لنډه کیسه:  سفر

لنډه کیسه

سفر

صابر د کور دروازه کلوپ کړه. کلیانې يې جېب ته کړې. خو لکه چې څه ور یاد شوي وي، لاسونه يې سره ومروړل: " کاش ورور راسره ښه وای او نن مې کور او کلیانې هغه ته سپارل."

ور یاد يې شول چې ده لا تېرکال له خپلو بچو سره بهر ته وتلی شو، خو ورور یې ناحقه عریضې پرې وکړې او له سفر نه پاتې شو: " وروره، کاش داسې دې نه‌وای کړي او موږ په داسې ورځ وتلو ته نه اړ کېدو او خپل شته مو له لاسه نه ورکول."

کليانې يې خپل ګاونډي ته چې له ده سره یو ځای له کوره راوتلی و، ورکړې: "کور داسې يو چا ته ورکړه چې را وران يې نه‌کړي، کرایه يې ستا."

- کاش خرڅ کړی دې وای. پته نشته هسې نه موږ هم در والوځو.

- اول کې ما هم دا غوښتل خو نپوهېږم ولې یو دم له خپلې دې پرېکړې واوښتم. که رښتيا ووایم، دا اول ځل دی چې په دې کار کې د خپل زړه خبره منم.

له ګاونډي سره يې د مخه ښې په وخت و ویل: " فرش و ظرف او نور هرڅه مې خرڅ کړل، یوازې یو دولس متره قالینه پاتې چې په تاکاو کې ايښې، که په کار دې شوه یو يې سه."

ګاونډی موسک شو: "بچي دې لوی، لکه چې پوی وې، زموږ د لويې کوټې فرش له کاره لوېدلی."

د هوايي میدان په سړک چې ورسيخ شول، صابر شاتني سيټ ته مخ واړاوه. د خپلو دوو پېغلو لوڼو او دوو زلمکيو زامنو پر مخ د خوشالیو د نښو په ليدو وغوړېد. خپلې مېرمن ته يې چې د ډرېور د سيټ شاته ناسته او په فکرونو کې ډوبه وه، سرتګې ور واړولې. غوسه ورغله او پرې لږ په زوره ورغږ کړل: "ښځې! نور نو چرت وهل پرېږده، خوشاله اوسه که په نیمه بیه هم وو، ټول شیان مو خرڅ شول او یو څه پیسې را جوړې شوې. طلا په امریکا کې هم شته، هلته يې درته اخلم."

مېرمن يې څه ونه ویل، خو مشره لور يې چې تر نورو ډېره خوشاله وه، ويې پوښتل:"آغا! امریکا ته ځو که په قطري کمپونو کې مو شپې راځي؟"

- لورې! امریکا او قطر مهم نه دي، مهم وتل دي...

مېرمن يې خبره ورپرې کړه، په مينه يې د خپلې لور پر سر لاس تېر کړ او ويې ویل: " د تقدیر خبره ده، که آب و دانه مو په قطر کې وي، قطر کې به اړوو او که نه وي امریکا یا بل ځای کې به شپې کوو. خو کاش... "

ښځه له کاش ویلو سره غلې شوه. صابر ترې وپوښتل:" خو کاش، څه؟"

- کاش ورور دې راسره هسې بې ځایه خپگان نه پاله او نن هغوی هم راسره یوځای تللي وای.

- هغه سرتمبه دی، کله د چا خبره مني. که د هغه له خوا د رالیږل شويو خپلوانو خبرې مو منلې وای، موږ به هم پاتې وو.

ښځه یو دم اواره ورېږدېده، څنګ ته يې ناسته لور لکه چې پرې پوهه شوې وي، ويې پوښتل: " ولې، بیا له څه شي ووېرېدې؟"

ښځه نېغه پر خپل ځای کېناسته:" نه، له څه شي خو نه یم ډاره شوې."

- بیا ولې داسې لرزه درباندې راغله؟

- هغه ورځ رایاده شوه چې میاشت مخکې تره دې زموږ کور ته راغی، رډې غوسه ناکې سترګې يې را نیولې وې او قسم يې وکړ چې بدل رانه اخلي، دا خو لا پرېږده چې ویل يې والله که مو خارج ته تلو ته پرېږدم.

خاوند يې پر خپلو زنګنو ايښی بیک راپورته کړ، په کيڼ اړخ شاته ورکوږ شو او ويې ویل: هن! دا بیک واخله، دوی غټې کرې مې درته نه دي خرڅې کړې. خوشاله اوسه، در ته و مې ویل کنه چې نور په هغو خبرو چرت مه خرابوه، هغه خو نه غوښتل خو دا دی موږ ور روان یو."

ښځې یو سوڕ اسویلی وکړ: "کاش کېس يې نتیجه ورکړې وای، اخر هغه هم په دولت کې لوی مامور و."

د هغې له دې خبرې سره صابر په چرت کې لاړ. د خپل ورور خبره وریاده شوه چې شل ورځې مخکې يې د ده يوه ملګري ته کړې وه: "غم مې يې کړی. اول خو صابر رانه وتلی نه شي، که ووځي هم، ژوند پرې آن هماغه امریکا کې حراموم. یا به خپله ځم او یا به په وکیلانو سابه ورته په مالګې کوم."

موټر د هوايي میدان دروازې ته ودرېد. د خلکو بیروبار او شور ما شور و. یو نیم موټر او پلیو لپاره میدان ته د ننوتلو اجازه ورکول کېده. ډرېور موټر ودراوه او د ده پر ولي يې لاس کېښود: "ورسېدو. "

د صابر مشر زوی د خلکو ګڼه ګوڼې ته په کتو، وویل:" خدای زده که وکولای شو، میدان ته ننوځو. ټول کابل بهر ته روان دی."

