شعر: غزل
غزل
تيارې دي له سهاره تر سهاره توره شپه ده
په موږه بدنصـــــــيبو دوامداره توره شپه ده
غزل
تيارې دي له سهاره تر سهاره توره شپه ده
په موږه بدنصـــــــيبو دوامداره توره شپه ده
غنچې
سره لاسونه
تورې سترګې
تار تار زلفې اوربلونه
سپين مخونه
موسكۍ شونډې
مست مست زړونه
مست ستونه
سپين او شنه خالونه
سترګو سترګو كې رازونه
لېونيو !
مبارك مو
دا دمينې
اخترونه
۱۳۷۳/۱۲/۲۲
(د خپل پلار په وير كې)
ورك په وركو كې
شېبې شوې تېرې
كلونه تېر شول
خو مې په زړه لكه د نن ورېږي
په ياديدو كې دې نن
په زړه مې غم راپرېوت
سترګو مې اوښكې وكړې
درپسې ومې ژړل
په زوره زوره هسې
چې چا په چا پسې ژړلې نه دي
***
هيلو اسرو واخيستم
چې دې مزار ته درشم
چې دې زيارت وكړمه
زه له كلونو وروسته
ځكه كلونه كېږي
چې ستا له مړينې وروسته
زه له خپل ځان او له جهانه ورك يم
يو داسې ورك چې ورك په وركو كې يم
غواړم د سترګو اوښكې
دغه راڼه
دغه ګلونه ستوري
دغه ځولۍ مې د غمونو خپله
ستا په مزار باندې راوغوړوم
سم دې له ځانه سره وژړوم
درته كيسې مې د دردونو د غمونو
تېرو هېرو وكړم
هغه كيسې چې ژړوي مې هر وخت
هغه كيسې چې ځوروي مې هر وخت
هغه كيسې چې راته تا يادوي
هغه كيسې
هغه كيسې چې په كې ورك يمه زه
يو داسې ورك چې ورك په وركو كې يم
۱۳۷۰/۱۲/۲
غزل
ستا د وعدې له انتظاره سره
لارې دې څارم له ريباره سره
د خندا تصوير
اشنـا ته خـانـدمه دنيـا ته خــاندم
د غريب خوله يمه هرچا ته خاندم
د شوګيرونو لښكر
ژوند مې يو سيند هسې څپې څپې تېرېږي او ځي
ګورم ساحل سره ټكرې خوري ماتېږي او ځي
د ژړا په تال كې
كه تېروم دانه دانه زنده ګي
جوړوم خيال كې شاهانه زنده ګي
مينه
خال دې له سجدې او له كعبې وايي
سترګې دې له جام او ميكدې وايي
يو ارمان
چې د زخمونو په دردونو اوړو
مــوږه د ښكلو په كبرونو اوړو
مينه زمـــوږ د عمـــرونو سفر
په بــلا زلفــو بــلا غــرونو اوړو
لا چــې حيا يې د كتو وساتو
لا يــې په سپــورو نظرونو اوړو
زمـــوږه لاره پـــه اغـــزو وتــلې
دا يو ارمان! چې په ګلونو اوړو
قــدم چـې اخلو ثوابونو پسې
قــدم قــدم په عــذابـونــو اوړو
بدره چې لارې رانه وركې دي خو
په سپين سهار په ماښامونو اوړو
۱۳۷۳/۲/۲۱
بيګاه خوب كې مې ليدل چي
يو لار وركى مسافر يم
ناليدلي لور ته خوځم
په مزل يم
زموږ كلى
دا د دنګو غرونو شاته
كه دې زړه وي
چې ته راشې
د زړګي پردې دې خلاصې كړه په ځير شه
او بيا وګوره په مينه:
يوه سره د وينو ليكه
غځېدلې ده له غرونو
چې تر كلي پورې رسي
۱۳۷۳/۱/۲۲
ښه مې په ياد دي اشنا
چې به پخوا كله زموږ كلي كې
د ټوپك ډزې وشوې
درېيمه ورځ
د يو ماشوم هلك په غوږ كې مو د كلي ملا
ډېرې خوښۍ نه اذانونه كول
خو اوس زموږه همهغه كلي كې
د خنداګانو او خوښيو كلى
د ټوپك ډزې كېږي
او په همهغه ورځې
زموږ د كلي ملا
آن له چرګبانګه تر ماښامه پورې
د سر په سر په وينو سرو جنازو
چې هديرې ته راځي
كوي لمونځونه
ژاړي
۱۳۷۳/۱/۲۲
د زړه هنداره
د وينــو ستـــورى لــه مــداره نيسم
د زړګـــي درد مــې له پرهاره نيسم
بـازار د ښكلـــو كـــې چـې څه كومه
دې غلام زړه ته مــې بــاداره نيسم
قاتــل نظــر انځــوروم د اشنـــــــــــــا
ځكــــه د زړه ورتـــه هنــداره نيسـم
زه يمـــه داســـې لېــــونـــى ملګـرو
اوښكه مې سترګو كې ايساره نيسم
نـن مــې نظـــر نظـــر كـې اوړي بدره
چـې هــر نظـر ، نـظر كې لاره نيسم
۱۳۷۶/۱۱/۴
د غشو تنده
داسې چې ډېر ډېر په ما ګران دى زړه مې
زمـــا خـــو نـــه دى د جـــانــان دى زړه مې
تــورې تېــرې پــرې هـــر نظـــر پـــرېــوځــي
د ويــنــو كــــور افــغـــانستــان دى زړه مې
ستـــا د نــظـــــر د بـــړبـــوكـــو هــــنـــداره
د ښــــايستــــونـــو بيــــابـــان دى زړه مې
راشــــه د غشــــو تنـــده مـــاتـــه كـړه پرې
څپــــــــــې څپـــــــې رود روان دى زړه مې
دى د غـــمــــونـــــو حســـرتـــونـــو جهــان
غريـــب يې مه ګڼه لوى خان دى زړه مې
بــــدره چــې وينــې وينــې خاندي په كې
پــــه پـــرهـــرونــــو چــراغـــان دى زړه مې
۱۳۷۷/۵/۱۸