کیسه ګۍ:

یوازې په خیال کې

د هيلو له کړکۍ يې تر زرغونو غرونو هاخوا سترګې واړولې.

هلته، په هغه ځای کې چې آسمانونو تور کمیسونه اغوستي، له هیلو تمه ختلې.

موسکا يې پر شونډو پتري پتري ماتېدله. کړکۍ يې خلاصه پرې ایښې وه، نه يې شوای تړلای. فکر يې کاوه، مسافر به یو دم راپېښه وکړي، رښتيانی نه، په خیال کې.

شپې د پښو لاندې لارې وې، د ساندو داړې، او ورځې، د خاموشو قدمونو سندره. ژوند، د یوه داسې سړي داستان و، چې هڅه يې کوله تېر، چېرته هېر کړي، خو په بله خاطره بدلېده.

***

قهوه‌خانه کې، هلته د غرونو تر شا، د مېز پر سر شپو خولۍ پرته وه.

مسافر مخامخ تشې څوکۍ ته کتل، چې تل د سبا نالیدلې سترګه په کې ځلېدله.

ويې پوښتل:

– "ولې دې حتی یو ځل هم شا ته و نه کتل؟"

ځواب پټه خوله و، خو ده لا پوښتنې کولې، داسې لکه له خپلې حافظې سره چې غږېږي:

– "هغه سترګې، چې ستا په وړاندې ولاړې وې، اوس ستا شاته، د پښو خاپي له ګردونو پاکوي.

هماغه سترګې دي، چې زما ټولې پخوانۍ سترګې يې ړندې کړې دي..."

ده لاس پر پیاله کېښود. د تل په څېر يې چيغه کړه:

– "ژر شئ، قهوه راوړئ! ژر، مخکې له دې چې هغه بیا د وچو شونډو په اوږدو لارو کې ورکه کړم."

ګارسون، چې قهوه راوړله، خوب لا هم ورو ورو د هغه سترګو له کونجونو په تېښته و.

باد ورو ورو شوخ لاسونه ور اوږده کړل، خو مسافر پر خولۍ لاس کېښود:

– "نه، شور مه جوړوه... دا خولۍ همدې شېبو ته ده، چې ما يې تر لاندې هېرې کړې دي. مه يې راویښوه..."

له لرې یو اورګاډی بې‌غږه تم‌ځای نه تېر شو، هماغه تم‌ځای، چې هېڅوک هېڅکله ترې نه دي را کوز شوي.

مسافر تشه پیاله پر مېز کېښوده. خولۍ يې پر سر کړه او پاڅېد، لکه څوک چې له خندا څخه نه، له ویرې تښتي.

یوې کوڅې ته تاو شو، هغې کوڅې ته، چې د ښار له نقشو هېره وه، خو ده ته ډېره اشنا وه.

قدمونه يې بې‌غږه، خو ساه يې د یوه سوي وطن د یوې مروړېدونکې مینې خوشبویي درلوده.

مساپر داسې روان و، لکه چې خپل ځان ته شا کوي، لکه داسې چې تېر يې لا هم پر اوږه سر ایښی وي.

ده هیڅ نه و پرېښي: نه نښه، نه سیوری، نه حتی د نیمې قهوې بوی.

باد، چې اوس یوازې پاتې و، ورو يې د خولۍ خوا ته وکتل، لکه له یوه یتیم ماشوم، چې د لوبو پخوانی ملګری يې ورکېږي.

***

دلته – له غرونو دېخوا، پرانیستې کړکۍ ته – لا هم یوې هیلې، پر زرغونو لارو، سترګې ګنډلې دي.

په هغه ځای کې چې هر قدم يې یوه سوې چيغه راشنه کېږي.

۱۴۰۴/۱/۳۰