همدا چې صابر غوښتل د موټر کرایه پرې کړي، موبایل کې يې د مسیج کړنګ شو. لومړی او تازه ایمیل کې لیکل شوي وو: "بېړنۍ او مهمه خبرتیا! "

ډرېور ته يې وویل چې موټر یو ګوښه ودروي او پر خپلې چوکۍ تکیه شو. ایمیل يې پرانیست: "ضروري خبرتيا! په بخښنې سره خبر درکوو چې ستاسو پرواز او امریکا ته سفر کنسل شو. وجه يې دا ده چې څو میاشتې مخکې ستاسو ورور د یوه وکیل په لاس پر تاسو عریضه کړې چې د هغه قرضداره او خون داره یاست. هغه لیکلي، چې نه مو د هغې ځمکې پیسې چې تاسو ترې اخیستې ورکړې دي او نه مو په ترکیه کې د هغه د مسافر زوی د وژلو په اړه ورته سم او په وخت معلومات ورکړي. دغه معلومات ګړۍ مخکې د يوې محکمې له خوا راسره شریک شوي."

۱۴۰۰.۷.۲۸

ادامه نوشته

مرکه: بختانی: زما تفریح همدغه ده چې يو څه ولیکم

بختانی: زما تفریح همدغه ده چې يو څه ولیکم

15 تله 1396

د پښتو او دري ژبو پياوړی څېړونکی، ليکوال او شاعر څېړنپوه عبدالله بختاني خدمتګار له نن څخه ٩۳ کاله وړاندې (١٣٠٤لمريز کال) د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ په بختان کلي کې زېږېدلى دى. نوموړى تر سلو ډېر چاپ اثار لري او له دې سربېره ځيني نور ناچاپ اثار یې هم شته.
ښاغلی بختانی د پښتو ټولنې او بيا د علومو اکاډمۍ علمي غړى پاتې شوى او له دې سربېره يې ځينې نورې دولتي علمي او مطبوعاتي چارې ترسره کړې او د ځينو خپرونو مسوول مدير هم پاتې شوى دى. زموږ همکار صدیق الله بدر د کلید په دې ګڼه کې ورسره مرکه کړې ده چې تاسې يې لوستو ته رابولم:
بدر: د ادبياتو نړۍ ته مو څه وخت او څنګه مخه کړه؟
بختانی: زما د پلار ماما ملا احمدجان نومېده، شاعر و، کتابونه يې هم لیکلي وو، یو ملا او ټولنيز شخصيت هم و. د هغه يو څه خطي نسخې زموږ په کور کې وې، هغه مې لوستلې او بله دا چې چېرته به مې کوم شعر اورېده، شعر لیکلو ته به مې شوق کېده. لا وړوکی ماشوم وم چې دا شوق راسره پیدا شوی و، خو ما چې لومړی شعر لیکلی او هغه مې شعر ګڼلی، هغه مې په ۱۳۲۳ لمريز کال کې لیکلی، چې په همدغه کال په انيس ورځپاڼې کې چاپ شوی دی.
بدر: د یوه مسلک په توګه مو څه وخت لیکوالۍ او شاعرۍ ته توجه ډېره شوه؟
بختانی: په هغه وختونو کې هندوستان د انګرېزانو تر استعمار لاندې و، د انګرېزانو کمېشنران او مامورين او د هغوی نوکران په ډيلي کې ناست وو، په هندوستان کې ځينې اخبارونه چاپېدل، چې کيسې هم په کې راتللې، په دې کيسو کې د ازادۍ غوښتنې مسئله هم راتلله، په دې منځ منځ کې يو نيم پښتو اخبار هم را رسېده نو زما هم مخه دې خواته شوه او زما په مغزو کې دې خبرې ځای ونیو او له ما سره هم د ازادۍ فکر پیدا شو. کله چې انګرېزان لاړل دا فکر نور هم قوي شو ځکه چې د ازادۍ په ګټه او د ازادۍ په توصیف خپرونې، خبرې او جلسې کېدلې او اطلاعات يې افغانستان ته راتلل.
بدر: استاده! ستاسې په روزنه کې د کوم لوی لیکوال لاس و؟
بختانی: په ۱۳۲۵ کال کې زه د ننګرهار د معارف په مديريت کې د اجرايې کاتب په توګه وټاکل شوم. په هغه وخت کې د اتحاد مشرقي اخبار زموږ دفتر ته رارسېده، موږ ټول مکلف وو چې په کې ګډون وکړو، له تنخوا يې ګډون ونډه اخیسته، خدای مې دې غاړه نه بندوي، د لړم میاشت وه چې الفت صاحب (ګل پاچا الفت) د دې اخبار او د مطبوعاتو د مدير په توګه مقرر شو. د اخبار په مضامینو، شعرونو، محتوا او شکل کې بدلون رامنځته شو. دا بدلون راباندې اغېز وکړ، زما قریحه ورسره وغوړېده. زه باید دا ووایم چې په انیس کې د خپل شعر تر چاپ وروسته ډېره موده خاموشه وم، خو د اخبار له دې بدلون سره مې يو څه نور شعرونه ولیکل.
يوه ورځ هغه کس چې موږ ته يې د اتحاد مشرقي اخبار راووړ، ما ته وویل چې مدير صاحب وايي (مطلب يې الفت صاحب و) چې زه غواړم تاسو وګورم، نو ته ووايه چې زه د معارف مديریت ته درشم که ته کومه ورځ د مطبوعاتو مديريت ته راځې.
ما په زړه کې وویل چې دا خو ډېر لوی سړی دی چې دومره تواضع کوي ځکه چې د یوې ادارې دويم کاتب ته د يوه اخبار مدير وايي چې زه درشم که ته راځې. نو ما هغه سړي ته وویل چې زه خپله مطبوعاتو ته درځم. یوه ورځ مطبوعاتو ته لاړم، له الفت صاحب سره مې ملاقات وکړ، الفت صاحب ډېرې تشويقي خبرې وکړې، هغه شعرونه چې ما لیکلي وو، ټول يې ولوستل او په اخره کې يې راته وویل چې ستا شعرونه ټول ښه دي، موږ په چا قيد او سانسور نه کوو، که کوم شعر د ژبې له نظره مشکل ولري، هغه ضرور اصلاح کوو، ځکه اخبار پښتو دی، باید په سمه پښتو چاپ شي.
الفت صاحب يوه خبره دا هم وکړه چې دا خو ستاسې ابتدايي شعرونه دي، ستا مقاله هم، ابتدايي مقاله ده خو دا ټول زما تر ابتدايي شعرونو او ابتدايي مقالو ښه دي، دې خبرې راباندې ډېر اثر وکړ، ځکه هغه خو د اخبار مدير و، اخبار يې چلاوه او موږ په پوره باور فکر کاوه چې يو مدیر په هر څه ښه پوهېږي. نو ده داسې خبره وکړه چې خپل ابتدايي وخت يې راياد کړ، بیا يې زه ورسره پرتله کړم او له ځان څخه يې زه ښه وبللم، رښتيا دې راباندې ډېر بې درکه اثر وکړ.
