لنډې کيسې: نقاب

لنډه کیسه:

نقاب

نعمت هره ورځ ماښام د قلم څوکه د سپینې پاڼې پر مخ نڅوله.

هغه ډېر کتابونه لوستي وو ـ سور ریالیزم، جادویي ریالیزم، اېبسټراکت، میټا فکشن...، خو تر ټولو ډېر یې له فلسفي او تصوفي بیان څخه خوند اخیسته.

په ذهن کې یې د څو ورځو پخه شوې کیسه یاده شوه. ښه شېبه یې قلم په ګوتو کې تاو راتاو کړ. کله به یې د یوې مرغۍ له سترګو نړۍ ته کتل، کله به‌یې د دعا د لپو په غږونو د زړه غوږونه نازول، خو یو څه ناسم وو. فکر یې کاوه، داسې خو لوستونکي ورته نه تم کېږي.

ډېرو شپو همداسې، سپینې پاڼې پرې تورې کړې خو د خولې خوند یې نه برابرېده.

یوه شپه، چې ډېر ستړی و، بې له کوم ذهني چمتووالي يې د قلم‌ څوکه پر پاڼه را کاږله او ویې لیکل: «زما ساه شه، زه ستا کیسه یم. ساده یم، خو ژوره نه؛ زه ستا د زخمونو ژبه یم، نه د تمثیلونو نقاب.»

رحمت حیران و. دا جمله یې نه له چا اورېدلې وه، نه له کوم سبک سره تړلې وه؛ خو سترګې یې پرې خوږې شوې.

سبا ته‌یې کیسه ولیکله. یو ماشوم د مړېدو لپاره په یوې ډوډۍ پسې د ښار زړه ته راوتلی و. نه استعاره، نه سیمبول، نه فلسفه. کیسې یې د خلکو سترګې لمدې کړې‌.

رحمت په موسک انداز، قلم ته‌ وکتل او ورو یې وویل: «نه! ته، زه نه وې، ته کیسه وې ـ هماغه ساده، هماغه ژوره.»

همدا کیسه وه او رحمت بیا، هره ورځ نوي څه لیکل. نور یې ځان له سبکونو، ایزمونو او نقدونو خلاص کړی و. کیسه‌یې د کوڅې له غږه اخېسته، له بازار، له زړو سترګو، له یوې خاموشې ولکې.

یوه ورځ، یو ځوان لیکوال ورته خپل داستان راوړ. ویې ویل: "دا مې څو ځله ایډیټ کړی، خو احساس کوم له هرڅه خالي دی، مرسته راسره کوې؟"

رحمت کاغذ ترې واخیست، ورو یې ولوست. بیا یې قلم ترې وغوښت، څو کرښې یې پاکې کړې، یوازې یوه جمله‌یې پرېښوده: "زه ستا د زړه ژبه یم، په نقابونو خوله مه رابندوه."

ورو یې وویل: "دا کیسه، تاته د زړه له تله راغلې، نه د سبکونو له بندو دروازو... همدا وساته."

ځوان موسک شو، سترګې‌یې وځلېدې. دا حالت رحمت د کیسې په یوې بلې کوڅې هم سر کړ.

د ځوان لیکوال له تلو وروسته، له ځانه سره یې وویل:" کیسه یوازې لیکل نه دي، اورېدل هم دي؛ اورېدل د ځان، د نورو، او د خاموشه ژبو چیغې."

په هغه ورځ، رحمت یوه بله پاڼه هم، د لمر رڼا ته ولیکله...

۱۴۰۴.۲.۱۱

ادامه نوشته

لنډې کيسې: د وره شاته

کیسه‌ګۍ:

د وره شاته

هر مازیګر، هماغه شېبه د کړکۍ تر شا کېناسته، چاې‌یې یخېده خو سترګو یې لمبې کولې.

بوټان یې د وره په خوله کې هغو پېچومو ته سترګې پر لار وې چې د غرونو افسانې په کې پټې وې.

له ځانه سره یې وویل: «کېدای شي نن... کېدای شي همدا اوس...»

خو ور، نه پرانېستل کېده. نري شمال تاو راتاو څڼې غورځولو سره، د هغه چا د کمیس وږمه خوره کړه، چې یې ویلي وو: «ژر بېرته راګرځم...»

۱۴۰۴.۲.۸

ادامه نوشته

لنډې کيسې: درزا

لنډه کیسه:

درزا

را ننوتم خو دروازه مې نه وه تړلې. رښتیا ووایم زه هېڅکله هم داسې نه کوم.

نپوهېږم نن شپه ولې زړه مې داسې درزېده لکه د ساعت ستنې چې سرچپه تاوېږي.

درزا داسې وه، لکه څوک چې را روان وي.

داسې یو څوک چې هیڅ پېژندګلوي مې ورسره نه وه، خو انګېرله مې، چې پېژنم يې. درزا د یو داسې تسلسل په څېر و چې له زړه نه پیلېده او آن د دېوالونو له رګونو تېرېده.

چا ونه ټکوله خو دروازه ورو ورو داسې پرانېستل شوه لکه څوک چې بې اجازې را ننوځي.

درزا د نااشنا پښو په ښکالو بدله شوه. سترګې مې د دروازې پر طرف وګنډلې خو هغه مې سهي"صحیح" نه کړه.

د کور فضا بدله شوه. د گامونو غږ یې دروند و خو نه لیدل کېده.

درزا زوروره شوه. خو دا ځل دا درزا زما نه وه. دا د هغه چا د زړه درزا وه چې را ننوتی و. د هغه زړه زما په وجود کې درزیده، لکه زما وجود چې د هغه وي.

هڅه مې وکړه چې وپوښتم: «څوک یې؟»

خو ژبه مې ونښته. پوه شوم چې ژبه مې یوازې د خبرو لپاره نه، بلکې د خاموشۍ دروازه هم ده. هڅه مې وکړه څه ووایم، خو کلمات د ژبې تر شا ولاړ وو، لکه د هغه سنګر عسکر، چې نه و. فکر مې وکړ، څوک چې دلته دی، شاید تل همدلته و، خو زه نه پوهېدم. شاید زه هغه اوسم، یا هغه زه، یا دواړه د یوه نالیدلي احساس انعکاس، چې د دروازې تر شا، پخپلو سترګو کې اوښکې وچولې.

