مرکه: بختانی: زما تفریح همدغه ده چې يو څه ولیکم

بختانی: زما تفریح همدغه ده چې يو څه ولیکم

15 تله 1396

د پښتو او دري ژبو پياوړی څېړونکی، ليکوال او شاعر څېړنپوه عبدالله بختاني خدمتګار له نن څخه ٩۳ کاله وړاندې (١٣٠٤لمريز کال) د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ په بختان کلي کې زېږېدلى دى. نوموړى تر سلو ډېر چاپ اثار لري او له دې سربېره ځيني نور ناچاپ اثار یې هم شته.
ښاغلی بختانی د پښتو ټولنې او بيا د علومو اکاډمۍ علمي غړى پاتې شوى او له دې سربېره يې ځينې نورې دولتي علمي او مطبوعاتي چارې ترسره کړې او د ځينو خپرونو مسوول مدير هم پاتې شوى دى. زموږ همکار صدیق الله بدر د کلید په دې ګڼه کې ورسره مرکه کړې ده چې تاسې يې لوستو ته رابولم:
بدر: د ادبياتو نړۍ ته مو څه وخت او څنګه مخه کړه؟
بختانی: زما د پلار ماما ملا احمدجان نومېده، شاعر و، کتابونه يې هم لیکلي وو، یو ملا او ټولنيز شخصيت هم و. د هغه يو څه خطي نسخې زموږ په کور کې وې، هغه مې لوستلې او بله دا چې چېرته به مې کوم شعر اورېده، شعر لیکلو ته به مې شوق کېده. لا وړوکی ماشوم وم چې دا شوق راسره پیدا شوی و، خو ما چې لومړی شعر لیکلی او هغه مې شعر ګڼلی، هغه مې په ۱۳۲۳ لمريز کال کې لیکلی، چې په همدغه کال په انيس ورځپاڼې کې چاپ شوی دی.
بدر: د یوه مسلک په توګه مو څه وخت لیکوالۍ او شاعرۍ ته توجه ډېره شوه؟
بختانی: په هغه وختونو کې هندوستان د انګرېزانو تر استعمار لاندې و، د انګرېزانو کمېشنران او مامورين او د هغوی نوکران په ډيلي کې ناست وو، په هندوستان کې ځينې اخبارونه چاپېدل، چې کيسې هم په کې راتللې، په دې کيسو کې د ازادۍ غوښتنې مسئله هم راتلله، په دې منځ منځ کې يو نيم پښتو اخبار هم را رسېده نو زما هم مخه دې خواته شوه او زما په مغزو کې دې خبرې ځای ونیو او له ما سره هم د ازادۍ فکر پیدا شو. کله چې انګرېزان لاړل دا فکر نور هم قوي شو ځکه چې د ازادۍ په ګټه او د ازادۍ په توصیف خپرونې، خبرې او جلسې کېدلې او اطلاعات يې افغانستان ته راتلل.
بدر: استاده! ستاسې په روزنه کې د کوم لوی لیکوال لاس و؟
بختانی: په ۱۳۲۵ کال کې زه د ننګرهار د معارف په مديريت کې د اجرايې کاتب په توګه وټاکل شوم. په هغه وخت کې د اتحاد مشرقي اخبار زموږ دفتر ته رارسېده، موږ ټول مکلف وو چې په کې ګډون وکړو، له تنخوا يې ګډون ونډه اخیسته، خدای مې دې غاړه نه بندوي، د لړم میاشت وه چې الفت صاحب (ګل پاچا الفت) د دې اخبار او د مطبوعاتو د مدير په توګه مقرر شو. د اخبار په مضامینو، شعرونو، محتوا او شکل کې بدلون رامنځته شو. دا بدلون راباندې اغېز وکړ، زما قریحه ورسره وغوړېده. زه باید دا ووایم چې په انیس کې د خپل شعر تر چاپ وروسته ډېره موده خاموشه وم، خو د اخبار له دې بدلون سره مې يو څه نور شعرونه ولیکل.
يوه ورځ هغه کس چې موږ ته يې د اتحاد مشرقي اخبار راووړ، ما ته وویل چې مدير صاحب وايي (مطلب يې الفت صاحب و) چې زه غواړم تاسو وګورم، نو ته ووايه چې زه د معارف مديریت ته درشم که ته کومه ورځ د مطبوعاتو مديريت ته راځې.
ما په زړه کې وویل چې دا خو ډېر لوی سړی دی چې دومره تواضع کوي ځکه چې د یوې ادارې دويم کاتب ته د يوه اخبار مدير وايي چې زه درشم که ته راځې. نو ما هغه سړي ته وویل چې زه خپله مطبوعاتو ته درځم. یوه ورځ مطبوعاتو ته لاړم، له الفت صاحب سره مې ملاقات وکړ، الفت صاحب ډېرې تشويقي خبرې وکړې، هغه شعرونه چې ما لیکلي وو، ټول يې ولوستل او په اخره کې يې راته وویل چې ستا شعرونه ټول ښه دي، موږ په چا قيد او سانسور نه کوو، که کوم شعر د ژبې له نظره مشکل ولري، هغه ضرور اصلاح کوو، ځکه اخبار پښتو دی، باید په سمه پښتو چاپ شي.
