شعرونه: د ۱۳۹۷ کال د قوس له اوومې نېټې د حوت تر ۲۷ نېټې پورې شعرونه

ویناوال: صدیق الله بدر

شعرونه


(د ۱۳۹۷ کال د قوس له اوومې نېټې د حوت تر ۲۷ نېټې پورې شعرونه)
 

غزل
اننګو کې دې راشنه کړم د بوسې چې ګلابونه
ته مې پرېږده چې دې اورم بارانونه بارانونه
د ماښام په تاریکه کې چې همېش راته یادېږي
پر ما شپې روڼول غواړي هېروي رانه خوبونه
چې بیا بیا باران باران انځورومه خپلې اوښکې
غواړم شنه دې کړم پر شونډو د خندا للمي ګلونه
نپوهېږم ولې زړه مې دومره ډېر ورسره ښه وي
هر یو درد دی مینه مینه که دا مینې دي دردونه
د هر حسن به له اوره مو لوګی لوګی کولو
کاش چې واک یې وای زموږه کاش چې خپل مو وای دا زړونه
زه چې خوښ یم پر تا مرمه پرې رضا یمه جانانه
د دنیا ژوند سړی اړ کړي چې پر ژوند وکړې مرګونه
دلته داسې څوک هیڅ نشته ورته وغوړوې زړه چې
ډک محفل کې ځان سره چې بدره کړمه مجلسونه
١٣٩٧.١٢.٢٦
««««««««««««««««
زړه تنګي
زه د ژوندون په نامه
پر نامعلومه غوندې لار روان یم
زړه راته وايي
چې مې د سیوري
زړه تنګي ته
تم شم
ویریږم هسې نه چې
دا د چوپتیا ورېځې
چې تل زما
په تنهايي خورې وي
د درد له خوږه
په زړګي وسکونډي
١٣٩٧.١٢.٢٤
««««««««««««««««
توري یې مینځم
ژوند مې په شعر کې ګرګ وهلی
١٣٩٧.١٢.٢٣
««««««««««««««««
خپسې مې د غږ پر ستوني پښه ایښې ده
او چیغې مې
په ویښه کې د خوب لکڼې په لاس
د ژوند کوڅو کې ګرځي
١٣٩٧.١٢.٢٢
««««««««««««««««
باران
په دې خوښېږم
باران پلمه وګرځي
ووايې ښه هوا ده
کوڅه کې مینه
زما او ستا د پلونو
په لمدو خاپو رغړي
په دې خوښېږم
باران پلمه وګرځي
زموږ د زړونو له دېوالونو
د خاورو بوی لټېږي
پېغلې شیبې مستي تر لاس ونیسي
له دېوالونو دې شي تاو راتاوې
زموږه زړونه سنددریزه نوې ساه واخلي
په دې خوښېږم
باران پلمه وګرځي
ته راته دا ووایې
لارې دې خټې
چېرته ونه لوېږمه
١٣٩٧.١٢.٢١
««««««««««««««««
زموږه کوڅه
زموږ کوڅه
هغه دسترخوان دی
چې هر ځل جنګ ته غوړیږي
خو سوله
هغه نالیدلې مېلمنه ده
چې په ڼاوخته هم پېښه نه کوي
موږ پخپله کوڅه کې
هغه ورکې ارواوې یو چې خپلې جنازې لټوو
زموږ کوڅه
زموږه بدنصیبي ده
١٣٩٧.١٢.١٩
««««««««««««««««
د ژوند پاڼې مې را اړولې
زه په کې هغه خاطره وم
چې هېره شوې
۱۳۹۷.۱۲.۱۸
««««««««««««««««
سترګې مې له هغو کلکو پنجرو نه ځل وهي
چې هيڅکله نه ماتیږي
او نه یې څوک ور پرانیزي
زه باید
له خوب نه ډکې ویښتیا ته
په خوب کې ویښ پاتې شم
١٣٩٧.١٢.١٦
««««««««««««««««
سمندرونه چې ارام ویده دي
ويالې ويالې يې
زموږ خوبونه څښلي
١٣٩٧.١٢.١٢
««««««««««««««««
تا زه لټولم
او زه
په خپلو سترګو کې
درته ناست وم
١٣٩٧.١٢.١٢
««««««««««««««««
غزل
با لېـــــــــــــــــــوني له ګرېوانه ونیسي
داسـې مـې درد منګول کې زړه ونیسي
د زړه چــــــــــې راشمه خالي کوټې ته
د آه ګـــــــــــــرمي ته مې ساړه ونیسي
پر مــــــــــخ خورو زلفو نه داسې ګوري
په توره شپه کې چې څوک غله ونیسي
چې هر ســــــهار کړي ورکه لار په سهار
مــخ ته پلـــــــــــــو په لمرخاته ونیسي
بــدره خـــــــــــــبره چې د زړونو راشي
هغـه تېـــــــــــــــــــره تېره باڼه ونیسي
۱۳۹۷.۱۲.۱۱
با: لکه
««««««««««««««««
شپه یوه تیاره کوټه ده
چې چوپتیا په کې د یوازیتوب تصور ته پکۍ وهي
او زه د خپل زړه په اهاړ کې
په خپل وجود کې له سړو نه رېږدم
١٣٩٧.١٢.١٠
««««««««««««««««
غزل
ډک له تشـــــــوالي څخه ژوند د بې وسۍ په جام کې
یو غرق خــمار دی پاتې شوی د ځـوانۍ په جام کـې
له تنهایۍ ســــــــــــره مې ناست یم میکده کې د زړه
تنده مــــــــې ډوبـه ده د عشق د خاموشۍ په جام کې
الوزولې یـــــــــــــــــــــــــې نشه ده د مرګي له سره
ما چې څـــــــه څښلي دي د خپلې زندګۍ په جام کې
نه بيخودۍ باندې مــــــې پـــوه یم نه په خودۍ باندې
خدازده چې څه راکـــــــــړي هغې لېونۍ په جام کې
بدره خپل هـــــــــوښ د لېونتوب جنون ته پرېنښودم
چې دې راواخلمه خـــــــــواږه د عاشقۍ په جام کې
۱۳۹۷.۱۲.۷
««««««««««««««««
په شودو چې ماتوي تنده خو نور دي
ورکوي چې د زړه وینې هغه قیس دی
١٣٩٧.١٢.٦
««««««««««««««««
ټوله نړۍ تر يوې جونګړې هم وړه ده
زه او ته چې جونګړه جوړوو
نړۍ په غوسه وي
۱۳۹۷.۱۲.۶
««««««««««««««««
سترګې مې نمجنې ښې دي
سیند کې چې اوبه نه وي
کبان مري
۱۳۹۷.۱۲.۶
««««««««««««««««
غزل
راته ګــــــــــــــــوري هر نظر لکه صیــاد
لا هم ښکلـــــــــــو تـه په زړه ښکارم آبــاد
خاموشي د زړه پخپلــــــــــه یو فريـــاد دی
تيږه نه ده چې ماتيږي په فــــــــــــــــريــاد
درانه ولي یې نیولي خدای دې خیر کـــړي
د زړه وره کې مې ولاړ دی د چـــــــا یــاد
هره ورځ په زیارتونو ځکه ګرځـــــــــــــم
څوک و نه وايي چې نه لري مـــــــــــــراد
دا چې اوښکې اوښکې مینه کې دې غواړم
لا خو عشق کې راته ژونده ښکاري ښـــاد
چې په مينه لا د مینې توري نغــــــــــــاړم
بدره هغه لېونۍ راکــــــــــــــــــــــــوي داد
١٣٩٧.١٢.٥
««««««««««««««««
غزل
چې ګـــډ په وير او په ماتم خلک دي
ګرم مـــې د خپل کلي او چم خلک دي
چې له دې خـــوارو سره جوړه مې ده
دا لېوني لــــــــــږ په کې سم خلک دي
ډېر دي چې ډېر د مینې نوم اخلي خو
چې کوي مینه هغـــــــــه کم خلک دي
زما تر څنګ چــــې دي ولاړ وژني مې
زما د ویاړ زمـــــــــــــا د برم خلک دي
مینه له خلکـــو څخه غوښته چې چا
وايي په میـنه کـــې یې ګرم خلک دي
د ډېـــــــــرو ښکلو بدره ډېر خوښېږم
د خوارو هـــم یو نیم د زغم خلک دي
١٣٩٧.١٢.٢
««««««««««««««««
غزل
هغــــــــــــــې ته ووایـــئ ارزان شوی دی
خاطر یـې ګران نه شي چې ګران شوی دی
ما چـــــې د عشق دی کــوم قیمت پرې کړی
تاوان زمــــــــــــــا د زړه او ځان شوی دی
اوس چــــې له خپل زړه نه هېــر شوی یمه
اوس مــــې د زړه فکــــر په ځان شوی دی
درد ته لــــه خپــل زړه ځواب څنګه ورکړم
وایي پــــر دې ګـور مـې تاوان شــــوی دی
د ښکلو ښــــار کــې یخ شمـــــــــال لګېږي
د لېـــونو چــــــــم کــــــــې باران شوی دی
زړه چــــې مې ګل ګل په کـــې نه غوړېږي
غږ پسرلــــــــــــي کې د خــــزان شوی دی
په خپــــله هــــــــــــم پـــه دې باور نه کوي
بدر دې یاره چـــــې جــــــــــــانان شوی دی
١٣٩٧.١٢.١
««««««««««««««««
هر چېرته
تر خپل فکر
وروسته رسېږم
څوک چې
بوج پورته کوي
خو ستړی کېږي
۱۳۹۷.۱۱.۲۹
««««««««««««««««
ځينې ښکلې ډېرې چې خوښېږي مې
ځينې ښکلې ډېرې دي د تا په څېــــر
۱۳۹۷.۱۱.۲۸
««««««««««««««««
و دې ویل
یو څه نوې وکړه
خبرو کې مې زور نه و
ښکل مې کړې
۱۳۹۷.۱۱.۲۸
««««««««««««««««
د غمجن سړي
حافظه یم
په یاد مې دي
چې چېرته
او چا ته
مړ شوم
۱۳۹۷.۱۱.۲۸
««««««««««««««««
هره شپه
د شپې پر لمن
سپينې پاولۍ ټک وهم
۱۳۹۷.۱۱.۲۸
««««««««««««««««
زړه چې لرم
مينه به کوم
اوبه خو لمدې وي
۱۳۹۷.۱۱.۲۷
««««««««««««««««
د حد پوښتنه يې
له کوڅې او له هغې نه وکړئ
زه همدومره پوهېږم
چې مئین یم
۱۳۹۷.۱۱.۲۷
««««««««««««««««
مینې
زه او ته غوره کړو
اور خو په اور بلېږي
۱۳۹۷.۱۱.۲۷
««««««««««««««««
جنت
ستا له غېږې
اخیستل شوی
کوچنی انتخاب دی
۱۳۹۷.۱۱.۲۷
««««««««««««««««
نوم دې چې اخلم
ټول مې خولې ته ګوري
نوم دې
پر ژبه مې
ګل شین شوی
١٣٩٧.١١.٢٦
««««««««««««««««
«««دوه بیتونه
ټوله شپه تیاره ګوته په غاښ کړکۍ کې ناسته وه
ټوله شپه مې ستا د مخ د وړانګو ټال کې تېره کړه
خوند چې نه د مینې و او نه مې ځواني خوند راکړ
ټوله زندګـــــــــــي مې په ثواب وبال کې تېره کړه.
«««««««««««««

