لنډه کیسه

            شنډه

پر دېوال د خپل خاوند راځړېدلي تصویر ته تر څو ځلې مایوسه کتلو وروسته، اوښکې اوښکې سترګې له نانځکو څخه ډکې المارۍ ته ودرېده. سر نه تر پایه ټولې نانځکې یې له نظره تیرې کړې. پر شونډو يې موسکا خوره شوه، نېغه ودرېده، د المارۍ له پاسني روک نه یې تر ټولو وړه نانځکه راواخیسته او له ښکلولو سره یې سینې ته جوخته کړه.

د خپل خوب تخت ته راغله. په ښي اړخ پرېوته، د نانځکې سر یې پر خپل مړوند کېښود او کرار کرار د نانځکې د ژېړو ویښتانو په نازولو بوخته شوه.

نږدې ماښام خاوند يې کوټې ته ننوت. تخت ته په ور نږدې کېدو، ورټيټ شو او د هغې تر نانځکې لاندې لاس يې ښکل کړ. د تخت پر څنډه هغې ته نږدې کېناست. کله يې نانځکې او کله يې خپلې مېرمنې ته کتل. پر شونډو يې موسکا خوره شوه خو یو دم یو سوړ اسویلي يې وکېښ. د خپلې مور خبره وریاده شوه چې له تېرو پنځو کلونو هره ورځ بیا بیا ورته وايي: ((تر څو به دې شنډې ته ناست يې؟))

لکه چې ادې يې مخې ته ناسته وي، ويې ویل: ((ادې! ګناه د همدې شنډې ده، وايي شرم دی، نه مې پرېږدي چې درته ووایم، ستونزه په ما کې ده.))