الفت صاحب يوه خبره دا هم وکړه چې دا خو ستاسې ابتدايي شعرونه دي، ستا مقاله هم، ابتدايي مقاله ده خو دا ټول زما تر ابتدايي شعرونو او ابتدايي مقالو ښه دي، دې خبرې راباندې ډېر اثر وکړ، ځکه هغه خو د اخبار مدير و، اخبار يې چلاوه او موږ په پوره باور فکر کاوه چې يو مدیر په هر څه ښه پوهېږي. نو ده داسې خبره وکړه چې خپل ابتدايي وخت يې راياد کړ، بیا يې زه ورسره پرتله کړم او له ځان څخه يې زه ښه وبللم، رښتيا دې راباندې ډېر بې درکه اثر وکړ.
ما پرله پسې اتحاد مشرقي ته مقالې او شعرونه لیکل او الفت صاحب یو ځل بيا ور وغوښتم. د روغ رنځور پوښتنه يې وکړه، بیا يې د خپل دفتر ملازم ته دنده ورکړه چې اجراييه رييس ته ووايه چې د بختاني صاحب جايزه راوړي. هغه ما ته دوه کتابونه راوړل. په هغه کې يو (افکار شاعر) نومېده، چې د استاد صلاح الدين سلجوقي تالیف و او د شعر او شاعرۍ په اړه ډېر ښه کتاب و او بل هم د استاد صدیق الله رښتين يو کتاب و (د پښتو د ادب تاريخ) دا هم ډېر ښه کتاب و، دا دوه کتابونه د (رياست مستقل مطبوعات) نه ما ته زما د مقالو په جايزه کې راکړل شول. هغه وخت مقالو او شعرونو ته حق الزحمې نه وې، دغسې کله کله وزارت يو کار کاوه او جايزې يې ورکولې. دا دواړه کتابونه ما واخیستل، ځان سره مې ټکي په ټکي مطالعه کړل چې يو يې د ادب په تنقيد کې او بل د ادب په تحقیق کې زما د هڅونې وسيله شول.
بدر: استاده! تاسو اوس کابو ۹۳ کلن ياست، معمولاً زموږ لیکوال چې اويا کلنۍ ته ورسېږي، د ستړيا احساس کوي او داسې فکر کوي چې نور باید کاملاً راحت وکړي، خو تاسې له اويا کلنۍ نه تر اوسه پورې خپل ډېر کتابونه چاپ کړي دي، په راحتۍ د دې دومره ډېر کار کولو راز په څه کې دی؟
بختانی: له کار سره زما شوق و، د شوق په اساس ما لیکنې کړې او تالیفات مې کړي دي، ما شعر ویلی دی، هماغه شوق راسره دی، اوس هم راسره دی، خو اوس مې وس او قوت ډېر کمزوری شوی دی او حتی حافظه مې ډېره کمزورې شوې ده. د کار شوق کار کولو ته هڅولی یم.
بدر: استاده! خبر شوي يو چې تاسې ورزش هم کوﺉ او په خوراکونو کې هم پام کوﺉ، څه ډول ورزش کوﺉ او له کله مو پیل کړی دی؟
بختانی: ډېر کلونه کېږي چې ورزش کوم، خو هغه دقیق کال يې راته معلوم نه دی. اوس اوس د سهار له مخې لږ لږ ورزش کوم. د خوراک په تړاو باید ووایم چې زما پلار طبيب و، هغه همېشه موږ ته متوجه و او موږ ته يې دغه ډول ښې مشورې راکړې دي.
بدر: استاده! ستاسې د کار حجم ته چې ګورو، ډېر کار مو کړی دی، يو وخت مو دا واورېدل چې تاسې خپل تقاعد ته ډېر خوشاله وﺉ او ويلي مو وو چې اوس به خپلو کارونو ته لا نور وزګار شم.
بختانی: ښه شو چې متقاعد شوم چې يو څه کار مې وکړ، مخکې خو بند وم، په ماموريت کې او په حاضرۍ کې، دا هماغه شوق دی چې ما درته وویل او دا چې ما ادبیاتو ته مخه کړه، مطالعې مې هم کولې، مجلسونو ته هم تلم، يو څه وخت د پښتو ښوونکی وم، په هغه کې زما د پښتو ژبې صلاحيت او وړتيا زياته شوه او تر دې چې دې حد ته ورسېدم.
بدر: یعنې تقاعد تاسو ته ډېر ښه شو؟
بختانی: هو، ځکه هر څه مې چې کړي اوس مې کړي دي، پخوا مې ډېر کم کار کړی و، یعنی له تقاعد وروسته ایله زه کار ته وزګار شوی يم، وخت مې ډېر شوی، په کور کې سړی پوره وخت لري، يوازې کله کله سړی تفریحي مجلسونو ته اړتيا پیدا کوي. زما تفریح هم همدغه ده چې يو څه ولیکم کنه نو څه وکړم.
