په برخه
میین چې زه په تا شوم په دې کې ګناه ستا وه
١٣٩٨.٢.٢٠
««««««««««««««««
غواړم چې نن شپه دې
د مینې د هسک
ورېځې شمه
نن شپه زما یوازیتوب
خپلو تیارو څنډو کې
د زړه مې درد تخنوي
یوازیتوب د سینې دښته کې مې
د استسقا
په زوره غږ کړی دی
نن شپه دې ورېځې شمه
نن شپه دې وورېږم
نن شپه لمده غواړمه
١٣٩٨،٢.١٨
««««««««««««««««
د مينې پر بام
د الوتلو هیله به مې
هیله پاتې شي
د خوب مرغی
په سترګو کې نه را ويښېږي
۱۳۹۸.۲.۱۸
««««««««««««««««
غمونه دې زما
چې در ګورم
پر شونډو
د خندا ناستې مرغۍ
مه الوزوه
١٣٩٨.٢.١٨
««««««««««««««««
خوی چې د غله کوم کوڅې ته درځم
غواړم پــــــــــه تياره کې رڼا و وينم
««««««««««««««««
زه مې خپله تابلو کښم:
په چیغو کې ورک
تت غږ
١٣٩٨.٢.١٥
««««««««««««««««
مینه
د کوم شعر لیکلو ته چې
ژوند مې پلمه شوی
او زه یې
لیکلای نه شم
مینې لا هم
لکه چې زه یې غواړم
لېونی کړی نه یم
١٣٩٨.٢.١٥
««««««««««««««««
تا ته ښکلا
ځان ته چې مینه غواړم
په تا مې درد هیڅکله نه لورېږي
١٣٩٨.٢.١٤
««««««««««««««««
د خندا د غږ تنده
غواړم د ستړي وجود
د ارت نیزار
د اور په سیوري کې دمه شم
غواړم شپیلۍ شپیلۍ دې
ستا د خندا غږ ته اوبه اوبه شم
نن مې د عمر د چوپتیا تندې بللی یمه
١٣٩٨.٢.١٢
««««««««««««««««
انځور مې دې وکښه
خو چې نه شم ورکتلای
ژر د نظره کېږې
١٣٩٨.٢.١١
««««««««««««««««
اسمان دې زړه
وریځې دې درد
احساس دې و ورېږي
وچکالي سرې سترګې
د عشق د مځکې لارې ګوري
١٣٩٨.٢.١١
««««««««««««««««
د ویالې ذهن ډک شوی
ستا خوبونو ته د زړه په وچ ډاک کې
سیند انځوروم
١٣٩٨.٢.١٠
««««««««««««««««
د ژوند مهال ویش مې
ډک دی
عشقه!
چیرته دی ولولم
١٣٩٨.٢.١٠
««««««««««««««««
درواغ
غوږونه دې چې څه اوري
او سترګې دې چې څه ویني
هغه باید ومنې
خو زه نه غواړم باور پرې وکړې
ما هم دا زده کړي دي چې
د چا د خاطر لپاره
درواغ ووایم
١٣٩٨.٢.٨
««««««««««««««««
سفر
شپه ساه نیولې ده
وخت د میږي پڼې په پښو کڔې دي
ویښتیا د خوب ماته پښه ده
زه هغه ڂای ته په سفر وتی یم
چې هیڅ نشته
١٣٩٨.٢.٧
««««««««««««««««
بې دمه ژوند

چې چا د ژوند په نیمه لار کې
د خپلې ستړیا سیوري ته
سترګې پټې کړې وي
هغه ویده نه دی
په دې پوهېږي
چې لار
د خپل زړګي
د چوپتیا تنده
هره شېبه همداسې پټې سترګې
د چا
د ستړو ګامو
په ستړي غږ ماتوي
دا لاروی ټول عمر
همداسې پټې سترګې
د یو رنګین خیال د لیدو مینه کې
د یو آرام نفس د کښلو امسا لاس کې نیسي
ګوندې دا غلې اوږده لاره
د امسا په ټکا
سندریزه کړي
١٣٩٨.٢.٥
««««««««««««««««
لوږې!
لاس مې پرېږده!
تاواني یم درته
ځمکه
غوړېدلې لومه ده
او زما هیلې
د هرې دانې په سر
د وېرې د مرغۍ سیوري دي
لوږې!
