کیسه ګۍ/ صديق الله بدر



جنون


نجلۍ تلفون بند کړ، د کوټې په بر کونج کې يې د زوړ کټ پر سر د واده جامو ته بد بد وکتل او يو ناڅاپه په ژړا ژړا کې په خندا شوه. مور يې ترې وپوښتل: څه کیسه ده، چا سره غږېدې؟
- هغه و...
د نجلۍ رنګ سور واوښت خو خبره يې له خولې وتې وه، ورغبرګه يې کړه: سالم زنګ وهلی و.
مور يې ترهېدلې ورته وکتل: لورې! هېر دې کړل، ته اوس د بل چا شوې يې، که قومندان وپوهېږي؛ هم به هغه په زندان کې ووژني، هم به زموږ ورځ توره کړي.
مور او لور غاړې وتل. ښه شېبه يې وژړل. نجلۍ د مور په ولي سر تکیه کړ: هغه اوس په دولتي زندان کې دی، قومندان پرې څه تور لګولی. ډېر به بندي پاتې شي.
- نو ستاسو خبرې او ستا خوشحالي څه معنا؟
نجلۍ بیا موسکه شوه: هغه ویل چې په زندان کې د بند او خلاصون په ځای، ما یادوي.
۱۳۹۶.۱۱.۱۴ غرمه درې نيمې بجې