بدر: د يو شمېر نړیوالو او په کور دننه لیکوالو په اړه ويل کېږي چې دوی په خپلو کتابونو يو يا دوه ځله تېرېږي حتا همينګوې په خپل يو کتاب په لسګونه ځله کار کړی دی، په کتابونو ستاسې د کار ډول او طریقه څنګه ده؟
بختانی: هغه د همينګوې خبرې او د لېو تولستوی کيسې زموږ په وطن کې نشته، چې سړی ډېر منظم وي او يا ډېر منظم کار وکړي.
بدر: ستاسې د کار ډول څنګه دی؟
بختانی: زما هغسې نه دی، زما ګډوډ دی، لکه زموږ وطن چې ګډوډ دی، زه هم ګډوډ او پرېشانه يم.
بدر: دا ګډوډي يې که راته ووايې؟
بختانی: پخوا چې کله له خوبه پاڅېدم يو څه مې لیکل، اوس داسې نه دی. کله يو بل کار وي، هغه پرېږدم او دا اخلم، کله ټوله ورځ کار کوم، کله يو ساعت کار کوم، ډول او طريقه په کې نشته، نه قانون شته او نه بنديز شته، یعنې د ژوند د ګډوډۍ او د وخت د برابرېدو له فرصت نه يوه استفاده ده.
بدر: استاده! ايا کله په کور کې له کوم غبرګون سره مخ شوي ياست چې ستاسې اولادونو يا مېرمنې دا ويلي وي چې ټول عمر کار او کار، موږ ته هم وخت لرې او که نه؟
بختانی: نه، زموږ کور کې، زما ښځه دې خدای وبښي، زما له کارونو سره يې هېڅکله غرض نه دی کړی، د ډوډۍ په وخت کې يې ډوډۍ راکړې او د چای په وخت کې يې چای، د هغې له وفات وروسته دوی(زما پاتې کورنۍ) ځانګړې کوټه راته بېله راکړې، د ډوډۍ وخت چې شي ډوډۍ راته راځي او د چای وخت چې شي چای راځي.
بدر: استاده! هغه کوم کار دی چې د يوه ارمان تر کچې تاسو ته ارزښت لري، او تلوسه مو ده چې ژر يې ترسره کړﺉ؟
بختانی: په ادبياتو کې زما يو کار زما مخې ته پروت دی او هغه باید زه ترسره کړم، هغه يوه کیسه هم لري. ډېر پخوا په ۱۹۶۴عیسوي کال کې زه ارمنستان ته لاړم. هلته يو موزيم دی چې (مانيتاداران) نومېږي، د قلمي کتابونو موزيم دی. د هغه موزيم په وترين کې يو کتاب اېښودل شوی و، پرې لیکل شوي وو: د علي اکبر ابن قاسم ديوان. دا کتاب د عربي ژبې د کتابونو په وترين کې و او هلته ورته لیکل شوي و چې د عربي شاعر علي اکبر ابن قاسم ديوان، هغه چې ما ولیده پښتو و. ما د موزیم له مسوولینو غوښتنه وکړه چې دا کتاب ما ته له وترين څخه راوباسي، خو هغوی وويل چې دا کار نه کېږي، د وزير امر غواړي، ما بیا د ډوډۍ پر وخت له کوربه وغوښتل چې دا کار به څنګه شي، هغه راته وویل چې ژر يو غوښتلیک ولیکه او همدا اوس يې ولیکه، هماغه ځای کې ما غوښتنلیک ولیکه، هغه امر واخیستل شو، سبا چې لاړم يوه کوټه يې راته ځانګړې کړه، راته ويې ویل چې په دې کوټه کې به له دې کتاب ګټه اخلې.
له هغه کتاب نه مې ځينې شعرونه نقل کړل او مقدمه مې هم نقل کړه. د موزيم له رييس نه مې غوښتنه وکړه چې د دې کتاب فوتوکاپي راکړي خو هغوی وویل چې که فوتوکاپي غواړې نو باید له خپلو چارواکو يو مکتوب راوړې.
زه چې کله دلته راغلم، شل ځله مې چارواکو ته مراجعه وکړه خو دا کار ونه شو. بیا یو عجيب کار وشو، په مصر کې د افغانستان سفير فضل الرحمن فاضل دلته راغی، هغه ته مې دا کیسه وکړه، هغه وویل چې دا کار باید وشي او دا کتاب باید چاپ شي، هغه چې مصر ته خپل کار ته لاړ، هلته يې د ارمنستان له سفير سره وکتل او هغه ته يې وویل چې هلته موزيم کې دغسې یو کتاب دی. زموږ يې کاپي په کار ده خو څوک دغه کار ته اعتنا نه کوي، د ارمنستان سفیر سمدستي خپل هېواد ته مکتوب ولېږه او د دغه کتاب کاپي او سي ډي يې زموږ سفير ته وسپاره چې اوس يې ما ته را استولی دی. زه اوس په دغه کتاب کار کوم چې چاپ ته چمتو شي، دا کتاب د علومو اکاډمۍ ته هم لېږل شوی او هغوی ما ته ویلي چې کتاب په اوسنۍ پښتو او دري ژبه برابر کړم چې چاپوي يې. کتاب څلور سوه پاڼې دی، چې يو په کې يو ديوان دی، د ګلشن افغان په نوم، چې هغه په پښتو دی او د ډېرې لوړې او ښې سويې شعر دی په کې. نور شاه شاهان نومېږي چې په هغه کې د حضرت شاه نقشبند په تړاو او د هغه د تعليماتو په تړاو معلومات راټول شوي دي. نو ارمان مې دا دی چې دغه کتاب چاپ ته چمتو کړم.