اوس هم هره شپه، د زړه یوه درزا اورم خو نه پوهېږم د چا ده. زما، که زما په څېر د بل چا؟

۱۴۰۴.۲.۲۱

ادامه نوشته

لنډې کيسې: سیوری

لنډه کیسه:

سیوری

نپوهېږم ولې داسې احساس کوم چې د دې ښار واټونه او کوڅې راته پردي ښکاري، لکه چې هیڅ دلته ژوند نه کوم او په زوره ایسار شوی اوسم.

هره ورځ له کړکۍ نه پر کوټې یو سیوری را خورېده، یو پټ او ماتوونکی سیوری. داسې یو سیوری چې نه راته نږدې کېده او نه ورکېده. کله کله به رڼا د دې سیوري تر شا ولاړه وه او کله کله به د هغه له وجوده تېرېدله. دې شېبه کې به مې سیوری داسې احساس کړ لکه چې خپله نه، اروا يې پر کوټې خوره وي.

ژوند تېرېده، سیوری به هر ځای راسره و، خو هېڅکله مې نه شو لمس کولی. یوه ورځ، چې د زړو یادونو بوج نور هم را دروند شو، کوڅې ته مې سر ورښکاره کړ. نور خلک خپلو خپلو سوداګانو په مخه کړي وو، خو زه له خپل سیوري سره روان وم، هغه یوازینی ملګری چې تل راسره پاتې شوی.

همدا چې به د ستړیا لېوه غوښتل هډوکي را وشپېلي، د سیوري وجود به غېږ ته ورکش کړم. غېږه نه وه، یو یاد یو خوږ بوی ته ورته څه وو... د یوې داسې غېږې یاد چې د نړۍ ټولې ستړياوې په کې دمه کېږي.

ترې و مې پوښتل: "ته څوک یې؟"

مړه مړه يې را وکتل، خو ځواب یې رانه کړ. پر مخ د کرار او سکون داسې رومال را خور شو چې زړه مې غوښتل نور د تل لپاره سترګې همداسې پټې وساتم.

یو زوړ یاد په زړه وسکونډلم او دا مې حس کړل چې دا سیوری، دا سکون او دا پناه... دا مور ده.

هغه مور، چې نشته خو دعا یې پر ما سیوری را غوړیدلی او حتی په ښارونو، واټونو او خوبونو کې راسره وي.

چې را ولټېدم، لاسونه مې له بالښت نه تاو کړل، لکه د مور له غېږې ورک شوی ماشوم چې بیا یې مومي. بالښت پر سینې یخ باد راولېږده، لرې مې ګوزار کړه او سینه مې تش ډاګ ومونده.

په خپل سیوری پسې روان شوم، هماغه سیوری چې مور نه وه، خو مور ته ډېر ورته و. په تګ تګ کې يې شاته را وکتل او ويې ویل: "کله هم چې ستړی شوې، غږ وکړه."

مخکې له دې چې لمر يې پر سر څرک ووهي، مخامخ خو ډېر لرې، یوې غټې زړې ونې ته يې ګوته ونیوه او ويې ویل: " هغې ونې سره به درته انتظار کوم."

۱۴۰۴.۲.۲۱

ادامه نوشته

لنډې کیسې: هغه سترګې چې زما نه وې

لنډه‌کیسه:

هغه سترګې چې زما نه وې

کله چې سترګې یې راته راکړې، نور مې سترګې سره ورنغلې. د بې‌خوبي په وجه نه وه، د سترګو پټولو لپاره مې باڼه نه لرل.

سترګې یې د خپل کوټ له جېبه را و ایستلې؛ دوې لنده بلې خړ رنګې مرۍ، چې د سپېده‌دم ستورو ته ځلېدې.

ویې ویل: "په دې سترګو هر څه لیدی شې. آن هغه څه هم چې نباید و لیدل شي."

سترګې یې زما د سترګو په کاسو کې کېښودې او له دې سره نړۍ لکه یو ور غوندې د یوه نه پېژندونکي څیز په لور پرانستل شوه.

هلته خلکو سیوري نه لرل، دیوالونو خبرې کولې او هر ځل چې به مې هیندارې ته کتل، هغه زما سترګې نه وې چې ما ته یې کتل.

یوازېتوب رامخه کړه، که څه هم ځان سره وم.

خلک ورو ورو له ما لرې شول. هر یوه ویل: "ستا کاته درانده دي، ستا نظر د اور بڅرکی دی."

په ټول ښار کې یوازې یو ړوند خو زوړ سړی و چې زما په لیدو به یې د زړه سترګۑ خوږېدې. یوه ورځ یې راته وویل: "دا سترګې ستا نه دي، زویه. خاوند یې لا هم ورپسې ګرځي."

د سترګو په خاوند پسې شوم، خو هغه تللی و. هلته مې د تاقچې پر سر یو یادښت وموند چې سړي د تګ په وخت کې په رېږېدونکي لاس لیکلی و:

"که کومه ورځ دې څه ونه‌لیدای شول، سترګې به دې له لاسه نه وي ورکړې، ځان به دې بایللی وي چې نور به هیڅکله درسره نه مخامخ کېږي."

هغه بله ورځ مې سترګې را و ایستلې او په لاس کې مې خپلو سترګو ته نږدې ونیولې. لا هم ژوندۍ وې. لا یې هم را کتل.

خو اوس نه پوهېږم، هغه چې سترګې لري، زه یم، که هغوی؟

هینداره هیڅ نه وایي. ښایي پټه ورته ښه ښکاري.

۱۴۰۴.۲.۲۰

ادامه نوشته

لنډې کیسې: بنده کوټه

کیسه‎ګی:

بنده کوټه

له خوبه را ولټېدم، خو ويده نه وم. کوټه خپلې چوپتیا سره ناسته وه، نه دروازه، نه يې کړکۍ وې خو راتاو دیوالونه ژوندي ښکارېدل، داسې لکه چې هره شېبه ساه اخلي. د کوټې په منځ کې یوازې یو میز، یوه څوکۍ او یو بې عقربو ساعت و چې ټکا يې خته.

د میز پر سر یو سپین کاغذ سترګې را وبرېښولې، پرې لیکل شوي وو: « نوبت دې نږدې دی، لږ انتظار وکړه.»

هک پک وم، نه مې دلته د راتلو علت په یاد و، نه کومه غوښتنه. خو یو احساس راسره و چې زه پخوا هم دلته وم او دا ځای نااشنا نه دی.