ما پرله پسې اتحاد مشرقي ته مقالې او شعرونه لیکل او الفت صاحب یو ځل بيا ور وغوښتم. د روغ رنځور پوښتنه يې وکړه، بیا يې د خپل دفتر ملازم ته دنده ورکړه چې اجراييه رييس ته ووايه چې د بختاني صاحب جايزه راوړي. هغه ما ته دوه کتابونه راوړل. په هغه کې يو (افکار شاعر) نومېده، چې د استاد صلاح الدين سلجوقي تالیف و او د شعر او شاعرۍ په اړه ډېر ښه کتاب و او بل هم د استاد صدیق الله رښتين يو کتاب و (د پښتو د ادب تاريخ) دا هم ډېر ښه کتاب و، دا دوه کتابونه د (رياست مستقل مطبوعات) نه ما ته زما د مقالو په جايزه کې راکړل شول. هغه وخت مقالو او شعرونو ته حق الزحمې نه وې، دغسې کله کله وزارت يو کار کاوه او جايزې يې ورکولې. دا دواړه کتابونه ما واخیستل، ځان سره مې ټکي په ټکي مطالعه کړل چې يو يې د ادب په تنقيد کې او بل د ادب په تحقیق کې زما د هڅونې وسيله شول.
بدر: استاده! تاسو اوس کابو ۹۳ کلن ياست، معمولاً زموږ لیکوال چې اويا کلنۍ ته ورسېږي، د ستړيا احساس کوي او داسې فکر کوي چې نور باید کاملاً راحت وکړي، خو تاسې له اويا کلنۍ نه تر اوسه پورې خپل ډېر کتابونه چاپ کړي دي، په راحتۍ د دې دومره ډېر کار کولو راز په څه کې دی؟
بختانی: له کار سره زما شوق و، د شوق په اساس ما لیکنې کړې او تالیفات مې کړي دي، ما شعر ویلی دی، هماغه شوق راسره دی، اوس هم راسره دی، خو اوس مې وس او قوت ډېر کمزوری شوی دی او حتی حافظه مې ډېره کمزورې شوې ده. د کار شوق کار کولو ته هڅولی یم.
بدر: استاده! خبر شوي يو چې تاسې ورزش هم کوﺉ او په خوراکونو کې هم پام کوﺉ، څه ډول ورزش کوﺉ او له کله مو پیل کړی دی؟
بختانی: ډېر کلونه کېږي چې ورزش کوم، خو هغه دقیق کال يې راته معلوم نه دی. اوس اوس د سهار له مخې لږ لږ ورزش کوم. د خوراک په تړاو باید ووایم چې زما پلار طبيب و، هغه همېشه موږ ته متوجه و او موږ ته يې دغه ډول ښې مشورې راکړې دي.
بدر: استاده! ستاسې د کار حجم ته چې ګورو، ډېر کار مو کړی دی، يو وخت مو دا واورېدل چې تاسې خپل تقاعد ته ډېر خوشاله وﺉ او ويلي مو وو چې اوس به خپلو کارونو ته لا نور وزګار شم.
بختانی: ښه شو چې متقاعد شوم چې يو څه کار مې وکړ، مخکې خو بند وم، په ماموريت کې او په حاضرۍ کې، دا هماغه شوق دی چې ما درته وویل او دا چې ما ادبیاتو ته مخه کړه، مطالعې مې هم کولې، مجلسونو ته هم تلم، يو څه وخت د پښتو ښوونکی وم، په هغه کې زما د پښتو ژبې صلاحيت او وړتيا زياته شوه او تر دې چې دې حد ته ورسېدم.
بدر: یعنې تقاعد تاسو ته ډېر ښه شو؟
بختانی: هو، ځکه هر څه مې چې کړي اوس مې کړي دي، پخوا مې ډېر کم کار کړی و، یعنی له تقاعد وروسته ایله زه کار ته وزګار شوی يم، وخت مې ډېر شوی، په کور کې سړی پوره وخت لري، يوازې کله کله سړی تفریحي مجلسونو ته اړتيا پیدا کوي. زما تفریح هم همدغه ده چې يو څه ولیکم کنه نو څه وکړم.
بدر: د يو شمېر نړیوالو او په کور دننه لیکوالو په اړه ويل کېږي چې دوی په خپلو کتابونو يو يا دوه ځله تېرېږي حتا همينګوې په خپل يو کتاب په لسګونه ځله کار کړی دی، په کتابونو ستاسې د کار ډول او طریقه څنګه ده؟
بختانی: هغه د همينګوې خبرې او د لېو تولستوی کيسې زموږ په وطن کې نشته، چې سړی ډېر منظم وي او يا ډېر منظم کار وکړي.
بدر: ستاسې د کار ډول څنګه دی؟
بختانی: زما هغسې نه دی، زما ګډوډ دی، لکه زموږ وطن چې ګډوډ دی، زه هم ګډوډ او پرېشانه يم.
بدر: دا ګډوډي يې که راته ووايې؟
بختانی: پخوا چې کله له خوبه پاڅېدم يو څه مې لیکل، اوس داسې نه دی. کله يو بل کار وي، هغه پرېږدم او دا اخلم، کله ټوله ورځ کار کوم، کله يو ساعت کار کوم، ډول او طريقه په کې نشته، نه قانون شته او نه بنديز شته، یعنې د ژوند د ګډوډۍ او د وخت د برابرېدو له فرصت نه يوه استفاده ده.
بدر: استاده! ايا کله په کور کې له کوم غبرګون سره مخ شوي ياست چې ستاسې اولادونو يا مېرمنې دا ويلي وي چې ټول عمر کار او کار، موږ ته هم وخت لرې او که نه؟
بختانی: نه، زموږ کور کې، زما ښځه دې خدای وبښي، زما له کارونو سره يې هېڅکله غرض نه دی کړی، د ډوډۍ په وخت کې يې ډوډۍ راکړې او د چای په وخت کې يې چای، د هغې له وفات وروسته دوی(زما پاتې کورنۍ) ځانګړې کوټه راته بېله راکړې، د ډوډۍ وخت چې شي ډوډۍ راته راځي او د چای وخت چې شي چای راځي.
بدر: استاده! هغه کوم کار دی چې د يوه ارمان تر کچې تاسو ته ارزښت لري، او تلوسه مو ده چې ژر يې ترسره کړﺉ؟
بختانی: په ادبياتو کې زما يو کار زما مخې ته پروت دی او هغه باید زه ترسره کړم، هغه يوه کیسه هم لري. ډېر پخوا په ۱۹۶۴عیسوي کال کې زه ارمنستان ته لاړم. هلته يو موزيم دی چې (مانيتاداران) نومېږي، د قلمي کتابونو موزيم دی. د هغه موزيم په وترين کې يو کتاب اېښودل شوی و، پرې لیکل شوي وو: د علي اکبر ابن قاسم ديوان. دا کتاب د عربي ژبې د کتابونو په وترين کې و او هلته ورته لیکل شوي و چې د عربي شاعر علي اکبر ابن قاسم ديوان، هغه چې ما ولیده پښتو و. ما د موزیم له مسوولینو غوښتنه وکړه چې دا کتاب ما ته له وترين څخه راوباسي، خو هغوی وويل چې دا کار نه کېږي، د وزير امر غواړي، ما بیا د ډوډۍ پر وخت له کوربه وغوښتل چې دا کار به څنګه شي، هغه راته وویل چې ژر يو غوښتلیک ولیکه او همدا اوس يې ولیکه، هماغه ځای کې ما غوښتنلیک ولیکه، هغه امر واخیستل شو، سبا چې لاړم يوه کوټه يې راته ځانګړې کړه، راته ويې ویل چې په دې کوټه کې به له دې کتاب ګټه اخلې.
