لنډه کیسه: واده
واده
کال وروسته يې د هغې ايميل تر لاسه کړ. په بېړه يې پرانست: ((جاوید جانه سلام. زه ښار ته نه شمه راتلای، ښايي دا زما وروستی ایمیل وي. زموږ دا ډېره موده کېږي چې خپل کلي ته تللي یو، ریباران مې زیات شوي، مالدار او ټوپکوال راپسې دي. یوه کورنۍ داسې هم په کې ده چې زوی يې بهر کې دی، ښايي هغه ته مې ورکړي. هغوی فقط یو ځل راغلي، زوی يې بهر کې اوسېږي، پلار مې ورسره پېژني، وايي ښه کورنۍ ده.
ما ډېره هڅه وکړه چې خپله کورنۍ د خپل واده له پرېکړې راوګرځوم، خو نوره مې وسه نه کېږي. د پاڼ په غاړه ولاړه یم. پلار مې وايي یا به دغه هلک سره چې بهر کې اوسېږي واده کوم او یا به ټوپکوال ته مې ورکوي. ستا درک ونه شو، نن چې ښار ته راغلم یوې خورلڼې راته وویل چې ستا کورنۍ هم بل ځای کې درته څوک لیدلې ده. هغې ویل چې کومه کلیواله ده. د مور مې هم نوره وسه نه رسېږي، راته وايي دا څو کاله يې خواري وکړه چې له بل چا سره زما واده ونه شي. نور نه هغه څه کولای شي او نه زه.
پوهېږم ته هم مجبوره يې، کورنۍ دې درباندې فشار راوړي، نه ته د کورنۍ له خبرې وتای شي او نه زه دا وسه لرم. نو تا په خدای سپارم. خپله مینه د زړه په هدیره کې ښخوم، کیدای شي کله کله يې زیارت وکړم.))
جاوید خپلې اوښکې پاکې کړې، څو ساړه ساړه اسویلي وکښل، د مور خبرې وریادې شوې: زویه، زه ښه نه یم، د دې لپاره چې ستا واده وګورم، دا کار مې وکړ. جلۍ کټ مټ هغسې ده، چې تا د چا صفتونه راته کول، هغسې انداز، هغسې خبرې؛ لکه چې خپله هماغه جلۍ وي.
ساه یې بنده بنده شوه، راولاړ شو، د کړکیو خوا ته ورغی، کړکۍ يې خلاصې کړې، له یوې کړکۍ يې سر بهر کړ. یو څه يې ساه دمه شوه، له څلورم پوړ نه يې لاندې پر سرک سترګې ښخې کړې، خلک یوه خوا او بله خوا روان وو، یوه جوړه يې ولیده چې مټ په مټ په لاره روان دي او سره خاندي. زړه يې بیا ونیول شو، کړکۍ يې پورې کړې، راغی پر خپلې بسترې پریووت. څه سوچ ورغی، له ځانه سره لګیا شو: نه، نه! نه ورځم. پلمه کوم، وایم چې ډاکترانو ویلي، بده ناروغي لرم، واده نه شم کولای. هو، هو! همدا یوازینۍ لاره ده، خپلې مينې سره بې وفايي نه شم کولای.
له دې سوچ سره یو دم په خوشالۍ له ځایه راپاڅېد، د کړکیو خوا ته لاړ، يوه کړکۍ يې پرانسته. سر يې بهر کړ، تر لرې لرې يې وکتل خو هغه جوړه يې ونه لیده. بېرته د تخت خوا ته راغی، تخت ته نږدې د وړوکي مېز پر سر د ټلفون غوږۍ يې پورته کړه: سلام جانه! سلام، جاوید یم، وبښه چې زحمت درکوم. که کولای شې، یو ځل کلي ته لاړ شه. پلار ته مې ووایه چې زه ايډس لرم. ډاکترانو له واده منع کړی یم. نور خو نو ته خپله ډاکتر يې، ورته قناعت ورکړه.
- څه، تا هم راته زنګ واهه، ولې، خیریت و؟
- څه؟!
- ولې په مور مې څه شوي؟
- سمه ده، سهي ده. دوه درې ورځو کې درځم.
له الوتکې چې راښکته کېده، له ځانه سره لګیا شو: هسې نه د مور ناروغي یوه پلمه وي، که داسې وي، کاش چې سلام جان، زما د ناروغۍ خبره ور رسولې وي. وئ، وئ، ولې مې ډاکتر سلام ته ونه ویل چې دا خبره دې زما تر راتګه مخکې زما پلار ته وکړي.
هغه په همدې سوچونو کې له ترمینل نه راووت، د موټرو تم ځای ته ورغی. یو سړی له یو سپین کرولا موټر نه راښکته شو او پر هغه يې غږ وکړ: جاویده!
