لنډه کیسه: خرچه
لنډه کیسه/ صدیق الله بدر
خرچه
د جنايي مدير له راتګ سره سم د کور له څښتن څخه چې د کور د دروازې مخې ته له خپلو دوو کوچنیو زامنو سره ولاړ و، وپوښتل: ډاکتر صاحب! کوټو ته خو ننوتي نه ياست، پر کوم څه خو به مو لاس نه وي لګيدلي.
د کور څښتن ځواب ورکړ: نه، زه لا کور ته نه یم ننوتی، زامن مې هم چې له مکتب نه راغلي، یوازې د دالېز تر وره تللي خو کوټو ته نه دي ننوتي، خواران وېرېدلي دي.
- ښه مو کړي، ځينې خلک زموږ تر راتګه ګډوډ شوي شيان ځای په ځای کوي او له موږ نه د غله پل ورکوي.
له دې خبرې سره جنايي مدير له خپلو نورو ملګرو سره حويلۍ ته ننوت. ډاکتر او دوه زامن يې هم په هغوی پسې شول. پولیسو هره يوه کوټه سر سري وکتله او په دالېز کې د کور د څښتن ترڅنګه چې حیران حیران يې هاخوا دیخوا کتل، ودرېد: ډاکتر صاحب، تشویش مه کوه، موږ خپلې څېړنې کوو او ستاسو په فعالعه همکاري به غله پيدا ک...
هغه لا خپله خبره نه وه بشپړه کړې چې د کشف امر يې خبرو کې وغورځېد: مدير صاحب! غله راته عجيبه ښکاري، ډېره ګډوډي يې کړې.
د کور څښتن په پوښتونکي انداز هغه ته وکتل. خو مخکې له دې چې څه ووايي، جنايي مدير يې په اوږه لاس کېښود: منظور يې دا دی چې موږ دا ډېره موده له داسې حالت سره نه وو مخ شوي، غله اوس دومره ګډوډي نه کوي، يوازې پيسې، کمپيوټرونه، مبایلونه او لوکس زينتي شيان وړي، خو ...
ـ خو. څه؟
ـ خو، خو خپله ګورې چې په پيسو پسې يې ستاسو ټول کور چاڼ کړی دی.
جنايي مدیر خپله لاندینې شونډه تر پاسنۍ شونډې لاندې کړه او تر یوې شېبې سرخوځولو وروسته يې وویل: داسې ښکاري چې غلو راه بلد نه درلود. د داسې غلو پیدا کول یو څه ډېر وخت نیسي.
د کور څښتن د هغه له دې خبرې سره یو څه چرتي شو، جنايي مدير يې په اوږه لاس کېښود: ډاکتر صاحب! وخت به نيسي، منم، خو ستا په همکارۍ خامخا غله ژر پیدا کولای شو.
د کور څښتن په حيرانتیا پوښتنه وکړه: زما په همکارۍ، هغه څنګه؟
- هو ستا په همکارۍ، خو اوس دا خبره پرېږده، غواړم چې لږ دې وخندوم. یوه ټوکه درته کوم.
له دې خبرې سره يې د هغه نور جنايي ملګري تحقیقات پرېښودل او دالېز ته راووتل.
د کور څښتن جنايي پولیسو ته مخ واړاوه او ويې پوښتل: کار مو خلاص شو؟
جنايي مدیر په خندا شو: نه ظالمه! کار مو لا پیل کړی نه دی، ته يې د خلاصېدو خبره کوې، دوی زما د ټوکو شوقیان دي، ځکه راووتل، زه ډېرې کمې ټوکې کوم، خو ښې يې کوم.
د کور څښتن پر دیوال تکیه شو او یو سوړ اسویلی وويست: ښه نو، ټوکه ها!؟
ـ هو، ټوکه. ټوکه داسې ده چې تا د غلو غول ايستلی.
د جنايي مدير له دې خبرې سره د هغه ملګري په کړس کړس وخندل او په خندا خندا کوټو ته ننوتل.
د کور څښتن وپوښتل: يعنې څه؟
ـ يعنې دا چې خپلې پيسې او قيمتي شيان دې ډېر پټ ځای ايښي وو. غله ورپسې ډېر سرګردانه شوي.
د خندا څپو دننه په کوټو کې زور واخیست او تر يو ساعت پلټنو وروسته د جنايي مدیر په یوه پاڼه کې ولیکل: غلو دوه لکه افغانۍ، يو لبټاپ کمپيوټر او دوه ګلکسي مبایلونه له ځان سره وړي دي.
يوه اوونۍ وروسته ډاکتر پخپله معاینه خانه کې ناست و چې د جنايي مدير معاینه خانې ته راننوت او په یوه ساه لګیا شو: ډاکترصاحب! مبارک، د بلې مېلمستیا تابیا وکړه، د وړمې شپې مېلمستیا ملګرو ته ډېر خوند ورکړی و. د غلو پل مو پیدا کړ.
ـ رښتيا!!!
ـ هو، خو تعقيب غواړي، که ته وغواړې او ملګرتیا وکړې.
ـ څه، که زه ملګرتیا وکړم!؟
ـ هو
- پوه نه شوم، يعنې زه هم بايد د غلو په نيولو کې درسره ملګری شم، په غلو مې وژنی که څه؟
ـ نه، ما کله داسې ويلي.
ـ نو څه؟
ـ هاهاها، ته هم نو ډاکتر صاحب، تا نه په عذابوو، فقط...
ـ فقط څه؟
ـ هاهاها فقط يو څه خرچه په کار ده
ـ خرچه، څنګه خرچه؟
ـ هاهاها، ډاکترصاحب ته خو پوهېږې زموږ جنايي ملګري چې په غلو پسې ګرځي، خرچه پرې راځي. وارخطا کېږه مه، زياته درنه نه غواړو، فقط پنځوس زره افغانۍ...
ډاکتر له غوسې سور او شین واوښت، خو ژر په ځان کابو شو: مدیرصاحب! هر وخت چې راځئ ډوډۍ درکوم، خو زه نور د غلا له خبرې تېر یم.