لنډه کیسه: دنګ سیوری
دنګ سیوری
(لنډه کیسه)
هغه به تل د ښار د کوڅو په هنداره کې د خپل سیوري قامت ته کتل.
له هر ګام سره، سیوری لا نور پر دېوالونو غځېده.
هغه باور درلود چې د سیوري دنګوالی یې د ځواک نښه ده، د هغه څه نښه چې خپله ده هم نه شو درک کولی.
یوه شپه د شا نه پرې غږ وشو:«ولې خپل سیوری اندازه کوې؟»
سړي شاته وکتل خو هیڅوک نه وو. د بامونو له سره سپوږمۍ ځلېدله.
سړي وویل:«دا هغه یوازنی څیز دی چې له ما نه پاتې دی...وګوره څومره دنګ دی!»
سیوري له دیوال راټوپ کړ او مخامخ ورته ودرېد: « ته خطا وتی یې. زه دنګ نه یم؛ دا یوه سپوږمۍ ده چې زه یې انځور کړی یم. هغه سپوږمۍ چې تا هیڅکله، آن په خوبونو کې هم، ورته نه دي کتلي.»
سړي هېښنده وخندل خو خندا یې په کوڅه کې انګازه وکړه او بېرته ده ته را وگرځېده.
د کوڅې په منځ کې یې یو اشنا دېوال ته په ولاړه ډډه ولګوله او د خپل زړه له نري درزا سره یې ورو وویل: «هغه څه چې دنګ راښکارېده، د هغې د نظر ګرمه ساه وه چې کنګل شوی زړه مې هیڅکله ورته دمه نه کړ.
۱۴۰۴.۶.۱۶
د کابل - شمالی لاره