د نېکمرغۍ ګل

سترګې یې بل خوا واړولې، له ټولو نه په څنګ، تریو تندی تېر شو.

باد يې څادر واړاوه. د غاټولو ګېډۍ يې په لاس کې ټینګه نیولې وه.

شا ته يې وکتل، تر شونډو لاندې يې ورور وویل: «له اوله تر یوولسم دې ټول نېکمرغه وي».

ملګري مې وشمېرل. یوولس کسان وو. یوه بل ته ورو وویل: لېونی دی، هره ورځ غاټول راشکوي خو له موږ څخه د داسې جلا شوي بدمرغه او کرکجن سره والله که ښه ښکاري.

خو هیچا دا نه ویل چې موږ هم ورسره ګوتې ماتې کړې دي.

هغه د غاټولو ګېډۍ شاته ونیوه او ورو ورو پر لاره ور روان شو.

موبایل مې له جیب نه راوکېښ، ګوګل مې خلاص کړ. غاټول مې ولیکه. د یوه انځور لاندې لیکل شوي وو: «غاټول د خوشحالۍ او نېکمرغۍ ګل دی».

د زړه درزا مې تېزه شوه. ما ته غاټول یوازې یو بوټی و، خو ده ورته د خوښۍ معنا ورکړې وه.

۱۴۰۳.۵.۱