د ساعت ټکا زما د چوپتیا پر زخم مالګه وه، خو ځای په ځای ولاړه وه، نه مخکې تله، نه شاته. هر ځل چې به مې سترګې پټې کړې، د دېوال له منځه به یو غږ راته وویل:«ستاسو دوسیه تر څېړنې لاندې ده.»

هڅه مې وکړه چیغې ووهم، خو غږ مې خپلو خولو کې ډوب شو.

یوه ورځ، چې د ساعت عقربې د کوم نامعلوم ځای پر لور کږې شوې وې، د دیوال له زړه یوه دروازه پرانیستل شوه.

ور ولاړ شوم او له ځانه سره مې وویل:«ښايي دا له دې کوټې د وتلو نښه وي.»

خو دروازه، لکه سترګه، چې د خوب او ویښې ترمنځ یو دم خلاصېږي او بندېږي، راخلاصه شوه، بیا بنده شوه.

هماغه شېبه د زړو یاددښتونو یوه کرښه رایاده شوه: «زه به بخښنه وغواړم، که چانس راکړل شي.««

خو دا یوازې يو خیال و، یا شاید د تمې پر شونډو وروستی نغښتې چوپتیا.

او زه لا هم هلته یم. له بندې کوټې د خلاصون په تمه.

۱۴۰۴.۲.۱۷

ادامه نوشته

لنډې کیسې: هېر شوي کتابونه

لنډه کیسه:

هېر شوي کتابونه

زموږ د کلا په یوه ترټولو زړه کوټه کې، یوه غټه او ترچته نښتې المارۍ ولاړه وه. دروازې يې پخوانۍ او سولېدلې وې، ته وا د پېړيو لکونه کیسې يې په ځان کې ځای کړې وې. کله چې به دې ور ورخلاصاوه، نه یوازې د پخوانيو دوړو او لړو وږم ترې لټېده، دننه په ځان کې یوه بله دنیا وه. له کتابونو ډکه دنیا چې هر یوه، یو عالم نااشنا خبرې لرلې.

یوه شپه، چې د واورو پاغوندې، د کړکیو کونجونو کې د کوټې تودوخي ته ناستې وې، و مې غوښتل المارۍ پرانيزم. د المارۍ له پرانېستل کېدو سره یو نرم غږ مې ترغوږو شو. هغه کتاب چې د المارۍ په لومړۍ طبقه کې اېښودل شوی و، په خبرو راغی: « یادېږي دې چې د ښار په کوڅو کې مو سره قدم واهه؟»

زړه مې لاړ او راغی، حیراني مې دا وه چې ما هیڅکله هم دا کتاب نه و پرانېستی. ورو مې کتاب ته لاس کړ، را وا مې خېسته او پاڼې مې راواړولې. له هرې پاڼې ژوندي او له اخساساتو ډک کلمات راوتل. هر کتاب یوه بېله کیسه وه چې اورېدل يې غوښتل. یوه کتاب وویل: « زه داسې ورک شوم چې د کور لار رانه ورکه وه.»

بل کتاب د تیارو له منځه راوالوت: « موږ تل د رښتيا په لټه کې یو، خو کله هم چې ور نږدې کېږو، یوه بنده کوڅه مو مخه نیسي.»

زه د حیرانۍ هيندارې ایسار کړی وم: « دا کتابونه رښتيا دي او که زما په ذهن کې را ژوندي شوي فکرونه او خیالونه لوبې کوي؟»

المارۍ یو ژوند درلوده، د هر کتاب کومه کلمه چې ژبه په خبرو خوږه کړه، زما په ذهن کې یوه نوې او عجیبه دنیا جوړه شوه. داسې يوه دنیا چې نه مې غوښتل ترې را ووځم.

یو بل کتاب مې وموند، یو زوړ او خاموشه کتاب چې هېڅکله چا نه و خلاص کړی. د المارۍ په وروستي خانه کې پروت و، له دوړو ډک او د یادونو په بوی خوشبویه. غلی مې راواخیست. پاڼې مې ورو ور واړولې. له هرې پاڼې سره، نه یوازې کیسې راوتلې، بلکې دردونه، چوپتیا ځپلې مینې او په ځان کې هېر شوي غږونه.

په وروستۍ پاڼه کې لیکل شوي وو:« زه خو هېر شوی یم، خو ته لا هم دلته یې. زموږ د چوپتیا ژبه سره شریکه ده. ما ولوله، تر څو ما غوندې په نشت کې ځان پیدا کړې.»

کله چې له االمارۍ را بهر شوم، لا هم د یو کتاب خوږ غږ مې په غوږونو کې انګازې کولې: « ته هیڅکله یوازې نه وې، دا ټولې کیسې دننه ستا په وجود کې ساه اخلي.»

په هماغه شپه مې خپل لومړی کتاب ولیکه، د یادونو، خیالونو او چوپتیاوو یوه لنډه کیسه. هغه مې د المارۍ په منځنۍ خانه کې کېښوده، د هغو نورو ترڅنګ. خو دا ځل، کله چې دروازه بنده شوه، د المارۍ له منځه یو نوی غږ راغی:«مننه... اوس زه هم کولی شم غږ ولرم.»

۱۴۰۴.۲.۱۰

ادامه نوشته

لنډه کیسه:

د ښاپیرۍ پیغامونه

ماښام مهال، چې ښار د خوب پر غاړه ولاړ و، ما د خپل موبایل زاړه پیغامونه پرانیستل.

باران پر ښیښه ورو ورو لارې جوړولې، لکه د چا سترګې چې په خاموشۍ کې څڅېږي.

پیغامونو ته ځیر شوم، لکه د یو ورک شوي موجود یادګار ته. هره کرښه یو راز؛ هره ایموجي یو ناببره احساس... زړه مې وویل: "شاید هغه رښتیا هم ما سره مینه لرله."

خو دا فکر، لکه یوه نابلده دروازه، راته خلاص شو او زه یو ناڅاپه د پیغامونو د نړۍ لوی سمندر ته ور‌ټېل وهل شوم.

هغه هلته وه. د موبایل له سکرین نه راووته، ژوندۍ، خندانه، خو له سترګو پناه. ویې ویل:

"زه هم هره شپه ستا د لوستلو انتظار کوم."

ما چیغه کړه، خو غږ مې یوازې زما تر غوږونو پورې ورسېد.