له هغه کتاب نه مې ځينې شعرونه نقل کړل او مقدمه مې هم نقل کړه. د موزيم له رييس نه مې غوښتنه وکړه چې د دې کتاب فوتوکاپي راکړي خو هغوی وویل چې که فوتوکاپي غواړې نو باید له خپلو چارواکو يو مکتوب راوړې.
زه چې کله دلته راغلم، شل ځله مې چارواکو ته مراجعه وکړه خو دا کار ونه شو. بیا یو عجيب کار وشو، په مصر کې د افغانستان سفير فضل الرحمن فاضل دلته راغی، هغه ته مې دا کیسه وکړه، هغه وویل چې دا کار باید وشي او دا کتاب باید چاپ شي، هغه چې مصر ته خپل کار ته لاړ، هلته يې د ارمنستان له سفير سره وکتل او هغه ته يې وویل چې هلته موزيم کې دغسې یو کتاب دی. زموږ يې کاپي په کار ده خو څوک دغه کار ته اعتنا نه کوي، د ارمنستان سفیر سمدستي خپل هېواد ته مکتوب ولېږه او د دغه کتاب کاپي او سي ډي يې زموږ سفير ته وسپاره چې اوس يې ما ته را استولی دی. زه اوس په دغه کتاب کار کوم چې چاپ ته چمتو شي، دا کتاب د علومو اکاډمۍ ته هم لېږل شوی او هغوی ما ته ویلي چې کتاب په اوسنۍ پښتو او دري ژبه برابر کړم چې چاپوي يې. کتاب څلور سوه پاڼې دی، چې يو په کې يو ديوان دی، د ګلشن افغان په نوم، چې هغه په پښتو دی او د ډېرې لوړې او ښې سويې شعر دی په کې. نور شاه شاهان نومېږي چې په هغه کې د حضرت شاه نقشبند په تړاو او د هغه د تعليماتو په تړاو معلومات راټول شوي دي. نو ارمان مې دا دی چې دغه کتاب چاپ ته چمتو کړم.
بدر: استاده! ستاسو کار ستاسو د کورنۍ پر غړو تاثير کړی او که نه دی کړی، ستاسو له زوی عبدالرحیم پرته ایا د کورنۍ نور غړي هم لېواله شوي چې ستاسې لاره غوره کړي؟
بختانی: نور خو داسې نه دي چې مکتب يې لوستی وي، د کورنۍ غړي زما لوڼې وې او لوڼې زما په کور معمولي غوندې سبق ويلی دی، ځکه هغه وخت چې دوی د سبق ويلو وو موږ په کلي کې اوسېدو، کلي کې د نجونو ښوونځي نه وو او بیا چې هغوی لويې شوې، واده شوې. زامنو مې نصرالله او عبدالرحيم ښوونځي ويلی، نصرالله د کرنې پوهنځی ویلی، بیا يې په يوه بله برخه کې ماسټري کړې، مګر دومره دی چې لیکنه کوي، داسې ادبي غوندې يې لیکي، په غنمو باندې او په خاوره باندې، يو يو کتاب يې لیکلی او دا شوق لري چې کتاب وليکي، هماغه د خپل شوق او ذوق له مخې او عبدالرحيم خو تاسې وينئ.
بدر: استاده! تاسې د نجونو د تعليم خبره وکړه ستاسې مېرمن تعليم يافته وه او که نه؟
بختانی: سوچه بې سواده وه، يوازې قران کريم يې په کور کې ويلی و.
بدر: تاسې دا هڅه کړې چې يو څه ور زده کړﺉ؟
بختانی: دا هم کیسه لري، ههههه (خندا)، همدا کیسه درته کوم.
هغه چې زموږ کور ته راغله، په هماغه اوله مياشت کې ما ورباندې درس شروع کړ، قران کريم يې لوستی و، ما له کلیوالي پروګرام سره سم پنج کتاب ورباندې شروع کړ، پنج کتاب يې راسره وايه، ډېره ښه پوهېده، ډېره ذکي هم وه، يوه ورځ يې پلار (زما خسر) زموږ کور ته راغی، موږ په همدې درس بوخت و، له سلام و کلام وروسته يې راته وویل، څه کوﺉ، ما ویل دې ته سبق وايم، ويې ویل، هوش کوه چې ورته ونه وايې، ما ویل ولې، هغه وویل، څه چې ضرور و ما ورته ویلی دی، ما ويل څه دې ورته ویلي، ويې ويل، قران کريم مې ورته ویلی دی، هغه دې تلاوت کوي، هماغه يې بس دی. ما وویل خو نور سبقونه هم سړی وايي، زموږ کور ته چې راغلې دلته کتابونه دي، زه چې معلم يم ټولو خلکو ته درس وايم دې ته هم درس وايم. ويې ویل نه، ومې ويل ولې، ځواب يې راکړ چې د دې بیا سترګې څيرې کېږي: ښځې چې سبق وايي بیا چشم پاره کېږي. ما ویل دا د چشم پاره ګۍ کتابونه نه دي، دا د لمانځه دي، د اوداسه دي، د ښو اخلاقو دي، ويې ویل، نه، نه، نه! بچيم، هوش کرده باشي که ای کاره نه کني. زما پلار هلته ناست و، هغه ته مې وويل، پلاره ته څه وايې، ويې وویل، څه دې چې خسر وايي، ته هم هماغسې کوه.
بدر: اوس څه حال دی، اوس په نجونو لوړې زده کړې کوﺉ، آیا لوړې زده کړې يې کړې دي او که نه؟
بختانی: لمسيانې مې ټولې په ښوونځيو کې دي.
بدر: استاده ځوانو لیکوالو ته مو مشوره څه ده، دا چې ښه لیکوالي وکړي کومې لارې چارې بايد غوره کړي؟
بختانی: لومړی باید د موضوع په ټاکنه غور وکړي او په داسې موضوع باندې کار وکړي چې پرې ښه پوهېږي او وسایل هم ورته چمتو کولای شي. ګډوډ کار په اوس زمانه کې موثر نه دی، د منظمتوب توصيه کوم، د کار وخت باید ورته معلوم وي، کتاب، مرجع او ماخذ هم ورته معلوم وي. له هغه سمه استفاده وکړي او داسې ونه کړي چې مرجع او ماخذ نقل کړي او ووايي ما مقاله لیکلې ده. مرجع او ماخذ باید يو تېزس ولري چې څه شی لیکي او د هماغه د تایید او تشريح لپاره ترې استفاده وکړي. له ماخذ نه چې استفاده کوي باید خپل نظر هم په کې ولیکي.