««««««««««««««««
کاش نه په حساب پوهېدم
او نه ښوونکي راته
په ادبیاتو کې لس نمرې راکولې
دوري به ګرځېدم
ته به مې نه پېژندې
درته مې نه به ویل:
ځه! چې راځې
حساب مې ډېر زده دی
١٣٩٧.١١.٢٦
««««««««««««««««
ما درته د زړه د درد ویلې
ته ویده شوې
لکه چې کیسه درته کوم
١٣٩٧.١١.٢٦
««««««««««««««««
غزل
چې انتظار په کــــې جنــــــــــــډه ولاړه
پر دغـــــه لار دلبــــــــر ناوختــــــه رځي
پوه چې په خوب او بیداري مې نه شوم
دواړه ماښـــــام سحـــــــر ناوخته راځي
دومره مــــې ژر لحــــد کې مړی مه ږدئ
زما یــــاران اکثـــــــــــــــر ناوخته راځي
د ګودر زړه په مازیګــــــــــــــر غوړېږي
خو مازیګر مګـــــــــــــــــر ناوخته راځي
بوخت دی په زړه کې چا ته کور جوړوي
بدر اکثــــــــــــــــــــــر بهر ناوخته راځي
۱۳۹۷.۱۱.۲۵
««««««««««««««««
اوس په ژړا مې زړګی نه سپکېږي
اوس مې خپل زړه په ژړا نه سپکوم
اوس دومره نه ژاړمه
١٣٩٧.١١.٢٤
««««««««««««««««
رخه مې راځي
د مينې او د زړه رابطې ته
زه په کې ورک یم
۱۳۹۷.۱۱.۲۳
««««««««««««««««
سترګې دې ښکلې ښکاري
درواغ چې وايې
یوازې ما ته راوګوره
۱۳۹۷.۱۱.۲۳
««««««««««««««««
کاش د زړه تنګیو وخت لنډ وای
درست لکه ستا
د لنډې مودې مينې غوندې
۱۳۹۷.۱۱.۲۳
««««««««««««««««
چې خوږ شوم
عشق ټول وخوړلم
څه پاتې نه یم
چې تريخ شم
۱۳۹۷.۱۱.۲۳
««««««««««««««««
مینه
مه خپه کېږه
پرېږده چې په هر کور کې
خلک دې پشې شا
په ما او تا پسې خبرې کوي
دوی خو زما او ستا
مينه مني
۱۳۹۷.۱۱.۲۳
««««««««««««««««
غزل
سترګـې دې ژوند سترګــې مرګونـه راوړي
د ترخـــــو خم کې عشق خوندونـه راوړي
زما خوښېـــــــــــږي د چا د یاد پـه سترګو
باران لامده لامده خیـــــــــــــــالونه راوړي
لکه میین چې راستنېـږي مــــــــــــات زړه
ساقي راځي خالي جامــــــــــــــونه راوړي
څومره مچکـې چې کرمـــــــــــــــه په کې
ستا اننګي هومــــــره ګلونـــــــــــــه راوړي
لکــه بیکاره لېونتــــــــــــــــــــوب وي زما
په زیارتــو ګـــرځي بـــــــــــــندونه راوړي
دا ستا چې سترګې او باڼه یــــــــــــــادوم
زما غــــــــــــــزل نوي رنګــــــــونه راوړي
بدره هغومــره زور مې زړه کـــــــې نشته
څومره چې زور پـــر زړه دردونـــه راوړي
۱۳۹۷.۱۱.۲۲
««««««««««««««««
ستا د کور پر دېواله ډاډه وم
و دې ویشتم
پر څانګو به مې مرګ وزرې کوي
۱۳۹۷.۱۱.۲۱
««««««««««««««««
عزل
اخلي یـې بلا چې زړه په سر داسې
مینې نه هغـــــــــې کړی نظر داسې
هره ورڅ زیاتېــــږي لېوني ښار کي
هره ورځ د ښکلو وي محشر داسې
هره شپه چینې د ستـــرګو وچې شي
تندې چې اخیستــــی وي سحر داسې
لاس د عزل خيال ته د نکريزو وړم
يار غږوم شپـــــه کې د اختـر داسې
غواړمه باڼــــــــه دې تنده غرې وي
ساتمه خوشــــــــاله مې ځیګر داسې
برخه د بشـــــر چې داسې خواره ده
دا خو په بشــــــــــر کوي بشر داسې
بدر غږوي یو څوک په خپل زړه کې
غلی چې مجــلس کې وي اکثر داسې
۱۳۹۷.۱۱.۲۰
««««««««««««««««
تل دې یو څوک
باید زما غوندې وي
چې ته هر څه وايې
باور پرې وکړي
۱۳۹۷.۱۱.۱۹
««««««««««««««««
غزل
خپله دنیا بس له هــــــــــــــر چا ورکه ده
له شپـــــــــې تیاره له ما چوپتيا ورکه ده
په ځان کې ورک چې یو له ځانه ورک یو
زه له هغــــــــــــــــــې هغه له ما ورکه ده
د څادر پېڅکــــــــــــې چې د ښکلو ګورم
که يــــــــــې وي غوټه کې خندا ورکه ده
چې ورته ســــــــــم په لاره زه نه ښکارم
لاره دې عشقـــــــــــــــــه له ملا ورکه ده
لکه د بدر ټـــــــــــــــــــــول اوتر اوتر دي
لکه چې میـــــــــــــــنه له هر چا ورکه ده
۱۳۹۷.۱۱.۱۹
««««««««««««««««
په عشق ډاډه یم
عشق یو دیوال دی
چې ټول ورته شا اړوي
خو دا هيڅکله د چا شا
خالي نه پرېږدي
۱۳۹۷.۱۱.۱۷
««««««««««««««««
زموږه شــور، ماتم او چیغې وي تر دوو ورځو
غلیم پوهېږي چې ډاډه هر وخت راځي پر موږه
۱۳۹۷.۱۱.۱۵
««««««««««««««««
زړه مې هغه ساعت دی
چې کوک زه ورکوم
خو د لیدو وخت دې
هغه رایادوي
۱۳۹۷.۱۱.۱۳
««««««««««««««««
زړه!
اوس ستړی یم
نه شم غږېدای
پرېږده چې ساه سازه کړم
بیا چې هر څه دې وويل
منم يې
۱۳۹۷.۱۱.۱۳
««««««««««««««««
کله چې نه غواړم
سهار د وخته مې
له خوبه مه ويښوئ
هغه لکه په ويښه کې
په خوب کې مې هم
ناوخته راځي
۱۳۹۷.۱۱.۱۲
««««««««««««««««
ه کې ګراني ده دومره ډېره چې زندګي په کې ځې
که پوهېــــــــــدم په دې بازار کې سودا مې نه کوله
که پوهېدلــــــم چـــــــې د لويانو دنیا ښکلې نه ده
په ماشــــــــــــومتوب کې د غټېدو دعا مې نه کوله
۱۳۹۷.۱۱.۱۱
««««««««««««««««
غزل
دا به زه هېـر کړم
چـې درنه هېر يم
تر زړه را تېــــــرې
تـر زړه در تېــر يم
زمــــــــا خوښېږي
چـــې راســره وي
کمـــــه دې نه شي
ورســــــره ډېر يم
د یو چـــا زړه یم
رښتیا مې وایــــم
په دې کوڅـــه کې
پر یو چا ګېـــر یم
ورته یــــــې ما ته
ورته یــــــم تا ته
زما په څېـــــر یې
دا ستا په څېر یم
چې ورته ګـــــورم
خندا مـــــې راشي
بدر چې وايــــــــي
چې زه دلېـــــر یم
۱۳۹۷.۱۱.۱۰
««««««««««««««««
د زړه پاچاهي دې چې خپله کړم
نه غواړم درواغ درته و وایم
ځکه پوهېږم چې باور پرې نه کوې
١٣٩٧.١١.١٠
««««««««««««««««
ځینې څیزونه دې چې
نه مې خوښیږي
خو اړتیا ورته لرم
لکه زما د کوټې دیوالي ساعت چې
د ستنو له هرې ټکا سره یې
هر یو خوب نیمګړی وینم
څبنې څیزونه دي چې
ډېر مې خوښیږي
لکه زما د کوټې ديوالي ساعت چې
د ستنو هره ټکا یې
تا رایادوي
چې یو وخت درسره بې وعدې شوی وم
١٣٩٧.١١.١٠
««««««««««««««««
غزل
ښکلې له هر چا نه چې اوس داسې په څنګ تیرېږي
پر دغــــــــــــه لار دېو د هوس هغه بدرنګ تېریږي
ته وې خپه دا چـــې مې ولې ته پخلا نه شوې کړای
هره شېبه مـــــې اوس له زړه سره په جنګ تیرېږي
په هر قدـــــــــــــــــدـم په کې د چا یادونه ساه اخلي
هر مازیګـــــــــــــــر پر دغه لاره یو ملنګ تېرېږي
په کومـــه ورځ چې ورنه ستا عطر هېرېږي، راځي
په هغــــه ورځ زموږ کوڅې نه باد په څنګ تېرېږي
سر په زنګون چې عشقــــه بدر عادت شوی دی خو
څنګ نه یې تل د غــرور سیوری د چا دنګ تیرېږي
١٣٩٧.١١.٢٩
««««««««««««««««
ژوند د ستړیا پر وروستۍ پولې ولاړ دی
او زه مې د خپل زړه پر اوږو بار یم
ایا څوک شته چې ووایي
سړی دې له یوازیتوب سره
تر کوم ځایه وځغلي
١٣٩٧.١١.٨
««««««««««««««««
د زړه تنګۍ له هجوم نه مې تېښته
د کوڅې تر منځه وي
چې ټول حواس مې په کې هېر کړي
١٣٩٧.١١.٨
««««««««««««««««
ژوند
هغه لاره ده
چې سرابونو په سر اخیستې
او یوازې
ستړیا په کې راشنه کېږي
که جل ونه وهلم
درنږدې یم عشقه
١٣٩٧.١١.٨
««««««««««««««««
زه هغه کیسه یم
چې هيڅکله لیکل شوې نه ده
نو خود به چا لوستلې نه وي
۱۳۹۷.۱۱.۷
««««««««««««««««
د هر یو توري قدر زړه غټوم
تا ته وړې چې زه غزلې لیکم
ترخو خبرو نه دې خوند اخلمه
دومره خوږې چې زه غزلې لیکم
««««««««««««««««
زړه مې نری دی
او هسې په هره خبره
سترګې مې خپله ډنډېږي
خو ته چې خپه نه شي
او زړه ته دې هسې زما لپاره
دردونه لار ونه کړي
هر وخت زه مې خپل زړه شپې ته تشوم
۱۳۹۷.۱۱.۶
««««««««««««««««
د مینې کیسه
شپه ده
ځنګل دی
زه له بهار سره
د یو فصل
فاصله حس کوم
باد د سپوږمۍ رڼا ته
د ونو بې ستري انځوروي
لاره زما له هر قدم سره چې اخلمه یې
د ماتیدلو ترانه غږوي
پاڼو ماتم نیولی
دا تر سهاره
د مني له کرښې اوښتل هم
د تېرېدلو یوه ستړې فاصله ده
یو عمر دی چې
زه دې د یاد د عطرو په پښو
لټه کوم
خدازده
چې څومره غرونه
څومره سیندونه مې تر شا پریښي
ما ته هیڅ نه یادېږي
که نه د مینې
که ما کیسه کوله
تر دې به هم اوږده وه
١٣٩٧.١١.٥
««««««««««««««««
لا په څپو او ډوبېدلو باندې نپوهېږم
ای! زه خو اوس دلته راورسېدم
یوازې له لرې نه مې سیند لیدلی دی
د مینې په کار کې ګرانه ده چې
څه وویل شي
زړه چې مې چېرته غواړي
غلا دې شي
هلته مې ته لیدلې یې
١٣٩٧.١١.٤
««««««««««««««««
ستا د پاولیو مې شرنګا واورېده
ووايه چې و مې پېژندې او کنه؟
««««««««««««««««
پخوا چې جنګ ته به څوک تلل
وژل کېدل به په کې
اوس چې له کوره سړی وځي
د سر وېره يې وي
۱۳۹۷.۱۱.۴
««««««««««««««««
باغ ته که مې راوستې د خپل زړګي
تا ویل ورک کړی دې يــو ګل سړی
مينه يـې پاللې له هــــــــــــر چا سره
بدر ځکه هر څـوک بولي خپل سړی
۱۳۹۷.۱۱.۴
««««««««««««««««
عشق سړی د تنـدې له مرۍ نه په هر ګام نیسي
ما پـــــــر دغه لاره هر سراب سراب دمه کړمه
ووایه چـــــــــــې څه کوې زما بې ګناهي باندې؟
دا خو هغـــه څه ده زړه چې ما ترینه توبه کړې
۱۳۹۷.۱۱.۲
««««««««««««««««
زه دا منم چې انسان ډېر قوي دی
غرونه له غرونو وهي
خو کله کله زړه يې
دا هم غواړي
چې د یو چا منګول کې ومروړل شي
۱۳۹۷.۱۱.۱
««««««««««««««««
غزل
د درد فریاد بې زر و زېر عمر دی
عشقه د زړه مې ستا په څېر عمر دی
دغه کوڅې د بهار بوی ورکوي
ما په کې څو خزانه تېر عمر دی
وژني مې خوب مې لیده مور مې ویل
دا خو دی زیری چې ستا ډېر عمر دی
د چا خندا ته خوشالي مې کړې
اوس مې غمونو کې راګېر عمر دی
بدر ماښام ماښام له کوره وځي
شوق پرې راغلی بیا د تېر عمر دی
١٣٩٧.١٠.٢٨
««««««««««««««««
شپه یوه تیاره کوټه ده
چې چوپتیا په کې یوازیتوب ته پکي وهي
او زه د خپل زړه په اهاړ کې
پخپل وجود کې له یخ نه رېږدم
١٣٩٧.١٠.٢٦
««««««««««««««««
په مينه کې
ټول د یو بل د لاس کرښو ته ګوري
خو مینه کول
پېښې کول نه دي
هیڅوک نه لیلا او نه مجنون کېدای شي
۱۳۹۷.۱۰.۲۶
««««««««««««««««
دنیا د هر چا لپاره یو ځای دی
مثلا ما ته
هغه لېونتون دی
چې مينې په خپل لاس جوړ کړی دی
۱۳۹۷.۱۰.۲۵
««««««««««««««««
ښکلی جرم
انکار ترې نه کومه
سزا يې چې د مينې دار وي
لېونتوب ښکلی جرم دی
۱۳۹۷.۱۰.۲۴
««««««««««««««««
غزل
ښکلې له هر چا نه چې اوس داسې په څنګ تیرېږي
پر دغه لار دېو د هوس هغه بدرنګ تېریږي
ته وې خپه دا چې مې ولې ته پخلا نه شوې کړای
هره شېبه مې اوس له زړه سره په جنګ تیرېږي
قدم قدم په کې د چا یادونه ساه اخلي
هر مازیګر پر دغه لاره یو ملنګ تېرېږي
په کومه ورځ چې ورنه ستا عطر هېرېږي، راځي
په هغـه ورځ زموږ کوڅې نه باد په څنګ تېرېږي
بدر چې داسې عادت شوی سر په زنګون دی خو
څنګ نه یې تل د غرور سیوری د چا دنګ تیرېږي
١٣٩٧.١۰.٢۴