بدر: استاده! ستاسو کار ستاسو د کورنۍ پر غړو تاثير کړی او که نه دی کړی، ستاسو له زوی عبدالرحیم پرته ایا د کورنۍ نور غړي هم لېواله شوي چې ستاسې لاره غوره کړي؟
بختانی: نور خو داسې نه دي چې مکتب يې لوستی وي، د کورنۍ غړي زما لوڼې وې او لوڼې زما په کور معمولي غوندې سبق ويلی دی، ځکه هغه وخت چې دوی د سبق ويلو وو موږ په کلي کې اوسېدو، کلي کې د نجونو ښوونځي نه وو او بیا چې هغوی لويې شوې، واده شوې. زامنو مې نصرالله او عبدالرحيم ښوونځي ويلی، نصرالله د کرنې پوهنځی ویلی، بیا يې په يوه بله برخه کې ماسټري کړې، مګر دومره دی چې لیکنه کوي، داسې ادبي غوندې يې لیکي، په غنمو باندې او په خاوره باندې، يو يو کتاب يې لیکلی او دا شوق لري چې کتاب وليکي، هماغه د خپل شوق او ذوق له مخې او عبدالرحيم خو تاسې وينئ.
بدر: استاده! تاسې د نجونو د تعليم خبره وکړه ستاسې مېرمن تعليم يافته وه او که نه؟
بختانی: سوچه بې سواده وه، يوازې قران کريم يې په کور کې ويلی و.
بدر: تاسې دا هڅه کړې چې يو څه ور زده کړﺉ؟
بختانی: دا هم کیسه لري، ههههه (خندا)، همدا کیسه درته کوم.
هغه چې زموږ کور ته راغله، په هماغه اوله مياشت کې ما ورباندې درس شروع کړ، قران کريم يې لوستی و، ما له کلیوالي پروګرام سره سم پنج کتاب ورباندې شروع کړ، پنج کتاب يې راسره وايه، ډېره ښه پوهېده، ډېره ذکي هم وه، يوه ورځ يې پلار (زما خسر) زموږ کور ته راغی، موږ په همدې درس بوخت و، له سلام و کلام وروسته يې راته وویل، څه کوﺉ، ما ویل دې ته سبق وايم، ويې ویل، هوش کوه چې ورته ونه وايې، ما ویل ولې، هغه وویل، څه چې ضرور و ما ورته ویلی دی، ما ويل څه دې ورته ویلي، ويې ويل، قران کريم مې ورته ویلی دی، هغه دې تلاوت کوي، هماغه يې بس دی. ما وویل خو نور سبقونه هم سړی وايي، زموږ کور ته چې راغلې دلته کتابونه دي، زه چې معلم يم ټولو خلکو ته درس وايم دې ته هم درس وايم. ويې ویل نه، ومې ويل ولې، ځواب يې راکړ چې د دې بیا سترګې څيرې کېږي: ښځې چې سبق وايي بیا چشم پاره کېږي. ما ویل دا د چشم پاره ګۍ کتابونه نه دي، دا د لمانځه دي، د اوداسه دي، د ښو اخلاقو دي، ويې ویل، نه، نه، نه! بچيم، هوش کرده باشي که ای کاره نه کني. زما پلار هلته ناست و، هغه ته مې وويل، پلاره ته څه وايې، ويې وویل، څه دې چې خسر وايي، ته هم هماغسې کوه.
بدر: اوس څه حال دی، اوس په نجونو لوړې زده کړې کوﺉ، آیا لوړې زده کړې يې کړې دي او که نه؟
بختانی: لمسيانې مې ټولې په ښوونځيو کې دي.
بدر: استاده ځوانو لیکوالو ته مو مشوره څه ده، دا چې ښه لیکوالي وکړي کومې لارې چارې بايد غوره کړي؟
بختانی: لومړی باید د موضوع په ټاکنه غور وکړي او په داسې موضوع باندې کار وکړي چې پرې ښه پوهېږي او وسایل هم ورته چمتو کولای شي. ګډوډ کار په اوس زمانه کې موثر نه دی، د منظمتوب توصيه کوم، د کار وخت باید ورته معلوم وي، کتاب، مرجع او ماخذ هم ورته معلوم وي. له هغه سمه استفاده وکړي او داسې ونه کړي چې مرجع او ماخذ نقل کړي او ووايي ما مقاله لیکلې ده. مرجع او ماخذ باید يو تېزس ولري چې څه شی لیکي او د هماغه د تایید او تشريح لپاره ترې استفاده وکړي. له ماخذ نه چې استفاده کوي باید خپل نظر هم په کې ولیکي.

