کبۍ او مونوک
په داستاني ادبیاتو کې د یو بل د منلو او زغم غوره بېلګه
که څه هم په ناول کې ډېره اوږده مخینه نه لرو، خو هغه څه چې له یوې پېړۍ راهیسې په دې برخه کې په لیکلې بڼه تجربه شوي، په ښه او سمه ژبه د یو مثبت او له مينې ډک پیغام د لېږدولو هڅې دي.
خو دا هم باید هېر نه کړو چې موږ له پخوا په خپل فولکلوریک ادب کې د نکلونو، داستانونو او حکایتونو يوه ستره خزانه لرو چې ترټولو مشهوره هغه يې د ادم خان او درخانۍ، مومن خان او شیرينۍ او داسې نور دي. په دې هستونو کې هغه څه انځور شوي او کښل شوي چې نن هم د نړیوالو داستاني ادبیاتو خوراکه يې ګڼلای شو. مینه، نفرت، فقر، جګړه، سوله، طبقاتي تضاد، تاوتریخوالی، حق تلفي، له ښامارانو سره ډغرې وهل، د قاف له غرونو اوښتل او د ښاپيریو په څنګلونو ویده کېدل یې بیلګې کېدای شي.
په لیکني ادبیاتو کې بیا د ځینو پورته ذکر شویو مواردو ترڅنګ په پراخه کچه مینه انځور شوې. خو معاصرې هستونې مو جلا رنګ او خوند لري. زموږ ځینې معاصر لیکوال چې ادبي اثار د خپل وخت هینداره بولي، په تېرو پنځوسو کلونو کې يې پر وطن راغلي ناورینونه انځور کړي دي.
کومو مواردو ته مو چې نغوته وکړه، هغه ټول په خپلو ناولونو کې لرو، پرون مو هم درلودل او نن يې هم لرو. ځکه پرون هم موږ ژوند کول غوښتل او نن يې هم غواړو. داسې ژوند چې نفرت ته په کې ځای نه وي، مینه په کې وي، زغم په کې وي او د یو او بل د منلو جوهر ولري.
د نورو ناولونو د نومونو له یادولو که تېر شو، د کبۍ او مونوک ناول ته خامخا پښه نیولی کېږو. ولې؟ دا خپل دلایل لري.
کبۍ او مونوک د یو بل د منلو او د ګډ ژوند اوچت پیغام لري، د انسان له انسان سره ژوند او له ژويو سره د انسان خواخوږي او د څرنګه ژوند کولو پیغام.
کبۍ او مونوک د ډاکتر محب الله زغم ناول دی. تر دې مخکې د ځانمرګي، ځوروونکي او د ولسمشر فرمان په نومونو د زغم نور ناولونه هم چاپ شوي دي.
کبۍ او مونوک د محتوا او منځپانګې په لحاظ یو روزنیز، معلوماتي او هنري اثر دی. داسې يو اثر چې تراوسه په پښتو ادب کې د هغه بله بېلګه ترسترګو شوې نه ده او یا ما نه ده لوستې.
کبۍ او مونوک راته څه وايي؟
کبۍ او مونوک د کبانو او انسانانو ترمنځ د ژوند کولو یو اوچت او رنګین انځور دی چې هر لوستونکی ځان ته په مينه پښه نیولی کوي.
کبۍ او مونوک دا وايي چې هیڅ انسان تر بل انسان او هیڅ ژوی تر بل هغه غوره نه دی. د ناول اصلي پیغام همدا دی. لیکوال دا راته وايي چې د یو پر بل برترۍ غوښتنې حس موږ د تباهۍ کندې ورټېل وهي او له یو بل سره له ګډ او له مینې ډک ژوند څخه مو راګرځوي. دا وړتیا راڅخه تروړي چې د يو بل په ژبه پوه شو او یو بل درک کړو.
کبۍ او مونوک په همدې منطق پېلېږي او تر پايه همدغه منطق تعقیبوي. په دې ناول کې يو پر بل د برترۍ د حس زیانونه ډېر ښه انځور شوي، هغوی چې ځان ورته برتره او غښتلی ښکاري په دې سوچ نه کوي چې تر ده هم بل غښتلی چې زیان ور رسولی شي.
کبۍ او مونوک راته وايي که یو بل ومنو او پر یو بل د برترۍ احساس له ځانه لرې کړو نو ژوند ته ورلنډېږو او ورڅخه خوند اخستلای شو.
په ناول کې دا پيغام په څرګند ډول محسوسېږي چې انسانان که وغواړي د خپلو همنوعانو او ژويو پر ژوند د پوهېدو وړتیا لري. په دې ناول کې یو اتل ځيرک نومېږي، ځيرک د خپل یوه ملګري په مرسته دا هڅه کړې چې د کبانو ژبه زده کړي او د هغوی د ژوند په راز ځان خبر کړي.
کبۍ او مونوک نورې ځانګړنې هم لري.