««««««««««««««««
ډېره موده کېږي ورک کړی مې دی نه يې مومم
پته د زړه مې کــــه چـا راکړه ورته زړه ورکوم
۱۳۹۷.۱۰.۲۴
««««««««««««««««
ځينې خبرې وي
چې څوک پرې نپوهېږي
چا ته يې زور نه رسي
یاده دې ده هغه ورځ؟
هغه چې تللې
هيچا څه ونه ویل
لکه چې هيڅ کومه خبره نه وي
خو ما ژړل درپسې
۱۳۹۷.۱۰.۲۳
««««««««««««««««
ته پاتې شه
زه خو لا څه چې
غم به مو کوڅه هم نه پېژني
۱۳۹۷.۱۰.۲۳
««««««««««««««««
بیا هغې کوڅې ته نه یم تللی
بیا مې کوم ور هم هيڅ ټکولی نه دی
بیا مې نامه هم د چا اخیستې نه ده
ډېره موده کېږي چې لکه له چا سره زه
ډېره مینه و نه لرم
۱۳۹۷.۱۰.۲۳
««««««««««««««««
په ماشومتوب کې
مور چې به ښکل کړم
درد مې په سر کې غلی کېده
ای!
ته مې چې ليدلې يې
پر زړه مې درد دی
۱۳۹۷.۱۰.۲۳
««««««««««««««««
تا ته مې ګل ویلی
زړه مې درسره
د باران غوندې خبرې غواړي
١٣٩٧.١٠.٢٢
««««««««««««««««
بې بخارۍ کوټه
وخت د ژمي پر مخ پرانستی ور دی
او ژوند د کوټې د بخارۍ په ذهن کې ورک
هغه لوند لرګی دی چې اور نه اخلي
١٣٩٧.١٠.٢٠
««««««««««««««««
کوټه کې د وږې تنهايۍ له وېرې
بهر له وره سره ناست یم
نه غواړم ښه راغلاست ته دې د وتو نه یم
١٣٩٧.١٠.١٩
««««««««««««««««
خیالونو کې مې ته يې
په خوبونو کې مې ته يې
دا ته يې همدا ته يې او بس ته يې
چې ته څه يې؟
۱۳۹۷.۱۰.۱۹
««««««««««««««««
مینه له تا سره رنګ اخلي
غوټۍ چې ونه خاندي
نه ګل کېږي
١٣٩٧.١٠.١٨
««««««««««««««««
لمر د غره شاته منډه کړه
رڼايي خپله ستوماني و ایسته
خړه د تورتم پر وره ورننوته
او د لارې سترګې وړندېدې
ستړي مساپر
لا خپله ستړیا پر لکڼې تکیه کړې نه وه
چې ژوند د شپې د تورو سترګو
د خوب پر کټ وغځېد
١٣٩٧.١٠.١٨
««««««««««««««««
لاړې
خو مه مې وېروه
چې یوازې به مې پرېږدې
زه لا له خپل ټول یوازیتوب سره بلد شوی نه یم
۱۳۹۷.۱۰.۱۸
««««««««««««««««
د درد جامه تنګه ده
ډېر بوخت یم
زړه ته مې هره ورځ
نوې جوړه ګنډم
۱۳۹۷.۱۰.۱۶
««««««««««««««««
که انځورګر شوم
ستا پر شونډو خوره موسکا به وکښم
زه مینه
په همدې موسکا کې وينم
۱۳۹۷.۱۰.۱۶
««««««««««««««««
مینه د لارې هغه تابلو ده
چې انځورګر په کې
یوازې
تللي پلونه نقش کړي دي
۱۳۹۷.۱۰.۱۶
««««««««««««««««
هغو لارو کې غواړم ورک و اوسم
چې له هر لوري
ستا د کور وره ته درېږم
١٣٩٧.١٠.١٦
««««««««««««««««
شعر مې د هغه سړي خیال دی
چې زړه یې
د درد په نېشې روږدی دی
١٣٩٧.١٠.١٤
««««««««««««««««
مينه دومره پېچلې نه ده
د انتظار پر لاره ګنډلې سترګې
پر اوښکو د شپو روڼول
او له درده يو ډک زړه
بس
همدومره ساده
۱۳۹۷.۱۰.۱۴
««««««««««««««««
ما سره نه غږېږي
دېوالونه
ستا په ژبه پوهېږي
۱۳۹۷.۱۰.۱۴
««««««««««««««««
خندا دې هم درسره لاره
څوک نه شته
چې مې د سترګو بام نه
د خوب کوترې والوزوي
۱۳۹۷.۱۰.۱۴
««««««««««««««««
شمال
شمال هم د خوند نه دی
کله چې تېز چلېږي
فکر مو بل پلو کړي
راته یو بل کار ګوري
زه مې خولۍ کلک نیسم
ته د ټیکري خيال ساتې
۱۳۹۷.۱۰.۱۲
««««««««««««««««
پوښتلی دې وم
ښه يمه
ځکه
زه اوس هره ورځ
دا خپل د خیال ګړۍ ته
دا ستا د مینې په نوم
کوک ورکوم
۱۳۹۷.۱۰.۱۲
««««««««««««««««
غږ مې ګونګی دی
او چوپتیا مې داسې غږېږي
چې خپل غږ په خپله هم نه اوري
١٣٩٧.١٠.١٠
««««««««««««««««
د نوا پېغلو مـــې د زړه نيزار کې شــــــور جوړ کړی
د تنهایـــــــــــــــــي د شپو ساقي د غږ پيالې ماتوي
اوس، دې کوڅه کې څوک ډاډه تګ او راتګ نه کوي
ژوند ته که غاړه ووت هرڅوک مرګی یې ښپې ماتوي
پر زړه ډارېږمــــــــــه وېرېږمــــــــه بهـــــر نه وځم
په لاریونونو کـــــــــــــــې اکثر خلک ښېښې ماتوي
۱۳۹۷.۱۰.۱۱
««««««««««««««««
خپلوانه مې شوې
د مینې خبرې کوې
««««««««««««««««
چوپتیا یادوم
زما په بې ژبې غوغا
څه به وایي؟
١٣٩٧.١٠.١١
««««««««««««««««
د شپې سرود
چوپتیا لا هغسې
د شپې په رګونو کې ګرځي
او غریو
د يوازیتوب پر ستوني پښه ايښې ده
د نن شپې سرود
د زړونو لار ورکه کړې
د نن شپې سرود
بې سُر او تاله دی
««««««««««««««««
فریاد مې ګونګی وموند
او چوپتیا مې
یوازې خپله اورم
١٣٩٧.١٠.١٠
««««««««««««««««
زه ډېر هېرجن یم
زه چې ماشوم وم
رانه په لوبو کې به ځان هېر شو
په ښوونځي کې به تل
رانه قلم یا کتابچه هېرېدل
چې په سودا پسې بازار تللم
یا مې پېسې هېرې وې
یا به سودا ورکه وه
چې خبریال شوم
یو ځلې نه
دوه ځلې
تر غونډې وروسته رانه
خپل ریکارډر مي هېر شو
یو ځلې راکړلو چا
بل ځلې پټ کړلو چا
نن مې موټر خراب و
نن په مزه مزه کوڅه په کوڅه
تر خپل کارځایه پورې پلی راغلم
کومه کوڅه وه
خدازده
نپوهېږم
نن په هغه کوڅه کې
راځنې زړه مې هېر شو
۱۳۹۷.۱۰.۱۰
««««««««««««««««
پر خـــــــــپل سر را لګېدلــــــــــــي کاڼي اخلم، ښکلومــــه
زړه کې را ګرځي یو وخت به دا کوڅې هم زده کړي مينه
۱۳۹۷.۱۰.۹
««««««««««««««««
که لټوې مې
په باراني څاڅکو کې مې ولټوه
چې د پښو د خاپو پر مخ نښلم
او د انتظار د لارې تمه ګرځم
په دې ویریږم زه ډېر
چې هسې نه
د لارې ګرد
د پښو د خاپو جغرافیه بدله کړي
او د لارې د ذهن خاطرې وڅنډي
پوهېږم
چې ته راګرځي
ځکه خو نه غواړم چې
لاره دا ستا سترګو ته
نااشنا ښکاره شي
ته همهغه یې چې وې
او زه همهغه یم چې وم
نو ښایي لاره دې هم اشنا وي
۱۳۹۷.۱۰.۹
««««««««««««««««
اوبه چې د سمندرونو لارې ګوري
په بندونو نه ايسارېږي
درسره مينه لرم
ځکه خو هیڅکله په دې فکر نه کوم
چې تا ته به نه درسېږم
۱۳۹۷.۱۰.۹
««««««««««««««««
تېښته
غواړم چې تېښته له تېښتې
او تېښته له واټنونو تجربه کړم
زمان مې لارښود
او ځمکه مې مدرسه ده
خو عجیبه ده
چې زه له هغې تېښتې نه
په تېښته کې یم
چې د زمان په برمته کې پاتې
شتون
او هغه هم په زمان کې
زما او ستا
د مرګ او ژوند
د اوبو او تندې
زما او له تېښتې نه د تېښتې د تجربه کولو
او له واټنونو نه د تېښتې ترمنځ
د یو واټن کیسه ده
۱۳۹۷.۱۰.۴
««««««««««««««««
په زړه کې هسې یو درد
د مینې تمه راکړه
پر ډېرو دردونو چې فکر کوم
پلار مې تر ټولو لوی میین و
١٣٩٧.١٠.٣
««««««««««««««««
زموږ د کلي فقیر
خوښ به وي
چې سږ ژمی دی ګرم
بې تاوانه به وي
ما سره غم دی
چې په غرونو
واورې نشته
د چینو به وي
ړندې سترګې
۱۳۹۷.۱۰.۳
««««««««««««««««
خیال دې
د اوبو هغه ډک ګیلاس دی
چې هره شپه يې خپل سر ته ږدم
خو سهار له تندې اوښتی وي
۱۳۹۷.۱۰.۳
««««««««««««««««
نن مې
سترګې سرې اوښتې دي
نن مې
د خيال ټولګي کې
بهر ته د تړلې کړکۍ ترڅنګه
خپلې اوښکې لوستې دي
۱۳۹۷.۱۰.۳
««««««««««««««««
دلتـــــــه یـو څوک دی
له ځانــــــــه ورک دی
تیاره يې مــــــــرګ او
ژوند يې لمرڅرک دی
درپســــــــــــې مړ دی
لږه یې سا شـــــــــــــه
راشه تیـــــــــــــاره ده
راشه رڼا شــــــــــــــه
۱۳۹۷،۱۰،۳
««««««««««««««««
ویده چې نه شم
خوب به مې څه وړي
زه د درد غر یم
اوبه مې نه وړي
ویل چې کار یې
له زړه سره دی
هغه دې راشي
که رانه زړه وړي
١٣٩٧.١٠.۳
««««««««««««««««
یادونه دې
درد ترلاسه نیولی
د زړه ور را ټکوي
ور وځم
درد مې پرې نه لورېږي
١٣٩٧.١٠.٢
««««««««««««««««
د ماشومتوب په کوڅو کې
زه مې د خپل ماشومتوب په کوڅو کې وګرځېدم
او خپل غوږونه مې
د همزولو
له شور او ځوږ نه ډک کړل
د ښوونځي تر وره هم مخ ته لاړم
تر ټولو مشر ټولګیوال مو چې عاصي نومېده
په یوه پښه باندې ولاړ و
د ادارې مخې ته
د عاصي هره ورځ
همدغه حال و
هغه به هره ورځ له ما او ټولګيوالو ځنې
هرڅه په زور اخیستل
له چا قلم
له چا کتاب
له چا د مشق توره تخته او دیوات.
یو چا راغږ کړل
غږ یې اشنا و
همدا چې سترګې مې راپرانستلې
یو وسله وال و زما سر ته ولاړ: {واه، خان زاده! ته په موټر کې هم خوبونه وهې؟}
اوه! چې دا څه مې لیده؟
هیڅ خطا شوی نه وم
خپله هغه و، زموږ عاصي ټولګيوال
له ځایه یو دم ور ولاړ شوم
چې دې روغبړ وکوو
خو هغه بوخت و په جېبونو کې مې
که څه يې لاس ته ورشي.
١٣٩٧.١٠.٢
««««««««««««««««
پښه مې
د کوڅې په منځ کې
وښوییده
مینه ښایي
همدغه شاوخوا
ساه اخلي
١٣٩٧.٩.٣٠
««««««««««««««««
له خوب ډکه ویښتیا
هره شپه مې د خوبونو کوڅه کې
لکه مرغۍالوزې را الوزې
او سترګې مې
له هغو کلکو پنجرو نه ځل وهي
چې هيڅکله نه ماتیږي
او نه یې څوک ور پرانیزي
زه باید
له خوب نه ډکې ویښتیا ته
په خوب کې ویښ پاتې شم
١٣٩٧.٩.٢٩
««««««««««««««««
د ستړیا پر پښو درد دی
په هر قدم کې
پر خپلې لکڼې تکیه کېږي
١٣٩٧.٩.٢٩
««««««««««««««««
ماته
ښايي زما په ژوند کې یوه ماته همدا وي.
ښايي چې ماته مې په اروا کې اغږلې وي.
ښایي چې ماته زه پخپله اوسم.
ګوره خپه چې نه شې
ګوره د ماتې چې احساس ونه کړې
ماته د ځان خپه کول چې ته خواشینې نه شې ښه ښکاره شو.
نن مې همداسې وکړل
نن مې د مینې ګناه ټوله په ځان واخیسته
خو اوس هغه شېبه مې
یوه شېبه هم له سترګو نه وځي هیڅ
چې ستا د ماتې په درشل کې
ماتې ته ما غاړه کېښوه
تا راته هم چې مې له څنګه تیرېدې
د یوه مات په نظر سوړ راکتل
۱۳۹۷.۹.۲۸
««««««««««««««««
خنداګانې مې
د خپل څادر په پیڅکه کې
مه غوټه کوه
مرغۍ په الوتلو ښې ښکاري
١٣٩٧.٩.٢٨\ماښام اته بجې او شل دقیقې
««««««««««««««««
زما درد
وخاندي مرګي درته، درد درشي، خپــه شې، ځان ته کم راشې
څوک چې درته ووايي پرې ګران يې خو هیڅ دې خبر وانخلي
۱۳۹۷.۹.۲۸
««««««««««««««««
ستا غږ
له خپل کټ سره
چې ستا له خوبونو، خاطرو او له خیالونو ډک دی
اوس عادت شوی یمه
د زړه دره کې مې اوس هره شېبه
د یو اشنا غږ ازانګې ګرځي
زه لا ویده یمه
او ځانته اوسم
غواړم په خوب کې
د خپلې ویښتیا له کرښې واوړم
هغه ویښتیا چې
لمر خاته یې هم
ستا غږ دی
غږ را وکړه
١٣٩٧.٩.٢٧
««««««««««««««««