ورته مې وویل:

"که رښتیا دې خوښ وم، ولې لاړې؟ ولې نن دلته نه یې؟ ولې یوازې یم؟"

موسکۍ شوه. یوه خالي ایموجي یې راولیږله، د زړه بې رنګه نښه.

و مې پوښتل:

"ته رښتیا هم یوه ژوندۍ موجوده وې، که یوازې د پیغامونو ښاپیرۍ؟"

هغه مې ورو ورو له نظره والوته، خو لیکلي پیغامونه یې هماغسې پاتې وو.

موبایل مې بند شو او کړکۍ له بارانه لمده وه.

زه لا هم نه پوهېږم، هغه د رښتیا هم یوه ژوندۍموجوده وه، که یوازې د یوازیتوب یو خیال، لکه د کافکا د کیسې یوه ټوټه.

۱۴۰۴.۲.۱۳

ادامه نوشته

لنډې کیسې: جنون

لنډه کیسه:

جنون

کوټې ته په راننوتو، نازيې په خوشحالۍ موبایل بند کړ، خو د کوټې په بر کونج کې د زوړ کټ پر سر د واده جامو سترګې ورډنډ کړې. مور يې وپوښتل: ((چا سره غږېدې؟))

- هغه و...

مور پرې سترګې برګې کړې: ((که قومندان خبر شي؛ د سالم ورځ به در توره کړي.))

د قومندان د نوم په اورېدو وترهېده، خو همدا چې مور ته ورنږدې شوه، هغه ټینګه په غېږ کې ونیوله: ((سالم اوس په دولتي زندان کې دی، قوماندان پرې هیڅ نه شي کولای.))

- کوژدن دې چې هر چېرته دی، زندان کې دی، دا خوشحالي دې څه معنا؟

د نازيې شونډې وېړې شوې: ((ویل يې چې زه وریادېږم.))

۱۳۹۶.۱۱.۱۴ غرمه درې نيمې بجې

ادامه نوشته

لنډې کيسې: د موسکا د سترګو ورک

کیسه ګۍ:

د موسکا د سترګو ورک

موسکا یې داسې وه، لکه د ورېځو له چاکونو راتېر شوی لوند نری شمال چې پر وچ باغ تېرېږي.

زه هیڅ و نه پوهېدم چې څنګه يې زه جذب کړم. خو جذب شوم.

موسکا يې اشنا برېښېده، لکه له پخوا مې چې لیدلې وي. د ماشومتوب د یوې افسانې نیمګړې رڼه ټوټه، ناڅاپه وپړکېده.

ور نږدې شوم، خو چوپتیا مې پر خوله لاس ايښی و. یوازې کتل مې ورته.

سترګې یې تورې نه وې، خو ژورې وې لکه هغه روڼ سمندر چې هره شپه په کې ډوبېږم. یوه شېبه داسې راغله چې هرڅه، خبرې، فکرونه، خوبونه، آن خپل نوم راڅخه هېر شول.

چې ساه راسازه شوه، ورو مې پوښتل:«ته هغه یې، چې هره شپه یې وینم؟»

موسکۍ شوه. خو پرته له دې چې ژبه پر ټکو لمده کړي، خپله موسکا یې راواخیسته او زما پر زړه یې کېښوده.

موسکا یې خوله کړم، او داسې اوبه اوبه محوه شوم چې ته وا هیڅ نه وم.

هیڅوک نه پوهېږي، حتی زه هم، چې چیرته لاړم. یوازې یو غږ، د يوې موسکا غږ، د یوه ناشنا درد سیوري ته د زړه غوږونه را نازوي.

هلته لرې، ولاړه؛ خپل ځان ته اشاره کوي او وايي: «یوازې زه پوهېږمه چې د هغې سترګو ژورو کې ورک دی، هغه سترګې چې هیڅ اوښکې نه پېژني.»

یوه شپه مې خپل سیوری د دېوال پر سر ولید، خو زه نه وم. هغه وه، د هغې موسکا.

هغه موسکا، چې اوس غواړي وغږېږي.

ویې ویل: «ته ورک يې خو زما په موسکا کې.»

۱۴۰۴.۲.۹

ادامه نوشته

لنډې کیسې: د تورو دروازه

کیسه‌ګۍ:

د تورو دروازه

ماشوم ته یې چې قلم ورکړ، ځمکه لږه هواره کېناسته.

د خسو د کوټنۍ شاته، د شګو پر مخ لیکلي توري نڅېدل، درست لکه ژوندي موجودات.

مور د زوی پر وليو ناستې دوړې، چې د دې د زړه سترګې ورته درنې وې، وڅنډلې او د یوې ژورې ساه په اخیستلو سره یې، وویل: «ټکوره، دا الف دی.»

ماشوم توري ته وکتل، ګوته یې په تندي وټکوله، لکه چې ښه فکر ورته وړی و، څنګ ته یې پروت خس راپورته کړ او د مور سترګو ته یې ونیوه: «لکه دا؟»

الف، چې په کتاب کې لیکل شوی و، له کاغذه راټوپ کړ او د ماشوم پر تندي یې لاس کېښود.

ماشوم ورته وکتل او ورو یې وپوښتل: «ته هم ساه کښ یې؟»

الف وخندل. خو ځواب یې ور نه کړ.

هلک مور ته سترګې واړولې، هغه حیرانه وه، نه هم عادي. د خپل زوی لاس یې ونیو او ورو یې وویل: «زویه، هر توری چې زده کړې، یوه دروازه ده... خو احتیاط وکړه، ځینې دروازې بېرته نه خلاصېږي.»

ماشوم د کتاب پاڼه را واړوله. ب توری ولي وخوځول، خو غږ یې د کور د دروازې غوندې و.

ناڅاپه د خسو د کوټنۍ شاته، یوه بله کوټنۍ ودانه شوه، چې له تورو جوړه، له ژبې جوړه، له هیلو او له... جوړه وه.

ماشوم وپوښتل: «مورې، که ټول کتاب ولولم، نو زه چیرته ځم؟»

هغې په تندي ښکل کړ: «هلته، چې هیڅ څوک بېرته نه راځي، له پوهې نه، د تصور له قدرت نه.»

۱۴۰۴.۱.۱۰

ادامه نوشته

لنډې کيسې: جاري هینداره

کیسه ګۍ:

جاري هینداره

هغه نه، لکه چې د کلي رود یې تږی وي. هره شپه تر سهاره آسمان ته لپې لپې کېږي چې غرونه چینې چینې اوبه شي.