له کلید گروپ ویبسایټ نه په مننې:

https://tkg.af/pashto/2017/10/07/%D8%A8%D8%AE%D8%AA%D8%A7%D9%86%DB%8C-%D8%B2%D9%85%D8%A7-%D8%AA%D9%81%D8%B1%DB%8C%D8%AD-%D9%87%D9%85%D8%AF%D8%BA%D9%87-%D8%AF%D9%87-%DA%86%DB%90-%D9%8A%D9%88-%DA%85%D9%87-%D9%88%D9%84%DB%8C%DA%A9/

ادامه نوشته

تا چې څه ویلي: استاد شپون: بدر د خپلې مړينې شاهكار شعر ليكلى

استاد شپون: بدر د خپلې مړينې شاهكار شعر ليكلى

د پښتو ژبې تكړه شاعر صديق الله بدر د ((مړى)) تر عنوان لاندې نوى نظم جوړ او دا نظم يې پر فيس بوك او تاند ويبپاڼه كې خپور كړ چې د ډېرو ليكوالانو او شاعرانو له تاوده هركلي سره مخ شو، لومړى نظم لولو او ور پسې د ګڼو شاعرانو او ليكوالو نظرونه لولو.

د پښتو ژبې تكړه شاعر صديق الله بدر د ((مړى)) تر عنوان لاندې نوى نظم جوړ او دا نظم يې پر فيس بوك او تاند ويبپاڼه كې خپور كړ چې د ډېرو ليكوالانو او شاعرانو له تاوده هركلي سره مخ شو، لومړى نظم لولو او ور پسې د ګڼو شاعرانو او ليكوالو نظرونه لولو.