یادونه دې
درد ترلاسه نیولی
د زړه ور را ټکوي
ور وځم
درد مې پرې نه لورېږي
۱۳۹۷.۹.۲۷
««««««««««««««««
د مینې کور مې نه شوې
کلونه کېږي
چې خپل ځان کې ژوند کوم
١٣٩٧.٩.٢٦
««««««««««««««««
سږ ژمی
ډېر سوړ دی
ساړه مې
د زړه د دردونو
هډکو ته ننوتي
١٣٩٧.٩.٢٦
««««««««««««««««
ګیله
مه وېرېږه
په تا څه نه کېږي
ما که ګیله درلوده
په خپل زړه کې مات شوم
١٣٩٧.٩.٢٦
««««««««««««««««
لوږه
لوږه د ژوند کوڅه کې
هغه له لاس او پښو لوېدلی ملنګ دی
چې غریو یې
د غږ پر ستوني
منګولې ښخې کړې دي
١٣٩٧.٩.٢٦
««««««««««««««««
تړتړی کېدل
هغه ژبه ده چې یوازې
مینه پرې پوهېږي
١٣٩٧.٩.٢٦
««««««««««««««««
د خیال خوب
نن شپه څه نه لیکم
نن شپه له خپلو خیالونو سره غاړه غړی کېږم
د خیالونو شعر ښایي ډېر اوږد وي
خو هغه شعر چې زه یې غواړم
باید خوږ وي
پرېږده چې لمر له همدې خواږه شعر سره ویښ شي
او وړانګې یې په کوټه کې کټ درته وخوځوي
نن شپه څه نه لیکم
نن شپه له خپلو خیالونو سره غاړه غړی کېږم
غواړم د شعرونو باغ د سهار د خوبولي شعر
په خوږو اوبه کړم
باغ د نه ټوکېدو ترخه خوبونه لیدلي
نن شپه څه نه لیکم
نن شپه له خپلو خیالونو سره غاړه غړی کېږم
١٣٩٧.٩.٢٥
««««««««««««««««
د لارې سر
د ستړیا سراب
د سیوري په رګونو کې
جاري دی
تصویر د هغو شونډو چې یې پتري نیولي
غواړي د تندې په آیینه کې مات شي
د سيوري شا ته روان
د یو چا پښه
په هر قدم ښوییږي
ته چې ور ګورې
لا هم د لارې سر دی
١٣٩٧.٩.٢٥
««««««««««««««««
وچکالي
سیند خپلې چوپتیا ته غوږ دی
اوبه پخپل ستوني کې وچ شوی غږ دی
ژوند دلته هیڅ ساه نه اخلي
او مرګ
هغه سیوری دی
چې پر هر څه خورېږي
سیند
د چوپتیا غره ته ګوري
چې سږ یې څوکې هم سپینې نه شوې
اوبه پخپل ستوني کې
وچ شوی غږ دی
١٣٩٧.٩.٢٥
««««««««««««««««
ښامار
ښامار ژوندی دی
هغه کیسې وې
چې چا وژلی
د ښامار ډېرې څيرې
همدغه ژوند له اوره ډک د ښامار خوله دی
او د وجود ځنګل مې
هغه جنازه ده
چې تنهایي نه وروسته
یو چا ته یو پوکي ایره پاتې ده
د ښامار خوله کې
یوه شپېلۍ ده
په دې شپېلۍ کې باد او توپان غږوي
باد او توپان پاتې ایرو پسې دي
هلته د مینې هغه ارته سارا
چې ټوله ورځ خپل تشوالي ته ناسته ده
غواړي یو څه د اوریدا لپاره
د یو فریاد په اوچت غږ بدلېږي
یو څوک چې سر په زنګون ايښی پوښتي
یو انسان څرنګه
له درده ځينې
تر ځان تاويږي؟!
١٣٩٧.٩.٢٥
««««««««««««««««
لږ ورته ودرېدم، وامې ورېده، خوند يې راکړ
لاره کــــــــــې چا درته زما د درد کیسه کوله
د ښکلو ښار ته مې پخپله پالي پالي راووست
نپوهېدم چې سترګو زړه ته دسیسه کوله
۱۳۹۷.۹.۲۴
««««««««««««««««
د ژوند انځور
انځورګر د باور لپاره
ژوند ګډوډ انځوروي
ما په کوڅه کې
ريښې ريښې ګرېوان غږاوه
۱۳۹۷.۹.۲۴
««««««««««««««««
د ژوند انځورونه
د ژوند انځور کښم
کله چې د خوند خبره وي
د شونډو باغ کې مچکه ټوکېږم
کله چې هيلې ساه اخلي
په خلوت کې د خپل یوازیتوب سندره غږوم
کله چې جنون مې په سر اخلي
د باد د لاس جاړو را اخلم
د عشق او مينې له کوڅې نه
د روزګار دوړې څنډم
کله چې غږ شته
وایمه کاش د مينې ستونی دی یم
د زړه غوږونه نازول هم غواړي
کله چې د ژوند پر شتون ډاډه کېږم
هغه د خپلو سترګو د خوبونو په غېږه کې پټوم
وېرېږم
هسې نه مرګ ور وګوري
۱۳۹۷.۹.۲۴
««««««««««««««««
غږ
غږ مې يې واورېد
ور ووتم
ور
کوڅه
کړکۍ
او
کوټه
لکه ښارو
سر تر خپل وزر لاندې
ويده وو
يوازې خوب مې ويښ و
۱۳۹۷.۹.۲۴
««««««««««««««««
یخ وهلی مړی
ژوند د تیارو د وېرې له ګرېوانه راګوري
ځان په کې پټولای نه شم
د یادونو د ساه ګانو بړستن دې ډېره لنډه ده
ساړه د کوټې د اروا په پښو اغزي نښلي
د زړه اسمان مې د مينې د پسرلي په شپو کې واوره اوري
ښکلیه!
که راغلې
ومې بخښه که ژر دې و نه پېژندلم
زه یخ وهلی جسد یم
۱۳۹۷.۹.۲۴