او دی هر سهار د هغې تر راتګ دمخه، لکه هینداره، کرار وبهېږي. ښایي له همدې مینې په کلي کې د جاري هیندارې په نوم مشهوره دی.

سترګې یې وپړکېدې، غوږونه یې څک کړل. یو نازک خو ناآشنا ښکالو، لکه د وخت له بلې زمانې را روان، د باد پر څپو سپور راغی. د هیندارې په زړه کې څه وخوځېدل.

نه ښکالو و، نه ګامونه، نه ساه. یوازې یو خیال، یو بوی و، لکه یخه ساه ورو ورو خپرېده.

د غاړې بوټي ورو وریږېدېدل. یوه نجلۍ راښکاره شوه، خو نه له کومې لارې، نه له کومه وخته. یوازې راووته، لکه د رود له حافظې، یا د غرونو له دعاوو.

سترګې یې ښويې، خو ژورې وې. تورې نه وې، خو دومره ژورې وې لکه د یوې تورې خاموشې شپې زړه. جامې یې نه رنګ درلود، نه بڼه؛ خو بوی یې د سپینو رسیدلو انارو و، او لکه د یوې پخوانۍ هېرې شوې دعا بوی.

هغې نه وکتل، نه کیناسته. خو رود د ځان پر غاړه احساس کړه، لکه یو عاشق چې د معشوقې حضور له ساه کښلو پېژني.

د رود څپې ګډې شوې، زړه یې درزېده، لاس یې د ګریوان پر لور وغځاوه. خو ګریوان نه و، یواځې یو هوس و.

بوی نور هم ژور شو. د انارو باغچه يې لکه جنډه په نري شمال کې وخوځوله. دوه اناره اوبو ته ولوېدل، خو چا يې غږ وانه‌ ورېده.

یوه شېبه، لکه نجلۍ چې په اوبو کې ورو ورو ورکه شي. مخ یې لکه سیوری، پر هیندارې پرېوت. خو د څپې غبرګون نه و. یوازې سکوت او یوه ناویلې تمه وه.

رود پخپل ځان کې ټوټې ټوټې شو. اوبه اوبه او بیا هېڅ... ته وا ټول کلی د یوې شېبې خوب ته تسلیم شوی وي.

نجلۍ نه پاتې شوه، نه لاړه. یوازې پوښتنه پاتې شوه: دا خوب و، که تعبیر؟ که تعبیر، هماغه خوب و؟ که خوب، یوه تللې شېبه؟

۱۴۰۴.۲.۸

ادامه نوشته

لنډې کيسې: د ورکو شوو کوڅو نجلۍ

کيسه ګۍ:

د ورکو شوو کوڅو نجلۍ

د ښار زړې کوڅې خړې او خاموشه وې.

د تیږو رنګ بایللو دېوالونو ته یوه نجلۍ ناسته وه چې د دوړو جامې یې په غاړه وې. ګوتې یې د لاس د کلکو بنګړیو سیوري لاندې لکه زاړه ټوکر سړې وې.

هیڅوک نه پوهېدل هغه له کومه راغلې. نه خپله غږيږي، نه چا ورسره خواله کړې ده.

زه له بلې کوڅې راغلم. له هغې کوڅې چې ټوله ورځ سره لمر ته ناسته وي. لکه یخه ساه راباندې ولګېده. سترګې يې د بندو کړکیو غوندې خاموشې وې، هیڅ يوې رڼا ته يې لار نه ورکوله خو و مې پوښتله:"څوک یې؟ دلته ولې ناسته یې؟..."

کاته يې داسې نااشنا وو چې ورو ورو، د الفاظو رودونه مې د ژبې په سر وچ شول.

د نجلۍ څنګ ته یو زنګ وهلی پتنوس او درې مات شوي کودي پراته وو. د کوديو له منځه اوبه ورو، ورو څڅېدې، لکه د وخت پښه نيولې ساه. ور لنډ شوم خو یو ناڅاپه کوڅه اوږده شوه. نجلۍ له ما لا نوره وړاندې ناسته وه. منډه مې کړه، خو له هر ګامه سره، کوڅه لا اوږده، تیاره او بله بڼه خپلوله.

داسې مې انګېره چې زه د دې نجلۍ پر لور نه، خپلو ورکو شوو کلونو پسې منډې وهم.

نجلۍ داسې را وکتل چې نه په کې هیله وه، نه درد و؛ د بې‌سرنوشتۍ ژورې خاموشۍ په کې د چیغو لارې لټولې.

اندېښنو په زړه وسکونډلم: "دې کوڅې نه د وتلو لاره ړنده ده."

نجلۍ، د هغې مات شوي کودي، مړې سترګې، دا ټول... دا ټول زما د ورک شوي ژوند بشپړوونکي انځورونه برېښېدل.

او زه داسې، په دې زړو کوڅو کې، د تل لپاره بند پاتې شوم.

۱۴۰۴.۲.۸

ادامه نوشته

لنډې کیسې: هلته چې ته نه وې

کیسه ګۍ:

هلته چې ته نه وې

لږ نور هم مخکې لاړم. سړک بند و. ګاډی مې ورو غاړې ته کړ. د باران څاڅکي له شیشې ورو، ورو ښوېېدل.

د ګاډي دروازه مې پرانیسته، سړه هوا، لکه د ګنګل شوي زړه یخ لاسونه، پر مخ راتېره شوه.

ښکته شوم. بره مې وکتل؛ اسمان، د تور ورېځو تر شا، لکه ژوبل ښار، پر خپل ځان غوړیدلی و.

د باران، خاورې او زړه ماتو خاطرو ګډ بوی، هوا ته وزرونه ورکړي وو.

سترګو مې اوښکې راوخوټولې؛ تاوده څاڅکي د یخ باد پر زړه لکه غشي ورېدل.

تش لاس، ډک زړه او ړنګ سر، د یوازېتوب پر ژۍ، د یوې بندې لارې پر سر ولاړ وم.

د غږ او څرک تمه ختلې وه؛ یوازې د باد مات زګیروی خپل ځان وېراوه.

را وګرځېدم؛ بېرته هماغه ځای ته، هلته چې ته هېڅکله نه وې.

د کرتۍ په جیب کې موبایل، د یو خاموش پیغام د کاليزې د مبارکۍ نغمه غږوله.