له کلید گروپ ویبسایټ نه په مننې:

https://tkg.af/pashto/2017/10/07/%D8%A8%D8%AE%D8%AA%D8%A7%D9%86%DB%8C-%D8%B2%D9%85%D8%A7-%D8%AA%D9%81%D8%B1%DB%8C%D8%AD-%D9%87%D9%85%D8%AF%D8%BA%D9%87-%D8%AF%D9%87-%DA%86%DB%90-%D9%8A%D9%88-%DA%85%D9%87-%D9%88%D9%84%DB%8C%DA%A9/

ادامه نوشته

رپوټ: مصور بنسټ او د ماشومانو لپاره ۳۶ ټوكه كتابونه

رپوټ: صديق الله بدر

مصور بنسټ او د ماشومانو لپاره ۳۶ ټوكه كتابونه

 

په پښتو ادبياتو کې د هرې ورځې په تېرېدو سره د نوښتونو شاهد يو او له څو لسيزو راهيسې د کميت او کيفيت له لحاظه ښې لاسته راوړنې لرو، خو يوه تشه چې په شديد ډول لا هم احساسېږي او دومره کار ورته نه دی شوی، هغه د ماشومانو ادبیات دي. خو له نيکه مرغه په دې وروستيو کلونو کې زموږ يو شمېر ليکوالو او فرهنګپالو افغانانو مټې رانغښتې چې د هيواد د ماشومانو روزنې او ښې راتلونکې لپاره کار وکړي. دغه فرهنګپال  دې هدف ته د رسېدو لپاره څلور کاله مخکې د يو بنسټ په جوړولو لاسبري شول چې مصور بنسټ نومېږي. موږ دلته د دغه بنسټ د ترسره کړو هڅو په اړه درسره غږېږو.

