لنډې کيسې: جاري هینداره
کیسه ګۍ:
جاري هینداره
هغه نه، لکه چې د کلي رود یې تږی وي. هره شپه تر سهاره آسمان ته لپې لپې کېږي چې غرونه چینې چینې اوبه شي.
او دی هر سهار د هغې تر راتګ دمخه، لکه هینداره، کرار وبهېږي. ښایي له همدې مینې په کلي کې د جاري هیندارې په نوم مشهوره دی.
سترګې یې وپړکېدې، غوږونه یې څک کړل. یو نازک خو ناآشنا ښکالو، لکه د وخت له بلې زمانې را روان، د باد پر څپو سپور راغی. د هیندارې په زړه کې څه وخوځېدل.
نه ښکالو و، نه ګامونه، نه ساه. یوازې یو خیال، یو بوی و، لکه یخه ساه ورو ورو خپرېده.
د غاړې بوټي ورو وریږېدېدل. یوه نجلۍ راښکاره شوه، خو نه له کومې لارې، نه له کومه وخته. یوازې راووته، لکه د رود له حافظې، یا د غرونو له دعاوو.
سترګې یې ښويې، خو ژورې وې. تورې نه وې، خو دومره ژورې وې لکه د یوې تورې خاموشې شپې زړه. جامې یې نه رنګ درلود، نه بڼه؛ خو بوی یې د سپینو رسیدلو انارو و، او لکه د یوې پخوانۍ هېرې شوې دعا بوی.
هغې نه وکتل، نه کیناسته. خو رود د ځان پر غاړه احساس کړه، لکه یو عاشق چې د معشوقې حضور له ساه کښلو پېژني.
د رود څپې ګډې شوې، زړه یې درزېده، لاس یې د ګریوان پر لور وغځاوه. خو ګریوان نه و، یواځې یو هوس و.
بوی نور هم ژور شو. د انارو باغچه يې لکه جنډه په نري شمال کې وخوځوله. دوه اناره اوبو ته ولوېدل، خو چا يې غږ وانه ورېده.
یوه شېبه، لکه نجلۍ چې په اوبو کې ورو ورو ورکه شي. مخ یې لکه سیوری، پر هیندارې پرېوت. خو د څپې غبرګون نه و. یوازې سکوت او یوه ناویلې تمه وه.
رود پخپل ځان کې ټوټې ټوټې شو. اوبه اوبه او بیا هېڅ... ته وا ټول کلی د یوې شېبې خوب ته تسلیم شوی وي.
نجلۍ نه پاتې شوه، نه لاړه. یوازې پوښتنه پاتې شوه: دا خوب و، که تعبیر؟ که تعبیر، هماغه خوب و؟ که خوب، یوه تللې شېبه؟
۱۴۰۴.۲.۸