خړ سیوری

د خندا غږ یې، په نري شمال کې، له شنو ونو هم خوږ و. غوټۍ نومېده. خلکو ویل، هغه د ښاپېریو له ټبره ده. کله چې به غوټۍ خپه وه، سپین بازان به یې پر بام کېناستل. خو غوټۍ به دا خبره نه منله: "زه بشر یم، خو زړه مې… زړه مې شاید له بلې نړۍ دی."

غوټۍ په یو ځوان مئینه وه چې کله کله به یې دلته راپېښه کوله. هغې ایاز باله. ایاز هر ځل به داسې ایسیده لکه چې همدا شېبه له اوږده خوبه راویښ شوی وي.

د ایاز له راتګ سره به دواړه، ډېر وخت د سیند پر غاړه ناست وو. بره د اسمان په سپينو ورېځو کې به یې ځان ته کورګکي جوړول او د ستورو له نومونو به یې د اولادونو لپاره نومونه غوره کول.

د کلي سپین‌ږیري په اندېښنه کې وو، وېرېدل او یو بل ته به یې ویل: " که غوټۍمینه وکړي، ښاپېري به زموږ نړۍ ته په غوسه شي."

یوه شپه چې غوټۍ او ایاز د سیند پر غاړه په خبرو بوخت وو، یو ناڅاپه توپان راوالوت. توپان ایاز له ځان سره واخیست. تري تم شو. د غوټۍ یوازې د غاړې سپین هار پاتې شو، چې د لیدلو مینه یې د زړه پر سترګو لکه یخ باد رالګېږي.

خلک وایی، غوټۍ له هغې شپې راهیسې د کلي په کوڅو کې ګرځي، خو یوازې هغه څوک یې لیدلی شي چې زړه‌ یې خپل نه وي. که چا وليده، هغه شپه یې خوب سر ته خېژي او یوازې د ایاز غږ اوري چې وایی:"موږ یو بل ګران وو… خو ښایي دومره نه چې تقدیر راسره منلی وای..."

ځوانان خوبولې سترګې د سپین‌ږیرو خبرو ته غوږ وي چې بیا څه کېږي؟

سپین‌ږیري وایي:" کله چې سهار شي، هغه کس به د خپل زړګي خالي کونج ته راګرځي… هلته چې غوټۍ اوس هم د ایاز د یادونو په سیوري کې ژوند کوي."

۱۴۰۴.۴.۲۰

#نوټ

د افسانوي ډوله کیسې یوه تجربه. نپوهېږم څنګه به وي