ادامه نوشته

رپوټ: د ماشومانو او تنکيو ځوانانو ټلوېزيون

رپوټ/ صديق الله بدر

 

د ماشومانو او تنکيو ځوانانو ټلوېزيون

 

 

د کلید ګروپ د تحقیقي خبریال د څېړنو له مخې دم ګړۍ په ټول افغانستان کې ۳۹ ټلوېزيوني شبکې فعالې دي چې کم شمېر یې له يوه کال راهيسې ازمېښتي خپرونې لري.

که څه هم يو زیات شمېر خلک په دې ګروهه دي چې يو شمېر ټلوېزيونونه تر ډېره پر بهرنيو فلمونو او سريالونو چلېږي او خپل خالص تولید يې کم دی؛ خو بیا هم يو شمېر دغو ټلوېزيونونو د ځينو جدي، علمي، جالبو او تفریحي خپرونو په وړاندې کولو د خلکو پام ځانته اړولی دی.

ادامه نوشته

رپوټ: د سحر د ادبي خدمتونو د درناوي غونډه

رپوټ/ صديق الله بدر

د سحر د ادبي خدمتونو د درناوي غونډه

د سحر د ادبي خدمتونو د درناوي غونډه

قلم ټولنې د نوښتګرو افغان ليکوالو لپاره پخپلو نوبتي غونډو کې د ليکوال او شاعر علم ګل سحر د آثارو د مخکتنې او ادبي خدمتونو د درناوي غونډه وکړه.

په دې غونډه کې د هېواد ۶۰ تنو مخورو نارينه او ښځينه ليکوالو برخه درلوده.

دا غونډه د جوزا په ۵مه د قلم ټولنې په انګړ کې د دغې ټولنې د مشر سید فخرالدين هاشمي په پرانستونکې وينا پیل شوه.

هاشمي، علم ګل سحر نوښتګر، فعال او خدمتګار شاعر او ليکوال وباله او زیاته يې کړه چې د سحر د مينې او جګړې په نوم ناول د افغانستان يو تاريخي حقیقت بیانوي او کومې پېښې او انځورونه چې په کې راغلي؛ حقیقي دي. هاشمي همدارنګه د سحر شعر و شاعرۍ په اړه يوه لنډه يادونه هم وکړه او ويې ويل، ترکيبونه یې ساده او په عين حال کې شاعرانه دي.

ادامه نوشته

رپوټونه: د ځانمرګي ناول مخکتنه وشوه

رپوټ/ صديق الله بدر

د ځانمرګي ناول مخکتنه وشوه

 له کلیید نه په مننې

د روان لمريز کال د ثور د مياشتې په دوه ويشتمه د افغانستان د قلم ټولنې په نوښت د هيواد د تکړه کيسه ليکوال او ناول ليکونکي ډاکتر محب الله زغم د چاپ شوي ناول (ځانمرګي) مخکتنه وشوه.

په دې غونډه کې يو زیات شمېر ليکوالو او کره کتونکو برخه درلوده. غونډه د قلم ټولنې مرستيال او د دې غونډې وياند محمد نبي صلاحي پر دې خبرې پیل کړه، چې ځانمرګی ناول داسې يوه موضوع رانغاړلې، چې لا هم ډېره ګرمه ده او قربانیان يې ډېری بې ګناه افغانان دي. هغه محب الله زغم يو داسې لیکوال راوپېژانده، چې پخپلو اکثرو کيسو کې جدي او بوږنوونکي موضوعات رانغاړي.