««««««««««««««««
له ځانه ورک
د فریاد ناله مې
عشق کې لټوي
١٣٩٧.٩.٢٣
««««««««««««««««
زړه هغه باغ دی
چې درد په کې ټوکېږي
١٣٩٧.٩.٢٣
««««««««««««««««
هر ځای نه راټوکېږي
درد د زړه د باغ ګل دی
١٣٩٧.٩.٢٣
««««««««««««««««
ستا هوا کې به تر هغه درپسې یم چې ته غواړې
خو ډارېږمه په دې که لرې لاړ شمه ورک نه شم
١٣٩٧.٩.٢٣
««««««««««««««««
ته چې خبرې نه کوې
په دې خبره کې
کوم چل ښکاریږي
خپګان دې نه وي جینۍ
زړه خو دې هسې
د زړه مې غل ښکاریږي
١٣٩٧.٩.٢٣
««««««««««««««««
زړه رانه پوښتې
چې بهار ژمي کې څنګه راځې؟
هغې لیکلې در روانه یمه
١٣٩٧.٩.٢٣
««««««««««««««««
په کوڅه کې یوه تته کړیکه ګرځي
نفرت لاس پر غوږو ایښی
لا ویلو ته څه شته دي
یو زړه ناست د وره تر شا
په شور راغلی
تته کړيکه د وره شاته رالنډېږي
هره ساه يې بلې ساه پسې اوږدېږي
یوه ستره غوندې چېغه ترې جوړېږي:
زما خوښه يې جانانه
زما مینه درسره ده
١٣٩٧.٩.٢٢
««««««««««««««««
ما پسې مـــــه ګرځه ساده یمه
عشقه، پېچلې ده، لیلا زده کړه
په دې خبــره اشنا پوه نه شوم
تا وې زما کيسه جدا زده کړه
١٣٩٧.٩.٢۲
««««««««««««««««
دا منم چې د بوخت ژوند به ډېر د کار یم
خو دا غواړم عشقه تا ته چې اوزګار یم
هر قدم په بسم الله چې په کې اخلم
زه روان د ښاپېرو د ښار په لار یم
خواره خوله مې پیرزوینه د عشق نه ده
زه وهلی د دې خپل زړګي ازار یم
یوې دنګې جینۍ غږ راباندې کړی
نه هغه ده لېونۍ نه زه هوښیار یم
د جانان غږه ستا څنګه بې خودي ده
چې دې واورم نه کرار نه ناکرار یم
بدره ښکلې قاتلانې راته ګوري
په رښتیا به زه لایق د عشق د دار یم؟
١٣٩٧.٩.٢١
««««««««««««««««
تا تــه د کتو وېره مې کـــــمه شوه
ګورم به خو ډېر به درته نه ګورم
١٣٩٧.٩.٢۱
««««««««««««««««
د څوارلس ثانیو قانون
ما ډېر تاواني کوي
غواړم ټول عمر در وګورم
١٣٩٧.٩.٢٠
««««««««««««««««
نښه مو د کلي دېوالونه دي
وينې دي اورونه دي دردونه دي
زړه که مې خویونه د ماشوم کوي
مم غوندې ستا سپین نازک لاسونه دي
بیا بهار بهار چې ورته زه کېږم
بیا یې په اوربل ایښي ګلونه دي
ژبه مې شي بنده د هغې مخ کې
چا وې د مینو دا خویونه دي
شپې سره خبرو ته چې زړه کوم
چا په ولجه کړي مې خوبونه دي
ته خبره نه يې؟ وژل شوی دی!
بیا په ګودر ستا په سر جنګونه دي
تا وې چې په ژمي کې درځمه زه
څه وخت چې تیر شوي بهارونه دي
ته خو بدر پېژنې بې زړه دی ډېر
هلته نه ځي مات چې په کې زړونه دي
۱۳۹۷.۹.۲۰
««««««««««««««««
دلتـــــــه یـو څوک دی
له ځانــــــــه ورک دی
تیاره يې مــــــــرګ او
ژوند يې لمرڅرک دی
درپســــــــــــې مړ دی
لږه یې سا شـــــــــــــه
راشه تیـــــــــــــاره ده
راشه رڼا شــــــــــــــه
۱۳۹۷،۱۰،۳
««««««««««««««««
ته چې څه نه وايې
نپوهېږم ولې
فکر کوم
ما ته خبرې نه راځي
۱۳۹۷.۹،۱۹
««««««««««««««««
وېرېږم
د چا د سترګو رانجه
خو به پسې نه وي اخیستی
د ماتېدا غږ يې هیڅ نه اورمه
خدازده چې چېرته تللی
خو زړه مې هره شېبه
ټوټې ټوټې راټولوم کوڅه کې
۱۳۹۷.۹،۱۹
««««««««««««««««
یوازې یم
مه ځه!
ته چې لاړه شې
هغه یوازې به هم پاتې نه شم
نپوهېږم
هغه شېبه به څه پاتې یم؟
آخ!
چې ځې
ژر راشه!
ښه!
۱۳۹۷.۹.۱۸
««««««««««««««««
ستا دا سړی
ډېر ورته وګوره
ښه ډېر وګوره
دا سړی پېژنې ته؟
نه، ته يې نه پېژنې
دا سړی نه پېژنې
دا سړی داسې نه دی
چې چوپه خوله دی
له چا نه هيڅ نه غواړي
دا سړی زه پېژنم
دا سړی وږی څه چې
له تندې هم مري
دا سړی ډېر مئين دی
دا سړی زه پېژنم
مئين په تا باندې دی
۱۳۹۷.۹.۱۸
««««««««««««««««
هیله کوم
له مرګ نه په تېښته کې
راسره مرسته وکړه
زه غواړم لا هم خپل درد و اوسم
مینه
یوه لایتناهي ژوند غواړي
۱۳۹۷.۹.۱۸
««««««««««««««««
خوب مې د شپې
په سترګو کې په سینه څخېده
پرېشاني
لکه یو مار تاوېده
سهار مې د حواسو شاهرګ
شین اوښتی و
۱۳۹۷.۹.۱۸
««««««««««««««««
د زړه د دېواله په نړولو یې خپل سیوری رانه هم یووړ
زه لمر وهلی به له چا سره اوس سړې سړې خبرې کوم
۱۳۹۷.۹.۱۷
««««««««««««««««
ستا د مينې خبرې مې کولې
خو هيڅوک ونه پوهېدل
چې څه وايم
ځانته مې لګیا وم
۱۳۹۷.۹.۱۷
««««««««««««««««
ولې به مې پرانیسته
د وره شاته هم خپله ولاړ وم
۱۳۹۷.۹.۱۷
««««««««««««««««
ته چې نه يې
حواس مې هم نه وي
۱۳۹۷.۹.۱۷
««««««««««««««««
غریو
یو غریو یم
چې ماتېدل او نه ماتېدل يې
يوازې یو درد دی
۱۳۹۷.۹.۱۷
««««««««««««««««
خپله چيغه
یو عمر
له ځانه لرې پاتې شوی يم
نه غواړم لا هم د مينې په فریادونو کې دې نغښتی يم
او نه هم ستا له کوڅې
د خپل بې روحه راستون شوي وجود
پر اننګیو
یو څاڅکې اوښکه اوسم
غواړم چې خپله اوسم
غواړم یوازې د خپل ځان مې اوسم
اوښکې مې نباید
دا احساس کړي
چې پر ما د اوږو بار دي
۱۳۹۷.۹.۱۷
««««««««««««««««
پردیتوب ته ژړا
ته چې يې تللې
زموږ کوڅې هم ځان په خوب وهلی
د کوڅې سترګې په پلمې پسې دي
ته وا چې غواړي
یوازې ستا د قدمونو په غږ خلاصې دې شي
لکه چې خلک لمرخاته ته ګوري
کوڅه مو ځان تېر باسي
کوڅه مو نه غواړي چې
دا ستا وروستۍ خداپاماني یاده کړي
پوهېږم
ته به راځې یوه ورځ
په داسې ورځ چې به په هیڅ یوه پلمه هم
نه دا زما نه د کوڅې سترګې
د پرانستلو تجربه وکوي
ته به راځې خو قدمونه به دې
د کوڅې هر قدم کې
خپل پردیتوب ژاړي
١٣٩٧.٩.١٦
««««««««««««««««
ویالې ویالې او څاڅکي څاڅکي یې پر تندې څښم
غږ دې اوبه بهیږي غږ دې باران ورېږي
١٣٩٧.٩.١٦
««««««««««««««««
ویل یې چې راځمه خو (لږ) وروسته
په وروسته کې څه نه و خو (لږ) (ډېر) شو
١٣٩٧.٩.١٦
««««««««««««««««
زړه مې
سینې سره
په پام پورې کړه
پتیر اوړه څڅېږي تناره کې
١٣٩٧.٩.١٦
««««««««««««««««
غوږونه مې کاڼه دي
د غږ ملکې!
چيغې دې په کې راوڅڅوه
١٣٩٧.٩.١٦
««««««««««««««««
سوزنده لمر
پر جبین د خولو سیوری دی
دستمال یې د باد په لاس کې دی
١٣٩٧.٩.١٦
««««««««««««««««
سهار خپلې سترګې
وموښلې
خو
یوازیتوب لا هم
هماغه احساس دی
چې و
١٣٩٧.٩.١٥
««««««««««««««««
کمه چې رایاده شې
ځان ته مې په کم رایادولو دې ډېر کم راځم
ډېره مې رایاده شه
نه غواړم چې کم رایادولو ته دې کم راشم
١٣٩٧.٩.١٥
««««««««««««««««
هغه چې ما به پرې درته غږ کاوه
هغو نومونو دې په لانجه واړولم
ای خپل نوم دې څه دی؟
ښايي بیا څوک راته ونه وایې چې
دا نوم خو هغه ما ته اخلي
په دې نوم خو زه
هغه یادوم
١٣٩٧.٩.١٥
««««««««««««««««
خدای دې
چا ته مه سترګې په لار کوه
دې ته به هم ستړې وې
چې لاره څومره اوږده ده
١٣٩٧.٩.١٥
««««««««««««««««
اورې یې؟
غواړم درواغ ووایم
نه مې خوښېږې
١٣٩٧.٩.١٥
««««««««««««««««
یادونه دې راکې ساه اخلي
څانګې چې نه وي
مرغۍ به چېرته کیني
١٣٩٧.٩.١٥
««««««««««««««««
مېوه ګي
اوبه له غره
د مېږي په پښو روانې دي
او د هغې کروندې تنده
چې حاصل لا په کې د بوټو په ریښو کې
د کلي د هیلو په دعا
نوې غواړي ساه واخلي
هرې خوا ته
ورته ویالې ویالې کېږي
هغه ویالې
چې زموږ کلي ته وتلې دي
شونډو یې خپله پتري نیولي
سږ به مې ټوله سودا
تا ته وي
چې غنم لو به د هیچا یاد نه وي
او ته به د میوه ګي په مینه
هره ورځ
پوره کال
تر درمنځي به راځي
او هره ورځ به تشه لمن کور ته ستنېږې
او د وزیرګل ماما له دوکانه
د میوه ګي په بدل
خواږه اخیستل هره شپه خوبونو ګورې
١٣٩٧.٩.١٤
نوټ: مېوه ګي یوه کمه اندازه غنم وو چې غنم لو کې به ماشومانو ته ورکول کېدل.
وزیرګل زموږ د کلي د منځ بازار دکاندار و چې دا غنم یې له ماشومانو د کمو خوږو په بدل کې اخیستل.
««««««««««««««««
زړه تنګي
د مرغۍ هم،
لکه زما غوندې
زړه تنګ دی
هغه له ونې نه الوزي
او زه
له خپل زړه نه وتی نه شم
نپوهېږم
هغه ونه
او که ما
خپل زړه نه پرېږدي
هسې نه زړه تنګېږي خپله همداسې یو شی دی
١٣٩٧.٩.١٤
««««««««««««««««
که مې ولیدې
پر شونډو دې ښکلوم
چې ډېرې نازکې دي
د یوازیتوب سوکړک ډېر کلک و
۱۳۹۷.۹.۱۴
««««««««««««««««
سپوږمۍ زما د کور کړکۍ پېژني
نه يې ورکوي
د شپې په زړه کې
د دې لپاره
سر راوړاندې کوي
چې د تپې تیارې کوټې
په کوم کونج کې چې یم ځان پیدا کړم
۱۳۹۷.۹،۱۴
««««««««««««««««
ومې خندل
ښه مې وخندل
هغسې مې وخندل
چې زړه مې غوښتل
د بدو ورځو مې زړه ور وچاوه
۱۳۹۷.۹.۱۴
««««««««««««««««
یوازې یوه تمه یو درواغ
خپل تېر به څنګه هېر کړم
چې ټولې کوڅې مې یې
يوازې له تا سره لنډې کړې دي
د نن له نري پله نه به څنګه اوړم
چې د ماتېدو له وېرې يې څوک
ځان ته یوازې هم
بېرته خپل ځان ته
نه اوښتی او نه ستنېدای شي
زما خو د ذهن ملا ستا د یادونو او خاطرو بار کږه کړې
ما ته یوازې یوه لاره پاتې
چې که درواغ هم وي
په دې تمه
د سبا د انتظار د لارې سر کې ودرېږم
چې ته بېرته را ګرځې
١٣٩٧.٩.١
««««««««««««««««
تیاره د شپې لکڼه په لاس
کړوپه ملا کوټې ته راننوته
څڼې يې پر ګردجن غولي خورې وې
تنهايي چې د چوپتیا بړستنه پر ځان راکشوله
غونجه مونجه پرېوته
او وېرې تر کټ لاندې
زما پر زړه
پښه ایښې وه
١٣٩٧.٩.١٣
««««««««««««««««
روزګار درته ښییم
لږه شوخه مې را واخیسته
داسې کیسه
لږه ستړې مزله ده
١٣٩٧.٩.١٣
««««««««««««««««
بې خوبي
یوه برخه شپه
ویښتیا راسره ناسته وه
یوه برخه به زه
خوب ته په تمه تېروم
دا کیسه که بشپړه ورتېره کړم
پر سهار
سترګې درنې نه شي
١٣٩٧.٩.١٣
««««««««««««««««
غزل
نیولې زړه د انتظــــــــــــــــــــــــــار خبره
چا به وي کړې د ديـــــــــــــــــــــدار خبره
داسې راګـوري لکه اوزګـــــــــار ولاړ يې
سړي نه هېــــــــره کـــــــــړي د کار خبره
خبرې خوله کې کـــــــــړې خوږې د خلکو
زما او ستـــــــــــــــــــــا ترمنځ د تار خبره
وچکالۍ و ويستمه تا له کلـــــــــــــــــــــــي
هغې که وکړه هم د ښــــــــــــــــــــار خبره
هر یو بس خپله پورې باســـــــــــــــي جاله
اوس هغه نشته د یار او یـــــــــــــــار خبره
ډېره موده کېږي اوږګار ګـــــــــــــــــرځمه
چا کړې نه ده د کوم کــــــــــــــــــار خبره؟
په کومه ورځ چې لاس د مورنه کړي ښکل
د بدر زړه کــــــــــــــــــــې وي د ډار خبره
۱۳۹۷.۹.۱۳
««««««««««««««««
کاش زړه دې وای
ویلي به مې وو
چې ولې
درته ګران یم
١٣٩٧.٩.١٣
««««««««««««««««
ملکه یې
شهزادګۍ يې
ښایستو یې
ښاپیرۍ یې
ګلابو یې
ګلالۍ یې
څانګه څانګه يې
سلګۍ یې
اوبه اوبه
نرۍ لښتۍ یې
وري وري سترګې درپسې یم
ته شپنه یې
ته شپېلې یې
خو نومونه دې ډېر زیات دي
چې ویل مې
چې دا ولې
دومره ډېر په تا
مئین یم
١٣٩٧.٩.١٣
««««««««««««««««
داسې کافره يې راوکتل چې
راته مې یاده مسلماني شوه
١٣٩٧.٩.١٣
««««««««««««««««
لا هم
د خپل ذهن په محکمه کې سرګردان یم
د دوسیې مې هماغه زړه موضوع ده
بشپړه نه ده
وخت لا شته
چې رایادېږي لیکم يې
د مینې خاطرې ډېرې خوږې دي
١٣٩٧.٩.١٣
««««««««««««««««
لنډ دی
خو نپوهېږم
چا د قامت خبره وکړه
ژوند رانه دنګ وخوت
١٣٩٧.٩.١٣
««««««««««««««««
هر څوک مې زړه وړي
هو هر څوک
خو هر څوک مې
یوازې هغه ده
١٣٩٧.٩.۷
««««««««««««««««
زه هم بلا کوم
هغه څه غواړم چې خپله مې خوښېږي
خو څوک خپه کوم هم نه
مثلا
ته مې خوښه کړې
فکر مې وکړ
همدا دې غوښتل
١٣٩٧.٩.۷
««««««««««««««««
کړس شو
دنګې ونې
پر ځمکې تر پښو لاندې شوې
پاڼې ته کتل
١٣٩٧.٩.۷
««««««««««««««««
ښايي
یوازنی څوک
زه اوسم
چې پر ځان پام نه کوم
ټول فکر مې هغې ته وي
١٣٩٧.٩.۷
««««««««««««««««
په ژوند نه یم
خو هره شپه په دې وېرېږم
چې کیدای شي سبا ته نه اوسم
او خپله د زړه خبره مې نه وي کړې
١٣٩٧.٩.٦
««««««««««««««««
دا ګڼ باران
زه او هغه تر یوې چترۍ لاندې
ژونده!
کاش چې په لنډه لار
خو نه راتللې
١٣٩٧.٩.٦
««««««««««««««««
دا غږېده زه ورته غوږ وم
لنډه راپاڅېده وې لاړم ګونګی
١٣٩٧.٩.٦
««««««««««««««««
زړه مې دې تيږه وي
خو مه یې ماتوه
بیا نه تيږه کېږي
١٣٩٧.٩.٦
««««««««««««««««
ښه ده چې تا لرمه
د ونې ښکلا
په پاڼو کې یې ده
١٣٩٧.٩.١١
««««««««««««««««
سپوږمۍ چې هره ورځ
غلې غونجه
لمر ته ناسته وي
د بې خوبه شپې
په پرخو يې لمبلې وي
١٣٩٧.٩.٦
««««««««««««««««
غواړم چې ودې لرم
اوس دې د نه لرلو په فکر
زړه مې نه خورم
۱۳۹۷.۹.۷

