لنډه کیسه: سفر
لنډه کیسه
سفر
صابر د کور دروازه کلوپ کړه. کلیانې يې جېب ته کړې. خو لکه چې څه ور یاد شوي وي، لاسونه يې سره ومروړل: " کاش ورور راسره ښه وای او نن مې کور او کلیانې هغه ته سپارل."
ور یاد يې شول چې ده لا تېرکال له خپلو بچو سره بهر ته وتلی شو، خو ورور یې ناحقه عریضې پرې وکړې او له سفر نه پاتې شو: " وروره، کاش داسې دې نهوای کړي او موږ په داسې ورځ وتلو ته نه اړ کېدو او خپل شته مو له لاسه نه ورکول."
کليانې يې خپل ګاونډي ته چې له ده سره یو ځای له کوره راوتلی و، ورکړې: "کور داسې يو چا ته ورکړه چې را وران يې نهکړي، کرایه يې ستا."
- کاش خرڅ کړی دې وای. پته نشته هسې نه موږ هم در والوځو.
- اول کې ما هم دا غوښتل خو نپوهېږم ولې یو دم له خپلې دې پرېکړې واوښتم. که رښتيا ووایم، دا اول ځل دی چې په دې کار کې د خپل زړه خبره منم.
له ګاونډي سره يې د مخه ښې په وخت و ویل: " فرش و ظرف او نور هرڅه مې خرڅ کړل، یوازې یو دولس متره قالینه پاتې چې په تاکاو کې ايښې، که په کار دې شوه یو يې سه."
ګاونډی موسک شو: "بچي دې لوی، لکه چې پوی وې، زموږ د لويې کوټې فرش له کاره لوېدلی."
د هوايي میدان په سړک چې ورسيخ شول، صابر شاتني سيټ ته مخ واړاوه. د خپلو دوو پېغلو لوڼو او دوو زلمکيو زامنو پر مخ د خوشالیو د نښو په ليدو وغوړېد. خپلې مېرمن ته يې چې د ډرېور د سيټ شاته ناسته او په فکرونو کې ډوبه وه، سرتګې ور واړولې. غوسه ورغله او پرې لږ په زوره ورغږ کړل: "ښځې! نور نو چرت وهل پرېږده، خوشاله اوسه که په نیمه بیه هم وو، ټول شیان مو خرڅ شول او یو څه پیسې را جوړې شوې. طلا په امریکا کې هم شته، هلته يې درته اخلم."
مېرمن يې څه ونه ویل، خو مشره لور يې چې تر نورو ډېره خوشاله وه، ويې پوښتل:"آغا! امریکا ته ځو که په قطري کمپونو کې مو شپې راځي؟"
- لورې! امریکا او قطر مهم نه دي، مهم وتل دي...
مېرمن يې خبره ورپرې کړه، په مينه يې د خپلې لور پر سر لاس تېر کړ او ويې ویل: " د تقدیر خبره ده، که آب و دانه مو په قطر کې وي، قطر کې به اړوو او که نه وي امریکا یا بل ځای کې به شپې کوو. خو کاش... "
ښځه له کاش ویلو سره غلې شوه. صابر ترې وپوښتل:" خو کاش، څه؟"
- کاش ورور دې راسره هسې بې ځایه خپگان نه پاله او نن هغوی هم راسره یوځای تللي وای.
- هغه سرتمبه دی، کله د چا خبره مني. که د هغه له خوا د رالیږل شويو خپلوانو خبرې مو منلې وای، موږ به هم پاتې وو.
ښځه یو دم اواره ورېږدېده، څنګ ته يې ناسته لور لکه چې پرې پوهه شوې وي، ويې پوښتل: " ولې، بیا له څه شي ووېرېدې؟"
ښځه نېغه پر خپل ځای کېناسته:" نه، له څه شي خو نه یم ډاره شوې."
- بیا ولې داسې لرزه درباندې راغله؟
- هغه ورځ رایاده شوه چې میاشت مخکې تره دې زموږ کور ته راغی، رډې غوسه ناکې سترګې يې را نیولې وې او قسم يې وکړ چې بدل رانه اخلي، دا خو لا پرېږده چې ویل يې والله که مو خارج ته تلو ته پرېږدم.
خاوند يې پر خپلو زنګنو ايښی بیک راپورته کړ، په کيڼ اړخ شاته ورکوږ شو او ويې ویل: هن! دا بیک واخله، دوی غټې کرې مې درته نه دي خرڅې کړې. خوشاله اوسه، در ته و مې ویل کنه چې نور په هغو خبرو چرت مه خرابوه، هغه خو نه غوښتل خو دا دی موږ ور روان یو."
ښځې اندېښمنه وویل: "کاش کېس يې نتیجه ورکړې وای، اخر هغه هم په دولت کې لوی مامور و."
د هغې له دې خبرې سره صابر په چرت کې لاړ. د خپل ورور خبره وریاده شوه چې شل ورځې مخکې يې د ده يوه ملګري ته کړې وه: "غم مې يې کړی. اول خو صابر رانه وتلی نه شي، که ووځي هم، ژوند پرې آن هماغه امریکا کې حراموم. یا به خپله ځم او یا به په وکیلانو سابه ورته په مالګې کوم."
موټر د هوايي میدان دروازې ته ودرېد. د خلکو بیروبار او شور ما شور و. یو نیم موټر او پلیو لپاره میدان ته د ننوتلو اجازه ورکول کېده. ډرېور موټر ودراوه او د ده پر ولي يې لاس کېښود: "ورسېدو. "
د صابر مشر زوی د خلکو ګڼه ګوڼې ته په کتو، وویل:" خدای زده که وکولای شو، میدان ته ننوځو. ټول کابل بهر ته روان دی."
همدا چې صابر غوښتل د موټر کرایه پرې کړي، موبایل کې يې د مسیج کړنګ شو. لومړی او تازه ایمیل کې لیکل شوي وو: "بېړنۍ او مهمه خبرتیا! "
ډرېور ته يې وویل چې موټر یو ګوښه ودروي او پر خپلې چوکۍ تکیه شو. ایمیل يې پرانیست: "ضروري خبرتيا! په بخښنې سره خبر درکوو چې ستاسو پرواز او امریکا ته سفر کنسل شو. وجه يې دا ده چې څو میاشتې مخکې ستاسو ورور د یوه وکیل په لاس پر تاسو عریضه کړې چې د هغه قرضداره او خون داره یاست. هغه لیکلي، چې نه مو د هغې ځمکې پیسې چې تاسو ترې اخیستې ورکړې دي او نه مو په ترکیه کې د هغه د مسافر زوی د وژلو په اړه ورته سم او په وخت معلومات ورکړي. دغه معلومات ګړۍ مخکې د يوې محکمې له خوا راسره شریک شوي."
۱۴۰۰.۷.۲۸