نغمه د باد پر ژبه وچه شوه. په رپېدلو ګوتو مې موبایل راوکیښ،

هغه پیغام مې پرانیست چې زر ځله مې لیکلی او پاک کړی و:

"که راسره وې، په بندو لارو به ولې اوښتم."

د لېږد بټن مې کېکاږه.

۱۴۰۴.۲.۸

ادامه نوشته

لنډې کیسې: بد لاسونه

کیسه‌ګۍ:

بد لاسونه

تر چیناره لوړه وه، خو لاس يې د انارو ښاخ ته نه رسېده. د ګوتو پر څوکو ودرېده، خو انار یې و نه شو شکولی.

یو ښاخ تر گرېوانه ونیو. ور ویې شلاوه.

انارو ته نږدې، د مڼې د ونې سیوري ته دمه شوه. ښاخ ته یې غوسه اورنۍ شوه. غوښتل يې هغه مات او ټوټې ټوټې کړي. راپاڅېده، خو بېرته کښېناسته.

پر خپل شلېدلي ګرېوان یې نظر پرېوت. ژر يې پر سینه څادر خپور کړ. پر خپلې نرمې غوړېدلې سینې د لاس له لګېدو سره، خیالولې شوه. لاندینۍ شونډه يې ورو تر غاښ لاندې کړه.

په لږ جګ غږ، لکه چې غوښتل يې د انارو ښاخ يې هم واوري، و يې ویل: «ټول لاسونه بد دي، د انارو هم، درست لکه ستا لاسونه. «

۱۴۰۴.۲.۷

ادامه نوشته

لنډې کيسې: تور لوګي له سپین چیناره

لنډه کیسه:

تور لوګي له سپین چیناره

شپه وه. د کلي په منځ کې، ولاړ سپین چینار له کلونو راهیسې د پاڼو او ښاخونو په ځای تور لوګي کول.

نن، خلک بیا هم کال وروسته، د سپین چینار شاوخوا راټول وو. تور لوګی لیوني کړي وو. دې لوګيو د ځوانانو سترګې برېښولې او نجونو ویلې چې پر زړونو یې لکه د سرو زولنو بوج کېني.

سپینږو هره شپه له سوخته سینې موښلې او له ساه لنډي سره ماشوم زړونه ټوپونه، زده کول.

هرکال په همدې ورځ، خلکو د چینار د له منځه وړلو خوبونه لیدل، نیمګړي خوبونه.

اسد کاکا چې ټوخیو نور د ګور پر غاړه درولی و، چنار ته نږدې په لاس کې کلک نیولی تبر پر ځمکه ګوزار کړ او ویې ویل: " راکړی درد یې خوږ دی. ما بیا هم ماتولو کې یې پاتې بولی."

د چینار شاوخوا د تبرونو غر ودرېد او راغلي خلک یو یو بېرته ستانه شول.

هوسۍ چې نن هم لکه د نورو په شان نپوهېدله دا بې پاڼو د لوګیو ونه له کومه شوې، د خپلو کلونو پوښتنې ځواب بیا هم هماغسې نیمگړی واخیست: «د پلرونو میراث دی. باید وساتل شي.»

هوسۍ دا ځل ناکراره وه، هره شپه بام ته ختله او له لرې یې د چنار ننداره کوله. یوه شپه ځیره شوه چې له چناره سپین لوګي هوا پورته کېږي او بیا په مینه مینه ترې تاوېږي. د سپینو لوګیو یوې تتې کړیڬې يې غوږونو کې نا اشنا انګازې وکړې. خیالولې لکه چې چا ناڅاپه خوب ته تښتولې وي، له بامه کېوته، کلی يې په تیارو کې پرېښوده او غلې غلې يې چنار ته ځان ورساوه.

د لوګي له منځه یې یوه نرۍ لار ترسترګو شوه، یوه داسې لار چې د خوبونو کلي ته وتله.

هوسۍ پر خپل زړه لاس کېښود چې ناڅاپي راغلې درزا دمه کړي، د لوګي لمن يې ونیوله او له ځانه سره لګیا شوه:

«نن به د دې درد د درزا ریښه راپيدا کومه!»

د لوګي په سیوري کې يې یو زوړ خو وچ شوی زړه وموند، یو مات زړه چې لا هم درزېده.

هوسۍ زړه په لاس کې ونیو، په ژړا شوه، د لوګي سترګې هم وبهېدې.

لوګي لکه چې څه ويل، هوسۍ غوږونه څک کړل:

«موږ د تورو لوګیو له نسله یو او د سپینو خوبونو وارثان!»

لوګی وټوخېده: «له پېړیو د چا ښکالو ته په تمه وم، تنهايي وسېځلم، کلی مې آزاري کړ.»

هوسۍ موسکه شوه: «زما په تمه؟»

لوګی تر هوسۍ تاو راتاو شو: «هو، د هوسۍ په تمه.»

د هوسۍ اننګیو څانګې څانګې سره ګلونه ونڅول: «که څه هم په ځنډ درغلې یم، خو راغلمه...»

لوګی د یوه ښکلي ځوان په څېره کې مخامخ هوسۍ ته ودرېد. بیا يې سترګو کې ورک شو او چې راستون شو، ويې ویل: «نه، نه! سترګې مه موښه، د نور دې سمندر کې مې خپل ستي زړه تازه کړ. ګوندې اوبه شم...»

تر لنډې شېبې ساه اخیستلو وروسته يې غبرګه کړه: «زما سینده، زما سمندره! کلي ته ورشه... لږه حیرانه به شې خو د نوې ښکلا په مینه کې، ما به نه هېروې... کله کله یادوه مې.»

د کلي خلک، چې لوګي نشه کړي وو، ورو ورو یې سترګې پرانیستې.

د سپینې رڼا یوه څپه د ونې له بېخه راپورته شوه. هوسۍ د هغې رڼا تر سیوري لاندې غلې غلې تر خپلې کلا ځان ورساوه.

بام ته وختله. خلک تر چینار راتاو وو. چینار پاڼې کړې وې، تور لوګی ورک شو او واړه هلکان او نجونې د نوي ژوند لپاره د اکوبکو سندره په نوي ساز کې وغږوله.

عمرخوړليو، چې د لوګيو سیوري کې د خاورو بوی ته ډډې لګولې وې، لا هم په سینه کې د لوګي له سوخته، خوږ درد ته غاړه ورکوله او باد يې د مزار جنډې د چینار په لور رپولې.