مړى

هيڅ نه پوهېږم په دې
چې دا نو شپه ده که ورځ
خو رڼايي ده، هر څه سپین ښکاري
زه د کوټې په منځ کې پروت
وجود مې یخ و پخ دی
غواړم راپاڅم
خو خوځېدای نه شمه
مخ مې قبلې خوا ته دی
خو شاوخوا ته
هر څه لیدای شمه
هر څوک ښکاري
د پښو مې غټې ګوتې
سره تړلې
سپینې ريتاړې سره
سپینه ټوټه مې په بدن خوره ده
زنه مې هم تړلې
کوټه کې ویر او واویلا ګډه ده
مور مې ده سر ته ناسته، چيغې وهي
سر يې لوڅ کړی دی په زوره سر په ځمکه وهي
ما ته راوګوري، سلګۍ سلګۍ شي:
ته مې بې موره وې پرېښودې
چې دې لمسي راته بې پلاره پرېښول
«««
مېرمن مې پښو ته ده بې سده پرته
يو دم په سد شي او ناره کړي چې، وای:
((زما د ګل په شان جانانه
ته رانه لاړې زه دې چا ته پرېښودمه))
«««
خپلوان مې ډله ناست دي
یو نیم سوړ اسویلی وکړي او بیا
پر ديواله راځوړند
زما تصویر ته په حيرت وګوري
«««
د ورور مې چيغو نه دی غږ تت شوی
یو څو مشرانو ټينګ نیولی چې ځان ونه وهي
یو ورته صبر غواړي
بل يې شي غوږ ته نږدې
ورور مې غوسه شي ورته
د یوه بل مشر خبرې سره
ورور مې کوټې نه وځي
یو څو مشران هم ورپسې لاړ شي
د ورور مې تت غږ له دالېز نه اورم:
ما ته مړ نه ښکاري ژوندی دی هغه
ګورئ هماغسې تازه دی
لکه په عکس کې چې خندانه ښکاري
ما ته دا مه وایئ چې مړ دی ورور مې
د ګور کفن خبره ولې کوئ
«««
زړه کې مې تېر شي يو څه
زه د یو درد قوي احساس وکړمه
راته بچي رایاد شي
«««
مشره لورکۍ مې ګورم
چې په څپېړو يې خپل مخ شین کړی
خپلو همزولو ټینګه کړې
خو دا وايي ورته
پرېږدئ چې وژاړمه
پرېږدئ چې سر له دیوال ووهمه
پرېږدئ چې مړ کړمه ځان
زما خو پلار مړ دی
دا درد زغملای نه شم
پلار چې مې نه وي دا به څوک ووايي
مشره لورکۍ ده راته ډېره ګرانه
«««
هغه تر ټولو نه وړه، هغه وړه لورکۍ مې
څو ماشومانو سره
کوټې ته ننوځي
ووځي بیا
چې بس راځي هر ځلې
سر ته مې ودرېږي
خپلو همزولو ته ما وښيي او دا ووايي
دغه مې پلار دی
چا راته وويلې مړ دی هغه
دې سره منډه کړي، په منډه حویلۍ ته وځي
هلته همزولو سره
لکه چې لوبې کوي
یو نیم وړه خندا يې اورمه، خوشاله شمه
«««
بیا یو ټکان خورم، سودايي غوندې شم
له ځانه وپوښتمه:
زما زامن چېرته دي؟
«««
تر ټولو مشر زوی مې
چې په ټول ژوند کې يې د هرې سختۍ
زما د قهر او د مور د غوسې
ځواب په (اوف) ورکاوه
اوس د قبلې په طرف
دی مخامخ راته ناست
دا ځل نه زه په قهر
نه یې ده مور په غوسه
دا به نو څوک ورته غوسه وي چې نن
له هرې ساه سره یو (اوف) وايي
کله ګریوان وشلوي، چیغه وکړي
کله په زړه باندې خپل لاس ټینګ کړي
کله بیا ما ته شي ځير
زه يې په سترګو کې دا ولولمه:
تا مګر نه ویل چې
یوازې نه مو پرېږدم
اوس به دا پاتې لاره څنګه وهم
ورونه او خویندې به په څه ډاډه کړم
لا خو زه هم دومره ستر شوی نه یم
لا خو د لوبو په ميدان کې پلاره
د ماشومانو يم کتار کې ولاړ
د دې غمونو بار به څنګه یوسم
«««
درې هغه نور زامن مې
چې کله مور، کله يې خور او کله نیا ته کتل
یو دم به وژړېدل
بیا به ارام کیناستل
کله به خپلو کې خبرو کې شول
داسې به بوخت شول سره
چې ته وا هیڅ خبره نه ده شوې
یو څه ډاډه شم، د درد احساس مې کم شي
وایمه ښه ده
د دې څلورو بچو
د يوې لور او د دې درې زامنو
ډېر درد مې ونه لیده
د خدای مې شکر وکړ
چې يې د مرګ په ورځ مې
دا د څلورو بچو
ډېر درد را ونه ښوده
دغه څلور خو به نو ډېر کلونه
زما د مرګ احساس ونه ځوروي
د بچو غم والله چې ډېر سخت دی.

د دې نظم په اړه ليكوال اميرجان وحيد احمدزي وليكل چې دا نظم کټ مټ یو انځور ته ورته دی، خو خاموش او ساکت نه، بلکې خوځنده او ژوندي انځور ته چې شیبه په شیبه په کې نوې صحنې راځي او بدلېږي.

احمدزي چې له دې نظم يې خورا خوند اخستي د خپلو خبرو په دوام وايي، دې نظم د هغو بورو میندو او کونډو مېرمنو حالت زما سترګو ته ودراوه چې له بده مرغه هره شیبه د خپل یو نازولي په مرګ د ویر او ماتم ساندې او ژړاګانې کوي.

نوموړي په خپلو خبرو كې ښاغلى بدر مخاطب كوي او ورته وايي، کټ مټ همداسې لکه په نظم کې مو چې انځور کړې، څوک مخ وهي، څوک سر له دېواله سره وهي او څوک خپل ګرېوان څیروي، دا ټول د خپل پلار او اولاد د رښتینې مینې له برکته کوي، خو درېغه چې انسان وژونکي لا هم د دوی دغه حالت نه درک کوي او نه یې پروا لري او هره شیبه افغاني میندې او کورنۍ په دغسې ویر اخته کوي، ستر څښتن دې فضل وکړي چې نور د افغان میندو دغسې ساندې وانه ورو او نور څوک د خپلې کورنۍ د غړي د ناڅاپي ویر او ماتم له کبله دغسې لکه تاسو چې انځور کړی ونه کړېږي.

د پښتو ژبې ليكوال او شاعر علم ګل سحر بيا وايي چې بدر د دې نظم تر اغېز لاندې راغلی دی: ((ډیر عالي نظم دی د بدرصیب لا بریالیتوب غواړم. ډیر یې متاثره کړم.))

د صديق الله بدر دغه نظم په ټوليز ډول ټولو شاعرانو او ليكوالانو : اجمل مونيب، فرهاد لكڼوال، اغلې مژده منصور، نادر دانش، نور اغا صديق زي، نثار احمد صالح او همايون هېواد يوه نوې لاره او يوه نوې تجربه ګڼله.

ځوان شاعر طاير ځلاند په وينا، ډېر دردېدلی نظم دی. د نوموړي په خبره، یقین وکړه څوک به ورته ټينګ شي.

د ځلاند د خبرې په تايد ثناالله تسل وايي چې د دې نظم په لوستو يې په خپلې مورکۍ او بچو پسې وژړل چې دوی به زما له مرګ وروسته همداسې وي.

خو صديق الله بدر هم مني چې د دې نظم له جوړېدو وروسته چې يې كله دا نظم لوسته، نو د دې نظم د لوستلو په وخت کې يې دردولی: (( د لیکلو په وخت کې يې درد کم و او یا هغه وخت زه بل چېرته وم او دا درد مې په ډېر قوت نه احساساوه، خو دا درد په ټولو و او زه پرې ډېر نپوهېدم.))

د خوست ځوان ليكوال او شاعر رفيع الله زيار وايي كه يې څوك مبالغه ونه ګڼي، نو د دې نظم، له نيمايي وروسته يې په اوښکو سره ولوست: (( خداى دې زموږ پر حال نور رحم وکړي.))