لیکوال هڅه کړې چې خپل اثر د فولکلور په خوږو ښکلی کړي. کیسه تر يوځایه رسوي، پرېږدي يې او له بل ځای نه يې را اخلي. کټ مټ زموږ د فولکلوریکو کیسو غوندې. په معاصرو ناولونو او کیسو کې دا سخته چاره ده، حتی دا چې ناشونې ده. خو لیکوال ښه لاره فولکلوریک ادب کې ورته لټولې او تجربه کړې ده. هره صحنه چې نوې کېږي، لیکي، دا به همدلته پرېږدو، وګورو چې هلته څه شوي. خو ټولې جملې يې داسې نه دي، د هرې صحنې د بدلون لپاره نوې، لنډې او خوږې جملې را اخلي.
زموږ داستاني فولکلوریک اثار ټول دغه خواږه لري. ناول له ژویو پیلېږي، تر انسانانو را رسېږي او بېرته د ژویو په ژوند او چاپيریال پای ته رسېږي. دا به څنګه سره نښلوې، ټولې صحنې به څنګه سره یو ځای کوې او یو ګډ انځور به يې د لوستونکي مخې ته ږدې؟ لنډ ځواب يې دا دی چې د فولکلوریک ادب تجربه به کاروې او هغسې به يې کاروې چې د کبۍ او مونوک ليکوال يې کاروي.
دا ناول د ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره لیکل شوی او د دوی لپاره په زړه پورې معلومات لري، دا ناول ماشومان او تنکي ځوانان د بیلابیلو کبانو له ډولونو او خاصیتونو سره بلدوي. ویاله، سیند او سمندر او ترمنځ يې توپيرونه راپېژني او په هغو کې د ژوند کولو طریقه بیانوي.
دا چې دا ناول ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته لیکل شوی، لیکوال د هغوی د پوهې د کچې د لوړولو لپاره هڅه کوي. دا ناول یو څه رازده کوي. هر څوک چې هڅه او تلاش وکړي خپل ټاکلي هدف ته رسېږي، کبۍ هم چې د کومې پوښتنې په ځواب پسې وتلې وه، ځواب يې ترلاسه کړی دی. هیڅوک پر بل غوره نه دی. رنګ، زور او غټوالی د غوره والي نښه نه شي کېدای.
د ناول یوه ځانګړتیا له لوستونکي سره مخامخ غږېدل دي. لیکوال دا کار د پوښتنو په مطرح کولو سره کړی او غوښتي يې دي چې لوستونکی ځان د کتاب مخاطب وګڼي او خبرې ورسره وکړي او مینه يې سره پیدا شي او یو بل په خپل غم او ښادي کې شریک وګڼي.
لیکوال د لوستونکي د توجه د خپلولو او پر هغه د فکر کولو لپاره ځای ځای په ناول کې ځینې پوښتنې مطرح کړي دي. په ناول کې د ځيرک عمر نه ښودل کېږي خو د پوښتنې په مطرح کولو سره د لیکوال هدف دا دی چې که هر ماشوم او ځوان هغه لولي فکر وکړي چې ځيرک د هغه همزولی دی او کټ مټ د هغه غوندې فکر کوي. په دې کار سره کرکټر ورته اشنا معلومېږي او لا نور ورته ګرانيږي.
په ناول کې د معلوماتو برخه هغه لا نور په زړه پورې کوي، کله کله دا معلومات دومره په دقیق انداز راوړل شوي چې لوستونکی باور کوي چې رښتيا هم همداسې به وي. په ناول کې هغه برخه دریادوم چې ځيرک د کبۍ د خولې کلمات لیکي. هغه کلمات چې ټول یو څپيز دي او د واو په توري پیليږي. دا ځانګړتیا لیکوال په ناول کې داسې انځور کړې ده:
((په دې خاطر چې کبان حنجره، ژبه او غاښونه نه لري نو ((واو)) په اسانۍ سره ویلی شي خو نور غږونه ورته سخت وي. دوی یوازې هغه غږونه را ایستلی شي چې په وازه خوله ویل کېدای شي. کبان عادت لري چې شونډې مخې خوا ته وخوځوي او ((واو ))هم په همدې حرکت ویل کېږي نو د دوی په ژبه کې هره کلمه په ((واو)) شروع کېږي. کلمې یې لنډې او یوازې د یوې څپې ځکه دي چې کبان سږي نه لري.))
دا ناول په همدې طریقه ماشومان مطالعې، زده کړې او د علم حاصلولو ته هڅوي او دا وايي چې مطالعه او زده کړه په ژوند کې څه مرسته راسره کوي. کبۍ له سمندره خپل کور ته د راګرځېدو هیله لري، خو لاره نه ده ور معلومه او مکتب يې هم نه دی ویلی چې د علم په زور خپل کور پیدا کړي. خو د هغې ملګری مونوک چې مکتبي دی، له کبۍ تر ځینو پوښتنو وروسته د هغوی ویاله پیدا کوي:
(( مونوک وویل: ډېر ښه. زه پوه شوم چې ستاسو ویاله په معتدله سیمه کې ده. د استوا له کرښې به لرې وي خو دا چې د ځمکې په شمالي نیم کُره کې به وي که په جنوبي نیم کره کې، دا نو نه ده معلومه. ښه نو اوس دا راته ووایه چې ستاسو پسرلی به په کومه میاشت کې پیل شو؟))
د یوې کوټلې پايلې په توګه، کبۍ او مونوک یو راټول ناول دی، خور وور نه دی، صحنې يې سره تړلې او د یوې لنډې کيسې په توګه له تلوسې ډک دی.