ژباړه: انریکه ویلا ماتاس څه ډول لیکل کوي؟
ژباړه/ صديق الله بدر
انریکه ویلا ماتاس څه ډول لیکل کوي؟
![]()
اسپانیایي لیکوال انریکه ویلا ماتاس په ۱۹۴۸ کال په بارسلونا کې زېږېدلی دی.
ماتاس خپل حرفه يي ژوند د فوتوګرامس په سینمایي مجله کې د ايډيټر په توګه پیل کړی دی. د دې لیکوال آثار د نړۍ په ۲۹ ژبو ژباړل شوي دي.
د ماتاس اثار د طنز او شوخ طبۍ مالګه لري او د لوړ ادبي نوښت ترڅنګ داسې سبک يې خپل کړی دی چې پخپله ماتاس ورته د (روایت شوي فکر) نوم ورکړی دی.
د بڼو سهيل، په نښه شوی قاتل، هیڅکله فرانسه، هيڅکله سینما ته نه ځم، همیشنی کور، له ماشومانو لرې ماشومان، له وراکروس نه لرې، د نیستۍ د درې پلټونکي او بې پولې ټکي د ماتاس د یو شمېر چاپ شویو آثارو نومونه دي.
ماتاس د بارسلونا، هرالد، شیل، خوزه مانویل لارا، اسپانیايي اکاډمۍ، السا مورانته او یو شمېرې نورې ادبي جایزې اخیستي دي.
ویلا ماتاس ډېره اوږده موده د بډوډو د سختې ناروغۍ له کبله دولس کاله له لیکلو لرې پاتې شو او تر دغه ځنډ وروسته يې د نيستۍ د درې پلټونکي کتاب په لیکلو سره چې د لنډو کیسو ټولګه وه، د ليکوالۍ درې ته راوګرځېد.
ماتاس له پاریس ریویو سره په یوه مرکه کې د خپلې لیکوالۍ او لیکلو طریقې داسې بیان کړې دي.