 

ادامه نوشته

تا چې څه ويلي: د کار سړی( لا ورک نه یو، لا د کار سړي لرو)

په يو افغان یو افغانستان سایټ کې راغلې لیکنه

 

زموږ د دې اوونۍ د کار سړی یو خواریکښ څېړونکی، شاعر، لیکوال او ژورنالېست دی. داسې شخصیت چې له نامه او اثارو سره به یې ډېری اشنا یاستئ. هغه چې زړه یې له مینې او عاطفې ډک دی، د ستړیا په نوم څه نه پېژني او په خپلو ملګرو او همزولو کې تر ټولو هڅاند دی. صدیق الله بدر، چې د شاعرۍ او لیکوالۍ د ډګر ترڅنګ یې د څېړنې او خبریالۍ په ډګر کې هم بریالي ګامونه اخیستي دي. تل یې نوښتونو ته مخه کړې او د یوه مینه ناک شخص په توګه یې تل د ملګرو بنډارونه تاوده ساتلي دي.
ښاغلی صديق الله بدر د ارواښاد بهادر شاه ځوى دی، په ۱۳۴۸ لمريز كال د ننګرهار ولايت د سره رود ولسوالۍ د بر سلطانپور په يوه روحاني كورنۍ كې زوكړى دى.
لومړنۍ زده كړې يې تر درېيم ټولګي پورې پخپل كلي كې او پاتې نورې لومړنۍ او منځنۍ زده كړې يې تر لسم ټولګي پورې د كابل د سيد جمال الدين په لومړني ښوونځي، د پنځه سوه فاميليو ښوونځي، د خيرخانې او عمر شهيد په ليسو كې بشپړې كړې دي. تر هغه وروسته يې د مخابراتو په تربيوي مركز كې مسلكي زده كړو ته مخه كړې او په ۱۳۷۰ لمريز كې دغه زده كړې يې د اقتصادي ستونزو له كبله، د وروستۍ ازموينې په درشل كې نيمګړې پاتې شوې او په نظامي برخو كې يې رسمي دندې ته مخه كړه. د ۱۳۸۱ لمريز په لومړيو كې يې تر ازموينې وروسته له نوموړي مركز څخه د راډيو او تلوېزيون له څانګې د څوارلسم ټولګي د فراغت سند تر لاسه كړ.
ښاغلي بدر له کوچنیوالي د کتاب له لوستلو، شعر لیکلی او ادبي چارو سره مینه درلوده؛ خو لومړنى شعر يې په اتلس كلنۍ په ۱۳۶۶ كال كې ليكلى دى.
د لومړي شعر تر ليكلو وروسته یې مطبوعاتو ته مخه كړه او له هغه وخت نه تر اوسه یې ګڼ شعرونه، لنډې كيسې، په پښتو او دري ليكنې ( ادبي ، څېړنېزې او سياسي) چاپ شوې دي. بدر له ۱۳۸۱ نه تر اوسه پورې په كليد ګروپ كې په ژورناليستكي هڅو بوخت دى او د ۱۳۸۴ لمريز كال له نيمايي تر دې دمه پورې د كليد اوونيزې مسوول مدير او ورپسې د کلید ګروپ فرهنګي سلاکار دى. سربېره پر دې نوموړى په افغانستان كې د نړيوال ژورناليزم د مركز، د جنوبي اسيا يا سارك ټولنې د غړو هېوادونو د ژورنالستانو د ټولنې ( سفما )، د رشاد كره كتنې د ټولنې د رئيسه هئيت او د خوشال فرهنګي ټولنې او د افغان ادبي بهير غړيتوب هم لري. نوموړي دغه راز یوشمېر نورې مهمې دندې هم ترسره کړي او په ځینو لا هم بوخت دی.
ښاغلي صدیق الله بدر تر اوسه ګڼ اثار لیکلي چې یوشمېر چاپ شوي او ځینې نور یې د چاپ شېبې شماري:
د بدر چاپي اثار:
- د غشو تنده شعري ټولګه
- تته كړيكه د لنډو كيسو ټولګه
- نامتو څېرې
- ايينه، د دري ژبې د داستانونو غورچاڼ
- د سيمو تاريخي جغرافيه، د علامه رشاد د مركو ټولګه
- ستا به خوښه شي كه نه، د ځوانو شاعرانو تذكره
- د باران انځور: د شعرونو دويمه ټولګه
- د لونګو دريڅې: د ادبي بحثونو لومړی ټولګه، ۱۳۸۹
- سیدجمال الدين افغاني او د ختيځ او لوېديځ مخامختيا؛ ژباړه
- بدل شوی سړی: د لنډو کيسو دويمه ټولګه
- د لونګو دريڅې: د ادبي بحثونو دویم ټوک، ۱۳۹۱
ناچاپ كتابونه:
- د لنډو كيسو دوې ټولګې
- د علامه رشاد ژوند او اثار
- د لونګو دريڅې، د ادبي بحثونو یوه ټولګه
- ګلونه ګلوييونه، د مركو ټولګه
او يو لړ نورې څېړنيزې او ادبي ليكنې
د دې ترڅنګ صدیق الله بدر یو وېبلاګ هم لري، چې تر یوه سایټ هم فعال دی. نوموړی بلاګ « د لونګو دريڅې » نومېږې چې د هغه ادبي، ټولنیزو او فرهنګي هڅو ته ځانګړی شوی دی.
موږ نوموړي ته په دې برخه کې د لا بریاوو او پرمختګونو هیله کوو

ادامه نوشته

تا چې څه ويلي: د یونګو په دريڅې کې دريڅې

لیکوال: سعید زابلي/ له کلید ويپپاڼې په مننې

د لونګو په دريڅې کې دريڅې

خبرې اترې موږ ټول كوو، خو شاعرانه نړۍ هم بلا كوي، د ښكلو خبرو ته سندرې وايي او د پوهانو خبرې بيا مرغلرې بولي. مرغلرې د ساتلو شى دى او سندرې د ويلو او اورېدلو، له كليد راډيو نه د ځوان څېړونكي صديق الله بدر خپرونه ( د لونګو دريڅې) چې په خپل وخت كې

خبرې اترې موږ ټول كوو، خو شاعرانه نړۍ هم بلا كوي، د ښكلو خبرو ته سندرې وايي او د پوهانو خبرې بيا مرغلرې بولي.

مرغلرې د ساتلو شى دى او سندرې د ويلو او اورېدلو، له كليد راډيو نه د ځوان څېړونكي صديق الله بدر خپرونه ( د لونګو دريڅې) چې په خپل وخت كې يې د سرور سندرې وښندلې اوس تازه يې خپل مرغلين ارزښت هم خپل كړ.

ښاغلي صديق الله بدر خپلې دغه مرغلرې تېر كال په لومړي ځل د ادب په مزي كې وپېیلې او دا وعده يې وكړه چې د خپل دغه اثر د غنا لپاره به يې دوهم ټوك ته هم ملا تړي او همداسې وشول. بدر د قوي څېړنې، كره كتنې او ژور ليدنې پر مټ د اوسني پېر د ځوانې شاعرۍ سپړنه، كره كتنه د بېلا بېلو ادبپوهانو له انده په داسې هنري انداز كوي چې سړى يې په بيا بيا لوستلو نه مړېږي.

يوازې دا نه چې دغه اثر په بيا بيا لوستلو ارزي بلكې له بركته به يې د ادب د زده كړې ډېر تږي لارويان او تنكي ګلان خړوبه شي.

دا خبره مبالغه ځکه مه بولئ چې ارسطو له مېلاد وړاندې خپل اثر پويتيكا( بوطيقا) وليكه، نو  خپل ارزښت يې په خپل وخت او ان تر ډېرو مودو د ادبي تيورۍ او كره كتنې د مهم اصل او بنياد په توګه ساته، بيا عرب نقادان رامنځته شول او خپله ژبه يې د عروضو په قالب كې ځاى كړه، پښتو كه څه هم د عروضي شاعرۍ په لمن كې راځاى نه شوه، خو بيا هم موږ له بلې ژبې يو څه خپل كړل مګر نوي څه مو رامنځته نه كړل.

