لنډه کیسه:

د وچو اوبو پر ژۍ

لعل جان د کلي وروستی کس و چې لا هم زړه یې له خپل ټاټوبي نه شکېده. نور ټول کډه شوي وو. کوڅې له دوړو ډکې وې. د جومات ملا له دوو جمعو راهیسې نه و راغلی.

څاه، چې د کلي د منځ سترګه وه، اوس یې کاته وچ وو. د ډبرو له منځه به نور یو څاڅکی هم نه راوت. ماشومان له تندې داسې ژړل لکه جل وهلې سپرغۍ چې د باران چیغې وهي.

نازو، د لعل جان مېرمن، له څلورو ورځو راهیسې دواړه پښې په یوه موزه کړې وې او ويل يې: "سړیه، نور نه کېږي! کلی نور پاتې بوله!"

لعل جان نور خپلې اوږې درنې احساسولې. هر سهار به د وچې څاه پر ژۍ کېناسته، هديرې ته يې کتل او ورو يې له ځانه سره ویل:"دا چا ته پرېږدم؟ دلته خو مې د نیکونو هډوکي دي..."

اخر، هغه سهار راغی چې د نازو او ماشومانو شونډې وچې، سترګې ننوتې او ساه‌کښل ورو شوي وو. لعل جان پیڅې بډوهلې او د څاه په لور وخوځېد.

شپه یې د څاه او هدیرې ترمنځ د واټن په بیا بیا ګزوپل کولو تېره کړه. له اذان نه مخکې، د وروستي ځل لپاره یې کلي ته وکتل، د څاه څنډه یې ښکل کړه او ورو یې وویل: "که کله باران راغی، خبر راکړه... زه بل چیرته د ټینګې نه یم."

۱۴۰۴.۵.۱۴