د خوست بل نازك خيال شاعر طالب منګل د بدر د ياد نظم په اړه وايي، له كو مه ځاى سړى خبره پيل کړي او په کوم ځاى يې پاى ته ورسوي، باور دې وشه چې يو شاهکار نظم دی، زه په دې نظم کې څو دنيا خبرې وينم، هرې يوې کړۍ او لفظ له ځان سره واخستم.

نوموړی همدار راز زياتوي، اوس مې هم زړه ډوب، ډوب کيږي، په دې نظم کې بلا درد پروت دى، انسان بلې خوا ته وړي او داسې احساس ورکوي لکه همدا اوس چې ترې ساه بېليږي، ډېر مې خوښ شو.

نورشاه نوراني چې ځان د بدر د شاعري پخوانى مينه وال ګڼي او وايي چې له يوې لسيزې را په دېخوا يې شعرونه او ليكنې لولي، خپل نظر داسې څرګند كړ: (( دبدر صيب په شعرونو کې مينه، عاطفه، ژور فکر، ښه پيغام او کليوالى انځورونه ترسترګو کېږي او لوستلو سره یې د انسان د زړه تل ته کوزيږي.

غني هاشمي بيا ياد نظم ډېر ښکلی او انځوریز نظم ګڼلى دى، خو د ده په وينا ډېر ناهیلی کوونکی دی: (( نه پوهېږم ولې داسې فکر ورته پیدا شوی او داسې ناهیلی کوونکی نظم يې لیکلی.))

هاشمي همداراز زياتوي، تركومه ځايه چې خلك بدر پېژني په دې نظم ډېر خپه کېږي، خدای دې له خوښیو سره اوږد عمر درکړي.

د پښتو ژبې تكړه ليكوال اسدالله غضنفر د دغه نظم له لوستو وروسته خپل نظر داسې بيانوي: ((قدرمن بدر صاحب، دا شعر زما هم خوښ شو خو ولې؟ ځکه چې زموږ د نورو اکثرو شعرونو غوندې د قافیې او وزن او تجنیس او صنعت او شاعرانه دودونو او شاعرانه تکرار شویو مضامینو په چوکاټ کې ایسار نه و، بلکې د ژوند یوه تجربه وه. واقعي هنر او واقعی شاعري د ژوند په باره کې زموږ تجربه زیاتوي او د ژوند په شېبو کې د خیالي ګډون فرصت راکوي. دغه شعر دغه مقصد پوره کاوه .بریالی اوسې.))

استاد غضنفر ته ورته اجمل پسرلى وايي: (( په پښتو نوې شاعري کې تکراري موضوعات ډير ترسترګو کیږي. نوی شعر نوې موضوع غواړي، نوې موضوع هغه ده چې شاعر یې په خپله احساسوي او له خپل چاپیریاله یې رااخلي. بدرصاحب د مړي په شعر کې همدا کار کړی دی.))

خو ډاكټر محب الله زغم چې طبي ماهر دى له بلې ليده شعر ته ګوري او وايي چې (( په واقعي معنی انسان)) د مرګ په وخت کې هم د نورو په فکر کې وي، د خپلو اولادونو غم ورسره وي، د مور او پلار احساساتو ته ګوري، د خپلې مېرمنې سوو ساندو ته فکر کوي او د خپلو قریبانو درد احساسوي؛ خو هغوی چې یوازې بڼې یې د انسان دي او نور نو زړه یې تور کاڼی، له عواطفو محرومه او له احساساتو تش وي، د ځانمرګو بریدګرو په شان نه خپلو عزیزانو ته فکر کوي چې د ده په مرګ به څومره غمجن شي، نه د هغو انسانانو پر کورنیو رحم کوي چې د ده په لاسونو به وژل کېږي. هیله ده چې دا ډول کسان هم د دې ښکلي شعر په لوستلو لږه عاطفه پیدا کړي.

استاد سعدالدين شپون چې ډېر په ګرانه پر شعرونو خبره كوي او ډير لږ شعرونه يې د ذوق مطابق راځي دا ځكه چې هغه له نړيوالو شعرونو ډير شعرونه پښتو ته ژباړلي او د ازادو نظمونو په نبض تر ډېرو نورو پوهيږي، خو د بدر صاحب پر ياد شعر خپله رايه داسې څرګندوي: (( د خپلې مړینې یو شا هکار شعر لیکلی. زه وایم خدای دې قبول کړي. یوه ځاځي خپل تره ته چې خپل پکتیا وال کوټ یې ور بښلی وو داسې دوعا کوي: مرګ دې خدای قبول که کو باړۍ دې په ما جوړه ده.))

ادامه نوشته

تا چې څه ويلي: د لونګو په دریڅې کې دریڅې

د لونګو په دریڅې کې دریڅې

خبرې اترې موږ ټول كوو، خو شاعرانه نړۍ هم بلا كوي، د ښكلو خبرو ته سندرې وايي او د پوهانو خبرې بيا مرغلرې بولي.

مرغلرې د ساتلو شى دى او سندرې د ويلو او اورېدلو، له كليد راډيو نه د ځوان څېړونكي صديق الله بدر خپرونه ( د لونګو دريڅې) چې په خپل وخت كې يې د سرور سندرې وښندلې اوس تازه يې خپل مرغلين ارزښت هم خپل كړ.

ښاغلي صديق الله بدر خپلې دغه مرغلرې تېر كال په لومړي ځل د ادب په مزي كې وپېیلې او دا وعده يې وكړه چې د خپل دغه اثر د غنا لپاره به يې دوهم ټوك ته هم ملا تړي او همداسې وشول. بدر د قوي څېړنې، كره كتنې او ژور ليدنې پر مټ د اوسني پېر د ځوانې شاعرۍ سپړنه، كره كتنه د بېلا بېلو ادبپوهانو له انده په داسې هنري انداز كوي چې سړى يې په بيا بيا لوستلو نه مړېږي.

يوازې دا نه چې دغه اثر په بيا بيا لوستلو ارزي بلكې له بركته به يې د ادب د زده كړې ډېر تږي لارويان او تنكي ګلان خړوبه شي.