تاواني یم درته
١٣٩٨.٢.٥
««««««««««««««««
نه ماتیږي
مینه د سترګو له چينې
راښويیدلې تنده ده
١٣٩٨.٢.٤
««««««««««««««««
د عشق درد ته که ورکړی مې خپل زړه دی
په سایه کـــــــــــې واوره ژر نه ويلې کېږي
کله کله چـــــــــــــــــې ته نه راغوسه کېږې
کله کله مـــــــــې زړه ډېر په ځان خوږېږي
چې يې نه پرېــــــــــــږدم خبره د تلو وکړي
که دا ووايـــــــــــــــــي نو څه راپاتې کېږي
بدر ستا خندا په ځــــــــــان باندې مات کړی
ملنګ کلــــــــــــــــپو دروازو ته نه درېږي
۱۳۹۸.۲.۳
««««««««««««««««
په لاس کې دې مڼې
رایاده کړه
چې ادم ذات یم
۱۳۹۸.۲.۱
««««««««««««««««
دنیا لویه ده
خو کم په کې ځاييږم
تا چې لرم
د زړه تنګه کوټه هم راته ډېره ده
۱۳۹۸.۲.۱
««««««««««««««««
زه او ته
ډېر سره ورته یو
زما
زړه مات شوی
او تا
زړه مات کړی
۱۳۹۸.۲.۱
««««««««««««««««
دا چې دعا کوم باران و نه ورېږي
هوا دې
لکه نابلده مرغۍ
د زړه پر کړکۍ مې
چې له تلو سره دې پورې کړې
اوتره ناسته ده
١٣٩٨.١.٣١
««««««««««««««««
کلونه کېږي
چې ته نه یې
خو زه
فکر کوم
لا هم
ناوخته نه دی
١٣٩٨.١.٣٠
««««««««««««««««
پریږدﺉ چې ژاړم
کله چې سترګې مې ډکېږي
پوهېږم څومره له احساس نه ډک یم
١٣٩٨.١.٢٩
««««««««««««««««
نیاز
چې مې ته وې لږه ډېره وېرولې
چې مې غوښته
خاورې ځان نه مې څنډلې
د کور وره کې
له خندا نه ډکه خوله وم مخامخ در دریدلای
تا باور هيڅ نه کولای
په بیا بیا دې توبې ایستای
بیا دې ځان سره ویلې
څه کېده چې په رښتیا بېرته راتللې
نور په مرګ مې هم ته نه مرورولې
زما زړه کې دا خبره شي راتاوه
کاش چې مرګ مې وای خپل لاس کې
د خپل نیاز له مخې مړ ژوندی کېدلای
۱۳۹۸.۱.۲۹
««««««««««««««««
له ځانه لا نه یم وتلی
ته مې هوس یې
د مینې بله هوا وي
١٣٩٨.١.٢٨
««««««««««««««««
زړه تنګي مې ترلاسه نیولې
د خندا لپاره دې
په کومه کوڅه کې
کوم ور وټکوم
۱۳۹۸.۱.۲۸
««««««««««««««««
لوږه خرامانه را روانه ده
په کوڅه کې چې څوک ورته ولاړ دي
پر ګېـډو یې تیږې تړلي
١٣٩٨.١.٢٨
««««««««««««««««
ته نه یې
یادونه دې راغلي
دلته هر څوک د یو بل نقش لوبوي
کاش ویې لوبولای شي
١٣٩٨.١.٢٦
««««««««««««««««
زما خوښیږي
چې یوازې درګورم
زه هغه مړی یم چې سترګې یې خلاصې پاتې دي
١٣٩٨.١.٢٦
««««««««««««««««
ته مې د فکرونو د پیغلې
د غاړې هغه صدفي غاړکۍ يې
چې د ژوند د سیند په تل کې
مینې په رنځ اخته کړې
۱۳۹۸.۱.۱۹
««««««««««««««««
منم د مینې ډېر نومونه دي
خو تنده
د هغه مات پله نوم دی
چې یوازې
د کلي او غره ترمنځ
د وچ سیند زده دی
١٣٩٨.١.١٨
««««««««««««««««
غواړم چې هرڅه هېر کړم
او ستا د سترګو د راکړو نښو پر لارو
د خپل ماشومتوب کلونو ته ستون شم
غواړم د سیندونو په هيندارو کې له کبانو سره پلی تر کلي لاړ شم
غواړم چې داسې مزل تر لاس ونیسم
چې هيڅ دې ستړی نه شم
۱۳۹۸.۱.۱۸
««««««««««««««««
زه مړ شوی یم
دا له پښو پاتې وجود ګورې
ته مې چې په ځان کې وژلې
نه پوهېدم چې ځانوژنه کوم
۱۳۹۸.۱.۱۸
««««««««««««««««
ژړا ته مې زړه کېږي
غواړم د ډک زړه
د تشيدو
په خوند پوه شم
۱۳۹۸.۱.۱۸
««««««««««««««««
ستړیا
د هیلو د ونې سیوري ته وخته
ژوند ارته لمن
د پخو میوو خوب ویني
١٣٩٨.١.١٨
««««««««««««««««
باد
په هوا کې
پر نڅا میین دی
کاش
مځکې جاذبه نه درلودلای
باد مې تر لاس نیولای
١٣٩٨.١.١٩
««««««««««««««««
یوازېتوبه
غېږه ژر مه پرانيزه
یو ژوند يې يادونه دي
۱۳۹۸.۱.۱۷
««««««««««««««««
د توت زړه ونه
د باران سندرې وایي
باد د هیلو د مرغیو ځاله کې