۱۴۰۴.۴.۷

ادامه نوشته

لنډې کیسې: په هغه ورځ چې لمر ژر رانغی

کیسه‌ګۍ:

په هغه ورځ چې لمر ژر رانغی

لکه چې لیدلی خوب یې رښتیا شوی و، هر سهار یې له شونډو د موسکا کوترې الوتې او لمر څو به شېبې مخکې له

وخته، کړکۍ ته ودرېده.

هغه چې به وغوښتل، گورو ورېځو له ونو او پاڼو د خپل سیوري لمن ټولوله. مرغانو، د زړه د درزا ته یې ورته سندرې بللې.

خو یوه ورځ نه د خندا د کوترو غُم غُم تر غوږ شو، نه ورېځو کډې په شا کړې، نه مرغانو د زړه تارونه وترنګول او نه لمر چا د وخته ولید.

یوه ورځ، زړه یې خپل نه و، پل یې چېرته ورک کړ.

او دا دی له هماغې ورځې، د ټول مالت آسمان برګ دی.

ټول مالت یو دروند خوب ولجه کړی چې سترګې یې په تیاره کې نه ښکاري.

۱۴۰۴.۲.۴

ادامه نوشته

لنډې کيسې: په باران کې مچکه

کیسه‌ګۍ:

په باران کې مچکه

پردې د تالندې او برېښنا له هر ګړز سره لړزېدې.

هیله، له کړکۍ راننوتې رڼا ته، زبون وهلی سیوری ښکارېده.

د سپینو زرو بنګړي یې په لاس کې لا ښکلي ځلېدل، په تېره، کله چې ورېځو پرې اوښکې اوښکې لارې کولې.

د بنګړیو غږ، که څه هم په ځان کې فکرونو نه راکښلم، خو د زړه غوږونه رانازول - هغه غږ چې د خونې مړژواندې چوپتیا ماتوله.

ویې پوښتلم:

"رښتیا هم راسره مینه لرې؟"

زما چوپتیا تر هغه باران درنه وه، چې پر ښیښو لګېده.

څنډ یې وهل، د ویښتانو لونګینه خوشبویي له لمدې هوا سره ګډه وه. هغه عطر چې بوی یې ټول حواس راتخنول.

هغسې چې کړکۍ نه بهر ورکه وه، ویې ویل:

"زه به تل وایم، ته د باران سړی نه یې... د وچو موسمونو مساپر یې. خو باور وکړه کله هم چې باران وشي، زه به دلته یمه."

کړکۍ خلاصه شوه. د باران څاڅکي یې بنګړیو ته مات شول. لکه هغه اوښکه چې هېڅکله مې تویه نه کړه.

هغې په خپلو بنګړیو لاس تېر کړ او ورو یې وویل:

"دا بنګړي ځکه اچوم، چې ته مې هېر نه شې... د هغه څه لپاره، چې یو وخت موږ دواړو درلودل."

همدا چې چوپتیا لنډه ساه واخیسته. هغې په پټو سترګو تر پتري نیولو شونډو زمزمه کړه:

"هغه بې‌حسي چې هېڅکله هم د مینې کولو حس پر زړه و نه سکونډه."

یوه زړه مچکه، هماغه چې تېره میاشت مې، تر همداسې یو شېبه باران لاندې، د هغې پر شونډو هېره کړې وه، د باران له څاڅکو سره بیا راژوندۍ شوه.

زه لا هم چوپ وم. شونډې مې ونه ښورېدې. راویې کتل. ټنډه‌یې تروه وه. ورو ورو وخوځېده... لکه د باران هغه څاڅکی، چې بې‌غږه پر شیشه ښوييږي.

۱۴۰۴.۲.۳

ادامه نوشته

لنډې کيسې: هېر شوی عکس

کیسه‎ګۍ:

هېر شوی عکس

پخوا مې دا عکس نه و لیدلی. څېرې تتې ښکارېدې، پر شا یې لیکل شوي وو: "موږ به بېرته راګرځو."

عکس ته مې په ځير وکتل. یوه کوټه وه او د کړکۍ مخې ته یو څوک ناست و، شا یې اړولې وه، زما د ماشومتوب د زانګو تر څنګ. هغه زانګو یادوم چې هره ورځ به په کې ويښ پروت وم او له هغه ځایه مې چت ته کتل.

عکس ته کتل زما ورځنی کار و. یوه ورځ، هغه کس مخ را واړاوه.

زه وم. خو زوړ، ستړی او چوپتیا زبېښلی. لکه یو فکر چې نیمګړی وي.

ترې و مې پوښتل:

ـ ولې هلته ناست یې؟

ویې ویل:

ـ ځکه چې ته لا هم دلته ولاړ یې، فکر کوې بېرته نه راځې.

عکس مې بېرته په خامتا ټوکر کې تاو کړ او په صندوق کې کېښود. بیا مې هیڅکله هم را وا نخیست.

خو کله کله، ځان له هغه زانګو سره تړلی احساسوم… لکه چې زه هم د چا د راتلو په تمه، په یو کونج کې، هېر شوی اوسم.

۱۴۰۴.۲.۱

ادامه نوشته

لنډې کيسې: یوازې په خیال کې

کیسه ګۍ:

یوازې په خیال کې

د هيلو له کړکۍ يې تر زرغونو غرونو هاخوا سترګې واړولې.

هلته، په هغه ځای کې چې آسمانونو تور کمیسونه اغوستي، له هیلو تمه ختلې.

موسکا يې پر شونډو پتري پتري ماتېدله. کړکۍ يې خلاصه پرې ایښې وه، نه يې شوای تړلای. فکر يې کاوه، مسافر به یو دم راپېښه وکړي، رښتيانی نه، په خیال کې.

شپې د پښو لاندې لارې وې، د ساندو داړې، او ورځې، د خاموشو قدمونو سندره. ژوند، د یوه داسې سړي داستان و، چې هڅه يې کوله تېر، چېرته هېر کړي، خو په بله خاطره بدلېده.

***

قهوه‌خانه کې، هلته د غرونو تر شا، د مېز پر سر شپو خولۍ پرته وه.

مسافر مخامخ تشې څوکۍ ته کتل، چې تل د سبا نالیدلې سترګه په کې ځلېدله.

ويې پوښتل:

– "ولې دې حتی یو ځل هم شا ته و نه کتل؟"

ځواب پټه خوله و، خو ده لا پوښتنې کولې، داسې لکه له خپلې حافظې سره چې غږېږي:

– "هغه سترګې، چې ستا په وړاندې ولاړې وې، اوس ستا شاته، د پښو خاپي له ګردونو پاکوي.