دا خبره مبالغه ځکه مه بولئ چې ارسطو له مېلاد وړاندې خپل اثر پويتيكا( بوطيقا) وليكه، نو خپل ارزښت يې په خپل وخت او ان تر ډېرو مودو د ادبي تيورۍ او كره كتنې د مهم اصل او بنياد په توګه ساته، بيا عرب نقادان رامنځته شول او خپله ژبه يې د عروضو په قالب كې ځاى كړه، پښتو كه څه هم د عروضي شاعرۍ په لمن كې راځاى نه شوه، خو بيا هم موږ له بلې ژبې يو څه خپل كړل مګر نوي څه مو رامنځته نه كړل.

يوازې چې په معاصر شعر كې څه وشول نو هغه د شعر د جديديت مسئله وه او اوسمهال خو هغه شاعران هم كم ليدل كېږي چې شعر يې د جديديت په زيور پسوللې او د كره كتنې په معيار سم برابر وي، د دې خبرې ستر لامل هم دا دى چې يا خو معياري كره كتنه نه ده شوې او يا هم شوې ده، خو په ښكلاييزه بڼه نقد حسن شوى دى.

صديق الله بدر د خپل اثر په لمن كې بې ځايه ښكلاييزې كره كتنې ته ځاى نه دى وركړى او هڅه يې كړې چې د بېلا بېلو كسانو د متضادو نظرياتو پر بنسټ حقيقت وړاندې كړي نه دا چې د پخواني مښلي نقد په تقليد د محتوا پر ځاى د شخصيت په ارزونه كرښې تورې كړي،

د اثر هره كرښه او هره پاڼه د معياري كره كتنې د اصولو يو ستر باب دى او همدغه يې ستره ځانګړنه ده.

په اثر باندې استاد محب الله زغم په تقريظي ډول د اثر نږدې درې مخونه تور كړي او د بد ر اثر يې هم له ښكلاييز او هنري اړخه او هم يې له محتوايي ليد لوري ارزولى دى: ((… د كتاب په هر ټوك كې ګڼې دريڅې شته …. لومړۍ دريڅه د تذكرې ده… دويمه دريڅه د كره كتنې پر بڼ سپره ده…دغه كتاب د روزنې دريڅه هم لري څوك چې نوى ادبياتو ته مخه كوي په ډېرو شيانو نه پوهېږي چې خپل شعر يا كيسه څنګه ښكلې كړي، دغه كتاب به دوى ته هغه عملي لارې چارې وښيي چې سړى معياري ادب ته رسولى شي.))

استاد زغم د بدر ليكني سبك او پړاوونو ته، كتاب ته منسوب نومونه وركوي او له ښكلا ييز اړخه يې په دې ښه ارزوي چې د بدر اثر كه په يوه برخه كې د شاعرانو تذكره ده، نو د كره كتنې رسا غشي يې هم په زړه روغ لګي، نوموړى استاد د بدرصاحب د لونګو دريڅې په عين وخت كې د ادبي تيوري په اصولو سمبال هم بولي خو د دود شوې ښكلاييزې كره كتنې يې هم سترګې نه دي پټې كړي.

ورپسې صديق الله بدر د اثر د دوهم ټوك په اړه څرګندونې كړې او بيا لوستونكى سيده د خپلو هنري الفاظو په سمندر لاهو كوي.

نوموړى په پيل كې نصرالله حافظ د هغه له شعري خصوصيتونو سره راپېژندلى او بيا د ادب په ډګر كې د زرين انځور، عبدالغفور لېوال، توبا ندا ساپۍ ترڅنګ يې د ۱۹ ليكوالو، شاعرانو له راپېژندلو وروسته خپله خبره پر ځوان او تاند شاعر جاويد اور بل شل کړې، نوموړى اثر د استاد محمد صديق پسرلي غزلبڼ ته ډالۍ شوى، ټول ټال ۲۷۹ مخونه لري او د ختيځ زون د خپلواكو ليكوالو او ژورناليستانو لخوا د څېړنې د سمینار د خپرونو په لړ كې ۱۰۰ كتاب دى، ارزښت يې په دې كې دى چې د يو كره اثر په توګه د ښكلاييزې (جمالياتي)، محتوايي، او معياري كره كتنې په كنډه او تول برابر ليكل شوى چې د ادب د تندغرو تنده پرې ښه ماتېدلاى شي.

له کلید ګروپ ویب سايټ نه په مننې:

https://tkg.af/pashto/2012/06/18/%D8%AF-%D9%84%D9%88%D9%86%DA%AB%D9%88-%D9%BE%D9%87-%D8%AF%D8%B1%DB%8C%DA%85%DB%90-%DA%A9%DB%90-%D8%AF%D8%B1%DB%8C%DA%85%DB%90/

ادامه نوشته

کره کتنه: کیسه او د اوج ټکی

کیسه او د اوج ټکی

په داستان یا کیسه کې د تېرو شویو پېښو دوام او منطقي پایله اوج بلل کېږي.

ادبپوهان او کیسه لیکونکي په دې نظر دي چې اوج د یوه حرکت او خوځښت د لوري بدلېدو د پیل شېبه ده.

د دوی په وینا، اوج په داستان کې هغه له شور او هیجان نه ډکه او پاروونکې شېبه ده چې کړکېچ او کشمکش په کې پر وروستۍ پوله درېږي او د غوټې خلاصېدو ته لار هوارېږي.

په انگلیسي کې په کلایمکس پېژندل کېږي چې زموږ وال یې د اوج ټکی بولي.

په کومه کیسه کې چې کلایمکس یا د اوج ټکي ته پام نه وي شوی او سر سري چلند ورسره شوی وي، دومره کشش او جذب په کې نه وي.

زما اکثره کیسې همداسې دي، ښایي ما ته به همداسې خوند راکوي. کله کله چې خپلو کیسو ته له دې دریڅې ورگورم، ځان ته عادي نکلچي ایسم خو کفر یې نه گڼم، په کیسه لیکلو کې یوه لار راته ښکاري یا خو دا ده چې له خپل مزاج سره سم ډېر کمکش سره جوړ نه یم. نور یاران چې زما دې چلند ته په کومه سترگه گوري، په دې نپوهېږم. ښایي ساده باده کیسه لیکوال ورښکاره شم.

ادامه نوشته