ادامه نوشته

رپوټونه او خبرتياوې: افغان ادبي بهير

رپوټ/ صديق الله بدر

افغان ادبي بهير

 د معاصر ادب روزنيز مرکز

 

تر دېرش کلن ناورین مخکې په افغانستان کې په کال کې دوه ځلي افغان شاعران او لیکوال هغه په کم شمېر سره راټوليدل. يو ځل د رحمن بابا په پسرلني مشاعره کې او بل ځل هم د پښتونستان په مشاعره کې. تر ناورين وروسته هم د يو دود په ډول دننه په افغانستان کې دغه دوې مشاعرې ترسره کېدې. له افغانستان بهر په پېښور کې مېشتو مهاجرو افغان ليکوالو او شاعرانو په ۱۳۶۳ کال کې د افغاني مجاهدو ليکوالو او شاعرانو ادبي جرګه جوړه کړه او په کال کې وار دوه مشاعرې جوړولې، چې وروسته د همدغه حرکت په رڼا کې د افغان ادبي بهير د رامنځته کېدو لپاره لاره اواره شوه.

ادامه نوشته

رپوټ: د علامه رشاد د پنځم تلين علمي- څېړنیز سيمينار

رپوټ

ليکونکی: صديق الله بدر


د علامه رشاد 

د پنځم تلين علمي- څېړنیز سيمينار



د افغانستان د ستر علمي او ملي شخصيت علامه استاد اکاډميسين پوهاند عبدالشکور رشاد د پنځم تلين په مناسبت، د افغانستان د لوړو زده کړو د وزارت له خوا  د اسد په شپاړسمه نېټه دوه ورځنی علمي څېړنيز سيمينار جوړ شو، چې شاوخوا ۱۵۰ تنه علمي او فرهنګي شخصيتونو او د استاد ارادتمندانو په کې ګډون کړی و.

سيمينار د سهار په لسو بجو د قران کريم د څو مبارکو ايتونو په تلاوت سره پيل شو. ورپسې د جمهور رييس پیغام ولوستل شو او بيا د لوړو زده کړو وزير ښاغلي سرور دانش پخپله وينا کې د علامه استاد رشاد غوندې د سترو علمي شخصيتونو د درناوي پخاطر د داسې غونډو او سيمينارونو جوړول يو حتمي شرط په ګوته کړ، خو ويې ويل، چې د سترو علمي شخصيتونو د درناوي لپاره باید د يو کال په موده کې چمتووالی ونيول شي. د وزير په وينا داسې غونډې له ځانګړي ارزښت نه برخمن وي او لازمه ده، چې ليکل شوې مقالې په سيمينار کې تر لوستلو مخکې د ځانګړې ټاکل شوې علمي کميټې له خوا وکتل شي. 

ادامه نوشته

رپوټ: د شهيد سيد بهاوالدين مجروح ياد غونډه

لیکونکى: صديق الله بدر

 

د شهيد پوهاند ډاكتر سيد بهاوالدين مجروح

 

 

د چاپ شويو اثارو د ملي وېش د غونډې رپوټ

 

 

له څه مودې راهيسې كليد ګروپ د فرانسې سفارت په همكارۍ د افغاني فرهنګ د بډاينې په موخه پر نورو خپرنيزو هڅو سربېره، د هيواد د نوماند ليكوال، عالم او فلسفي شهيد ډاكتر سيد بهاوالدين مجروح د اثارو په چاپ لاس پورې كړى او تر اوسه يې د نوموړي شپږ ټوكه اثار چاپ كړي دي. په همدې موخه د ثور د مياشتې په دېرشمه نېټه د كليد ګروپ په نوښت او د فرانسې سفارت په ملتيا، په افغانستان كې د شهيد پوهاند ډاكتر سيد بهاوالدين مجروح د دغو شپږو چاپ شويو اثارو، د ملي وېش( توزيع) غونډه، د فرانسې په كلتوري مركز، د استقلال په لېسه كې، جوړه شوه.

ادامه نوشته

رپوټ: د ايمل پسرلي نمانځغونډه

رپوټ: صدیق الله بدر

                  

                                                  د ايمل پسرلي نمانځغونډه

 

د افغانستان د نړيوال ژورناليزم مركز او د ژورنالستانو د دفاع كميټې، د نوموړي مركز په ودانۍ كې، د يوې غونډې په جوړولو سره د هيواد د ځوان دقيق ژورنالست او نوښتګر ليكوال ايمل پسرلي، نمانځنه وكړه.

په دې غونډه كې، د هيواد ګڼو ليكوالو، شاعرانو، ژورنالستانو او د ايمل پسرلي يو شمېر مينه والو برخه اخيستې وه. څو تنو ليكوالو او ژورنالستانو د ښاغلي ايمل پسرلي د ادبي او ژورنالستيكي هاندوهڅو په اړه خپلې ليكنې او ويناوې واورولې.

ادامه نوشته