د سلام په لیدو يې د هغه په لور منډه کړه، دواړو ښه شېبه یو بل کلک په غيږ کې ونیول. همدا چې موټر ته پورته شول، جاوید وپوښتل: یاره! دا ووایه چې مور مې اوس څنګه ده. هغه زما د ناروغۍ خبره دې پلار ته وکړه که نه؟
- مور دې یو څه ښه شوې، ستا د راتګ زیری ورته دوا شو.
- ښه، او دا بله خبره.
- نه یار؛ جرئت مې ونه شو کړای. مور دې دومره ښه نه ده، ما ویل که هغه خبره شي، هسې نه...
د ښار په منځ کې جاوید څه ويل خو ژر پښېمانه شو. سلام ترې وپوښتل: لاس دې هغه بل سړک ته ونیو، څه دې ویل.
جاوید یو سوړ اسویلی وکړ: هو، يوه خبره مې کوله، خو ...
- خو څه، څه خبره دې کوله؟
- ویل مې چې په هغه بل سړک تاو شې، هغه سړک د جمیلې دوی پر کور وځي. خو هغه اوس په کلي کې ده.
- په کوم کلي کې؟
- نپوهېږم. والله که مې فکر ته رسیدلی وي، چې ترې پوښتلي مې وای. د پلار نوم مې هم ترې نه و پوښتلی.
- او که نه، اوس به مو د هغوی پته لګولې وه.
مازیګر د جاوید دوی په کور کې اختر جوړ و، دیګونه باندې وو. ټول کلیوال د هغه لیدو ته راغلي وو. خو هغه به حویلۍ ته یو نیم ځل سر ورښکاره کاوه. په کوټه کې يې مور له خپل څنګ لرې نه پرېښوده. ډوډۍ چې تیارېده، مور يې له کوټې نه ووته، وريې پورې کړ. دی هم ور ولاړ شو. د وره له شا نه يې د خپلې مور خبرې واورېدې چې پلار ته يې ویل: خدا زده که جاوید دا ځل لاړ بېرته راشي، همدا يې وخت دی، حاجي ملګري دې هم هرڅه درسره منلي دي، خلک خبر کړه. پلار يې د وره له شا پرې غږ وکړ: جاوید جانه زویه بهر راشه، له کلیوالو سره یوه خبره پخوو.
جاوید بهر ووت، پلار يې کلیوالو ته مخ واړاوه: یوه هفته وروسته، راتلونکې جمعه به بیا همدلته سره یو ځای یو، جاوید جان ته واده کوم.
جاوید غلی د خپل پلار غوږ کې وویل: واده پرېږده پلاره، اول به د خپلې مور علاج کوم، بیا به ګورو.
- چې واده درته وکړم، مور دې خپله ښه کېږي، د هغې همدا یو ارمان دی.
جاوید شاته مخ واړاوه، مور يې له کړکۍ سره ولاړه وه، ډېره خوشاله ښکارېده.
هغه ډېره هڅه وکړه خپل پلار ته ووايي چې داسې یوه ناروغي لري چې واده کول ورته ښه نه دي. خو هر ځل چې به يې خوله جوړوله، د مور زېړ رنګ او په مخ کې ننوتو سترګو ځوراوه.
د جمعې په مازیګر د نکاح پر وخت د جاوید ساه بنده بنده کېده، خولې پرې راماتې وې، هیڅ شي او خبرې ته يې پام نه و، د نکاح له تړلو سره د زوم خپلو خپلوانو د ناوې ډولۍ ته اوږه ورکړه.
په نیمه لاره کې جاوید له آسه ښکته شو، سوچونو پسې واخیست، له ورا سره د راغلیو ښځو خبرې يې يادې شوې: هغوی څه ویل، جلۍ خوښه نه ده... داسې بېدریغه يې ژړل لکه چې دې وداه ته يې په زوره غاړه ايښې وي.
له ځانه يې وپوښت: ملا کوم نوم یاد کړ، ما څنګه د زړه له تله هرڅه قبول کړل. دا په ما څه شوي وو، څنګه مې دومره په آسانه خپله مینه هېره کړه. خپله جميله مې هېره کړه.
د شپې ناوخته، جاوید په نه زړه د ناوې کوټې ته ننوت. له وره سره ودرېد او په لږ لوړ خو غریو نیولي غږ يې له ځانه سره وویل: جميلې! ومې بښه، یو بل ته ونه رسېدو. دا زه وم چې له تا سره مې بې وفايي وکړه.
ناوې پلو له مخ نه لرې کړ: جاویده! دا ته يې؟
۱۳۹۶.۴.۱۸