ژباړه: سیمون دوبووار څه ډول لیکل کول؟
سیمون دوبووار څه ډول لیکل کول؟

فرانسوي لیکواله او مفکره سیمون لوسي ارنستین ماري برتراند دوبووار، په ۱۹۰۸ کال د پاريس په یوه بډایه کورنۍ کې نړۍ ته سترګې غړولې دي.
په پنځه کلنۍ کې يوې کاتولیکي ښوونځي ته لاړه، هغه ښوونځي ته چې په خپله وينا يې، نه يې خوښېده. د زده کړو په بهیر کې د دزیر ښوونځي یوه بریالۍ زده کوونکې وه.
دوبووار په ۱۹۲۵ کې ديپلوم واخيست. که څه هم کورنۍ يې مخالفت کاوه خو دې د ښوونکي دنده غوره کړه. بیا يې د سن ماري په انستیتیوت کې يې ادبیات او فلسفې ته مخه کړه. د سوربن له پوهنتون نه يې د لیسانس سند تر اخیستلو پورې د یوې لنډ مهالې تحقیقي دورې په لړ کې د نوموتو فلاسفه وو لکه: کانت، دکارت، رګسون، نیچه او نورو اثار ولوستل.
همدا چې په ۱۹۲۸ کال کې يې د لیسانس سند ترلاسه کړ، له ژان پل سارتر سره اشنا شوه. سارتر، اندره اربو او پل نیزان، د فلسفې درې هغه زده کوونکي وو چې تل سره راټولېدل او دوبووار وکولای شول چې د هغوی ډلې ته لاره وکړي.
مېلمه او د نورو وينې ناولونه او د بېهوده خولې ډرامه د دوبووار لومړنيو اثارو کې راځي.
په ۱۹۴۶ کې دوبووار د سارتر په غوښتنه پر يوې څېړنې، چې ښځې توب يې په رښتيا پر برخلیک څه متفاوت اغېز کړی، لاس پورې کړ. نوموړې د خپلې دې څېړنې پايلې د (دویم جنس) په نوم یو ډېر جنجال برانګیزه او با ارزښته کتاب کې چاپ کړل.
مېلمه، د نورو وينې، دویم جنس او نورو کتابونو تر څنګ (ټول مري، لوړپوړي مامورین، د یوې ښکلې نجلۍ خاطرې، خوبولی مرګ، ښکلي انځورونه، نابوده ښځه او زړښت) د سیمون دوبووار چاپ شوي او غوره اثار دي.
سیمون دوبووار، تر اوږدې مودې مبارزې او ښې لیکوالۍ وروسته په ۱۹۸۶ کال د ۷۸ کلونو په عمر له نړې سترګې پټې کړې او په پاریس کې د سارتر تر څنګ خاورو ته وسپارل شوه.
سیمون دوبووار له پاریس ریویو سره په يوې مرکې کې د خپلې لیکوالۍ او لیکلو رازونه داسې بیان کړي دي:
