لنډه کیسه:
د ښاپیرۍ پیغامونه
ماښام مهال، چې ښار د خوب پر غاړه ولاړ و، ما د خپل موبایل زاړه پیغامونه پرانیستل.
باران پر ښیښه ورو ورو لارې جوړولې، لکه د چا سترګې چې په خاموشۍ کې څڅېږي.
پیغامونو ته ځیر شوم، لکه د یو ورک شوي موجود یادګار ته. هره کرښه یو راز؛ هره ایموجي یو ناببره احساس... زړه مې وویل: "شاید هغه رښتیا هم ما سره مینه لرله."
خو دا فکر، لکه یوه نابلده دروازه، راته خلاص شو او زه یو ناڅاپه د پیغامونو د نړۍ لوی سمندر ته ورټېل وهل شوم.
هغه هلته وه. د موبایل له سکرین نه راووته، ژوندۍ، خندانه، خو له سترګو پناه. ویې ویل:
"زه هم هره شپه ستا د لوستلو انتظار کوم."
ما چیغه کړه، خو غږ مې یوازې زما تر غوږونو پورې ورسېد.
ورته مې وویل:
"که رښتیا دې خوښ وم، ولې لاړې؟ ولې نن دلته نه یې؟ ولې یوازې یم؟"
موسکۍ شوه. یوه خالي ایموجي یې راولیږله، د زړه بې رنګه نښه.
و مې پوښتل:
"ته رښتیا هم یوه ژوندۍ موجوده وې، که یوازې د پیغامونو ښاپیرۍ؟"
هغه مې ورو ورو له نظره والوته، خو لیکلي پیغامونه یې هماغسې پاتې وو.
موبایل مې بند شو او کړکۍ له بارانه لمده وه.
زه لا هم نه پوهېږم، هغه د رښتیا هم یوه ژوندۍموجوده وه، که یوازې د یوازیتوب یو خیال، لکه د کافکا د کیسې یوه ټوټه.
۱۴۰۴.۲.۱۳