انځور

انځورگر د سوځول شویو ونو ویر پسې اخیستی دی. د یوه ښاخ په راپاتې سکاره یې د ښار پر یو غټ دېوال یوه مرغۍ انځور کړه. د مرغۍ له سترگو اوښکې بهیږي.

انځورگر چې له هغه ځایه پل واخیست، یو چا تر انځور لاندې وکښل: "ښکلی اثر دی خو په کښلو سره یې د ونې وروستۍ نښه هم له منځه لاړه."

۱۴۰۰.۱۰.۲۲