هماغه سترګې دي، چې زما ټولې پخوانۍ سترګې يې ړندې کړې دي..."

ده لاس پر پیاله کېښود. د تل په څېر يې چيغه کړه:

– "ژر شئ، قهوه راوړئ! ژر، مخکې له دې چې هغه بیا د وچو شونډو په اوږدو لارو کې ورکه کړم."

ګارسون، چې قهوه راوړله، خوب لا هم ورو ورو د هغه سترګو له کونجونو په تېښته و.

باد ورو ورو شوخ لاسونه ور اوږده کړل، خو مسافر پر خولۍ لاس کېښود:

– "نه، شور مه جوړوه... دا خولۍ همدې شېبو ته ده، چې ما يې تر لاندې هېرې کړې دي. مه يې راویښوه..."

له لرې یو اورګاډی بې‌غږه تم‌ځای نه تېر شو، هماغه تم‌ځای، چې هېڅوک هېڅکله ترې نه دي را کوز شوي.

مسافر تشه پیاله پر مېز کېښوده. خولۍ يې پر سر کړه او پاڅېد، لکه څوک چې له خندا څخه نه، له ویرې تښتي.

یوې کوڅې ته تاو شو، هغې کوڅې ته، چې د ښار له نقشو هېره وه، خو ده ته ډېره اشنا وه.

قدمونه يې بې‌غږه، خو ساه يې د یوه سوي وطن د یوې مروړېدونکې مینې خوشبویي درلوده.

مساپر داسې روان و، لکه چې خپل ځان ته شا کوي، لکه داسې چې تېر يې لا هم پر اوږه سر ایښی وي.

ده هیڅ نه و پرېښي: نه نښه، نه سیوری، نه حتی د نیمې قهوې بوی.

باد، چې اوس یوازې پاتې و، ورو يې د خولۍ خوا ته وکتل، لکه له یوه یتیم ماشوم، چې د لوبو پخوانی ملګری يې ورکېږي.

***

دلته – له غرونو دېخوا، پرانیستې کړکۍ ته – لا هم یوې هیلې، پر زرغونو لارو، سترګې ګنډلې دي.

په هغه ځای کې چې هر قدم يې یوه سوې چيغه راشنه کېږي.

۱۴۰۴/۱/۳۰

ادامه نوشته

لنډې کیسې: هغه غېږ چې نشته

کیسه‌ګۍ:

هغه غېږ چې نشته

هره شپه، تر ویده کېدو مخکې، احساس کوم، چا غېږ راکړې. نه خیال دی، نه خوب.

غېږه ګرمه ده، توده ده، لوند بوی لري، لکه څوک له بارانه راګرځېدلی وي.

سترګې غړومه، څوک نشته. د خیال لاسونه له نه لیدل کېدونکې غېږې راکاږم، ساه‌ مې بندېږي.

نه‌شتون‌ یې - تر شتون دروند دی.

پرېکړه مې وکړه چې نن شپه یو څه و وایم. ورو مې وپوښته: «ته څوک یې؟»

ځواب یې را نه کړ. غېږه مې پرې تنګه کړه.

د کوټې بوی بدل دی. کټ تنګ شوی. سوچ کوم؛ دا غېږه، خپله زه یم. له ځانه مې لاسونه راچاپېر کړي، یوازیتوب ویرولی یم.

غږ انګازې کوي‌، نری - خو ژور: «مه مې پرېږده!»

فکر کوم له ځانه سره یم، خو ساه مې هره شېبه بله څېره اغوندي.

هغه زه نه یم، خو زما له ژونده ساه اخلي.

۱۴۰۴.۱.۳۰

ادامه نوشته

لنډې کیسې: یوازېتوب

کیسه‌ګۍ:

یوازیتوب

ځان مې د کوټې په منځ کې وموند. تش ډاګ و، نه کړکۍ، نه دروازه.

یوازې یو ساعت و، چې عقربې یې، شاته تللې.

ناست وم، خو ناستې ته هیڅ څوکۍ نه وه. ټول احساس مې د ناپېژندل شوې خاموشۍ دروندوالی و.

له چت نه یو ناڅاپي غږ راښوی شو، لکه هغه غږ چې هېڅکله دې لیدلی نه وي: "ته یوازې نه یې، یوازې شوی یې."

ما لاس وغځاوه، خو لاس مې اوږد نه شو. لاس مې خپل سیوری تر ګرېوان ونیوه. سیوري ونه منله، او له بې‌دروازې کوټې ووت.

زه پر هغې څوکۍ ناست وم چې هېڅ نه وه. دېوالي ساعت لا هم شاته روان و، درست لکه ما غوندې چې بیرته زړۀ ته ګرځېدم.

۱۴۰۴.۱.۲۹

ادامه نوشته

لنډې کیسې: اشنایي کې نااشنایی

کیسه ګۍ:


اشنایي کې نااشنایی

زه او سیوری، دواړه چېرته لرې تللي وو.

د خاورو وږم و.

قبر نه و — پخپل وجود کې ښخ وو.

غوږونو کې مې یو تت غږ انګازې وکړې. خپل غږ مې و:"خو موږ هم د خاورو یو."

سیوري پر شونډو ژبه راښکله:

"آشنایي کې — نااشنایي."

ووېرېدم:

"نور هم، ما غوندې، فکر کوي؟"

۱۴۰۴/۱/۲۹

ادامه نوشته

لنډې کيسې: بوی

کیسه‌ګۍ:

‌ بوی

په سفر کې وه. د غروب رنګینه شېبه کې، دې خبرې یې، د هغې په مینې، نور هم ډاډه کړم:

"کمال دی… هماغه یوه نقطه."

و مې پوښتله: "څنګه؟"

ویې ویل:

"ماسپښین چې دې زنګ را وواهه، همدا نقطه وه... همدا ځای. د مالان پله…"

کلونه شاته لاړل.

و مې پوښتله: "چېرته یې؟ درک دې ورک دی."

ویې خندل، لکه له خوبه چې غږ را وشي:

"گوندې ته مې بویوې."

– "څنګه؟"

– "دروازه پرانیزه، د کور شاته...

ستا د احساس بوی، بهر انتظار تر ګوتو نیولی."

۱۴۰۴.۱.۲۹

ادامه نوشته