کور جوړ کړی
١٣٩٨.١.١٦
««««««««««««««««
مینه
اسمان د ورېځو سپینه کاسه
مینه مې وسکونډله
د خوب مرغۍ له سر نه والوتله
١٣٩٨.١.١٥
««««««««««««««««
مرګی یې ژر ژر چې پوښتنه کوي
وايي دي ښکلي او سپیڅلي خلک
خدایه پر تا لکه چې ډېر ګران دي
دا افغــــــــانان دغه ښاغلي خلک
١٣٩٨.١.١٣
««««««««««««««««
غزل
لوګـــــی مـــې زبات د چا له سترګو نه کړ
خون مـې زړه زیات د چا له سترګو نه کړ
پټه خـــــــــوله پاتــــې شوم په مینې باندې
زړګــــــــی مې مات د چا له سترګو نه کړ
د چا د سترګو چې غزل غــــــــــــــــزل و
کتاب مـــــــــې کات د چـا له سترګو نه کړ
هوښــــــه چــې نه وې د ژوند هم مه وایه
ما خـــــــــــــــرابات د چا له سترګو نه کړ
هغه جینــــــۍ هغـــه په ځان مـــــئـیــــــنه
پېکی میـــــــــــرات د چـا له سترګو نه کړ
بدر چـې غـــوښته د چـا د سترګو خیرات
زړه یې خیـــــــرات د چا له سترګو نه کړ
١٣٩٨.١.١۲
««««««««««««««««
خوب
باران یوه شېبه د کړکۍ ګرد وهلو هیندارو ته تم شو
د کوټې زړه نه کیده چې خپل تشوالي ته ور وګرځي
له خاورو رالټیدلې خوشبويي
کوځه له ځانه سره بېولې وه
نپوهېږم
چې دا شېبه
زه د کوم هېر شوي خوب وریاد شوی وم
۱۳۹۸.۱.۱۰
««««««««««««««««
ښايي لږ وځنډېږم
هلته د غره ډډه کې
رانه د خپلې شپیلۍ غږ پاتې دی
د سیند نه پورې خوا په کلي کې مې
زړه هېر شوی
لږ راته تم شه
فکر مې
د غره او کلي ترمنځ
د غځیدلي سیند په منځ کې
خوب د سېپیو ګوري
ته لږه دعا کوه چې اوبو وړی نه وي
مزل به هسې پسې نور اوږد شي
که په تنګېږې
ځه ورځه په مخ دې ښه
ور به دې
بل وخت چې لږ راټول شوم
در وټکوم
خو اوس مې ګورې
چې خوروور یم
هسې نه تا هم
مرګيه خوروور کړم
بیا به دا پړه چېرته وړې
چې لکه ما
ته هم خپل ځان راټولای نه شي
١٣٩٨.١.٧
««««««««««««««««
وېره
نن څو ځلې مې وکاته چې ځان په آیینه کې
چا ووې راته بدره چې په ږيره کې دې سپین دي
۱۳۹۸.۱.۶
««««««««««««««««
غزل
درد او غـــــــــــم کـــې ښکېله ګردابي لار ده
اوښکو نــــــــــــه مې جــــوړه سیلابي لار ده
هر یـــــــــــو ګام کې تندې نـــه دی ډک مزل
مینــــــــــــــــــــــــــه له اوله ســـرابي لار ده
څه کــــــــــــــــــــــوې زما بې ګنــاهي باندې
ما چـــــــــــــــــــې غوره کړې عذابي لار ده
خیال چې مې په زلفو کې ایسار خــــوښ دی
وړانــــــــــــــــــــدې یوه ډېره مهتابـي لار ده
زړه که مــــــــــــې دی وینې وینــې څه وشو
لار د شــــــــــــــــــفق جام ته خونابي لار ده
بـــــــــــــــــــــــــدر ګنهکار دی بدر دا وايي
مینه مـــــــــــــــــــــــې موندلې ثوابي لار ده
١٣٩٨.١.٤
««««««««««««««««
اوس د احساساتو په کوڅه کې دومره نه یمه
اوس د ځوانۍ جوش نه بدره دوه ګامه اوښتی یم
هغې لېونۍ پسې چې ورک یمه خو ورک نه یم
مینه کې حواسو نه پنځه ګامه اوښتی یم
١٣٩٨.١.٢
««««««««««««««««
زمان
شپه ده
ځنګل دی
او زه له بهاره سره
د یو فصل
فاصله حس کوم
باد د سپوږمۍ رڼا ته
د ونو بې ستري انځوروي
لارې زما له هر قدمه سره
د ماتیدلو ترانه غږوي
د مني له کرښې اوښتل
د ژمي تر لومړي سهاره
یوه اوږده فاصله ده
ساړه مې وشول
نه،، لکه چې د ژمي د سپیده دم وره ته ولاړ یم
یا خو د یاد سپوږمۍ دې
د وخت پر سپین څادر
د هغه عمر ناسته کیسه ده
چې د زمان په نه ختمېدنکې صحرا کې
ستا د یاد د عطرو په پښو
زموږ په لټه کې پښه نیولې شوې
١٣٩٨.١.٢
««««««««««««««««
پسرلی
له کومې کوڅې را تېر شوی؟
ګلونه
ستا عطر لري
١٣٩٨.١.٢

ادامه نوشته