کیسه‌ګۍ

سوځېدلی خیال

ملابانګ راویښ شوم، کوټه کې هیڅوک نه وو. بسترې ته مې وکتل، زه هم نه وم. ښیښه کې، هېڅ انځور نه ښکارېده.

د کور دروازې خلاصې راکتلې، خو نه څوک تلل او نه راتلل. کوټه تشه وه، حتی له ما.

غږ مې وکړ، خو خپل غږ مې وانه ورېد. سیوری مې هم نه و، له لاسونو مې حس ختلی و. یوازې یم، خو یوازیتوب هم نه وایي چې درسره یم.

غوږونو کې مې بونګهاری شو: "ته نور نشته یې."

په غوږونو مې لاس کېښود، احساس مې وکړ چې هغه غږ زما و... هغه زه وم، یو سوځېدلی خیال.

۱۴۰۴.۴.۵