يوازې چې په معاصر شعر كې څه وشول نو هغه د شعر د جديديت مسئله وه او اوسمهال خو هغه شاعران هم كم ليدل كېږي چې شعر يې د جديديت په زيور پسوللې او د كره كتنې په معيار سم برابر وي، د دې خبرې ستر لامل هم دا دى چې يا خو معياري كره كتنه نه ده شوې او يا هم شوې ده، خو په ښكلاييزه بڼه نقد حسن شوى دى.

صديق الله بدر د خپل اثر په لمن كې بې ځايه ښكلاييزې كره كتنې ته ځاى نه دى وركړى او هڅه يې كړې چې د بېلا بېلو كسانو د متضادو نظرياتو پر بنسټ حقيقت وړاندې كړي نه دا چې د پخواني مښلي نقد په تقليد د محتوا پر ځاى د شخصيت په ارزونه كرښې تورې كړي،

د اثر هره كرښه او هره پاڼه د معياري كره كتنې د اصولو يو ستر باب دى او همدغه يې ستره ځانګړنه ده.

په اثر باندې استاد محب الله زغم په تقريظي ډول د اثر نږدې درې مخونه تور كړي او د بد ر اثر يې هم له ښكلاييز او هنري اړخه او هم يې له محتوايي ليد لوري ارزولى دى: ((… د كتاب په هر ټوك كې ګڼې دريڅې شته …. لومړۍ دريڅه د تذكرې ده… دويمه دريڅه د كره كتنې پر بڼ سپره ده…دغه كتاب د روزنې دريڅه هم لري څوك چې نوى ادبياتو ته مخه كوي په ډېرو شيانو نه پوهېږي چې خپل شعر يا كيسه څنګه ښكلې كړي، دغه كتاب به دوى ته هغه عملي لارې چارې وښيي چې سړى معياري ادب ته رسولى شي.))

استاد زغم د بدر ليكني سبك او پړاوونو ته، كتاب ته منسوب نومونه وركوي او له ښكلا ييز اړخه يې په دې ښه ارزوي چې د بدر اثر كه په يوه برخه كې د شاعرانو تذكره ده، نو د كره كتنې رسا غشي يې هم په زړه روغ لګي، نوموړى استاد د بدرصاحب د لونګو دريڅې په عين وخت كې د ادبي تيوري په اصولو سمبال هم بولي خو د دود شوې ښكلاييزې كره كتنې يې هم سترګې نه دي پټې كړي.

ورپسې صديق الله بدر د اثر د دوهم ټوك په اړه څرګندونې كړې او بيا لوستونكى سيده د  خپلو هنري الفاظو په سمندر لاهو كوي.

نوموړى په پيل كې نصرالله حافظ د هغه له شعري خصوصيتونو سره راپېژندلى او بيا د ادب په ډګر كې د زرين انځور، عبدالغفور لېوال، توبا ندا ساپۍ ترڅنګ يې د ۱۹ ليكوالو، شاعرانو له راپېژندلو وروسته خپله خبره پر ځوان او تاند شاعر جاويد اور بل شل کړې، نوموړى اثر د استاد محمد صديق پسرلي غزلبڼ ته ډالۍ شوى، ټول ټال ۲۷۹ مخونه لري او د ختيځ زون د خپلواكو ليكوالو او ژورناليستانو لخوا د څېړنې د سمینار د خپرونو په لړ كې ۱۰۰ كتاب دى، ارزښت يې په دې كې دى چې د يو كره اثر په توګه د ښكلاييزې (جمالياتي)، محتوايي، او معياري كره كتنې په كنډه او تول برابر ليكل شوى چې د ادب د تندغرو تنده پرې ښه ماتېدلاى شي.

https://tkg.af/pashto/2012/06/18/%D8%AF-%D9%84%D9%88%D9%86%DA%AB%D9%88-%D9%BE%D9%87-%D8%AF%D8%B1%DB%8C%DA%85%DB%90-%DA%A9%DB%90-%D8%AF%D8%B1%DB%8C%DA%85%DB%90/

ادامه نوشته

ژباړه: دوریس لېسېنګ څه ډول لیکل کول؟

ژباړه/ صدیق الله بدر

 

دوریس لېسېنګ څه ډول لیکل کول؟


دوریس لېسینګ وايي چې د هرې جملې پر لیکلو خولې تويوي، یعنې دا چې ښه لیکل نه کوي.
دوریس لېسینګ د ۱۹۱۹ کال د اکتوبر په ۲۲ زېږېدلې او په ۲۰۰۷ کې يې د ادبیاتو د نوبل جایزه خپله کړې او د ۲۰۱۳ کال د نومبر په ۱۷ مړه شوې ده.
د سرو زرو کتاب؛ د نوموړې هغه اثر و چې دا يې په نړیواله کچه شهرت ته ورسوله. د لېسینګ داستاني ادبیات په دريو دورو کې د مطالعې وړ دي: کمونیستي بڼه(۱۹۴۴-۱۹۵۶) دا هغه وخت دی چې نوموړې په رادیکاله بڼه د ټولنیزو مسایلو په اړه لیکل کول خو د سرو لښکرو له خوا د مجارستان د خلکو د پاڅون له ځپلو وروسته په ۱۹۵۶ کې د کمونیزم په وړاندې ودرېده.(هغه په ۱۹۸۵ کال کې د (ښه تروریست) په لیکلو سره، خپلې دې ادبي دورې ته راستون شو.)؛ ارواپوهنيزه بڼه(۱۹۵۶-۱۹۶۹) او تر هغه وروسته صوفیانه بڼه چې په علمي-تخیلي برخو کې يې لیکل کول.  
لېسینګ د پاریس ریویو مجلې د ۱۹۸۸ کال په ۱۰۶ ګڼه کې د خپلې لیکوالۍ او لیکلو بڼه داسې بیان کړې ده:  

ادامه نوشته

ژباړه: جان اپدایک څه ډول لیکل کول؟

ژباړه: صدیق الله بدر

جان اپدایک څه ډول لیکل کول؟

جان هویر اپدایک چې د ۱۹۳۲ کال د مارچ په دوه دېرشمه په پنسلوانیا کې زېږېدلی او په ۲۰۰۹ کال کې يې له نړۍ سترګې پټې کړې دي، یو امریکايي ناول لیکونکی، شاعر، د لنډو کیسو لیکوال او هنري او ادبي کره کتونکی و.
د رابیت یا سویانو ټولګه (هري رابیت، رابیت راستنېږي، رابیت بډای کېږي، رابیت ارام کوي او د رابیت په یاد ) د اپدایک له مشهورو اثارو څخه شمېرل کېږي. رابیت بډای کېږي او رابیت ارام کوي د پولیترز جایزې خپلې کړې دي.
اپدایک د خپلې هنرمندانه او استادانه لیکوالۍ او د سبک لرونکو لیکنو له مخې پېژندل شوې څېره ده. نوموړي د علمي – تخیلي او جادویی ریالیزم په سبک لیکل کړي دي. هغه سربېره پر دې چې د شعر، هنري کره کتنې، ادبي نقد او د ماشومانو په اړه کتابونه لري، ۲۳ ناولونه او په ۱۲ ټوکونو کې لنډې کيسې لیکلې دي.  
اپدايک پر نورو ګڼو جایزو سربېره، دوه ځلې د پوليترز مشهوره جایزه هم ترلاسه کړې ده.
خلک تر ډېره پورې اپدایک (د بډایانو ترمنځ د نامشروع اړیکو د واقعه نګار) په توګه پېژني، په داسې حال کې چې نوموړی په ګڼو مواردو کې له دې اشنا موضوع نه لرې شوی هم دی.      
مثلا د (کوډګرې ښځې) ناول يې چې په را وروسته کې یو ښه فلم هم ځنې جوړ شو، په نیو انګلنډ کې د يو شمېر کوډګرو ښځو په اړه و؛ چې ډېر خرڅ شو. یا د (کودتا) ناول يې چې د سړې جګړې په دوره کې د یوه دیکتاتور افریقايي حکومت په اړه تخيلي اثر و او د (کوډګرې ښځې) ناول په څېر ډېر خرڅ شو. اپدايک په دغه ناول کې په اوچته کچه د ناباکوف په سبک و سیاق خپله کيسه روایت کړې ده.
نوموړی د پرله پسې داستانونو له لیکلو خوند اخيست. پر هري رابیت سربېره هغه د هنري بک په نوم یو بل معروف داستاني شخصیت هم لري. هنري بک یو ناول لیکونکی دی چې زیاد اثار نه لري خو په پای کې د نوبل جایزې ګټونکی کېږي. د هنري بک شخصیت په دریو طنزي داستاني مجموعو کې راڅرګندېږي. لکه (بک: یو کتاب)، (بک بیا راستنېږي) او (وږی بک).  
دلته چې څه لولئ له آپدایک سره د هغه د عمر په وروستیو کې د ریدرز دایجست میاشتنۍ مجلې د يوې مرکې په بنسټ په کوټلي ډول ر اخستل شوې خبرې دي:

ادامه نوشته

ژباړه: جي کي رولېنګ څه ډول لیکل کوي؟

ژباړه: صدیق الله بدر

جي کي رولېنګ څه ډول لیکل کوي؟

 
جوان کتلين رولېنګ په ۱۹۶۵ کې د انګلستان بریسټول ته نږدې د ییت په ښار کې زېږېدلې او د انګلستان په اکسټر پوهنتون کې يې فرانسوي ادبیات لوستي دي.
دغه لیکواله د خپل لومړي ناول (هري پاتر او د کوډو تېږه) کتاب له لیکلو وروسته، چې د هري پاتر د ناولونو د مجموعې یوه برخه ده، په ۱۹۹۷ کې د خلکو او منتقدینو له تاوده هرکلي سره مخ شوه، د نوموړې دغه کتاب ۴۰۰ ملیونه ټوکه خرڅ شو.
هري پاتر ماشومانو او ځوانانو ته د هغو اووه ګونو ناولونو مجموعه ده چې په کې د هاګوارتز د کوډګرۍ د علومو او فنونو په مدرسه کې، د هري پاتر په نامه د یوه زلمکي او د هغه د ډېرو ښو ملګرو رون ویزلي او هرمیون ګرنجر د کوډګرۍ شرحه بیان شوې ده.  
دغه اووه ګونې هر یوه: هري پاتر او د کوډګرۍ تېږه، هري پاتر او د اسرارو هال، هري پاتر او د ازکابان بندي، هري پاتر او د اور جام، هري پاتر او د ققنوس محفل، هري پاتر او دوه رګه شهزاده او هري پاتر او د مرګ یادګارونه دي.
د رولېنګ اثار د سینمايي فلمونو، کمپيوټري لوبو او ګڼو سوداګریزو توکو د جوړولو پیلګر بلل شوي او نوموړې ته يې د ۶۷۵ ملیونه پوڼدو پانګه ورپه برخه کړې ده. د رولېنګ نوم د نشنل مګزین کمپنۍ له خوا د ۱۰۰ بانفوده ښځو د کتار په سر کې راغلی دی.   
جي کي رولینګ په يوه مرکه کې د خپلې لیکوالۍ بڼه داسې بیان کړې ده:

ادامه نوشته

ژباړه: پل اسټر څه ډول لیکل کوي؟

پل اسټر څه ډول لیکل کوي؟


د پل استر لپاره د هر کتاب لیکل د بل داستان له لیکلو توپیر لري، یوازې يوه تکراري مساله شته او هغه په خودکار یا قلم لیکل دي.
پل بنجامین استر، امریکايي فلم نامه لیکونکی، شاعر او ژباړن دی. هغه په ۱۹۴۷ کال په نیوجرسي کې زېږېدلی او د پست مډرن ادبیاتو له مهمو څېرو څخه دی.
ښيښه يي ښار، اروا، د اوهامو کتاب، بنده کوټه، د پيشګويۍ شپه، مون پالاس، د وروستیو خلکو ښار، د ژمي شپه، اروا، د ګوښه توب اختراع، سمندري هیولا، په تیاره کې راګیر سړی او ناپيدا د استر هغه اثار دي چې په ځينو ژبو بیا بیا ژباړل شوي دي.
پن فاکنر، جان ويليام كريينگتون، دوبلین، پرنس آستوریاس، لئون اسپانیا، دوسلدور او ځينې نور هغه هغه ادبي جایزې دي چې پل استر ترلاسه کړي او یا هم ورته کاندید شوی دی.
پل استر د ۲۰۰۳ کال په مني کې د پاریس ریویو له معتبرې مجلې سره په مرکه کې د خپلې لیکوالۍ طریقه داسې بیان کړې ده:

ادامه نوشته

ژباړه: جویس کارول اوتس څه ډول لیکل کوي؟

جویس کارول اوتس څه ډول لیکل کوي؟

 

جویس کارول اوتس هغه لیکواله ده چې وايي هېڅکله يې ځان د یوې لیکوالې په توګه نه دی انګېرلی. د هغې په باور د هنر په ډګر کې کوم کسان چې له کوم کار سره يې مینه وي، هغه ترسره کوي. ځينې کسان ځکه پیانو غږوي چې خوښېږي يې یا ځينې نور کسان چې انځورګري کوي یا هم مجسمه جوړوونکي دي.
جویس کارول اوتس په ۱۹۳۸ کال د نیویارک په لاک پورت ښار کې زېږېدلې ده، هغه د امریکا یو له پرکاره، مطرحو او محبوبو لیکوالو څخه ده.
په داستان لیکلو کې د اوتس شهرت په دې کې دی چې تل د داستان د راوي د منطقي او احساسي قوې په مټ واقعیتونه حس او شرحه کوي.
د اوتس د داستانونو سوژې پر فقر، جنسي ازار، طبقاتي تضاد، واک سره مینه، ښځې او کله هم له واقعیت ورهاخوا مفاهیم دي. په داستانونو کې يې تاوتریخوالی هم یو انځور دی. تراوسه د اوتس۳۵ د لنډو کیسو ټولګې، ۱۱ د شعرونو ټولګې او ۶۰ نور ادبي اثار چاپ شوي دي.   
اوتس په لاس لیکل کوي او د خپل کار لپاره هيڅ کوم جدي پروګرام نه لري. هغه وايي غوره بولي چې د سهار تر چای مخکې لیکل وکړي. هغه د خلاقې لیکوالۍ استاده ده او وايي چې په درسي ورځ یو ساعت مخکې تر دې چې له ټولګي څخه وځي، ۴۵ دقیقې لیکل کوي. په نورو ورځو کې همدا چې د لیکلو کار يې ښه مخته ځي، ساعتونه ساعتونه بې له ارام کولو لیکل کوي او د ماسپښين په دوه او یا هم دریوو بجو خپله سهارنۍ خوري.
لاندې چې څه لولئ، د نوموړې له هغې مرکې اخستل شوي چې د پاریس ریویو په معتبرې مجلې کې راغلي دي.

ادامه نوشته

ژباړه: اناګاولدا څه ډول لیکل کوي؟

اناګاولدا څه ډول لیکل کوي؟

انا ګاولدا هغه فرانسوۍ لیکواله ده چې د هر نوي کتاب له لیکلو سره دا احساس کوي چې ګوندې د لومړي ځل لپاره لیکوالي تجربه کوي.
انا ګاولدا په ۱۹۷۰ میلادي کال په پاریس کې زېږېدلې، مور و پلار يې له هغو اصیلو پاريسيانو څخه وو چې د خپلو نیکونو په پله روان او پر ورېښمو يې نقاشۍ کوله.
انا چې ښځو ته ډېره محبوبه لیکواله ده، د ماشومتوب دوره يې له خپلو درې خویندو او ورونو سره په یو ډېر ارام چاپیریال کې تېره کړه. همدا چې ۱۴ کلنه شوه، پلار و مور يې سره بیل او نور ودونه وکړل. دوی د خپلو تروریانو لاس ته کېناستل. خو پلار و مور يې هره میاشت يو څه پیسې ورته لېږلې.
انا له خپلې هغې ترور کره اوسېدله چې ۱۳ بچي يې لرل. نوموړې مخکې له دې چې د زده کړو لپاره سوربن ته لاړه شي، ډېره خواري مزدوري يې وکړه. یو وخت ملازمه وه، بیا يې دوکاندارۍ ته مخه کړه او یو وخت هم د ګل پلورلو په یو مرکز کې کارګره وه. انا وايي چې د دې کارونو په ترسره کولو سره ځکه هیڅکله هم د ناراحتۍ احساس نه کوي چې په داستان لیکلو کې ورسره ډېره مرسته کړې ده. نوموړې وايي: ((ژوند کول مې د ګلفروشۍ په دوکان کې د کار په وخت زده کړل. د ګلونو وړې غونچې د ښځو او مېړنو لپاره او غټې غونچې د معشوقو لپاره.))
انا ۲۹ کلنه وه چې د کیسو لومړۍ ټولګه يې(خوښېږي مې چې یو څوک راته سترګې په لاره وي) چاپ شوه. دې ټولګې له یوه میاشت نه په کمه موده کې د ښار په مرکز کې ټولې کتابخانې تسخير کړې او په یوه اوونۍ کې ۲۰۰ زره ټوکه خرڅه شوه. کتاب خپروونکي ډېر ژر د کتاب جیبي بڼه چاپ کړه او ګڼ نور کتاب خپروونکي د انا د نورو اثارو د چاپولو لپاره د هغې د کور ور وټکاوه. په بهر کې د انا دغه کتاب په ۱۹ ژبو وژباړل شوه او د ارتي ال-۱لیر ۲۰۰۰ جایزه يې خپله کړه.
 دلته چې څه لولئ، د ماري فرانس ورځپاڼې د مرکې له مخې برابر شوی متن دی چې انا په کې د خپلې لیکوالۍ طریقه  بیان کړې ده:

ادامه نوشته

ژباړه: ارنست همينګوې څه ډول ليکل کول؟

ارنست همينګوې څه ډول ليکل کول؟

ارنست همینګوې په ۱۸۹۹ کال د متحده ایالاتو په شیکاګو د اوک پارک په سیمه کې زیږیدلی دی .
همینګوی له وړکتوبه له طبیعت، ادب او هنر سره مینه درلوده، هغه هم شاعري کړې او هم يې لنډې کیسې او ناولونه لیکلي دي.
همینګوی د اوک پارک له لیسې تر فراغت وروسته په ورځپاڼو کي د خبریال په توګه کار پیل کړ .
هغه لا تنکی زلمی و چي پلار یی ځانوژنه وکړه او دې پېښې پرې ژور روحی او رواني اغیز وکړ.
همینګوې د لومړۍ نړیوالې جګړې په پيل کې د سره صلیب د بشري کمیټې له لارې د امبولانس د چلوونکي په توګه ایټالیا ته لاړ او هلته یی د جګړې په بهیر کی ټپیان لیږدول چی په خپله هم ټپي شو او کابو یو کال یې په روغتون کې تېر کړ. تر روغتیا وروسته يې فرانسې ته مخه وکړه او هلته یې په مخابراتو او ورځپاڼه لیکنه کې کار پیل کړ.
 د جګړې له پای ته رسېدو سره بیرته امریکا ته راستون شو او په شیکاګو کې په خپله پلرنۍ سیمه اوک پارک کې یې د خلکو او خپلوانو له خوا تود هر کلی وشو. دلته يې هم په مطبوعاتو کې کار پیل کړ او په همدغه وختونو کې یې په شیکاګو کې له یوې خبریالې هاری ریچارډ ستون سره واده وکړ. وروسته له نوموړې میرمنې څخه جلا او د یوې مجلې له چلوونکې نجلۍ پاپولین سره واده وکړ او څه موده وروسته فلوریدا ته وکوچېد.
په پای کې په ۱۹۶۱ کال يې ځانوژنه وکړه او د فلوریدا په یوه هدیره کې خاورو ته وسپارل شو .
زنګونه د چا لپاره شرنګیږي؟ د همینګوې هغه ناول دی چې نوموړی يې د شهرت لوړو پوړیو ته ورساوه، دا کتاب په یو ملیون ټوکونو کې چاپ او یو زبردست فلم پرې جوړ شو. دې ناول همینګوې ته د اسکار جایزه ورپه برخه کړه.
همینګوې د خپلو غوره اثارو د لیکلو له کبله د نوبل جایزې ګټونکی شوی هم دی.
له وسلې سره مخه ښه، انسان وژونکی، زنګونه د چا لپاره شرنګیږي،  هستي او نیستي، بوډا او سیند، یوازې او خوشحاله ژوند، لمر اوس هم ځلیږي، بې ښځو سړي او د افریقا شنې غونډۍ د همینګوې له غوره اثارو څخه شمېرل کېږي.  
د ارنست همينګوې ليکوالي ځينې رازونه لري، نوموړي له پاريس ريويو مجلې سره په يوه مرکه کې د دغو رازونو په اړه يو څه ويلي چې دلته يې لنډيز له تاسو سره شريکوو:

ادامه نوشته

ژباړه: اګاتا کریسي څه ډول لیکل کوي؟

اګاتا کریستي څه ډول لیکل کول؟


اګاتا کریستي هغه لیکواله ده چې له ځانه سره يې پنځه شپږ د یاددښت کتابچې ګرځولې او ياددښتونه به يې اخيستل. یو ناڅاپه به د ګرځېدو په مهال یوه ظریفه او نرۍ لاره یې د جرم د پټولو لپاره موندله چې د هیچا پام ورته نه کېده.
کله چې اګاتا غواړي خپل لوستونکي ته یو مفهوم و لېږدوي، بنسټيزې او هغه کليمې چې په معنی کې سره ورته وي، په یوه متراکمه فضا او چټک ترتیب کې تکراروي.
اګاتا کریستی هغه لیکواله وه چې په دې وروستیو کې د جنايي داستانونو د لیکوالو د ټولنې ( CWA) د یوې نظرسنجۍ له مخې د تاریخ غوره جنایي کيسه لیکواله وپېژندل شوه. له بل لوري جنايي داستانونو يې هغې ته د (جنایت ملکې) لقب هم ورپه برخه کړی دی.
د اګاتا کريستي بشپړ نوم (اګاتا مري کلاریسا مېلر) دی. هغې د انګلستان په دوون سیمه کې دنیا ته سترګې غړولې وې. پلار يې امریکايي او مور يې د انګلستان له يوې اشرافي کورنۍ څخه وه.
کريستي له ۱۹۲۰ نه تر ۱۹۷۶ پورې ۶۶ جنايي ناولونه او ۱۴ لنډې کيسې لیکلې چې تراوسه د څلور ملیونه په شاوخوا ټوکه يې خرڅ شوي دي. د نوموړي اثار د نړۍ په ۱۰۹ ژبو ژباړل شوي او له دې کبله په درېيمه رده کې راځي.
اگاتا کريستی د ۱۹۷۶ د جنورۍ په ۱۲ د مغزي سکتې له کبله مړه شوه.
مېرمن مارپل، هرکول پوارو، د غڼو جال، په پسرليو کې درنه لرې یم، پرده، د هرکول په دود وژنه او یو شمېر نور د اګاتا له ډېر لوستل شویو کتابونو څخه ګڼل کېږي.
اګاتا پخپلې اتوګرافۍ کې د خپلې لیکوالۍ او لیکلو بڼه داسې بیان کړې ده:

ادامه نوشته

ژباړه: هنري مېلر څه ډول لیکل کول؟

هنري مېلر څه ډول لیکل کول؟


امریکايي لیکوال هنري مېلر په ۱۸۹۱ کال په بروکلین کې زېږېدلی او په ۱۹۸۰ کې يې له دې نړۍ سترګې پټې کړې دي.
 د مېلر آثار د شلمې پېړۍ پر ادبیاتو ژور اغېز درلود خو دا چې په ډېری آثارو کې يې په څرګند ډول جنسي مسایل مطرح کېدل، په ګڼو هیوادونو کې يې د چاپ اجازه نه درلوده. مېلر په شلمه لسیزه کې لیکوالي پیل کړه خو د چا پام ور وانه وښت. په شپېتمه لسیزه کې هغه د امریکا په یو داسې لیکوال بدل شو چې زیات لوستونکي يې لرل.  
لیونی چرګ، تبه، د سرطان کرښه، تور پسرلی، نکسوس، د سړي وژونکو پېر، شیطان په جنت کې، په تبعید کې هوساینه، د کلېچي ښې ورځې، د سقوط غږ او یو شمېر نور د مېلر ناولونه دي چې د نړۍ په ګڼو ژبو اړول شوي دي.
مېلر له ځوانی نه انځورګرۍ ته لیوال و. په هماغه لومړيو کې يې آبي رنګه انځورګري غوره کړه او د عمر ترپايه پورې يې ورته ادامه ورکړه.
هنري میلر په ۱۹۴۰ کال کې له پاریس ریویو سره په یوې مرکه کې د خپلې لیکوالۍ او لیکلو طریقه داسې بیان کړې ده:

ادامه نوشته