لنډه کيسه: دوا
لنډه کیسه/ صديق الله بدر
دوا
درد مې چې کرار کرار راکم شو، د ناروغانو په لاس کې د دواګانو د غټو پلاستیکونو اندېښنې پسې واخیستم. له ځان سره لګیا شوم: تکلیف مې ډېر دی، ډاکتر به ما ته هم، همدومره ډېره دوا لیکي.
له دې چرت سره له انتظار خونې بهر ووتم. د درملتون وره ته نږدې ودرېدم. د درملتون د دوا پلورونکو غږ مې اورېده چې ویل يې: ستا پنځه لس سوه شول... ستا دوه نیم زره کېږي... ته به اته لس سوه راکوې... نه نه نه! نیمه دوا نه شو درکولای. یو قلم د درې ورځو دی، بل د څلورو...نه، نه! نه کېږي.
خپل جیبونه مې ولټول. د موټرو د کرايې سودا راولوېده. له خپل کور نه تر دې ځایه په دوه درې موټرونو کې راغلی وم. همدې چرتونو کې له ځان سره لګیا شوم: ((هغومره ډېره دوا او دا له ما سره نهه نیم سوه افغانۍ. نه، نه کېږي، نه يې پوره کوي، ښه ده چې کور ته لاړ شم.))
نږدې ماسخوتن و، پنځه دېرش کسه وروسته چې نوبت را رسېده، ډېر ناوخته کېده. له روغتون نه د وتلو پرېکړه مې وکړه.
لا مې یو دوه قدمه نه وو اخیستي چې یو چا راغږ کړل: (( وه وروره! ژر راشه! نوبت ستا دی)).
دا په انتظار خونه کې زما ترڅنګ ناست هغه ناروغ و چې تر ما وروسته د هغه نوبت و.
زړه نا زړه راوګرځېدم.
ډاکتر ته مې د خپل دوست لیک وسپاره: دا خط رییس صاحب داوود شاه راکړی.
له ځایه راولاړ شو. ښه روغبړ یې راسره وکړ. څو څو واره يې معاینه کړم او د نسخې د لیکلو په وخت کې يې راته وویل: ((کومه نسخه چې درکوم، انشاالله ښه اثر کوي)).
نسخه يې ولیکله او د میز پر سر د زنګ تڼۍ يې کېکاږله. هغه سړي چې خلک په نوبت ډاکتر ته پرېښودل، کتنځي ته راننوت. ډاکتر زما نسخه ورته ورکړه: ((د ده فیس بېرته ورکړه. درملتون ته ورسره لاړ شه چې هغه ترټولو ښه درمل ورکړي.))
ډاکتر د خدای پامانۍ لپاره تر وره راسره راغی او په خندا يې وويل: ((داوود شاه خان زما د لیسې هم دوره دی، وخت ناوخت مې کور ته ورغواړي.))
لیک ته يې یو نظر وکتل: ((دا دی په خط کې يې دا بله اوونۍ بیا میلمه کړی یم.))
په درملتون کې يې څلور قلمه دوا راکړه او دوه نیم سوه افغانۍ یې رانه واخیستې.
له درملتون نه د وتو په وخت کې یوه دوا پلورونکي بل ته وویل: ((دا ډاکتر صاحب هم بلا کوي، دا میاشت بیا زموږ په تاوان روان دی)).
بل ورغبرګه کړه: ((چرت مه خرابوه. میاشت دوو کې یوه نیمه داسې کم بیه نسخه ورکوي)).
۱۳۹۶.۱۲.۳۰