ډاډ

د څلورو پنځو هلکانو په لیدو نوره هم خپل خاوند ته ورنږدې شوه. خپلې پنجې یې د هغه په پنجو کې ورکلکې کړې او هسکه هسکه پر لاره وخوځېده.

خپل خاوند ته د سترګو تر کنجونو په ځیر کېدو سره موسکه شوه. هغه پر هغې نجلۍ سترګې ګنډلې وې چې د سړک پورې غاړه، خرامانه روانه وه او یو نیم نظر يې ده کتل چې خوله ورته چینګه چینګه کوي.

۱۴۰۰.۱۰.۲۳